اکشې کنا
په انګرېزي: Akshaye Khanna
| |
---|---|
![]() کنا په ۲۰۱۶ کې
| |
زېږېدنه | |
څېره | فيلمي لوبغاړی |
د فعاليت کلونه | 1997–2012,
2016–اوس |
کار | بشپړ لېسټ |
پلار | وينود کنا |
د کورنۍ مشهوره غړي | راحول کنا (ورور) |
جايزې | فيلمفېر او نور ستاينليکونه |
اکشې کنا (د پيدايښت نېټه: د مارچ ۲۸مه، ۱۹۷۵) يو هندی فيلمي لوبغاړی دی چې تر ډېره د هندۍ ژبې په فيلمونو کې فعال دی. کنا د غوره استعداد لرونکي ستوري په توګه شهرت لري، [۱] [۲] نوموړي دوه ځله د فيلمفېر جايزه ګټلې او همداراز ګڼ شمېر نور ستاينليکونه او جايزې يې هم ترلاسه کړي. [۳]
هغه د فيلمي لوبغاړی ونود کنا زوی دې، او د همالیا پوترا (۱۹۹۷) فلم سره یې په فيلمي نړۍ کې خپل لومړنی پیل وکړ. له هغه وروسته د «جي پي دتا» جنګي فيلم بارډر (۱۹۹۷) د سوداګریز بریالیتوب په توګه راڅرګند شو چې هغه ته یې د غوره نارینه نوي لوبغاړي لپاره د فلم فیر جایزه ورکړه. د فيلمفېر بريا يې د ټال (۱۹۹۹) او دل چاهتا هې (۲۰۰۱) فيلمونو سره بيا تکرار کړه. نور بريالي فيلمونه يې لکه هنګامه(۲۰۰۳)، هلچول (۲۰۰۴)، ۳۶ چاینا ټاون (۲۰۰۶)، ریس (۲۰۰۸) او تیس مار خان (۲۰۱۰) دي. هغه د "همراز" او "دیوانګي" د " ګاندي، زما پلار" (۲۰۰۷ کال) او د "اکشن" تریلر فلم "آکروش " (۲۰۱۰ کال) فیلمونه له امله د مينه والو له توندو ستاینو سره مخ شو.
له ۲۰۱۲ کال راهیسې د څلور کلنې وقفې وروسته نوموړي په اکشن-کامیډي ډشوم (۲۰۱۶) او د ۲۰۱۷ کال په تریلر فلمونو مام او اتفاق کې د مثبت رولونه ترسره کړل. هغه د وکالتي ډرامې " سیکشن ۳۷۵" (۲۰۱۹) کې د مدافع وکیل او د بلاک بسټر جرم تریلر فلم "دریشیام ۲" (۲۰۲۲) کې د پولیس رول لوبولو له امله نوی شهرت ترلاسه کړ. [۴] [۵] [۶]
ژوندليک او کورنۍ
[سمول]کنا د ۱۹۷۵ کال د مارچ په ۲۸مه زېږېدلی [۳] پلار يې (ونود کنا) هم يو فيلمي لوبغاړی او سياستوال وو [۷] چې په ۲۰۱۷ کال کې مړ شو، [۸] لوبغاړی راهول کنا د هغه مشر ورور دی.
کنا د بمبۍ نړیوال ښوونځي بابول نات کې زده کړې کړې دي. بیا یې خپل یوولسم او دولسم ټولګی د اوټي په لوډیل کې د لارنس ښوونځي کې ولوست[۹] هغه په يوې تفريحي مرکه کې وویل چې د زده کړې په پرتله په سپورت کې ښه وو. [۱۰]


فيلموګراپي
[سمول]جايزې
[سمول]اړونده مخونه
[سمول]سرچينې
[سمول]- ↑ . 28 March 2024.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 28 March 2024.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ . 28 March 2023.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) Invalid<ref>
tag; name "AkshayeK" defined multiple times with different content - ↑ . 3 February 2020.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 17 February 2025.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 2025-02-14.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 28 April 2017.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 27 April 2017.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 5 May 2008.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 8 July 2010.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help)