امير علي احمد خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امیر علي احمد خاند د د لویناب غازی خوشدل خان زوی او د لویناب شېردل خان شاغاسی لمسی وو. د خپل ترورزي او اوښې امیر امان الله خان د استعفا وروسته چې حبیب الله کلکاني لخوا د اسلامي نظام د لمنځه وړلو په خاطر د ګڼ شمیرلاریونونو او پاڅونو وروسته دنده پریښوده، او د هغه ورور امیر عنایت الله خان د امارت څخه د ترشا کیدلو سره سم چي په ۱۴ د جنوري ۱۹۲۹م کال د څلور ورځو لپاره د افغانستان امیر پاتی شو او کلکاني (بچه سقاو) چې د امریت خوبونه یې لیدل له څلور ورځو حکومت کولو وروسته عنایت الله خان هم استعفاه ته مجبور کړ، علي احمد خان شاغاسی په ۱۷ د جنوري ۱۹۲۹م کال په جلال آباد کي خپل امارت اعلان کړ، خو څه باندې یوه میاشت وروسته یې د ۱۹۲۹م کال د فبرورۍ په ۱۹ په جګدلک کي د کلکاني لخوا ماته وخوړه او پېښور ته لاړ. علي احمد خان ته د ماتې ورکولو سره سم، حبیب الله کلکاني په ۲۰ فبرورۍ ۱۹۲۹ د کابل په ارګ خپله لومړنۍ بیانیه د پاچا په توګه بیان کړه.

کورنۍ بارکزي پلار لویناب خوشدل خان مور سایره بیگم