اولېاندرین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اولېاندرین فورمول
د گنډېری گلان

اولېاندرین (په انگرېزي: Oleandrin) د زړه د گليکوزيډونو څخه یوه درملي او زهرجن توکه ده چې د گنډېری د پاڼو او شيرو څخه لاس ته راځي او د زړه د رنځونو لکه زړه نابری يا د زړه ارېتميا د علاج لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي.[۱] نوموړی توکه په پخوانيو وختو کې په چين او روسيه کې د زړه د رنځونو د علاج لپاره يا د زهر ور کولو (وژلو) لپاره کارېدله. لرغوني چينايي طبي سرچينې وايي چې اولېاندرین پر زړه باندي ښه آغېزه لري او د ژونکه وژونکي آغېزه هم لري او د دي لپاره د سرطان (لکه ليوکېمي، د پروسټات سرطان او د پانکراس سرطان) د علاج لپاره کارېدلای سی. [۲]

سرچینې[سمول]

  1. https://de.wikipedia.org/wiki/Oleandrin
  2. http://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC3841991/