منځپانگې ته ورتلل

الویس برونر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الویس برونر (۸ اپریل ۱۹۱۲ – ډسمبر ۲۰۰۱ یا ۲۰۱۰) د اتریش یو افسر وو، چي د د دویمي نړیوالي جګړې پرمهال یې د هټلر په پوځ کي دنده درلوده. برونر په اشغال سوي اتریش، یونان، فرانسې او سلواکیا کي د یهودانو د راټولولو او شړلو له لاري د هولوکاسټ په پلي کولو کي مهم رول ولوباوه. نوموړی د نازي جرمني اړوند اډولف ایچمان د ښې لاس سړي په توګه پیژندل کېدی.

الویس برونر
Alois Brunner (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۸ اپريل ۱۹۱۲[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
ډېسمبر ۲۰۰۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
Sturmabteilung (en) ژباړل
SS (mul) ژباړل (۱۹۳۸ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

برونر د اتریش، یونان، فرانسې او سلواکیا څخه ختیځي اروپا ته د 100,000 اروپایی یهودانو د لیږلو مسولیت درلود. ده دجګړې په پیل کي د 47,000 اتریش یهودانو د شړلو څارنه وکړه، او په یونان کي یې په شاوخوا دوو میاشتو کي 43,000 یهودیان په تیسالونیکي ولایت کي خپلو سیمو پرېښودو ته اړ ایستل. برونر وروسته د 1943 کال د جون څخه د 1944 تر اګسټ پوري د پاریس څخه بهر د ډرانسي د بندیانو د کمپ قوماندان سو، چي په ترڅ کي یې نږدې 24000 نارینه، ښځي او ماشومان د نازي جرمني د ګازو خونو ته ولېږل سوه. د نوموړي وروستۍ دنده د سلواکیا د یهودي ټولني ویجاړول وه.

د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره سم برونر د متحدینو څخه تر تېښتي وروسته په 1954 کي لویدیځ جرمني ته ولاړ، چي ورپسې له هغه ځایه مصر او بیا سوریې ته ستون سو. په سوریه کي دئ د بېلابیلو ډلو په ځانګړې توګه د اسراییلي استخباراتو لخوا د خپل پاته ژوند په اوږدو کي یو ستر هدف وو.

په 1954 کي فرانسې د بشریت ضد جرمونو لپاره په غیر حاضرۍ کي برونر ته د مرګ سزا واورول، چي وروسته په 2001 کي په عمري بند بدله سوه( دا ځکه چي فرانسې په 1981 کي د مرګ سزا پخپل قانون کي لغوه کړه). په سوریه کي د استوګني پر مهال برونر په 1961 او 1980 کلونو کي د هغه لیکي بمونو په پایله کي چي د اسراییلو د استخباراتو لخوا ورته لیږل سوي وه، یوه سترګه او د کیڼ لاس ګوتي بایلودلې. [۵]

په 1990 لسیزه کي برونر یو له خورا مطلوبو نازي جنګي مجرمینو څخه ګڼل کېدي، چي لا هم یې استخبارات په لټه وه. د 2014 په نومبر کي د سایمن ویسینتال مرکز راپور ورکړ چي برونر په 2010 کي په سوریه کې مړ سوی دی، [۶] او په دمشق کي یو ځای ښخ دی. ددغه مرکز تر راپور وروسته د نوي شواهدو پراساس چي د 2017 تحقیقاتو په ترڅ کي لاسته راغلل، برونر یې د2001 کال په ډسمبر کي په دمشق کي مړ وباله. ددې ترڅنګ د جرمني د استخباراتو اداره Verfassungsschutz بیا ادعا کوي چي هغه په 2010 کي مړ سوی دی. [۷]

  1. ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6t01nt8. Subject named as: Alois Brunner. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ويل شوي په: Blowback: America’s Recruitment of Nazis, and Its Destructive Impact on Our Domestic and Foreign Policy. ليکوال: Christopher Simpson.
  3. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (in فرانسوي ژبه). بياځلي په ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12181568h. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  5. . 12 April 2018. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  6. . Los Angeles, California. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  7. . 30 June 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)