انټوینېټ براون بلکوېل
انټوینېټ لویزا براون وروسته انټوینېټ براون بلکوېل (د ۱۸۲۵ ز کال د مې ۲۰مه – د ۱۹۲۱ز کال د نومبر ۵مه) لومړنۍ ښځه وه چې په متحدو ایالتونو کې د پروټسټانټ منسټرې یا کاهنې په توګه وټاکل شوه [منسټر په مسیحي کلیساګانو کې هغه کس ته ویل کېږي چې د دین خدمت کوي او ټولنې ته خدمتونه وړاندې کوي]. اغلې براون د وخت د مهمو مسایلو په اړه ډېره ماهره ویناواله وه او له خپلې مذهبي عقیدې نه په استفادې سره یې، د ښځو د حقونو د پراخوالي لپاره د خپلو همعصرو په پرتله ډېرې هڅې کړې دي. د ژوند لومړي وختونه او زدهکړې[سمول]براون د نیویارک ښار په «هینریټا» سیمه کې د «جوزف براون» او «اې بي مورس» اوومه بچۍ وه. براون په ۳ کلنۍ کې د ډېرې ځیرکې نجلۍ په توګه وپېژندل شوه. تر ۹ کلنۍ وړاندې کلیسا ته ومنل شوه. د کلیسا د اجتماع د غړیتوب تر لنډې مودې وروسته یې د یکشنبې په ځانګړو ناستو کې هم وعظونه کول پیل کړل. براون په ۱۸۴۱ کال کې د ۱۶ کلنۍ په عمر د «مونرو» ښار په اکاډمۍ کې د لومړنیو زدهکړو تر بشپړولو وروسته، په ښوونځي کې تدریس پیل کړ. دې نه غوښتل خپل ژوند پر تدریس تېر کړي، له همدې امله یې له «اوبرلین کالج» نه په مذهبي درسونو کې د سند پر اخیستلو تمرکز وکړ. اغلې براون څلور کاله په ښوونځي کې تدریس وکړ او دومره پیسې یې وسپمولې چې د اوهایو په اوبرلین کالج کې یې د خپلو زدهکړو لپاره بس وې. دې د مور او پلار په ملاتړ په کالج کې نوملیکنه وکړه. مور او پلار یې نه یوازې د ښځو او نرانو پر برابرو زدهکړو، بلکې د تور پوستانو پر زدهکړوهم باور درلود. براون په کالج کې ادبي کورس پای ته ورساوه او په ۱۸۴۷ ز کال کې یې د ادبیاتو سند ترلاسه کړ، د دغه کورس موده د ښځینه زدهکوونکو لپاره ټاکل شوې وه. دې خپلې رخصتۍ په تدریس او د عبري او یوناني ژبو پر څېړنه تېرې کړې. په ۱۸۷۴ ز کال کې یې د لېسانس په کچه تر فراغت وروسته هڅه وکړه چې په کالج کې د مذهبي درسونو د زدهکړې لپاره ومنل شي. د کالج مدیریت له دې غوښتنې سره مخالف و چې ښځې مذهبي زدهکړې وکړي، دا کار مدیریت په پای کې له ځانګړو شرطونو سره ومانه. شرطونه دا وو چې په کورسونو کې ګډون کولی شي، خو رسمي نه پېژندل کېږي. په مذهبي کورسونو کې د ګډون په برخه کې پر مطرح شویو شرایطو سربېره، دا یوه ښه لیکواله او کاریزماټیکه عمومي ویناواله وه. ان په دې دوره کې له ښځو نه ونهغوښتل شول چې په غونډو کې خبرې وکړي، خو له دې وغوښتل شول، چې په اوهایو او نیویارک کې د غلامۍ پر ضد او د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي. براون د ۱۸۶۰ ز کال په اپریل میاشت کې «اوبرلین کالج» ته را وګرځېده، چې د «نرانو او ښځو» په نامه یوه وینا وکړي. [۸][۹][۱۰][۱۱] مسلک[سمول]د غلامۍ مخالفت او د کلیسا غړیتوب[سمول]براون تر فراغت وروسته د وعظ له جواز پرته پرېکړه وکړه، چې د خپلې منسټرۍ یا کاهنیت هیلې ودروي او د «نارټ سټار» (The North Star) خپرونې لپاره د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو په پلویتوب لیکنه وکړي. دې په ۱۸۵۰ز کال کې د ښځو د حقونو په لومړني ملي کنوانسیون کې وینا وکړه چې ډېره وستایل شوه او دا یې د ویناوو پیل و. دې په خپلو ویناوو کې د تور پوستانو د غلامۍ د اصولو په له منځه وړلو، برابرۍ او د ښځو پر حقوقو تمرکز کاوه. براون د ښځو، د حقونو په ډېرو کلنیو ملي کنوانسیونونو کې ویناوې وکړې. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] د ښځو حقونه[سمول]براون له کاهنیت نه تر لرې کېدو وروسته د ښځو د حقونو پر مسایلو تمرکز وکړ. په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو ډېری فعالانو له مذهب سره مخالفت کاوه او ویل یې چې مذهب ښځې سرکوبوي، بلکوېل په دې باور وه چې په دین کې د ښځو فعاله ونډه په ټولنه کې د دوی موقف لوړولی شي. دې د خپلو نورو همکارانو په پرتله د رایې د حق پر ځای په ټولنه کې د ښځو د حالت ښهوالي ته ډېر پام کاوه. دا باوري وه چې د ښځې او نر تر منځ ذاتي توپیرونه په سیاست کې د ښځو په استازولۍ کې د نرانو اغېزناکتوب محدودوي،ځکه نو د رایې حق به پر ښځو لږ مثبت اغېز ولري.[۱۶] اغلې براون په بېوزلو سیمو کې د خیریه کارونو او په دغو سیمو کې له بېوزلو خلکو سره د مرستو را ټولولو لپاره نیویارک ښار ته لاړه. نیویارک ته په لاره د «ماساچوسټ» ایالت په «ووسټر» سیمه کې تم شوه، تر څو د ښځو د حقونو په لومړني ملي کنواسیون کې ګډون وکړي. دغه کنوانسیون دومره اغېز پرې وکړ چې پرېکړه یې وکړه ،یوه خپلواکه ویناواله شي. ټول نیو انګلنډ او ځینو سیمو، لکه: پنسلوانیا او اوهایو ته یې سفرونه وکړل، تر څو د ښځو د حقونو، غلامۍ ضد او برابرۍ په اړه ویناوې وکړي. کله به یې چې موکه موندله، ان د کلیسا په خطابه کې به یې هم خبرې کولې.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱] براون د خپل واده په اړه په دې باور وه چې تر ټولو ښه کار مجرد پاتې کېدل دي، ځکه مجردې ښځې د متاهلو ښځو په پرتله ډېرې خپلواکې دي. له «ساموېل بلکوېل» سره تر پېژندلو وروسته یې د واده په اړه نظر متزلزل شو. دوی دواړو د ۱۸۵۶ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه واده وکړ او ۷ بچیان یې وشول، چې دوه یې په ماشومتوب کې مړه شوي دي. بلکوېل په ۱۸۷۳ ز کال کې د ښځو د هغو مسایلو د څېړنې لپاره «د ښځو د پرمختګ ټولنه» جوړه کړه، چې نورو ادارو ورته پام نه کاوه. په ۱۸۹۱ ز کال کې د نیوجرسي د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو ټولنې مشره وټاکل شوه او په امریکا کې یې د یوې بلې ټولنې له جوړېده سره مرسته وکړه. اغلې براون د نیویارک ښار د بېوزلو په استازولۍ هم وینا وکړه. وروستی ژوند[سمول]اوبرلین کالج براون ته په ۱۸۷۸ او ۱۹۰۸ ز کلونو کې د ویاړنې(افتخاري) ماسټري او دوکتورا ورکړه. اغلې براون د امریکا د موحدینو یا یکتاپرستانو ټولنې (American Unitarian Association) نه غوښتنه وکړه او د منسټرې یا کاهنې په توګه وپېژندل شوه. دې په توحیدپاله کلیسا کې وینا وکړه او بیا یې نورې ویناوې پیل کړې.[۲۲] براون په ۱۸۹۳ز کال کې په شیکاګو کې د کلمبیا د نندارتون په جریان کې د نړیوالو مذهبونو په پارلمان کې ګډون وکړ. دې هلته وویل: "ښځو ته پر ممبر همدومره اړتیا ده، لکه په نړۍ کې چې ورته اړتیا ده، ځکه ښځې د بشر په تکامل کې اړینې دي."[۲۲] په ۱۹۰۳ ز کال کې يې د نیوجرسي د الیزابت توحیدي ټولنې له جوړېدو سره مرسته وکړه او هلته یې د منسټرې یا کاهنې په توګه خدمت وکړ.[۲۲] په ۱۹۲۰ ز کال کال کې د ۹۵ کلنۍ په عمر د ۱۸۵۰ ز کال د ښځو د حقونو کنوانسیون یوازنۍ ژوندۍ پاتې ګډونواله وه چې دا کنوانسیون د ماساچوسټ ایالت په ووسټر ښار کې جوړ شوی و او اغلې براون د اساسي قانون د نولسم تعدیل تصویب ولید چې ښځو ته یې د رایې حق ورکړ. دې د ۱۹۲۰ ز کال په ټاکنو کې «وارن جي هارډېنګ» ته رایه ورکړه. [۲۲] مړینه او میراث[سمول]اغلې براون د ۱۹۲۱ ز کال د نومبر میاشتې په ۵مه نېټه، د ۹۶ کلونو په عمر د «نیوجرسي» ایالت په «الیزابېت» سیمه کې مړه شوه. د ماشومتوب کور یې په ۱۹۸۹ ز کال کې د ملي تاریخي ځایونو په نوملړ کې شامل شو. [۲۳] په ۱۹۷۵ ز کال کې عیسوي توحیدي کلیسا، په خپله لسمه عمومي عیسوي جرګه کې د دې کلیسا ټاکل شویو ښځو ته د براون جایزې ورکول پیل کړل.[۲۴][۲۵] سرچینې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Antoinette-Brown-Blackwell — subject named as: Antoinette Brown Blackwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63j3q4w — subject named as: Antoinette Brown Blackwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Antoinette Brown Blackwell — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=3317 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ https://en.wikisource.org/wiki/Woman_of_the_Century/Antoinette_Brown_Blackwell
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16766347c — subject named as: Antoinette Louisa Brown Blackwell — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سرليک: American Women Writers
- ↑ "Blackwell, Antoinette Louisa Brown". American National Biography Online. د لاسرسينېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ کينډۍ:Cite Appletons'
- ↑ Susan Hill Lindley. You Have Stept Out of Your Place (Louisville, Kentucky: Westminster John Knox Press, 1996), 122.
- ↑ Sterling, Dorothy, المحرر (1984). We Are Your Sisters: Black Women in the Nineteenth Century. New York: W.W. Norton. د کتاب پاڼې 197. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lindley, 123.
- ↑ Carol Lasser and Marlene Merrill, Friends and Sisters: Letters between Lucy Stone and Antoinette Brown Blackwell, (Chicago: University of Illinois Press, 1987), 89
- ↑ Elizabeth Cazden, Antoinette Brown Blackwell (New York: The Feminist Press, 1983) 89.
- ↑ Boston Investigator, "Rev. Antoinette Brown, more recently Rev. Mrs. Blackwell, seems to have made a failure in her first pastorate," col. C, May 6, 1857, 19th Century US Newspapers via Gale Group, http://infotrac.galegroup.com/
- ↑ "Blackwell, Antoinette Louisa Brown". American National Biography Online. د لاسرسينېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Blackwell, Antoinette (1875). The Sexes Throughout Nature. G. P. Putnam's Sons. د کتاب پاڼې 234. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kimberly A. Hamlin, From Eve to Evolution: Darwin, Science, and Women's Rights in Gilded Age America (Chicago: University of Chicago Press, 2014), 61.
- ↑ John Howard Brown, ed., Lamb's Biographical Dictionary of the United States (Boston: James H. Lamb Co., 1900), 312.
- ↑ Darwin, Charles (November 8, 1869). "Letter 6976". Darwin Correspondence Project. د لاسرسينېټه ۲۶ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Blackwell, Antoinette (1875). The Sexes Throughout Nature. G. P. Putnam's Sons. د کتاب پاڼې 22. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ۲۲٫۲ ۲۲٫۳ Macdonald, JoAnn (December 17, 2003). "Antoinette Brown Blackwell". Dictionary of Unitarian & Universalist Biography. د اصلي آرشيف څخه پر July 9, 2016 باندې. د لاسرسينېټه February 15, 2019. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ کينډۍ:NRISref
- ↑ "Antoinette Brown Awards". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسينېټه ۱۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ National Women's Hall of Fame, Antoinette Blackwell
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1921م وفاتونه
- 5 نومبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P1971
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- CS1: Julian–Gregorian uncertainty