اوشین ( د بیټ کوین مایننګ پول)
اوشین د بیټ کوین یو ماینینګ پول دی چې د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې پرانیستل شو، د دغه مایننګ پول یا ډلې د جوړېدو اصلي موخه د بیټ کوین د ماینینګ غیرمرکزي کول دي، یعنې د دغه پول له لارې ماینران کولای شي پخپله د بلاک شکلونه او نمونې جوړې او وټاکي، همداراز د دغه پول په جوړېدو سره به په مرکزي پول تکیه هم راکمه شي. د دغې پروژې بنسټ د اصلي بیټ کوین پخواني سافټویر انجینر لوک ډاش جونير کېښود، خو مالي ملاتړ یې بیا جیک ډورسي ( په دغه پروژه کې لومړی پانګه اچوونکي و) کوي.
د اوشین جوړښت او موخې
[سمول]اوشین ځان تر ډېره د یو داسې پول په توګه معرفي کوي چې اجازې ته اړتیا نلري، ډېر شفاف دي او د خوندیتوب کوم سیسټم هم نلري. اوشین په اصل کې د خلاصي سرچینې ( هر څوک لاس رسي ورته لري) یو سافټویر دي چې ماینرانو ته لاره هواري تر څو د هاش رېټ پر اساس په مستقیمه توګه پیسې ترلاسه کړي. همداراز ماینران د دغه پول له لارې د مرکزي پول د اپریټرنو پرته هم پیسې ترلاسه کوي. سربیره پردې ماینران اړ نه دي چې د میینګ کولو په وخت خپل شخصي معلومات سیسټم ته داخل کړي. د ۲۰۲۴م کال په مۍ میاشت کې، اوشین خپل نړیوال دفتر د ال سلوادور په پلازمېنه سان سالوادور کې جوړ کړ، دوی څرګندونه وکړه چې دا هېواد د بیټ کوین ملاتړ کوونکی او مناسب قانوني چاپيریال لري. اوشین شرکت همداراز یادونه وکړه چې السلوادور به ډېر ژر د سوداګریز پرمختګ نړیوال مرکز شي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د مرکزیت کمولو ځانګړتیاوې
[سمول]اوشین وايي چې د دې پروټوکول یو مرکزي ځانګړتیا دا ده چې ماینران کولی شي پخپله د بلاک نمونې جوړې او وټاکي چې پخوا دا کار یوازې د مرکزي پول د اپریټر په واک کې و. د دغه بدلون راوستلو موخه د مایننګ په پولونو کې پر ځواک د تمرکز کمول دي، تر څو ماینران پخپله د راکړې ورکړې په بلاکونو کې شامل او واک په لاس کې واخلي.[۷]
اوشین همداراز ادعا کوي چې د دوی دغه ماډل د شفافیت او مرکزیت کمولو کچه لوړوي، ځکه په بلاکونو کې د راکړو ورکړو انتخاب نور یوازې د مرکزي واک لاندې نه دی. دوی یادونه کوي چې د انعامونو د ساتنې له منځه وړلو او د بلاک ډیزاین کولو واک مستقیم ماینرانو ته ورکولو سره اوشین هڅه کوي د داسې مرکزیت مخه ونیسي کوم چې ځینې نقادان د بیټ کوین د غیرمرکزي فلسفې خلاف بولي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Franjkovic, Teuta (24 March 2024). "Luke Dashjr and the Hard Fork That Could Have Split Bitcoin". CCN. بياځلي په 26 December 2025.
- ↑ Dovbnya, Alex (26 September 2025). "Luke Dashjr Reportedly Mulls Bitcoin Hard Fork". U Today. بياځلي په 26 December 2025.
- ↑ "OCEAN Establishes Global Hub in El Salvador". Yahoo Finance. 29 May 2024. بياځلي په 26 December 2025.
- ↑ Renapurkar, Arjun (21 December 2025). "Exploring the Impact of Luke Dashjr on the Fintech Landscape". Radom. بياځلي په 26 December 2025.
- ↑ Toppa, Sabrina (2024-05-30). "New bitcoin mining pool backed by Twitter's Jack Dorsey launches in El Salvador". TheStreet Crypto: Bitcoin and cryptocurrency news, advice, analysis and more (in انګليسي). بياځلي په 2025-09-15.
- ↑ "Ocean Mining Establishes Global Headquarters in El Salvador". El Salvador in English (in هسپانوي). 2024-05-29. بياځلي په 2025-09-15.
- ↑ "Ocean Mining Establishes Global Headquarters in El Salvador". El Salvador in English (in هسپانوي). 2024-05-29. بياځلي په 2025-09-15.
- ↑ Franjkovic, Teuta. "Ordinals Growth in Danger as Bitcoin Bug Fix Could Impact BRC-20 Tokens". CCN. بياځلي په 26 December 2025.
- ↑ Zanella, Edoardo (13 March 2025). Exploring Recent Technological Advancements in the Bitcoin Network (PDF) (Thesis). p. 35. بياځلي په 26 December 2025.
- ↑ Barbosa, Vini. "Bitcoin Wars: Knots Developer Luke Dashjr Leaked Messages Bring Controversy, Hardfork Fears". Yahoo Finance. Coinspeaker. بياځلي په 26 December 2025.
- ↑ Shinobi (24 September 2025). "Bitcoin Core vs. Bitcoin Knots: Actions Speak Louder Than Words". Bitcoin Magazine. بياځلي په 26 December 2025.
- ↑ Comben, Christina (31 August 2025). "The battle between Bitcoin Core vs Knots is getting ugly". CryptoSlate. بياځلي په 26 December 2025.