منځپانگې ته ورتلل

اينټرنټي بانکي سيسټم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اينټرنټي بانکي سيسټم چې انلاين بانکينګ هم بلل کېږي، د بانکونو هغه تګلاره ده چې د اينټرنيټ له لارې د بانک اړوند کارونه ترسره کېږي، لکه د پيسو لېږد رالېږد، انلاين پېر او پلور او داسې نور... دا ټول کارونه په يوه اپليکېشن يا سايټ کې ترسره کېږي.

د اينټرنټي بانک يو سکرين شاټ

اينټرنټي بانکي سیسټم عموماً د مرکزي بانک له سیسټم سره وصل وي چې د بانک لخوا پرمخ وړل کېږي ترڅو پیرودونکو ته په بانکي چارو کې اسانتيا او خدماتو ته لاسرسی چمتو کړي. آنلاین بانکي سيسټم د بانک فېزیکي څانګې باندې د تکیې په کمولو سره د بانکونو عملیاتي لګښت د پام وړ کموي او پیرودونکو ته د څانګې بانک ته د تګ اړتیا کمولو سره اسانتیا وړاندې کوي او همدارنګه د دې زمينه برابروي چې بانکي معاملې ترسره کړي، يوه لویه آسانتيا دا ده کله چې بانکي څانګې بندې وي نو اینټرنټي بانکي سيسټم به له پېرودونکو سره مرسته وکړي چې کارونه يې ترسره کړي.

تاريخ

[سمول]

په افغانستان کې

[سمول]

تر هرڅه وړاندې د دې لپاره چې له اينټرنيټي بانکي سيسټم څخه کار واخيستل شي په اړوند بانک کې د اکانټ درلودل دي، که څه اکانټ په اينټرنټي توګه د يو ډيټابېس په توګه د بانک له خوا جوړېږي، خو بانکونه د هغه اکانټ څخه د فېزيکي کار اخيستنې لپاره فيزيکي کارټونه صادروي ترڅو پېرودونکي په فېزيکي پلورنځيو او ATM خونو کې ورڅخه کار واخلي.

د پښتني بانک ډيبيټ بانکي کارټونه[۱]

په افغانستان کې اينټرنټي بانکي سيسټم د تېرو شلو کلونو راپدېخوا تر ډېره عام شوی، د افغانستان تقريباً ټول بانکونه پېرودونکو ته اينټرنټي خدمات وړاندې کوي، پېرودونکي کولای شي په اينټرنيټي توګه پېر او پلور وکړي همداراز پيسې ولېږي.

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. https://pashtanybank.com.af/ps