املوک درې ستوپه
ښکارېدونکې بڼه
املوک درې ستوپا يا املوک درې ستوپه چې د خيبر پښتونخوا ايالت په سوات ولسوالۍ په املوک دره کې موقعيت لري د لرغوني گندهارا د بودايي تمدن يوه برخه ده. داسې انگېرل کيږي چې دا سټوپه به په درېيمه زېږديزه پېړۍ کې جوړه شوې وي.[۱] دا سټوپه لومړی ځل په ۱۹۲۶ ز کال کې د هنگري-برېتانيايي لرغونپوه سر اورېل سټين له خوا کشف شوه، وروسته په ۶۰ او ۷۰ لسيزو کې د ډومينيکو فاسينا له خوا وڅېړل شوه.[۲]
دا ستوپه يو څلورڅنډي جوړښت لري چې ۴ متره پېړوالی لري چې له يو نيم کروي گونبد سره پوښل شوی چې ۷ متره لوړوالی او ۲۱ متره قطر لري چې له شاوخوا سيمې ښه په اسانۍ سره ليدل کيږي.
که څه هم دا په سوات کې د بودايي سټوپو يوه غوره بېلگه ده خو تر ډېره د غيرقانوني کيندنو په پايله کې تخريب شوې او خوندي نه ده.[۳]
د املوک درېې ستوپې انځورونه
[سمول]-
املوک درې ستوپې دننه د بودا مجسمه
-
املوک درې ستوپې ګونبز
-
املوک درې ستوپې دننني کوچني جوړښتونه او کوټې
-
د املوک درې يو لرليد
سرچينې
[سمول]- ↑ "Amluk-Dara stupa: Excavators discover unique complex". The Express Tribune. 2012-08-02. بياځلي په 2020-12-14.
- ↑ Whitfield, Susan (2017-12-28). "Amluk Dara Stupa". Silk Road Digressions. بياځلي په 2020-12-14.
- ↑ "Amluk Dara Stupa, VALLEY SWAT". بياځلي په 2020-12-14.