امیر علي احمد خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کورنۍ بارکزي

امیر علي احمد خان د غازي خوشدل خان شاغاسی زوی او د لوی ناب شېردل خان شاغاسی بن سردار میرداد خان شاغاسی لمسی وو.[۱] نوموړی د خپل ترورزي او اوښي امیر امان الله د استعفاه وروسته چې حبیب الله کلکاني لخوا د اسلامي نظام د لمنځه وړلو په خاطر د ګڼ شمیرلاریونونو او پاڅونو وروسته دنده پریښوده او د هغه د ورور امیر عنایت الله خان چي په ۱۴ د جنوري ۱۹۲۹م کال د څلور ورځو لپاره د افغانستان امیر پاتی شو او کلکاني (بچه سقاو) هغه هم استعفاه ته مجبور کړ، علي احمد خان شاغاسی ته په جلال آباد کي د متنفذ روحاني نقیب صاحب لخوا د پاچاهۍ لنګۍ وتړل شوه او او د امیر علي احمد خان په نامه یې خطبه وویل شوه.[۲] امیر علي احمد خان د ۱۹۲۹م کال د فبرورۍ په ۱۹ په جګدلک کې ماتې وخوړله او حبیب الله کلکاني چې د امارت خوبونه یې لیدل د کابل په تخت کیناست او د همدې کال د فبرورۍ په ۲۰ یې خپله بیانیه د پاچا په توګه بیان کړه. د افغانستان مخلوع پاچا امیر امان الله خان د ۱۹۲۹م کال د مې په ۲۳ له هیواده ووت او خپل سلطنت یې علي احمد خان شاغاسي ته وسپاره، او په همدې تاریخ مولوي عبدالواسع کندهاري د امیر علي احمد خان د دویم ځل امارت خطبه په کندهار ایراد کړه.[۳] د حبیب الله کلکاني (د سقو زوی) ملیشو د ۱۹۲۹م کال د جون په ۳ کندهار په داسې حال کي تصرف کړ چي له یوې خوا احمد علي خان لودین د سقوي سپهسالار پردل خان سره د کندهار د تسلیمۍ په سر پټه معامله وکړه او له بلې خوا د کندهار ښار شمالي دروازې د یوتن کندهاري غلجي خان لخوا د سقویو په لور خلاصي شوې. د کندهار د نیولو سره سم امیر علي احمد خان شاغاسی او مولوي عبدالواسع کندهاری دواړه د شقوي ملیشو له لورې ونیول شول او د ۱۹۲۹م کال د جون په ۹ کابل ته په داسې حال کې ولېږول شول چې په لاسونو او پښو کې یې بېړۍ وې.[۲] کابل ته د رسېدلو سره سم امیر علي احمد خان شاغاسی او مولوي عبدالواسع کندهاری دواړه د ۱۹۲۹م کال د جون په ۱۱ د حبیب الله کلکانی (د سقو زوی) لخوا په توپ والوزول شول.

مأخدونه[سمول]

  1. هوتک, محمد معصوم (2008). کندهاري وروڼه. د کتاب پاڼې 223 - 227. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ سیستانی, کاندیدای اکادمیسن محمد اعظم (2012). سه مقالۀ تحقیقی در بارۀ سه خاندان تاریخئ قندهار. د کتاب پاڼې 183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. پوپلزائی, عزیزالدین وکیلی (1369). دارالقضاء در افغانستان. د کتاب پاڼې 575. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)