انګلستان په منځنۍ پېړۍ کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انګلستان د منځنیو پېړیو تاریخ په ۱۰۶۶ز کال کې د نورمن د سوبې او د جان پاچا د مړینې ترمنځ ټاکل کېږي، ځینې بیا پاچا جان په ۱۲۱۶ز کال کې د انګلستان د انژوین اخیرنی پاچا ګڼي. د ۱۰۶۶ز کال د هاستینګز په جګړه کې د بحث وړ ځایناستی او بریا د دې لامل شوه، چې انګلستان د ویلیم نورماندي له خوا فتحه شي. دغې چارې د انګلستان تاج او تخت د فرانسې له شتمنۍ سره ونښلاوه او یو نوی اشرافي حکومت یې هېواد ته راووړ؛ چې پر ځمکو، دولت او کلیسا واکمن و. دوی فرانسوي ژبه راوړه او خپل حکومت یې د کلا ګانو د سیسټم او د ځمکو د یوه فیوډالي سیسټم له لارې وساته. په ۱۰۸۷ز کال کې د ویلیم د مړینې پرمهال انګلستان د انګلو نارمن د سترواکۍ لویه برخه جوړه کړه، چې په ټول انګلستان کې د اشرافو له خوا د ځمکو د مالکیت پر درلودو سره، د نورماندي او ولز له خوا اداره کېده. د ویلیم زامنو د هغه د ځمکو پر سر شخړه وکړه او تر ډېره دویم ویلیم د انګلستان د پاچا په توګه راڅرګندېده. د هغه تر مړینې وروسته، په ۱۱۰۰ز کال کې د هغه کشر ورور د لومړي هنري په توګه واکمني په لاس واخیسته او خپل ورور رابرت ته یې ماتې ورکړه، ترڅو انګلستان او نورماندي سره بیا یو ځای کړي. هنري بې رحمه، خو ګټور پاچا و او تر مړینې وروسته یې یوازینی نارینه وارث ویلیم اډلین و، چې د سپینې بېړۍ په تراژیدۍ کې یې وویل، چې د هغه لور ماتیلدا دې د وارثې په توګه وپېژني. کله چې هنري په ۱۱۳۵ز کال کې ومړ؛ نو د تره زوی یې سټیفن بلوشاد خپل ځان پاچا اعلان کړ، چې د کورنۍ جګړې لامل شو. د دې جګړې نوم انارشي و. سټیفن په اخیر کې د ماتیلدا زوی هنري د خپل وارث په توګه وپېژنده  او کله چې سټیفن په ۱۱۵۴ز کال کې ومړ؛ نو هغه د دویم هنري په توګه بریالی شو.

هنري د انګلستان د انژوین لومړی پاچا ګڼل کېده او په فرانسه کې یې ډېرې شتمنۍ لرلې. هنري پر ولز، سکاټلنډ او ایرلنډ واکمن و. هغه له خپل ګومارلي توماس بکت سره ښکېل شو، چې د بکت د وژنې لامل شو، په دې سره هنري د توبې یا پښېمانۍ لپاره یوه ډراماټیکه ننداره جوړه کړه. د هغه د واکمنۍ بله برخه د هغه د زامنو او د فرانسې د دویم فیلیپ بغاوتونه وو او هغه یې اړ کړ، چې خپل زوی ریچارډ خپل یوازینی ځایناستی وټاکي. ریچارډ په ۱۱۸۹ز کال کې پر انژوین واکمن شو او ډېر ژر له صلیبي جګړې سره مخ شو. کله چې بېرته راستنېده؛ نو په المان کې ونیول شو او په ۱۱۹۴ز کال کې یې د ازادۍ لپاره باج ومانه. هغه د خپلې واکمنۍ پاتې برخه د خپلو ځمکو په بېرته خوندي کولو تېره کړه او په ۱۱۹۹ز کال کې ومړ. کشری ورور یې جان په انګلستان کې بریالی شو او د فرانسویانو د مالکیت د کنټرول لپاره یې د ریچارډ له وراره آرتور سره بریالۍ جګړه وکړه. د جان چلند د دې لامل شو، چې د نورمن او انژوین د اشرافیانو ترمنځ بغاوتونه رامنځته شي.

نورمنیانو د انګلوساکسو ډېری دولتي بنسټونه ومنل، خو فیوډالي سیسټم پاچا او کوچنیو اشرافو ته ډېر واک په لاس ورکړ. د ښځو حقوق او ونډه یې تر ډېره وټاکل شوه. ښځو د کلتور او مذهب په لېږد کې مهمه ونډه لرله او همدارنګه  په سیاسي او پوځي برخو کې یې هم مهم سهم درلود. د دولسمې پېړۍ په اوږدو کې د فاتحینو او انګلیسانو ترمنځ وېش رامنځته شو او ځان یې تر سلتي ګاونډیو غوره ګاڼه. دغو سوبو فرانسوي او نورمن کلیساوې واک ته ورسولې. اصلاح شوي مذهبي او پوځي حکمونو انګلستان ته لار پیدا کړه. د دیارلسمې پېړۍ په لومړیو کې کلیسا په خپل استدلال کې بریالۍ شوه، دغه استدلال یې د خپلواکۍ لپاره و، چې ویې شو کولای له دولت نه خپلواکي ترلاسه کړي. له دې سره یې په بشپړ ډول روم ته ځواب ووایه. زیارتي سفرونه یو نامتو مذهبي عمل و او د اثارو ټولول د حریصو موسسو لپاره مهم شو. انګلستان په دویمو، درېیمو او پینځمو صلیبي جګړو کې تر ټولو مهمه ونډه لرله. 

انګلستان د نهمې او دیارلسمې پېړۍ ترمنځ د منځنیو پېړیو یوه زرینه دوره درلودلې. شاړو ځمکو ته یې د کښت اجازه ورکړه. د کرنیزو ځمکو په شاوخوا کې عمارتونه جوړ شول. په یوولسمه پېړۍ کې د اقتصاد بازار د انګلستان په ډېره برخه کې د ودې په حال کې و،  په داسې حال کې، چې ختیځ او سویلي ښارونه په نړیواله سوداګرۍ کې ښکېل وو. په سلګونه ښارونه، چې ځینې یې پلان شوې ټولنې وې، جوړې شوې او د اتحادیې له جوړولو او د چارتر له نندارتونه یې ملاتړ کاوه. د انګلو- نورمن جګړه له پوځي یرغلونو او د کلاګانو له نیولو سره ټاکل کېږي. سمندري ځواکونو د ځواکونو او تدارکاتو د لېږد، پر اختلافي ځمکو یرغل او د دښمن پر بېړیو یې د یرغل زمینه برابره کړه. تر سوبې وروسته، نورمنیانو لرګینې موت او بیلي کلاګانې او عمارتونه جوړ کړل، چې د دولسمې پېړۍ د ډبرینو عمارتونو ځایناستي شول. دغه دوره د عمومي کلتور او په ځانګړې توګه د ویلیم شکسپیر په ډرامو کې کارول شوې. د رابین هوډین دریځ د والټر سکاټ له خوا د لومړي ریچارد د واکمنۍ پرمهال او د ساکسونیانو او نورمنیانو پر جګړه یې ټینګار، د راتلونکو داستانونو او فلمونو لپاره سوژې وبلل شوې.  

د نورمن سوبه[سمول]

په ۱۰۰۲ز کال کې د انګلستان دویم اتلرد پاچا له ایما، د دوک نرماندي د دویم ریچارډ له خور سره واده وکړ. د دوی زوی اډوارډ اعتراف کوي، چې ډېر کلونه یې په جلاوطنۍ کې په نرماندي کې تېر کړل او په ۱۰۴۲ز کال کې یې واک ترلاسه کړ. دا چاره د دې لامل شوه، چې د نورمن له خوا له انګلیسي سیاست سره یوه ځواکمنه علاقه پیدا شي؛ ځکه چې اډوارډ په کلکه له پخوانیو کوربنو نه د خپل ملاتړ لپاره کار اخیست او نورمني درباریان، سرتېري او روحانیون یې د واک پر ځینو منصبونو، په ځانګړې توګه په کلیسا کې وګومارل. [۱][۲][۳]

حکومت[سمول]

د نورمنیانو له سوبې شل کاله وروسته، د نورمن د اشرافو نوې طبقه د انګلوساکسون د اشرافو ځایناستې شوه. نوې اشرفي طبقه (د لویانو ځایناستي)، شیرف او ارشد روحانیون ټول د هغوی له ډلو ټاکل کېدل. د ټولنې په ډېرو برخو کې تداوم موجود و، ځکه نورمنیانو د انګلوساکسون دولتي بنسټونه؛ لکه مالي سیسټم، د پیسو جوړونه، د قانون جوړونې تمرکز او ځینې قضایي مسایل ومنل. په لومړیو کې شیرف او سلو محکمو لکه د پخوا په څېر خپل کار ته دوام ورکړ.   [۴][۵][۶]

تر سوبې وروسته د حکومت طریقه د فیوډالي سیسټم په توګه وه؛ نو نوو اشرافیانو د پاچا په استازولۍ د ځمکو اختیار درلود. پوځي ملاتړ او د وفادارۍ قسم یادول د درناوي په نامه د دې لامل شو، چې هغوی ته ځمکې ورکړې دغه ځمکې د فیف یا ویاړ په نامه یادېدې. لویو اشرافو پخپل وار د درناوي په پار او د ډېر پوځي ملاتړ لپاره خپلې ځمکې کوچنیو ځمکوالو ته ورکړې او په پایله کې بزګرانو د ځایي کارګري خدمتونو په لړ کې ځینې ځمکې ترلاسه کړې او د وفادارۍ او سرچینو شبکه یې رامنځته کړه، چې د نوو افتخاري محکمو له خوا پلي کېږي. له دغه سیسټم نه په نرماندي کې کار اخیستل کېده او د پخواني انګلوساکسون حکومتي سیسټم نه یې په ډېره کچه د پاچا او اشرافو لپاره واک متمرکز کړ. [۷][۸][۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Williams 2003, p. 54
  2. Huscroft 2005, p. 3
  3. Stafford 1989, pp. 86–99
  4. Carpenter 2004, p. 4; Davies 1990, p. 20; Huscroft 2005, p. 81
  5. Burton 1994, p. 21; Barlow 1999, p. 87
  6. Huscroft 2005, pp. 78–79
  7. Carpenter 2004, pp. 84–85; Barlow 1999, pp. 88–89
  8. Carpenter 2004, pp. 84–85 and 94; Huscroft 2005, p. 104
  9. Carpenter 2004, p. 87
  10. Danziger and Gillingham 2003, p. 40