منځپانگې ته ورتلل

انورالحق کاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انورالحق کاکړ يو پاکستانی سياستوال او د پاکستان په سنا مجلس کې د بلوچستان د عوامي گوند استازی دی چې د ۲۰۲۳ زېږديز کال د اگست له ۱۴مې نېټې څخه د ۲۰۲۴زېږديز کال د مارچ تر ۴مې نېټې پورې د پاکستان لنډمهاله لومړی وزير وو [۱][۲][۳][۴]چې تر ده وروسته يې شهباز شريف د ځايناستي په توگه وټاکل شو.[۵][۶][۷][۸][۹]

انورالحق کاکړ
انورالحق کاکړ
انورالحق کاکړ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ می ۱۹۷۱
تابعیت پاکستان   ويکيډاټا کې  (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند بلوچستان عوامي گوند (۲۰۱۸–۲۰۲۳)  ويکيډاټا کې  (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   ويکيډاټا کې  (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه(ي) پښتو [۱۰]  ويکيډاټا کې  (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

ژوندليک

[سمول]

انورالحق کاکړ د ۱۹۷۱ زېږديز کال د می مياشتې په ۱۵ مه نېټه د بلوچستان په قلعه سيف الله کې په يوه مشهوره متوسطه کورنۍ کې زېږېدلی، د هغه نيکه ډاکټر نورالحق کاکړ، د کلات د خان شخصي ډاکتر و، د هغه پلار احتشام الحق کاکړ يو ملکي مامور و، په داسې حال کې چې ماما يې ارباب يوسف کاسي او نور خپلوان يې په سياست کې ښکېل وو. کاکړ د څلورو کلونو و، چې مور يې وفات شوه او پلار يې د هغه د عمر په اتلس کلنۍ کې مړ شو. [۱۱][۱۲]

کاکړ د کوټې په سينټ فرانسېس ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې کړې دي، وروسته يې د کالج دوره د کوهاټ په کيډټ کالج کې بشپړه کړه[۱۳]، په ۱۹۹۰ لسيزه کې يې د بلوچستان پوهنتون څخه د سياسي علومو او ټولنپوهنې برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.[۱۳][۱۴]

هغه د انگلستان د لندن په برکبيک پوهنتون کې د قانون زده کړې پيل کړې، خو پای ته يې ونه رسولې.[۱۴][۱۵]

هغه په ۲۰۰۵ زېږديز کال بېرته پاکستان ته راستون شو.[۱۴][۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. "انورالحق کاکړ د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه معرفي ش". طلوع نيوز. ۱۴۰۲لمريز زمري ۲۱مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. تکل, احسان (۲۰۲۳سېپتمبر ۱۷مه). "انور الحق کاکړ ملا محمد حسن اخند ته: پاک-افغان اړېکې په ورورولۍ ولاړې دي او د لا پراختیا په هڅه کې یې یو". کابل ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. "انورالحق کاکړ د پاکستان د موقت صدراعظم په توګه لوړه وکړه". افغان غږ خبري اژانس (اوا). ۱۴۰۲زمري ۲۴مه. خوندي شوی له the original on 2023-08-20. ترلاسه‌کېدو نېټه 2025-05-22.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. يار, افغان (۲۰۲۴۲ فېبرورۍ۲۶مه). "انورالحق کاکړ: افغانستان هېڅکله پاکستان ته ګواښ نه‌دی پېښ کړی". هېواد ورځپاڼه. خوندي شوی له the original on 2025-06-21. ترلاسه‌کېدو نېټه 2025-05-22.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. Ellis-Petersen, Hannah (3 March 2024). "Shehbaz Sharif sworn in as prime minister of Pakistan". The Guardian. ترلاسه‌کېدو نېټه 3 March 2024.
  6. "Anwar Ul Haq Kakar to be the new caretaker Prime Minister of Pakistan". Pakistan Observer. 12 August 2023. ترلاسه‌کېدو نېټه 2 October 2023.
  7. "انورالحق کاکړ: د ترهګرۍ خلاف جګړه به د وروستي ترهګر تر لمنځه وړو پورې دوام مومي". افغانستان اينټرنېشنل. ۱۴۰۲لمريز تلې ۸مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. "انورالحق کاکړ: هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خپل هېواد ته به یې ستانه کړم". افغانستان اينټرنېشنل. ۱۴۰۲لمريز وږي ۲۶مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. "انورالحق کاکړ د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه معرفي ش". طلوع نيوز. ۱۴۰۲لمريز زمري ۲۱مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. https://www.dawn.com/news/1769861
  11. Anwar ul Haq Kakar (Caretaker Prime Minister) - Aik Din Geo Ke Saath - Suhail Warraich - Geo News (in انګليسي). ترلاسه‌کېدو نېټه 2024-05-08 via www.youtube.com.
  12. Shahid, Saleem (August 13, 2023). "'BAP architect' in the driving seat". DAWN.COM.
  13. 1 2 "Profile: Who is Anwaar-ul-Haq Kakar?". The News International.
  14. 1 2 3 Aamir, Adnan (14 August 2023). "Who is Anwaar Kakar, Pakistan's new caretaker prime minister?". Nikkei Asia.
  15. 1 2 Baloch, Kiyya (15 August 2023). "What Does Pakistan's New Caretaker Prime Minister Mean for Balochistan?". The Diplomat.