ایناک پاول
| ایناک پاول | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۱۶ جون ۱۹۱۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] |
| مړینه | 8 فېبروري 1998 (86 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] |
| د مړینې لامل | د پارکېنسون ناروغي |
| تابعیت | |
| روغتيايي څرنګوالی | د پارکېنسون ناروغي |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
| کار/مسلک | سياستوال [۸]، شاعر ، ليکوال ، پوځي افسر [۸] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱][۹]، اوردو ژبه [۱۰]، وېلزي ژبه ، پرتګالي ژبه ، نوې يوناني ، جرمني ژبه |
| پوځي خدمت | |
| برخه | د برتانيا فوځ [۸] |
| جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه [۸] |
| سمول |
|
جان ایناک پاول (۱۶ جون ۱۹۱۲- ۸ فبروري ۱۹۹۸ زکال) بریتانوي سیاستوال، کلاسیک څېړونکی، لیکوال، ژب پوه، پوځي، فیلوژست (متن پېژندونکی) او شاعر و. هغه د پارلمان د محافظه کاره غړي (۱۹۵۰-۱۹۷۴ زکال)، وروسته په پارلمان کې د آلستر اتحاد پال ګوند (UUP) د غړي (۱۹۷۴-۱۹۸۷ زکال) او د روغتیا د وزیر (۱۹۶۰-۱۹۶۳ زکال) په توګه خدمت وکړ.
پاول وړاندې له دې چې سیاست ته مخه کړي، کلاسیک څېړونکی و. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه په نظامي او استخباراتي څوکیو کار وکړ او د برید جنرالۍ رتبې ته ورسېد. هغه همدارنګه د شعر، لرغونو او سیاسي موضوعاتو ګڼ شمېر کتابونه ولیکل.
پاول د «وینو د سیندګي» (Rivers of Blood) په نامه وینا سره چې د ۱۹۶۸ زکال په اپرېل کې یې د لویدیځ میډلنډز سیمې د محافظه کارانو د سیاسي مرکز په عمومي ناسته کې وکړه، په پراخه کچه پام یې ځانته جلب کړ. په دغه وینا کې پاول په ځانګړې توګه له نوو مشترک المنافع هېوادونو څخه بریتانیا ته د کډوالئ په لوړه کچه نیوکه وکړه او د تبعیض ضد قانون د نژادي اړیکو له لایحې سره یې مخالفت وکړ. دغه وینا د پاول د خپل ګوند او مطبوعاتو له شدیدو نیوکو سره مخ شوه چې له امله یې د محافظه کار ګوند مشر ادوارد هیث، پاول د دغه ګوند په راتلونکې اداره کې د دفاع وزارت له څوکۍ ګوښه کړ.[۱۱][۱۲]
له وینا وروسته څو نظرپوښتنو وښوله چې د بریتانیا له ۶۷ سلنه څخه تر ۸۲ سلنه وګړي د پاول له نظریاتو سره موافق و. د هغه ملاتړو ادعا وکړه چې هغه پلویان چې پاول جذب کړل په ۱۹۷۰ زکال کې په عمومي ټاکنو کې د محافظه کارانو د بریا لامل وګرځېدل او شاید هم د ۱۹۷۴ زکال د فبروري میاشتې په عمومي ټاکنو کې هم په همدومره زیان هغوی ته تمامه شي. هغه مهال چې پاول محافظه کارانو ته شاه کړه او کارګرانو ته یې په رایو ورکولو له اقلیت حکومت سره لاس یو کړ. پاول د ۱۹۷۴ زکال په اکتوبر میاشت کې د شمالي آیرلنډ د سویلي ډون له ټاکنیزې حوزې څخه د اولستر اتحاد پال ګوند د استازي په توګه پارلمان ته رایه ومونده. نوموړی تر هغه مهاله چې د ۱۹۷۸ زکال په عمومي ټاکنو کې یې ماته وخوړه، د دغې حوزې استازی و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
لومړني کلونه
[سمول]جان انوک پاول د ۱۹۱۲ زکال د جون په ۱۶ مه د برمېنګهم ښار د Worcestershire په Stechford کې وزېږېد او د نیوپورټ، شروپشایر (Newport, Shropshire) په کلیسا کې ورته د تعمید غسل ورکړل شو؛ چېرې چې د هغه مور او پلار په ۱۹۰۹ زکال کې واده کړی و. نوموړی د ابتدایه ښوونځي د مدیر البرت انکوک پاول (۱۸۷۲-۱۹۵۶ زکال) او د هغه د مېرمنې الن مري (۱۸۸۶-۱۹۵۳ زکال) یوازنی ماشوم و. الن په لیورپول ښار کې د پولیس هنري بریس او د هغه د میرمنې ایلیزا چې ښوونکې وه؛ لور وه. د پاول د مور د هغه نوم نه خوښېده او له همدې امله هغه په «جک» پېژندل کېده. په درې کلنۍ کې یې په پاول د «پروفیسر» مستعار نوم کېښود، ځکه هغه به په چوکۍ درېده او هغه مرغان چې پلار یې ښکار کړي و د هغو توصیف به یې کوه. په ۱۹۱۸ زکال کې د هغه کورنۍ د برمنګهم کېنګ نورتون سیمې ته کډه وکړه او پاول هلته تر ۱۹۳۰ زکال پورې پاتې شو.[۲۰][۲۱][۲۲]
پاول تر یوولس کلنۍ پورې هغه خصوصي ښوونځي ته تله چې د مور د یو ملګري له خوا یې اداره کېده. له دې وروسته هغه درې کاله د هلکانو لپاره د کینګ نورتون سیمې د ګرامر په ښوونځي کې زده کړې وکړې، هغه د دیارلس کلنۍ په عمر په ۱۹۲۵ زکال کې د برمنګهم په کینګ اډوارډ ښوونځي کې سکالرشیپ ترلاسه کړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې میراث د پاول لپاره ډېر لوی و: د هغه ډېری ښوونکو په جګړه کې ونډه واخیسته او یو شمېر نور هغه زده کوونکي چې په څوکیو کې یې نومونه لیکلي و په جګړه کې یې ژوند له لاسه وکړ. پاول د جګړې په اړه کتابونه ولوستل چې د بریتانیا او جرمني ترمنځ یې د بیاځلي جګړې اړوند د هغه د باور په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. [۲۳]
د ښوونځي د کلاسیک زده کړو مشر چې ولیدل پاول له دغې موضوع سره لیوالتیا لري هوکړه یې وکړه هغه د ښوونځي کلاسیکې څانګې ته ولېږدوي. په ۱۹۲۵ زکال کې د هغه مور د کرېسمیس د رخصتیو پر مهال هغه ته د دوه اونیو په ترڅ کې یوناني ور زده کړه او کله چې هغه بلې دورې ته لاړ هغه په یوناني بلد و چې نور زده کوونکي دوه کاله وروسته د هغه ځایګی ته رسېدل. پاول د کلاسیک څانګې په سر کې ځای درلود. د هغه د یو ټولګیوال کریسټوفر ایوانز په خبره پاول «ریاضت طلب یا ځانی خودی» و او «واقعا د بل هر زده کوونکي پر خلاف چې ده پېژندل... هغه یوه جلا انسان و». د هغه یو بل هم دوره دنیس هیلز وروسته وویل چې پاول به «یوه ټولګه کتابونه (یوناني متون؟) له ځان سره لېږدول او هغه به یې ساتل... هغه له ټولو مخکښو استادونو ډېر شهرت دلود». پاول د خپل ښوونځي د کلاسیکې څانګې د پنځم فورم درې واړه جایزې (په توسیدید، هرودت او الهیاتو) ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې هغه د دغو جایزو له نورو ټولو ګټونکو څخه دوه یا درې کاله په عمر کې کوچنی و. هغه د هرودت د تاریخ کتاب په ژباړه پیل وکړ او په ۱۴ کلنۍ کې یې د هغو د لومړۍ برخې ژباړه پای ته ورسوله.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
هغه شپږمې دورې ته له خپلو ټولګیوالو څخه په دوه کاله کوچني عمر کې شامل شو او د یو ډېر هڅه کوونکي زده کوونکي په توګه پېژندل کېده؛ د هغه یو هم دوره روی لوئیس څرګندوي چې «موږ حتی فکر کاوه چې ښوونکي هم له هغه وېرېږي». پاول همدارنګه په جمناستیک کې مډال واخیست او په کلاریانت کې یې مهارت وموند. هغه د موسیقي په سلطنتي اکاډمي کې د زده کړو په فکر کې شو، خو والدینو یې هغه اړ کړ څو په کمبریج کې د تحصیلي بورس د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي. د شپېږمې کلاسیکې دورې په لومړۍ برخه او د شپږمې دورې په دویمه برخه کې د هغه د کلاسیک اصلي ښوونکی ډاګي سمیت په ۱۹۵۲ زکال کې څرګنده کړه: «زما په ټولو زده کوونکو کې هغه تل د خپلو ښوونکو د دقت په لوړ معیار او پوهې ټینګار کاوه... هغه داسې یو زده کوونکی و چې ما له هغه ډېر څه زده کړل».[۲۸]
د ۱۹۲۹ زکال په ډسمبر میاشت کې د اوولسو کلونو په عمر، هغه د کمربیج په ترینیتي کالج کې د کلاسیک سکالرشېپ لپاره خپله مقاله ولوسته او غوره جایزه یې ترلاسه کړه. رونالد ملویل چې په یو مهال کې به یې ازموینه اخیسته، څرګندوي چې:«ازموینې تر ډېره درې ساعته وخت نیو، پاول له دغو ټولو خونو په نیمه لار کې تېر شو». پاول وروسته ملویل ته وویل چې په یو نیم ساعت کې یې په یوناني پاڼه کې متن لومړی توسیدید یوناني سبک او بیا یې د هرودت سبک ته وژباړه. په بله مقاله کې پاول اړ شو، د سنت بید یوه مقاله وژباړي چې هغه یې په افلاطوني یوناني وژباړه. پاول وروسته یاده کړه چې «ما هغه څېرې کړه او بیاځلي مې هغه هردوتي یوناني – آیونیک یوناني – ته وژباړه (چې ما هېڅکله له وړاندې نه وه لیکلې) او وروسته له هغه چې مې وخت درلود، د هغې په حاشیه لیکنه مې کار وکړ».[۲۹][۳۰][۳۱]
هغه له ۱۹۳۰ زکال څخه تر ۱۹۳۳ زکال پورې د کمبرېج په ترینیتي کالج کې زده کړې وکړې. پاول تر ډېره ځان ګوښه کړ او خپل وخت به یې مطالعې ته ځانګړی کاوه: هغه ورځ به یې چې لکچر نه درلود، د سهار له ۵:۳۰ بجو څخه به یې د شپې تر ۹:۳۰ بجو مطالعه کوله. په اتلس کلنۍ کې د هغه لومړۍ مقاله (په جرمنۍ) کلاسیکه مجله Philologische Wochenschrift کې په هرودت خط نشر شوه. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122438356 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Enoch-Powell — سکالو پېژند: Enoch Powell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ft9pfn — سکالو پېژند: Enoch Powell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8616174 — سکالو پېژند: Enoch Powell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/97064 — سکالو پېژند: John Enoch Powell
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000009535 — سکالو پېژند: Enoch Powell — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/iwSZQI9M
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/69398 — سمونګر: Colin Matthew او David Cannadine — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپروونکی: Oxford University Press
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/184632419
- ↑ https://www.gresham.ac.uk/watch-now/enoch-powell-and-sovereignty-parliament
- ↑ Heffer 1998, p. 461
- ↑ Editorial comment, The Times, 22 April 1968.
- ↑ Shepherd 1994, p. 352.
- ↑ Schwarz, Bill (2011), The White Man's World, p. 48, ISBN 9780199296910,
So far as these can tell us anything, the opinion polls following the speech provide an indication of the scale of popular support. Gallup recorded 74 per cent, ORC 82 per cent, NOP 67 per cent, and the Express 79 per cent in favour of what Powell had proposed in Birmingham.
- ↑ Garvey, Bruce (4 June 2008). "Part 2: Enoch Powell and the 'Rivers of Blood' speech". The Ottawa Citizen. Canada.com. خوندي شوی له the original on 11 May 2011. ترلاسهکېدو نېټه 20 February 2012.
- ↑ Dumbrell, John (2001), A Special Relationship, pp. 34–35, ISBN 9780333622490,
A Feb 1969 Gallup poll showed Powell the 'most admired person' in British public opinion
- ↑ OnTarget, vol. 8, ALOR, خوندي شوی له the original on 19 February 2011, ترلاسهکېدو نېټه 2 January 2011
- ↑ Heffer 1998، مم. 710–712.
- ↑ Heffer 1998، م. 568.
- ↑ "Controversial MP's family links and childhood memories of the [Shropshire] county". Shropshire Star. 15 April 2021. p. 16.Report by Toby Neal.
- ↑ Shepherd 1997، م. 3.
- ↑ Shepherd 1997، م. 5.
- ↑ Roth.
- ↑ Heffer 1998، مم. 5–6.
- ↑ Heffer 1998، م. 6.
- ↑ Heffer 1998، م. 5.
- ↑ Shepherd 1997، مم. 6–7.
- ↑ Heffer 1998، مم. 6–7, 10.
- ↑ Heffer 1998، م. 7.
- ↑ Heffer 1998، م. 9.
- ↑ Heffer 1998، م. 8.
- ↑ Heffer 1998، م. 15.
- ↑ Shepherd 1997، م. 17.
- ↑ Heffer 1998، م. 19.
- ↑ Shepherd 1997، م. 11.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1998ز مړينې
- 8 فېبروري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
