اټومي برېښناکوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Nuclear power plant-pressurized water reactor-PWR.png
PressurizedWaterReactor.gif
BoilingWaterReactor.gif

د برېښنا د تولید په موخه هستوي تعاملاتو ته اټومي انرژي (nuclear power) وايي. اټومي انرژي د اټومي انشقاق (fission)، اټومي ویجاړېدو (decay) او اټومي وېلې کېدنې (fusion) تعاملاتو نه ترلاسه کېدای شي. اوسهمال، د اټومي انرژۍ نه ترلاسه کېدونکې نږدې ټوله برېښنا په هستوی برېښناکوټونو کې د یورانیمو او پلاټینیمو د اټومي انشقاق  له لارې تولیدېږي. د هستوي ویجاړېدو پروسس د وایګار ۲ (Voyager 2) په څېر ځینو فضايي څېړنو کې د راډیوایزوتوپ تېرموالیکټریک جنراټورونو په څېر په نیچه اپلېکېشنونو (niche applications) کې کارول کېږي. نړیوالې څېړنې لاهم د اټومي ویلې کېدنې نه د برېښنا په تولید تمرکز لري. [۱]

په ۲۰۱۹ز کال کې، ولسي (ناپوځي) اټومي انرژۍ ۲۵۸۶ تېراواټ ساعته (TWh) برېښنا برابره کړه، چې د ټولې نړۍ د برېښنا تولید نږدې ۱۰ سلنه جوړوي او د اوبو له برېښنا نه وروسته د لږ کاربن کاروونکې برېښنا دویمه تر ټولو ستره سرچینه ده. د ۲۰۲۱ز کال د سپتمبر تر میاشتې پورې، په نړۍ کې ۴۴۴ ولسي انشقاقي ریکټورونه (fission reactors) شته، چې ټول برېښنايي ظرفیت يې ۳۹۶ ګېګاواټه (GW) دی. د ۵۳ اټومي برېښنايي ریکټورونو جوړېدو کار روان او ۹۸ نور په پلان کې دي، چې په ترتیب سره به ۶۰ ګېګاواټه او ۱۰۳ ګېګاواټه ظرفیت لري. امریکا متحده ایالتونه د اټومي ریکټورونو تر ټولو ستر سامانونه لري چې په یوه کال کې د [اتومي وړانګو] له خپراوي پرته، له ۸۰۰ تېراواټ ساعته ډېره برېښنا تولیدوي او د ظرفیت منځنی ضریب يې ٪۹۲ دی. ډېری هغه ریکټورونه چې د جوړېدو کار يې روان دی ،په اسیا لویه وچه کې درېیم نسل ریکټورونه دي.

اټومي انرژي د نورو سرچینو په پرتله د انرژۍ په هر واحد کې د مرګ ژوبلې تر ټولو ټیټه کچه لري. سکاره، پترول، طبیعي ګاز او د اوبو برېښنا هر یو د هوا ککړتیا او پېښو رامنځته کېدو له امله د انرژۍ په هر واحد کې د ډېرې مرګ ژوبلې لامل شوی دی. په اټومي برېښناکوټونو کې رامنځته شوې پېښې، دغه دي: په ۱۹۸۶ز کال کې په شوروي اتحاد کې د چرنوبیل غمېزه، په ۲۰۱۱ز کال کې په جاپان کې د فوکوشیما داييچي اټومي غمېزه او په ۱۹۷۹ ز کال کې په امریکا متحده ایالتونو کې د تري مایل آیلنډ (Three Mile Island) یوڅه محدوده پېښه.

بحث د اټومي انرژۍ پر سر دی. د اټومي انرژۍ پلویان، لکه: د نړۍ اټومي انجمن (World Nuclear Association) او د اټومۍ انرژۍ ژوندچاپېریال پالونکي (Environmentalists for Nuclear Energy) دلیل راوړي چې اټومي انرژي په خپله د انرژۍ یوه خوندي او پاېښتي سرچینه ده چې د کاربن خپراوی راکموي. د اټومۍ انرژي مخالفین، لکه: ګرین-پییس (Greenpeace)، د راتلونکې ساینسپوهان (Scientists for Future) او NIRS په نامه ادارې بیا وايي چې: اټومي انرژي خلکو او ژوندچاپېریال ته ډېر ګواښونه  رامنځته کوي او د پاېښتي انرژۍ د بدیلو سرچینو په پرتله ډېره قېمته ده او ډېر په ورو ځای پر ځای کېږي.

هغه لومړني برېښنايي څراغونه چې د اټومي انرژۍ نه په تولید شوې برېښنا روښانه شول – EBR-1، ارګون ملی لابراتور-لویدیځ (Argonne National Laboratory-West)، وېسټ ۲۰، ۱۹۵۱ز. [۲]

اصل او سرچینه

اټومي انشقاق په ۱۹۳۸ ز کال کې څه باندې څلور لسیزې وروسته له هغه کشف شو چې د راډیواکټيویټي پر ساینس او نوي اټومي فزیک پر تفصیلاتو چې د اټوم اجزاوې یې تشرېح کولې، کار وشو. ډېر ژر وروسته له هغه چې د انشقاق بهیر کشف شو، دا معلومه شوه چې د اتم انشقاقي هسته کولای شي، د لانور اټومي انشقاق لامل شي او په دې توګه یو خپل پاېښتي (self-sustaining) ځنځیري غبرګون رامنځته کړي. کله چې په ۱۹۳۹ز کال کې دا کار په تجربې سره ثابت شو، په ډېرو هېوادونو کې ساینسپوهانو له خپلو حکومتونو وغوښتل چې، د اټومي انشقاق څېړنو ملاتړ وکړي، تر څو د دویمې نړیوالې جګړې په درشل کې یوه اټومي وسله جوړه کړي. [۳][۴]

په متحده ایالتونو کې، دا څېړنیزې هڅې د شیکاګو پایل-۱ (Chicago Pile-1) په نامه د لومړني بشري اټومي رېاکټور د جوړولو لامل شوې چې بیا په ۱۹۴۲ز کال کې د دسمبر په ۲مه نېټه ګټې اخیستنې ته چمتو شو. د دې رېاکټور جوړول، د منهاټن پروژې (Manhattan Project) برخه وه چې متحدینو هڅه کوله، د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې اټومي بمونه جوړ کړي. د همدې چارې په پایله کې په لومړنيو اټومي وسلو کې د کارونې لپاره د تسلیحاتي درجې (weapons-grade) پلاټینوم، د تولید په موخه کې د واحدې موخې ډېر ستر تولیدي رېاکټورونه جوړ شول. امریکا د لومړي ځل لپاره اټومي وسله، د ۱۹۴۵ز کال په جولای میاشت کې وازمویله او درې ګونه آزموینه يې هغه وخت وه، چې یوه میاشت وروسته يې پر هیروشیما او ناګاساکي اټومي بمبارد وکړ.

د ۱۹۴۵ز کال په جنورۍ میاشت کې د USS Nautilus د توغولو مراسم. په ۱۹۵۸ز کال کې دا لومړنۍ بېړۍ وه چې شمالي قطب ته ورسېده. [۵]


په بریتانیه کې د کالدر هال (Calder Hall) اټومي برېښناکوټ، د نړۍ لومړنی سوداګریز اټومي برېښناکوټ.

که څه هم لومړنیو اټومي آلو پوځي ماهیت درلود، په ۱۹۴۰مه او ۱۹۵۰مه ز لسیزه کې زښته ډېره خوشبیني موجوده وه چې اټومي انرژي د ارزانه او ناپایه برېښنا د چمتو کولو ظرفیت لري. په لومړي ځل د ۱۹۵۱ز کال د د سمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د یوه اټومي رېاکټور په وسیله برېښنا تولید شوه، چې شاوخوا ۱۰۰ کیلوواټه وه. دا چاره په ایډاهو کې له آرکو سره نږدې په EBR-1 تجربوي سټېشن کې ترسره شوه. په ۱۹۵۳ز کال کې، د امریکا ولسمشر دویت ایزنهاور په ملګرو ملتونو کې "د سولې لپاره اټومونه" تر عنوان لاندې وینا وکړه او له اټومي انرژۍ نه "د سوله ییزو" کاروونو د چټکې پراختیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ. ورپسې د ۱۹۵۴ز کال د اټومي انرژۍ قانون رامنځته شو، چې له مخې يې د امریکا د رېاکټورونو ټکنالوژي په چټک ډول له محرمانه ګټکورۍ نه راووته او خصوصي سکټور د یادې ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره وهڅول شو. [۶][۷][۸]

د برېښنا لومړنی تولید

د امریکا سمندري ځواک لومړنۍ اداره وه چې عملي اټومي ځواک يې رامنځته او د اوبتلونو او الوتکو لېږدوونکو بېړیو د چلولو په موخه يې S1W رېاکټور جوړ کړ. لومړنی اټومي اوبتل، USS Nautilus، د ۱۹۵۴ز کال د جنورۍ په میاشت کې سمندر ته واستول شو. د S1W رېاکټور د اوبو فشاري رېاکټور (Pressurized Water Reactor) و. دا طرحه ځکه غورچاڼ شوه، چې د بدیلو طرحو په پرتله د کارکړنې لپاره ساده، راغونډه او اسانه وه او په دې توګه په اوبتلونو کې د کارونې لپاره ډېره جوړه وه. دا پریکړه لامل شوه چې PWR رېاکټور د برېښنا تولید لپاره غورچاڼ شي او په دې ډول په راتلونکو کلونو کې د ولسي برېښنا پر بازار تلپاتې اغېز ولري.[۹][۱۰][۱۱]

د ۱۹۵۴ز کال د جون میاشتې په ۲۷مه نېټه، په شوروي اتحاد کې د اوبنینسک (Obninsk) اټومي برېښناکوټ د نړۍ لومړنی اټومي برېښناکوټ وچې د برېښنا شبکې لپاره یې شاوخوا پنځه میګاواټه برېښنا تولید کړه. د نړۍ لومړنی سوداګریز برېښناکوټ، د بریتانیې په وېنډسکېل سیمه کې د کالډرهال برېښناکوټ دی چې د ۱۹۵۶ز کال د اګسټ میاشتې په ۲۷مه نېټه د برېښنا ملي شبکې سره ونښلول شو. د لومړني نسل د یو شمېر نورو رېاکټورونو په څېر، دې برېښناکوټ هم د برېښنا او پلاټینوم-۲۳۹ د تولید دویمي موخه لرله، چې پلاټینوم-۲۳۹ بیا په بریتانیا کې د اټومي وسلود نوي جوړېدونکي پروګرام لپاره و.[۱۲][۱۳]

لومړنۍ پېښې

لومړنۍ سترې اټومي پېښې، په ۱۹۵۷ز کال کې رامنځته شوې، یوه په شوروي اتحاد کې د کایشتیم (Kyshtym) غمېزه او بله په بریتانیا کې د وېنډسکېل (Windscale) اورلګېدنه وه. په امریکا کې په اټومي رېاکټور کې لومړنی ستره پېښه، په ۱۹۶۱ز کال کې په ایډاهو ملي لابراتوار کې د امریکا د پوځ په تجربوي اټومي انرژۍ رېاکټور، SL-1، کې رامنځته شوه. دا ناکابو شوي ځنځیري فعل او انفعال د بخار د یوې چاودنې لامل شو، چې درې تنه عمله پکې ووژل شول او [هر څه] وېلي شول. بله جدي پېښه، په ۱۹۶۸ز کال کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دوه مایع فلزي سړېدونکې رېاکټور چې په K-27 شوروي اوبتل کې نصب و، د سون توکو کموالي سره مخامخ شول، په شاوخوا هوا کې ګازي انشقاقی محصولات خپاره شول او په پایله کې یې ۹ تنه عمله ووژل شوه او ۸۳ نور ټپيان شول. [۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخ

لمړی اټمی بتۍ په امریکا کی جوړ شو. خو دغه اټمی بتۍ یوازې د پلوټونیوم د جوړولو لپاره کارېده. لمړی اټمی د برېښنا ټیسن په بریطانیا کی جوړ شو. په ۱۹۵۴ کال کی په شوروی اتحاد کی یو اټمی د بریښنا فابریکه جوړه شوه.

  1. Dr. Elizabeth Ervin. "Nuclear Energy: Statistics" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Reactors: Modern-Day Alchemy - Argonne's Nuclear Science and Technology Legacy". www.ne.anl.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wellerstein, Alex (2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Inside the atomic patent office"]. Bulletin of the Atomic Scientists 64 (2): 26–31. doi:10.2968/064002008. Bibcode2008BuAtS..64b..26W. 
  4. "The Einstein Letter". Atomicarchive.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Nautilus (SSN-571)". US Naval History and Heritage Command (US Navy). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Wendt, Gerald; Geddes, Donald Porter (1945). The Atomic Age Opens. New York: Pocket Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Reactors Designed by Argonne National Laboratory: Fast Reactor Technology". U.S. Department of Energy, Argonne National Laboratory. 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite magazine
  9. "50 Years of Nuclear Energy" (PDF). International Atomic Energy Agency. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "STR (Submarine Thermal Reactor) in "Reactors Designed by Argonne National Laboratory: Light Water Reactor Technology Development"". U.S. Department of Energy, Argonne National Laboratory. 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Rockwell, Theodore (1992). The Rickover Effect. Naval Institute Press. د کتاب پاڼې 162. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55750-702-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "From Obninsk Beyond: Nuclear Power Conference Looks to Future". International Atomic Energy Agency. 2004-06-23. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hill, C. N. (2013). An atomic empire : a technical history of the rise and fall of the British atomic energy programme. London: Imperial College Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781908977434. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. IDO-19313: Additional Analysis of the SL-1 Excursion Archived 2011-09-27 at the Wayback Machine. Final Report of Progress July through October 1962, November 21, 1962, Flight Propulsion Laboratory Department, General Electric Company, Idaho Falls, Idaho, U.S. Atomic Energy Commission, Division of Technical Information.
  15. McKeown, William (2003). Idaho Falls: The Untold Story of America's First Nuclear Accident. Toronto: ECW Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55022-562-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Johnston, Robert (2007-09-23). "Deadliest radiation accidents and other events causing radiation casualties". Database of Radiological Incidents and Related Events. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)