ایریک وورھیس
ایریک ټریستان وورھیس یو امریکایي وګړی، د کریپټو کرنسي (ډیجیټلي پیسې) سوداګر، د شېف شیفټ پلټفارم او وینایس مصنوعي ځیرکتیا بنسټګر دی. سربیره پردې هغه د ساتوشي ډایس پلټفارم شریک او د بیټ انسټنټ شرکت د مارکټینګ بخش مشر پاتې شوی. وورهیس د کریپټو- ازادۍ پلوي بلل کېږي، هغه غواړي چې دولت او پیسې له یو بله جلا وي. [۱]
د ازاد ایالت په پروژه ( یو حرکت دی چې ازادي غوښتنونکي هڅوي، تر څو نیوهیمپشایر ته ولاړ شي) کې د وورھیس ګډون پخپله د دې لامل شو چې هغه ډېـر ژر د بیټ کوین کارول پیل کړي. [۲]
کله چې وورهیس په نیوهیمپشایر ایالت کې و، نو هغه په فعاله توګه ډیجیټلي پیسې کارولې، تر څو دا کار د مرکزي مالي سیسټمونه پر خلاف د مقاومت د وسیلې په توګه تبلیغ کړي. هغه د بیټ کوین او نورو ډیجیټلي پیسو د امکاناتو پر اهمیت هم ټینګار کړی، تر څو د فزیکي پیسو د انحصار پر وړاندې مبارزه وکړي او په نړیوال مالي سیستم کې نوښت ته وده ورکړي.[۳]
ژوندلیک
[سمول]وورھیس په ۱۹۸۴م کال کې د امریکا د کانټیکټ ایالت په ډانبري ښار کې زیږیدلی او په کلورادو ایالت کې را لوی شوی دی. هغه په ۲۰۰۳م کال کې د پوجیټ ساونډ په پوهنتون کې داخله واخیسته، هلته یې د نیکولاس کیري په نوم یو زده کوونکی ملګری شو. وورهیس بیټ کوین د کیري په واسطه وپيژندل، کیري وروسته د بلاکچین ډات کام شرکت جوړ کړ. کله چې وورهیس فارغ شو، نو دبۍ ته لاړ او هلته یې د یو املاکې شرکت سره د اړیکو د مدیر په حیث کار پیل کړ. وورهیس له ۲۰۱۳م کال راهیسې په پاناما کې ژوند کوي. [۴][۵][۶]
د کريپټو کرنسۍ (ډیجیټلي پیسې) مسلک
[سمول]د وال سټریټ ژورنال په وینا، وورھیس د لومړی ځل لپاره په ۲۰۱۱م کال کې بیټ کوین وپېژندل. په اصل کې هغه د بیټ کوین په اړه معلومات د ازاد ایالت په پروژه (هدف یې د ۲۰۰۰۰ ازادۍ پلوي کسانو نیوهمپشایر ایالت ته انتقال و) کې ترلاسه کړل. [۴][۷]
د ۲۰۱۲م کال په اګست کې سی ان ان رسنۍ په یو مقاله کې لیکلي و چې وورهیس د بیټ انسټنټ شرکت د اړیکو د رییس په توګه کار کوي، خو د ارس ټېکنیکا ویبپاڼې بیا لیکلي چې وورهیس د دغه شرکت د مارکټینګ رییس په توګه دنده ترسره کوله. [۸][۹]
د ۲۰۱۲م کال په اپریل کې وورهیس د ساتوشي ډایس په نوم د بیټ کوین د قمار یوه ویبپاڼه پرانیستله. په هغه وخت کې دغه پلټفارم د بیټ کوین د معاملو نیمايي برخه جوړوله. وورهیس په ۲۰۱۳م کال کې د ساتوشي ډایس پلټفارم وپلوره او په بدل کې یې د ۱۱.۵ میلیونه ډالره په ارزښت بیټ کوین ترلاسه کړل. وورهیس په ۲۰۱۴م کال کې د متحده ایالاتو د امنیتي اسنادو او تبادلې کمیسیون ته ۵۰۰۰۰ ډالره ورکړل، تر څو د ناپيژندل شویو امنیتي سهمونو د پلور په اړه تحقیقات وکړي، په ځانګړي توګه هغه سهمونو چې د ساتوشي د پلټفارم له سهمونو سره یې تړاو درلود. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ۲۰۱۴م کال د جولای په میاشت کې، ایریک وورهیس په سویس کې د شېپ شیفټ په نوم د ډیجیټلي پیسو د تبادلې پلټفارم جوړ کړ. ده دا کار د اېم ټي ګاکس د تبادلې پلټفارم تر سقوط وروسته وکړ. په همدې کال کې د وورهیس یوه مرکه د بیټ کوین د ودې په نوم یو مستند فلم کې هم خپره شوه. په ۲۰۱۷م کال کې وورهیس وویل چې د بیټ کوین د پراخېدو ستونزې د حل لپاره د سېګوېټ دوه ایکس ملاتړ کوي. د شېپ شیفټ پلټفارم، د ډېرو نورو تبادله کوونکو پلټفارمونو خلاف، له کاروونکو څخه د پېژندنې غوښتنه نه کوله او خلکو ته یې د پټې معاملې اجازه ورکوله. د څارنې نشتون دې ته لاره هواره کړه چې ځینې مجرمین، د شمالي کوریا هیکران او د درغلیزو پانګونو چلونکي، نږدې د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ناقانونه پیسې پاکې کړي. د امریکا له حضور لرونکو تبادلو څخه، شېپ شیفټ د دې پیسو تر ټولو لویه برخه پروسس کړې وه. د شېپ شیفټ پلټفارم تګلارې دا اسانه کړه چې د څار وړ ډیجیټلي پیسې لکه بیټ کوین په داسې پیسو بدلې شي چې څار یې ګران (لکه مونرو ډیجیټلي پیسې) وي، له همدې امله د پیسو د لېـږد لړۍ پټه وه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
په ۲۰۱۸م کال کې، ایریک وورهیس د امریکا د اسهامو او تبادلې ادارې د یوې پلټنې تر څار لاندې راغی، دا پلټنه د سالټ لېنډنګ هولډنګز په نوم د یو شرکت د شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالرو د کریپټو پلور په اړه وه، چې وورهیس پکې د پانګې راټولولو برخوال و. د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د اسهامو او تبادلې ادارې دا ارزوله چې ایا د سالټ د ټوکن پلور باید د اسهامو د وړاندیز په توګه ثبت شوی وای که نه، همداراز دوی غوښتل پوه شي چې وورهیس د ۲۰۱۴م کال له قانوني هوکړې سړغړونه کړې ده او کنه، دغه هوکړې وورهیس له ناقانونه پانګې راټولو منع کړی و. له دې وړاندې، د وال سټریټ ژورنال د یوې مهمې پلټنې له مخې څرګنده شوې وه چې شېپ شیفټ پلټفارم ( د وورهیس تر مشرۍ لاندې چلېده) د ځینو مجرمینو لخوا د پیسو د پاکولو لپاره کارول شوې دی، چې له امله یې د قانون پلي کوونکو ادارو پام هم ورته اوښتی و. وورهیس وړاندې لا د اسهامو او تبادلې ادارې سره جوړجاړی کړی و، ځکه هغه د یوې انټرنېټي قمار له شرکت څخه د ناقانونه ونډو وړاندیز ترسره کړی و. د همدې مخینې له امله، د سالټ له خصوصي پانګونې سره د هغه ښکېلتیا دا قانوني اندېښنې راولاړې کړې چې ایا وورهیس د اسهامو او تبادلې ادارې مقرراتو ته ژمن پاتې شوی او که سرغړونه یې کړي. [۱۹]
په ۲۰۲۲م کال کې، ایریک وورهیس په رسنیو کې د مالي څارنې پر ضد د خپل کلک دريځ له امله سرټکی شو. دا موضوع هغه وخت راپورته شوه کله چې د هغه او سام بانکمن فریډ تر منځ عامه لفظي شخړه رامنځته شوه. سام بانکمن فریډ د کریپټو صنعت لپاره د قوانینو او تنظیم ملاتړ کاوه، خو وورهیس د دې نظر مخالف و او ویل یې چې دا ډول قوانین به د خلکو ازادي محدوده کړي.[۲۰][۲۱][۲۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Dale, Brady (2023). SBF: how the FTX bankruptcy unwound crypto's very bad good guy. Hoboken, New Jersey: Wiley. ISBN 9781394196074.
- ↑ Hill, Kashmir. "The Free State Project: A Libertarian Testing Ground For Bitcoin, 3D Printers, and Drones". Forbes (in انګليسي). بياځلي په 2024-11-15.
- ↑ del Castillo, Michael (2019-01-03). "Bitcoin's Last Gunslinger". Forbes (in American English). بياځلي په 2023-12-28.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ del Castillo, Michael (2019-01-03). "Bitcoin's Last Gunslinger". Forbes (in American English). بياځلي په 2023-12-28.
- ↑ Casey, Michael J.; Stynes, Tess (2014-06-03). "Bitcoin Entrepreneur Agrees to Pay $50,000 to Settle SEC Charges". Wall Street Journal (in American English). ISSN 0099-9660. بياځلي په 2023-12-29.
- ↑ del Castillo, Michael (2019-01-03). "Bitcoin's Last Gunslinger". Forbes (in American English). بياځلي په 2023-12-28.
- ↑ Scheck, Justin; Shifflett, Shane (2018-09-28). "How Dirty Money Disappears Into the Black Hole of Cryptocurrency". The Wall Street Journal (in American English). ISSN 0099-9660. بياځلي په 2023-12-29.
- ↑ Eha, Brian Patrick (2012-08-22). "Get ready for BitInstant's Bitcoin debit card". CNN Money. بياځلي په 2023-12-29.
- ↑ Farivar, Cyrus (2012-08-21). "Bitcoin company says debit cards coming in two months". Ars Technica (in American English). بياځلي په 2023-11-17.
- ↑ Winter, Caroline (2013-01-03). "Bitcoin: Making Online Gambling Legal in the U.S.?". Bloomberg (in انګليسي). بياځلي په 2023-11-17.
- ↑ Vigna, Paul (2016). The Age of Cryptocurrency: How Bitcoin and the Blockchain Are Challenging the Global Economic Order. Picador. ISBN 978-1250081551.
- ↑ del Castillo, Michael (2019-01-03). "Bitcoin's Last Gunslinger". Forbes (in American English). بياځلي په 2023-12-28.
- ↑ del Castillo, Michael (2019-01-03). "Bitcoin's Last Gunslinger". Forbes (in American English). بياځلي په 2023-12-28.
- ↑ del Castillo, Michael (2019-01-03). "Bitcoin's Last Gunslinger". Forbes (in American English). بياځلي په 2023-12-28.
- ↑ Eha, Brian Patrick (2014-02-25). "Bitcoin After the Mt. Gox Meltdown". The New Yorker (in American English). ISSN 0028-792X. بياځلي په 2023-11-17.
- ↑ del Castillo, Michael (2019-01-03). "Bitcoin's Last Gunslinger". Forbes (in American English). بياځلي په 2023-12-28.
- ↑ Casey, Michael J.; Stynes, Tess (2014-06-03). "Bitcoin Entrepreneur Agrees to Pay $50,000 to Settle SEC Charges". Wall Street Journal (in American English). ISSN 0099-9660. بياځلي په 2023-12-29.
- ↑ Scheck, Justin; Shifflett, Shane (2018-09-28). "How Dirty Money Disappears Into the Black Hole of Cryptocurrency". The Wall Street Journal (in American English). ISSN 0099-9660. بياځلي په 2023-12-29.
- ↑ del Castillo, Michael (2019-01-03). "Bitcoin's Last Gunslinger". Forbes (in American English). بياځلي په 2023-12-28.
- ↑ del Castillo, Michael (2019-01-03). "Bitcoin's Last Gunslinger". Forbes (in American English). بياځلي په 2023-12-28.
- ↑ Roberts, Jeff John (2022-10-21). "Sam Bankman-Fried, Erik Voorhees and the battle for crypto's soul" (in American English). Reuters. بياځلي په 2023-12-29.
- ↑ Armstrong, Ben (2023). Catching Up to FTX: Lessons Learned in My Crusade Against Corruption, Fraud, and Bad Hair. Wiley. ISBN 978-1394210329.