Jump to content

انصارالدين جبهه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انصارالدين جبهه
جبهة أنصار الدين (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځایناستی
اړين مالومات
جګړه

انصارالدين ډله (عربي: جبهة أنصار الدين) چې د ديني ملګرو ډلې په مانا دی، يوه اسلامي جهادي ډله ده چې د د ۲۰۱۴ زېږديز کال د جولای په ۲۵ يې د سوريې د داخلي جګړې پرمهال خپل فعاليت پيل کړ. دا غورځنګ له دوه ډلو حرکت شام الاسلام او حرکت فجرالشام السلاميه نه جوړ دی او د دوی په وينا له هيڅ بلې يوې ډلې سره تړلی تنظيم نه دی.[۱] زرغون کنډک په لومړيو کې د انصارالدين ډلې متحدين وو، خو وروسته د ۲۰۱۴ په اکتوبر کې يې له جيش المهاجرين والانصار ډلې سره خپل بيعت اعلان کړ.[۲] دې اتحاد هڅه کوله چې د داعش او نورو ډلو ترمنځ جګړه کې خپله بې طرفي وساتي.[۳]

دا ډله او اتحاديه د ۲۰۱۷ ز کال د جنورۍ په ۲۸ مه لکه د نورو ډلو په څېر د تحرير شام ډلې سره يوځای شوه[۴]، خو ځينې برخې يې بيا وروسته د ۲۰۱۸ ز کال د فېبرورۍ په ۱۸ مه د تحرير شام ډلې نه بېرته ووتلې.[۵]

سرچينې

[سمول]
  1. "Video: Saudi Faction Swears Allegiance To Jaish al-Muhajireen wal-Ansar Emir". From Chechnya To Syria. 4 October 2014. خوندي شوی له the original on 10 July 2018. بياځلي په 14 October 2014.
  2. "Video: Saudi Faction Swears Allegiance To Jaish al-Muhajireen wal-Ansar Emir". From Chechnya To Syria. 4 October 2014. خوندي شوی له the original on 10 July 2018. بياځلي په 14 October 2014.
  3. "Jabhat Ansar al-Din: Analysis and Interview". Syria Comment. 23 October 2014. خوندي شوی له the original on 24 October 2014. بياځلي په 23 October 2014.
  4. "Syria Islamist factions, including former al Qaeda branch, join forces: statement". Reuters. 28 January 2017. بياځلي په 28 January 2017.
  5. "New component split from "Hay'at Tahrir al-Sham"". Syria Call. 9 February 2018. خوندي شوی له the original on 13 February 2018. بياځلي په 10 February 2018.