ايدګرلي ماسټرز
ایدګر لي ماسټرز (انګلسي: Edgar Lee Masters) نامتو امريکايي ليکوال دی. د ده (Spoon River Anthology) کتاب په نولس سوه شلمه لسيزه کې پر ليکوالو ژور اغېز ښندلی دی. دی د ګارنټ په کینساس کې د ۱۸۶۹ز کال د اګست پر درویشتمه نېټه وزېږېد.
هغه په کوچينواله کې د الینویس (Illinois) ایالت په وړو ښارونو کې اوسېده. د هغه د مور، چې د نيوانګلنډ وه، د خپلې سيمې د ختيځ ساحل د ژوند د موسيقۍ او ادبياتو له خاطرو ډک يادونه په زړه ورېدل او پلار يې چې څارنوال و، په مزاج سوړ او ګوښه ګير سړی و.
ماسټرز يو کال د (Illinois) د ګاليسبرګ په (Knox) كالج كې درس ووايه. بيا يې د خپل پلار په دفتر كې قانون ولوست. له حقوقو فارغ شو او په ۱۸۹۱ز كې شيکاګو ته ولېږدېده. هلته يې د ځان شاوخوا ليکوال احساس کړل او ډېر شعرونه يې وليکل. ده د خپلو شعرونو لومړۍ ټولګه په ۱۸۹۸ز كې چاپ كړه. وروسته يې د اتلس سوه نوييمې لسيزې په پيل كې مختلفې ادبي ټوټې، سپين شعرونه او ډرامې خپرې كړې. دوه ځلې يې واده وكړ او درې ماشومان يې لرل.
په ۱۹۰۹ز كې يوه ملګري د يوناني شعرونو غورچاڼ وركړ، د منتخبو شعرونو په دې ټولګه كې تر ميلاد اووه سوه کاله مخكې او دغه راز تر ميلاده زر کاله راوروسته د يونان د بېلابېلو وختونو د شاعرانو څلور زره شعرونه شامل وو.
دغو شعرونو ماسټرز ته الهام وركړ او دی يې د خپل شهکار اثر (Spoon River Anthology) ليكلو ته وهڅاوه. د دې کتاب لنډ او بې قافيې شعرونه د سپون ريور ښارګي د مړيو په ياد كې ويل شوي وو چې درد او خپګان پكې په ښه ډول انځور شوی و. د هغه دا کتاب ډېر بريالی و او خورا ډېر وپلورل شو.
ماسټرز پنځوس نور کتابونه چې شعري ټولګې او ژوندليكونه وو، وليكل، خو تل د سپون رايور په خاطر يادېږي. په ۱۹۵۰ز كې ومړ.
سرچینه
[سمول]تاند. «ايډګر لي ماسټرز.» تاند، ۲۳ اګست ۲۰۲۶. https://taand.net/?p=227948.