ايچ ای وي يا ايډز (HIV/AIDS) تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ايډز د انسان د معافيت کمزوري کوونکي ويروس (HIV) له امله رامنځته کېږي، چې اصل کې په مرکزي او لويديځه افريقا کې د نا انساني تي لرونکو ژوو کې رامنځته شوه. په داسې حال کې چې د ياد ويروس بېلابېلو فرعي ډلو په بېلابېلو وختونو کې انسان انتاني کړ، مګر نړيواله وبا په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې د بلجيم کانګو (د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت کې ننۍ کېنشاسا “Kinshasa” سيمه) په ليوپولډوېلل “Leopoldville” کې د ځانګړي فشار (-HIV-1) په (M-) فرعي ډلې له راپورته کېدنې څخه سرچينه اخلي. [۱]

“HIV” دوه ډولونه لري، چې يو يې “HIV-1” او بل يې “HIV-2” بلل کېږي. لومړی ډول يا HIV-1 يو د دويم ډول په پرتله يو څه زيات زهرناک يا وژونکی دی، په اسانۍ سره لېږدول کېږي او په نړيواله کچه د “HIV” پر ناروغيو د ککړتيا د لويې برخې لامل دی. د “HIV-1” د وبا خپرېدنه له يو ويروس سره نږدې اړيکه لري، چې د “Pantroglodyted troglodyte” د فرعي نوعو په “chimpanzees” (انسان ته ورته غټه افريقايي بيزو) نوعه کې موندل کېږي. ياد ويروس د کېمروون “Cameroon”، استوايي ګينه، ګابون، د کانګو جمهوريت او مرکزي افریقا جمهوریت د مرکزي افریقايي ملتونو په ځنګلونو کې ژوند کوي. د “HIV” دويم ډول (HIV-2) د لېږد لږه وړتيا لري او د “Cercocebus atys atys” په نوم د “sooty mangabey” په نوم خپل تر ټولو نږدې ويروس سره په پراخه کچه يوازې تر لويديځې افريقا پورې تړلی (محدود) دی. “Cercocebus atys atys” د پخوانۍ نړۍ هغه بيزو ده، چې په سويلي سينيګال، ګينه باساو، ګينه، سيراليون، ليبريا او لويديځ ايوري ساحل “Ivory Coast” کې ژوند اوسېږي. [۲][۳]

له غير انسانانو څخه انسانانو ته لېږد[سمول]

HIV-1 له انسان ته ورته غټو بېزوګانو (“chimpanzees” او “gorilla”) څخه انسانانو ته[سمول]

پوهان په عمومي ډول مني، چې د “HIV-1” ډلې د بيزو د معافيت کمزوري کوونکو ويروسونو سره خورا نږدې اړيکه لري، چې د لويديځي مرکزي افريقا ځنګلونو د ځنګلي بيزو په نفوس کې ټول نيونکی ويروس دی. په ځانګړي ډول د “HIV-1” هره پېژندل شوې ډله يا له هغه “SIV” سره نږدې اړيکه لري چې د “chimpanzee” غټو بيزوګانو د “Pan trolodytes troglodytes” فرغي نوعې (SIVcpz) په ناروغۍ اخته کوي او يا له هغه “SIV” سره نږدې اړيکه لري، چې د لويې ټيټې ځمکې غټې بېزوګانې “Gorilla” (Gorilla gorilla gorilla) په ناروغۍ اخته کوي، چې “SIVgor” ورته وايي. د ايچ ای وي د لومړي ډول وبا فشار (M يا اصلي ډله) او يو لږ پېداکېدونکی فشار چې يوازې په شمېر کېمروني وګړو کې موندل کېږي (N ډله) په “Pan troglodytes troglodytes” غټې بېزوګانو کې په روښانه ډول له “SIVcpz” څخه تر لاسه کېږي، چې په کېمرون کې ژوند کوي. د “HIV-1” يو بل لږ پېداکېدونکی فشار (P ډله) په څرګند ډول د کېمرون له “SIVgor” فشارونو څخه تر لاسه کېږي. په پای کې د HIV-1 د O ډلې تي لرونکي نيکه هغه فشار، چې ۱۰۰۰۰۰ وګړي په ناروغۍ اخته کوي او زياتره کچه د کېمرون اوسېدونکو او يو څه د هغې له ګاونډيو هېوادونو څخه ده، په ۲۰۰۶ کې تاييد شوې وه، چې “SIVgor” دی. د “HIV-1” وبا M ډله له “SiVcpz” سره خورا نږدې اړيکه لري، چې د سنګا سيند “Sangha River” ته نږدې د کېمرون (معاصر ختيځ ولايت “East Province”) له سويلي باراني ځنګلونو څخه راټوله شوې ده. په دې ډول دا سيمه د اټکل له مخې هغه ځای دی، چې ياد ويروس په کې په لومړي ځل له “chimpanzees” يانې انسان ته ورته غټو افریقايي بيزوګانو څخه انسانانو ته ولېږدېد. که څه هم د وينې په زېرمه شويو نمونو کې د “HIV-1” د لومړنۍ ککړتيا يا انتان د ساري ناروغيو د پوهې (epidemiological) ثبوت او مرکزي افريقا کې د ايډز د پخوانيو حالتونو يا قضيو کتنې ډېرو پوهانو لپاره د دې باور لامل شوې، چې د “HIV-1” M ډلې لومړنی انساني مرکز ښايي په کېمرون کې نه و، مګر د کانګو ديموکراتيک جمهوريت (چې وروسته “Belgian Congo” شوه) او د يو څه زياتې شونتيا له مخې د يادې سيمې په پلازمېنه ښار “Kinshasa” (چې مخکې Leopoldville سيمه وه) کې و. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د “HIV-1” د پايلو په کارونې سره چې د ويروسي په ارث کې د بدلون د کچو د اټکلونو تر څنګ په انساني بيولوژيکي نمونو کې په پام کې نيو شوي دي، ساينس پوهان محاسبه کوي، چې له افريقايي غټې بېزو “chimpanzee” څخه انسان ته ټوپ ښايي د ۱۹ پېړۍ په وروستيو يا د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې پېښ شوی وي. ياده موده په استوايي افريقا کې د چټکې ښارجوړونې او استعمار وخت و. دا چې “Zoonosis” کله پېښ شو، کره وخت يې نه دی معلوم. ځيني نېټه لرونکې ماليکولي څېړنې وړانديز کوي، چې د “HIV-1” M ډلې خپل تر ټولو وروستی عام پښت يا نيکه (MRCA) درلود، چې د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې يې په انساني نفوس کې خپرېدل کړل او يو څه کره نېټه يې ښآيي د ۱۹۱۵ او ۱۹۴۱ ز کالونو تر منځ وي. په ۲۰۰۸ ز کال کې يېوې خپرې شوې څېړنې چې د پخوانيو پېژندل شويو پايلو تر څنګ يې په ۱۹۶۰ ز کال په “Kinshasa” کې له يو جوړ شوي ژوندي عامل څخه تر لاسه شوې ويروسي پايلې ارزولې، د ۱۸۷۳ او ۱۹۳۳ ز کالونو تر منځ (په منځنيو اټکلونو سره چې د ۱۹۰۲ او ۱۹۲۱ ز کالونو تر منځ توپير لري)، د يو عمومي نيکه وړانديز وکړ. له ډېر پخوا څخه فکر د وراثتي بيا يو ځای کېدنې په اړه فکر کېږي، چې په سخت ډول يې دا ډول فايلوجينيټيکي شننه ګډوډ کړې ده، مګر وروستي کار وړانديز کړی دی، چې بيا ترکيب شونی دی چې په منظم ډول د [پايلو برخه کې] توپيري چلند وکړي، که څه هم له بيا يو ځای کېدنې يا ترکيب څخه د بدلون زياتولو تمه کېږي. د ۲۰۰۸ ز کال د يوې فايلوجنيټيکي څېړنې پايلې د وروستي کار ملاتړ کوي او په ډاګه کوي، چې “HIV” «په مناسب ډول د باور وړ» تکامل کوي. د نورې څېړنې مخنيوی د دې له امله وشو، چې تي لرونکي ژوي له جدي ګواښ سره مخامخ کېږي. نمونه يي شننې د ازمايښتي موادو د کمښت له امله د لږو لومړنيو معلوماتو لامل شوې. که څه هم څېړونکي په دې وتوانېدل چې له راټولو شويو معلوماتو څخه يوه phylogeny فرضيه وړاندې کړي. دوی د دې توان هم درلود، چې د لېږد د لومړنيو معلوماتو د مشخص کولو لپاره د HIV د ټاکلي يا مشخص فشار له ماليکولي ساعت څخه ګټه پورته کړي، چې نېټه يې نږدې له ۱۹۱۵ څخه تر ۱۹۳۱ ز کال پورې اټکل شوې ده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

له “sooty mangabeys” څخه انسانانو ته د ايډز دويم ډول (HIV-2)[سمول]

د سيراليون، ليبريا او ايوري ساحل “Ivory Coast” له لويديځو افريقايي ملتونو له بېلابېلو حيواني “sooty mangabey” يانې “Cercocebus atys atys” (SIVsmm) وګړو څخه په راټولو شويو SIV فشارونو سره ورته څېړنه انګېرل شوې ده. د پايلې فايلوجنيټيک شننې ښيي، چې ياد ويروسونه د “HIV-2” په دوه ډولونو پورې خورا نږدې تړلي دي، چې په انسانانو کې د پام وړ خپرېږي (د “HIV-2” A او B ډلې هغه SIVsmm دي، چې په لويديځ ايوري ساحل کې د “Tai” ځنګل په “sooty mangabeys” کې موندل کېږي. [۲۰]

د “HIV-2” شپږ نورې پېژندل شوې ډلې شته، چې هره يوه يې په يوازې يو شخص کې موندل کېږي. داسې برېښي چې ټولې يې له “sooty mangabeys” څخه انسانانو ته له خپلواک لېږد څخه تر لاسه شوي وي. د C او D ډلې د ليبريا په دوه تنو کې موندل شوې ده، E او F ډلې د سيراليون په دوه تنو کې موندل شوي دي او G او H ډلې د Ivory ساحل په دوه تنو کې موندل شوي دي. د HIV-2 دا فشارونه ښايي مرګوني انتانونه وي او هر يو يې له sooty mangabeys څخه د SIVsmm په فشارونو پورې خورا نږدې تړلي دي، چې په همغه هېواد کې ژوند کوي چې انساني ککړتيا په کې موندل شوې وه. [۲۱]

ماليکولي تاريخي څېړنې وړانديز کوي، چې دواړو (A او B) ساري ډلو د ۱۹۰۵ او ۱۹۶۱ ز کالونو تر منځ د انسانانو په منځ کې خپرېدل پيل کړل (په مرکزي اټکلونو سره د ۱۹۳۲ او ۱۹۴۵ زکالونو تر منځ توپير کوي)[۲۲][۲۳]

د طبيعي لېږد نظريې[سمول]

د طبيعي لېږد نظريې له مخې (چې «ښکاري نظريه» يا «د ځنګي غوښې نظريه» هم ورته وايي) د SIV يا HIV (په وراثت کې له ناڅاپي بدلون څخه وروسته) د دوه رګه نوعو د لېږد لپاره په تر ټولو ساده او خورا باوري تشرېح کې ويروس هغه وخت له يوې بيزو يا شادي څخه انسان ته لېږدول شوی و، چې يو ښکاري يا د ځنګلي غوښې پلورونکی/واګيال د ژوي د ښکار يا قصابۍ پر مهال خوړل شوی يا پرې شوی و. د ژوي يا څاروي وينې يا نورو جسمي مايعاتو سره د تماس پايله پر SIV د اخته کېدلو لامل کېدلی شي. له دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې ځيني نيمه ساهارايي افريقايان سرچينو ته د اروپايانو د غوښتنې يا اړتيا له امله له کليوالي سيمو څخه وتلو ته اړ شول. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. (په 2 October 2014 باندې). Aids: Origin of pandemic 'was 1920s Kinshasa'. BBC
  2. Reeves JD, Doms RW (2002). "Human immunodeficiency virus type 2". The Journal of General Virology. 83 (Pt 6): 1253–65. doi:10.1099/0022-1317-83-6-1253. PMID 12029140. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Santiago ML, Range F, Keele BF, Li Y, Bailes E, Bibollet-Ruche F, Fruteau C, Noë R, Peeters M, Brookfield JF, Shaw GM, Sharp PM, Hahn BH (2005). "Simian Immunodeficiency Virus Infection in Free-Ranging Sooty Mangabeys (Cercocebus atys atys) from the Tai Forest, Cote d'Ivoire: Implications for the Origin of Epidemic Human Immunodeficiency Virus Type 2". Journal of Virology. 79 (19): 12515–27. doi:10.1128/JVI.79.19.12515-12527.2005. PMC 1211554. PMID 16160179. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sharp, Paul M.; Hahn, Beatrice H. (2010-08-27). "The evolution of HIV-1 and the origin of AIDS". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. The Royal Society. 365 (1552): 2487–2494. doi:10.1098/rstb.2010.0031. ISSN 0962-8436. PMC 2935100. PMID 20643738. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Takehisa, Jun; Kraus, Matthias H.; Ayouba, Ahidjo; Bailes, Elizabeth; Van Heuverswyn, Fran; Decker, Julie M.; Li, Yingying; Rudicell, Rebecca S.; Learn, Gerald H.; Neel, Cecile; Ngole, Eitel Mpoudi; Shaw, George M.; Peeters, Martine; Sharp, Paul M.; Hahn, Beatrice H. (2008-12-10). "Origin and Biology of Simian Immunodeficiency Virus in Wild-Living Western Gorillas". Journal of Virology. American Society for Microbiology. 83 (4): 1635–1648. doi:10.1128/jvi.02311-08. ISSN 0022-538X. PMC 2643789. PMID 19073717. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Keele BF, Van Heuverswyn F, Li Y, Bailes E, Takehisa J, Santiago ML, Bibollet-Ruche F, Chen Y, Wain LV, Liegeois F, Loul S, Ngole EM, Bienvenue Y, Delaporte E, Brookfield JF, Sharp PM, Shaw GM, Peeters M, Hahn BH (2006). "Chimpanzee Reservoirs of Pandemic and Nonpandemic HIV-1". Science. 313 (5786): 523–26. Bibcode:2006Sci...313..523K. doi:10.1126/science.1126531. PMC 2442710. PMID 16728595. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2006-05-25 باندې). HIV's ancestry traced to wild chimps in Cameroon. USA Today.
  8. Van Heuverswyn F, Li Y, Neel C, Bailes E, Keele BF, Liu W, Loul S, Butel C, Liegeois F, Bienvenue Y, Ngolle EM, Sharp PM, Shaw GM, Delaporte E, Hahn BH, Peeters M (2006). "Human immunodeficiency viruses: SIV infection in wild gorillas". Nature. 444 (7116): 164. Bibcode:2006Natur.444..164V. doi:10.1038/444164a. PMID 17093443. S2CID 27475571. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Plantier JC, Leoz M, Dickerson JE, De Oliveira F, Cordonnier F, Lemée V, Damond F, Robertson DL, Simon F (2009). "A new human immunodeficiency virus derived from gorillas". Nature Medicine. 15 (8): 871–72. doi:10.1038/nm.2016. PMID 19648927. S2CID 76837833. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sharp PM, Bailes E, Chaudhuri RR, Rodenburg CM, Santiago MO, Hahn BH (2001). "The origins of acquired immune deficiency syndrome viruses: where and when?". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 356 (1410): 867–76. doi:10.1098/rstb.2001.0863. PMC 1088480. PMID 11405934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Takebe, Y; Uenishi, R; Li, X (2008). "Global Molecular Epidemiology of HIV: Understanding the Genesis of AIDS Pandemic". In Jeang, Kuan-Teh (المحرر). HIV-1: Molecular Biology and Pathogenesis. 56. د کتاب پاڼي 1–25. doi:10.1016/S1054-3589(07)56001-1. PMID 18086407. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0123736017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gao F, Bailes E, Robertson DL, Chen Y, Rodenburg CM, Michael SF, Cummins LB, Arthur LO, Peeters M, Shaw GM, Sharp PM, Hahn BH (1999). "Origin of HIV-1 in the chimpanzee Pan troglodytes troglodytes". Nature. 397 (6718): 436–41. Bibcode:1999Natur.397..436G. doi:10.1038/17130. PMID 9989410. S2CID 4432185. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. de Sousa JD, Müller V, Lemey P, Vandamme AM (2010). "High GUD Incidence in the Early 20th century Created a Particularly Permissive Time Window for the Origin and Initial Spread of Epidemic HIV Strains". PLOS ONE. 5 (4): e9936. Bibcode:2010PLoSO...5.9936S. doi:10.1371/journal.pone.0009936. PMC 2848574. PMID 20376191. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Salemi M, Strimmer K, Hall WW, Duffy M, Delaporte E, Mboup S, Peeters M, Vandamme AM (2000). "Dating the common ancestor of SIVcpz and HIV-1 group M and the origin of HIV-1 subtypes by using a new method to uncover clock-like molecular evolution". The FASEB Journal. 15 (2): 276–78. doi:10.1096/fj.00-0449fje. PMID 11156935. S2CID 35457733. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Korber B, Muldoon M, Theiler J, Gao F, Gupta R, Lapedes A, Hahn BH, Wolinsky S, Bhattacharya T (2000). "Timing the Ancestor of the HIV-1 Pandemic Strains". Science. 288 (5472): 1789–96. Bibcode:2000Sci...288.1789K. doi:10.1126/science.288.5472.1789. PMID 10846155. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lemey P, Pybus OG, Rambaut A, Drummond AJ, Robertson DL, Roques P, Worobey M, Vandamme AM (2004). "The Molecular Population Genetics of HIV-1 Group O". Genetics. 167 (3): 1059–68. doi:10.1534/genetics.104.026666. PMC 1470933. PMID 15280223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Worobey M, Gemmel M, Teuwen DE, Haselkorn T, Kunstman K, Bunce M, Muyembe JJ, Kabongo JM, Kalengayi RM, Van Marck E, Gilbert MT, Wolinsky SM (2008). "Direct evidence of extensive diversity of HIV-1 in Kinshasa by 1960". Nature. 455 (7213): 661–64. Bibcode:2008Natur.455..661W. doi:10.1038/nature07390. PMC 3682493. PMID 18833279. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Colonial clue to the rise of HIV. BBC News. Retrieved 20-1-2009.
  19. Sharp, Paul, Elizabeth Bailes, Roy Chaudhuri, et al. "The Origins of Acquired Immune Deficiency Syndrome Viruses: Where and When?" The Royal Society (2001): 867–76. Print.
  20. Santiago ML, Range F, Keele BF, Li Y, Bailes E, Bibollet-Ruche F, Fruteau C, Noë R, Peeters M, Brookfield JF, Shaw GM, Sharp PM, Hahn BH (2005). "Simian Immunodeficiency Virus Infection in Free-Ranging Sooty Mangabeys (Cercocebus atys atys) from the Tai Forest, Cote d'Ivoire: Implications for the Origin of Epidemic Human Immunodeficiency Virus Type 2". Journal of Virology. 79 (19): 12515–27. doi:10.1128/JVI.79.19.12515-12527.2005. PMC 1211554. PMID 16160179. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Marx PA, Alcabes PG, Drucker E (2001). "Serial human passage of simian immunodeficiency virus by unsterile injections and the emergence of epidemic human immunodeficiency virus in Africa". Philos Trans R Soc Lond B Biol Sci. 356 (1410): 911–20. doi:10.1098/rstb.2001.0867. PMC 1088484. PMID 11405938. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Lemey P, Pybus OG, Wang B, Saksena NK, Salemi M, Vandamme AM (2003). "Tracing the origin and history of the HIV-2 epidemic". Proceedings of the National Academy of Sciences. 100 (11): 6588–92. Bibcode:2003PNAS..100.6588L. doi:10.1073/pnas.0936469100. PMC 164491. PMID 12743376. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Wertheim JO, Worobey M (2009). Drummond AJ (المحرر). "Dating the Age of the SIV Lineages That Gave Rise to HIV-1 and HIV-2". PLOS Computational Biology. 5 (5): e1000377. Bibcode:2009PLSCB...5E0377W. doi:10.1371/journal.pcbi.1000377. PMC 2669881. PMID 19412344. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Sharp PM, Bailes E, Chaudhuri RR, Rodenburg CM, Santiago MO, Hahn BH (2001). "The origins of acquired immune deficiency syndrome viruses: where and when?". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 356 (1410): 867–76. doi:10.1098/rstb.2001.0863. PMC 1088480. PMID 11405934. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Annabel Kanabus & Sarah Allen. Updated by Bonita de Boer (2007). "The Origins of HIV & the First Cases of AIDS". AVERT (an international HIV and AIDS charity based in the UK). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Chitnis A, Rawls D, Moore J (2000). "Origin Of HIV Type 1 In Colonial French Equatorial Africa?". AIDS Research and Human Retroviruses. 16 (1): 5–8. doi:10.1089/088922200309548. PMID 10628811. S2CID 17783758. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Kalish ML, Wolfe ND, Ndongmo CB, McNicholl J, Robbins KE, Aidoo M, Fonjungo PN, Alemnji G, Zeh C, Djoko CF, Mpoudi-Ngole E, Burke DS, Folks TM (2005). "Central African hunters exposed to simian immunodeficiency virus". Emerg Infect Dis. 11 (12): 1928–30. doi:10.3201/eid1112.050394. PMC 3367631. PMID 16485481. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)