امام ابو یوسف
يعقوب بن ابراهيم الانصاري چي د ابو یوسف په نوم هم پېژندل کيږي،(۷۲۹-۷۹۸) په اسلامي فقهه کي د امام ابو حنیفه شاګرد وو. [۱] نوموړی د خپلو لیکنو او په حکومتي دندو کي د اسلامي شریعت اړوند د حنفي مذهب په خپرولو کي زیاته ونډه درلوده.
ابو یوسف د هارون الرشید د واکمنۍ پر مهال د قاضي القضات په توګه دنده ترسره کوله. دده نامتو اثر (کتاب الخراج) د مالیاتو او مالي مسئلو په اړه په اسلامي نړۍ کي زیات مشهوره دی.
ژوندلیک
[سمول]ابو یوسف په اتمه پیړۍ کي د عراق هیواد په کوفه او بغداد ښارونو کي اوسېدی. د نوموړي نسب د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په زمانه کي په مدینه کي د ځوان سعد بن حبطه پوري رسیږي.
د روایاتو پر بنسټ ابو یوسف په یوه غریبه کورنۍ کي لوی سوی وو، خو د پوهي ترلاسه کولو سره یې زیاته مینه درلوده. دده مور د خپل زوی علمي تنده نه خوښول، او هیله یې درلوده چي ابو یوسف په یوه سوداګرۍ کي مهارت ترلاسه کړي. دا چي ابو یوسف د خپلي مور یاده هیله پر ځمکه نسوای غورځولای، نو ځکه یې د سوداګرۍ کولو ترڅنګ زده کړي هم ترسره کولې. په زدکړو کي دده ځانګړی مهارت ډېر ژر د ابو حنیفه تر غوږو ورسېدی، چي په دې توګه هغه هم دده راتلونکي لارښود جوړ سو. په داسي حال کي چي د ابو یوسف د ماشومتوب په اړه روایات ډول ډول خبري کوي، خو دا خبره په ثبوت رسېدلې ده چي نوموړي په کوفه او مدینه کي د یو شمیر عالمانو لکه ابو حنیفه، مالک بن انس، سعد او نورو څخه دیني پوهه ترلاسه کړې ده. د ابو حنیفه تر پوهنیزي سرپرستۍ لاندي ابو یوسف د پام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړل او د اسلامي شریعت اړوند حنفي مذهب د نفوذ په پراختیا او خپریدو کي یې زیاته مرسته وکړه.
ابو یوسف تر هغه وخته په کوفه کي اوسېده ترڅو چي په بغداد کي دقاضي په وټاکل سو، خو دا څرګنده نه ده چي ایا هغه د خلیفه مهدي، خلیفه هادي او که هارون الرشید لخوا دغه څوکۍ ته ورسېدی. د یوې کیسې پر بنسټ ابو یوسف وتوانید ترڅو یو حکومتي چارواکي ته د دیني قانون په اړه ښه مشوره ورکړي چي له همدې امله یې د خلیفه هارون الرشید دربار ته لاره پیدا کړه. [۷] ابو یوسف خلیفه ته د قناعت وړ حقوقي نظریاتو په ورکولو سره ډېر ژر د بغداد د قضاوت چوکۍ په لاس راوړه. د یادوني وړ ده چي ابو یوسف لمړی شخص وو چي په اسلامي تاریخ کي یې د قاضي القضات لقب ترلاسه کړ. [۷] په داسې حال کي چي په هغه وخت کي دا د اعزاز یو ستر لقب وو، خلیفه ددې ترڅنګ زیات وخت له ابو یوسف سره د حقوقي او مالي پالیسي په اړه سلا مشوره کوله، تر داسي تندازي چي ده ته یې په سلطنت کي د نورو قاضیانو د ټاکلو صلاحیت هم ورکړ. ابو یوسف په ۱۸۲/۷۹۸ زیږدیز کال کي تر مرګه پوري د قاضي ستره دنده په غاړه درلوده. [۷]
- ↑ . 2014.
{{cite book}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Islamskiy entsiklopedicheskiy slovar' (in روسي ژبه).
{{cite journal}}
: Missing or empty|title=
(help)CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ ويل شوي په: IdRef. IdRef پېژند: 076617440. بياځلي سمون: ۲۲ می ۲۰۲۰. خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ Islamskiy entsiklopedicheskiy slovar' (in روسي ژبه).
{{cite journal}}
: Missing or empty|title=
(help)CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Islamskiy entsiklopedicheskiy slovar' (in روسي ژبه).
{{cite journal}}
: Missing or empty|title=
(help)CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ ويل شوي په: LIBRIS. Libris-URI: qn24zf8859zmtjb. خپرېدو نېټه: ۱۰ سېپتمبر ۲۰۱۲. بياځلي سمون: ۲۴ اگست ۲۰۱۸. خپروونکی: National Library of Sweden.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedSchacht
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P802 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- CS1 errors: missing title
- CS1 maint: unrecognized language