ایماق
عمومي مالومات |
---|
ایماق، ایماقان یا چهار ایماق چي د ایماغ او ایماک په نومونو هم یادیږي، د سني مسلمانانو اړوند د پښتو او فارسي ژبو کوچیانو او قبیلوي خلکو یو توکم دی. دا توکم په عمومي توګه د افغانستان په مرکزي او لویدیځو لوړو سیمو کي ژوند کوي، او په غور او بادغیس کي په زیات شمېر استوګن دي. ایماق په اصل کي د چهار ایماق ("څلورو ایماقانو") لکه جمشیدي ، ایماق هزاره ، فیروزکوهي ، او تیماني په نومونو باندي هم پېژندل کيږي. [۱] تیموري چي ددغه توکم څخه یوه جلا قبیله ده، هم د یو شمېر سرچینو پر بنسټ د ایماقانو په ډله کي راځي.
ایماق د فارسي ژبې د ایماق څانګي څو فرعي لهجې وايي، خو په دوی کي تیماني، فیروزکوهي او په شمال ختیځ کي تیموري ایماقانو د افغانستان ملي ژبه پښتو ځان ته غوره کړې، او خبري ورباندي کوي.
توکمیز اصلیت
[سمول]ایماق توکم د خپل قبیلوي شالید پر بنسټ بېلابیلي ادعاوي لري. په دوی کي ځیني وایي چي د چنګیز خان د ځواکونو د پاتي شونو څخه دي،[۲] خو تیماني او فیروزکوهي بیا د افغانستان له ستر توکم پښتنو سره د تړاو دعوه کوي.
سرچینې
[سمول]https://www.encyclopedia.com/humanities/encyclopedias-almanacs-transcripts-and-maps/aimaq