ايرانيکا پوهنغونډ
د ايرانيکا پوهنغونډ شپاړسم ټوک | |
| ليکوال | ۱۳۰۰ نومليکلي ونډهوال |
|---|---|
| خپرېدو ځای | امريکا متحده ايالات |
| ژبه | انگليسي |
| سکالو | ايرانيزم او لويه اريانا څېړنې |
| ادبي ډول | سرچينه پوهنغونډ |
| خپروونکی | ايرانيکا پوهنغونډ بنسټ، بريل اکاډميک خپروونکي[۱] |
خپرېدو نېټه | ۱۹۸۵–تراوسه |
| رسنۍ ډول | ۴۵ ټوکه په پلان کې دي ; ۱۶ يا ۱۵ ټوکه يا ۶ ټوکه October 2020سره سم[update].[۱] |
| 955.00321 | |
| کانگرېس کتابتون | DS253 .E53 1983 |
| وېبپاڼه | |
ايرانيکا پوهنغونډ يوه پروژه ده ې موخه يې د اريايانو د تاریخ، کلتور او تمدن په اړه د تاریخ څخه پخوا دوران څخه تر وسمهاله وخت پورې په انگلیسي ژبه یو جامع او مستند پوهنغونډ جوړول دي.
مخيينه
[سمول]ايرانيکا پوهنغونډ په پراخه کچه منځني ختیځ ، قفقاز ، سوېل ختیځه اروپا ، منځنۍ آسیا او د هند نيمه لويه وچه کې د اريايي تمدن مطالعې ته وقف شوی دی. د دې چارې ترسره کول به په اکاډمیکه توگه د اريانا د تاریخ او کلتور ټول اړخونه او همدارنګه د ټولو اريايي ژبو او ادبیاتو تر پوښښ لاندې راولي، چې د لرغونپوهنې څخه تر سیاسي علومو پورې د اريايي مطالعاتو ټولې څېړنې اسانه کوي. دا یوه پروژه ده چې په ۱۹۷۳ز کې د احسان یارشتر لخوا پيل شوې او وسمهال د کولمبیا پوهنتون د اريايي څېړنو مرکز کې ترسره کېږي[۲][۳] دا د ایراني علومو د اکاډمیک ډسپلین معیاري پوهنغونډ گڼل کېږي. [۴][۵]
د پوهنغونډ ساحه د وسمهاله ایران (چې د "پارس" په نوم هم پېژندل کېږي) هاخوا ځي او د اريانا ټوله کلتوري ساحه او له هغې ورهاخوا برخې هم په برکې نيسي. او له دې ورهاخوا د اريانا او نورې نړۍ لکه (چین، اروپایي هېوادونو، او نورو) اړيکو ته هم پکې کتنه کېږي. [۶][۷] تمه ده چې دا پروژه په پېنځه څلوېښت (۴۵) ټوکو کې راټوله کړای ي.
سازمان
[سمول]کارډله
[سمول]احسان یارشتر له ۱۹۷۳ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د ايرانيکا پوهنغونډ مدير او بنسټگر و. اوسنی مدیر یې ایلټون ډینیل دی. په اداري برخه کې محسن اشتیاني، مهناز معظمي، او د اريايي څېړنو برخه کې د نړۍ له سترو څېړنيزو ادارو څخه ۴۰ مشورتي څېړونکي شتون لري. [۸] هغه مديران چې له اوږدې مودې راهيسې دې پروژه کې برخه اخيستې عبارت له احمد اشرف، کریسټوفر برنر، حبیب بورجیان، کیومارس غرغلو، منوچهر کاشف، دگمار ریډل او حورا یاوري څخه دي. ايرانيکا پوهنغونډ له ۲۰۱۶ راهيسې په نړۍ کې تر ټولو ډېر پراخېدونکی پوهنغونډ دی چې د نړۍ کابو ۱۳۰۰ څېړونکو هغې ته خپلې ليکنې ورکړې دي. [۹]
د ايرانيکا پوهنغونډ بنسټ
[سمول]په ۱۹۹۰ کال کې، احسان یارشتر د ايرانيکا پوهنغونډ بنسټ، بنسټ کېښود چې د ايرانيکا پوهنغونډ د دوامداره او تلپاتې پرمخوړلو لپاره هڅې کوي. [۱۰] د کلونو په اوږدو کې، د کولمبیا پوهنتون د ایراني څېړنو مرکز د دې پوهنغونډ سمولو او همغږي کولو ته دوام ورکړ، پداسې حال کې چې د ايرانيکا پوهنغونډ بنسټ په پراخه کچه دا کار تمویل کړ. [۱۱]
دا بنسټ د ډېری لیکنو بشپړ متن (تر فاسیکل XVI/3 پورې) په iranicaonline.org وېب پاڼه کې وړیا چمتو کوي.
اخځليکونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ وگورئ § Legal dispute.
- ↑ "Iranicaonline". بياځلي په 1 June 2014.
- ↑ Banuazizi, Ali (1990). "Review of Encyclopædia Iranica by Ehsan Yarshater". International Journal of Middle East Studies. 22 (3): 370–373. doi:10.1017/s0020743800034279. JSTOR 164148. S2CID 163938483.
- ↑ Boss, Shira J. (November 2003). "Encyclopedia Iranica". Columbia College Today. خوندي شوی له the original on 18 October 2016. بياځلي په 14 July 2016.
- ↑ Trompf, Garry W. (2008). "Encyclopedia Iranica - 35: A New Agenda for Persian Studies?". Iran & the Caucasus. 12 (2): 385–395. doi:10.1163/157338408X406137. JSTOR 25597382.
- ↑ Boss, Shira J. (November 2003). "Encyclopedia Iranica". Columbia College Today. خوندي شوی له the original on 18 October 2016. بياځلي په 14 July 2016.
- ↑ Trompf, Garry W. (2008). "Encyclopedia Iranica - 35: A New Agenda for Persian Studies?". Iran & the Caucasus. 12 (2): 385–395. doi:10.1163/157338408X406137. JSTOR 25597382.
- ↑ "About Iranica". Encyclopaedia Iranica. بياځلي په 2016-07-14.
- ↑ "Authors". Encyclopaedia Iranica. بياځلي په 2016-07-14.
- ↑ "Welcome to Encyclopædia Iranica". iranicaonline.org. Encyclopædia Iranica Foundation. بياځلي په 2 August 2020.
- ↑ "FAQs". iranicaonline.org. Encyclopædia Iranica Foundation. خوندي شوی له the original on 4 August 2020. بياځلي په 2 August 2020.