منځپانگې ته ورتلل

امام ابوالحسن ندوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاش نن امام ندوي ژوندی وای

مولوي بایزید یون

۱۴۴۶/۷/۲۴ 

د اسلامي نړۍ نوموتی هندي عالم سید ابوالحسن علي ندوي رحمه الله چې تاسې به یې ممکن د نوم او د هغه د بې شمېره تالیفاتو  سره  آشنا اوسئ، په کال ۱۹۷۳ م کې د رابطة العالم الاسلامي نړیوالې موسسې له لورې د یو هیئت په مشرۍ افغانستان ته شپږ ورځنیز سفر وکړ. نوموړې خپل د دې لنډ سفر په اړه یو رسالة د [  فی ارض الغزاة والفاتحین]

( افغانستان د غازیانو او فاتحانو خاروه )تر سر لیک لاندې لیکلی ده.

امام ندوي په دې رسالة کې فرمائي((  زما ستره هیله وه چې افغانستان ته سفر وکړم ځکه افغانستان د غازیانو او فاتحانو خاوره ده، دا هغه خاوره ده چې نه یواځې د تاریخ په لړ کې د ځان د دفاع زرین تاریخ لري، بلکې د نړۍ د مسلمانانو د مرستې ږغ ته یې هم لبیک ویلی دی. د بیلګې په توګه یادولای سو چې کله هند کې مسلمانان د مراهټیانو نه ډېر په تنګ راغلل نو هند کې میشت د اسلامي نړۍ ستر عالم علامه امام شاه ولی الله دهلوي رحمة الله علیه د افغانستان امپراطور غازي احمد شاه بابا ته د مرستې غوښتنې په پار لیک ولیږی. غازي احمدشاه بابا د امام دهلوي د مرستې ږغ ته لبیک ووایه او د خپل لښکر سره د هند په لور وخوځېد. په زرګونه مراهټیان یې ووژل او مسلمانان یې د دوی د ظلمونو څخه وژغورل. دا د افغانانو لومړی مرسته د هند سره نه وه بلکې له دې وړاندې هم سلطان محمود غزنوي رحمه الله اوولس ځله هند ته تللی دی او هلته یې د مسلمانانو نصرت کړی دی.

دا فقط د دې غازي خاورې د قهرمانانو د اتلولۍ یوې دوې بیلګې وې.))

امام ندوي بلاخره خپلې هیلې ته ورسېد،پر افغانستان د ظاهر شاه د واکمنۍ وروستۍ شیبې وې چې اما ندوي پر افغان خاوره قدم کیښود،کابل کې د وخت  معارف وزیر او یو  شمېر نورو افغان چارواکو او علماو یې دروند استقبال وکړ. ندوي افغانستان کې د علم،پوهې او غیرت چینې ولېدلې او د لوړ شخصیتونو سره لکه د قلعه جواد د حضراتو سره مخامخ سو، خو نور افغان خاوره هغسې نه وه لکه څنګه چې امام ندوي یې په اړه اورېدلې وه.

ځکه کله چې ملالۍ لیسې ته ورغلی هلته د یو غیر منتظره حالت سره مخ سو. هلته ملالي یا د ملالي لارویانې نه وې، هلته یې ولېدل چې پتمنې افغانۍ پیغلې کټ مټ لکه غربیانې نیم لوڅې په ټولګیانو کې ناستې وې، د ملالۍ لیسې مدیرې  پر قرآني احکامو په ځانګړې توګه د څو ښځو پر جواز نقد کوی او غوښتنه يې کول چې نور دا حکم له منځه یوړل سي.

د هلکانو د ښوونځې نه په لېدنه کې یې ولېدل چې ښوونځي کاملاً په اروپایي نظام روان دي. د کابل په کوڅو کې د غازي ایوب خان او وزیر اکبر خان د بچیانو پرځای نیم لوڅې پیغلې او په غربي لباس،کلتور او فکر پوښلي ځوانان یې ولېدل، امام ندوي ته داسې څرګنده سوه چې نور دا خاوره د محمود غزنوي،شهاب الدین غوري،میرویس نیکه، احمدشاه ابدالي،غازي ایوب خان، وزیر اکبر خان او دنورو غازیانو د لارویانو د نشتون سره مخ ده.

امام ندوي د کومو هیلو سره چې دې خاورې ته راغلی و هغه هیلې د خاورو سره خاورې سوې ځکه دلته د اسلامي نظام پر ځای کټ مټ غربي نظام حاکم و.

خو ای کاش نن امام ندوي ژوندی وای

او یو ځل بیا دې خاورې ته راغلی وای او دامام ندوي هیلې بیا راټوکېدلې وای ځکه  نن د محمود غزنوي او احمد شاه ابدالي ریښتنې بچیان بیا راغلي دي. دلته یې په ریښتنې معنی اسلامي نظام حاکم کړی دی. نور دې خاوره کې  عیاشي او فحاشي ته د پای ټکی ایښودل سوی دی.

نن دلته غازیانو داسې مستقل اسلامي نظام حاکم کړی دی چې ټولو اسلامي ارشادانو ته منقاد دی. پر دې خاوره یې امربالمعروف او نهې عن المنکر روان دی. حدود او قصاص پکښې جاري دی او د یو نمونه ای اسلامي نظام د حاکمیت پر لور روان دی.

حاکمان یې داسې کسان دي چې پر کفارو ډېر سخت زړه دي خو پر مسلمانانو بیا ډېر مهربانه او نرم دي. پر نړیوال ستیج د هر مظلوم مسلمان تر څنګ ولاړ دي. او د هر کافر ظلمونه یې غندلي دي.

داسې نظام چې د اسلامي نړۍ ډېرو علماو لکه امام ندوي رحمة الله علیه یې د راتګ لپاره  سترګي پر لاره وه خو په همدې تمه خاورې پرې اوښتي دي.

ربه!

دا نظام لا نور هم پر صراط المستقیم روان کړه،مستحکم یې کړه او د دښمنانو له شر یې په امان ولره.

آمین یا رب العالمین.