منځپانگې ته ورتلل

الحاج قدم خان توتاخیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الحاج قدم خان توتاخېل

https://commons.wikimedia.org/wiki/File:Qadam_Khan_Totakhil.jpg

الحاج قدم خان توتاخېل د افغانستان یو پیژندل شوی قومي مشر، بااخلاقه دولتي مامور، او تجربکار ساختماني انجنیر و. نوموړی د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د کوه‌سین د کلی اوسېدونکی و، او د افغانستان د بنسټیزو ودانیو په جوړولو کې مهم رول درلود.

ژوند او زده‌کړه

[سمول]

الحاج قدم خان توتاخېل د عصمت‌الله توتاخېل زوی، په ۱۳۲۶ هجري لمریز کال کې د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د کوه‌سین په کلي کې زیږېدلی و. نوموړي خپلې لومړنۍ زده‌کړې د سیمې په لیسه کې ترسره کړې، او بیا د خوست تخنیکم ته شامل شو، چې له هغه ځایه یې په لوړه درجه فراغت ترلاسه کړ. وروسته د ساختماني انجنیري د زده‌کړو لپاره د شوروي اتحاد هېواد ته واستول شو، او له فراغت وروسته بېرته افغانستان ته راستون شو.

دندې

[سمول]

نوموړي خپل رسمي کار د فواید عامې وزارت پورې اړوند د خانه‌سازی تصدۍ کې پیل کړ. نوموړی د اسکلیت، اساس، او مقاومت مسؤل و، او د مهمو دولتي پروژو لکه د مکروریانو بلاکونه، د قصبې بلاکونه، او نورو ودانیو پر جوړولو یې مهم رول ادا کړ.

نوموړي ته د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر مهال د حزب د عضویت شرط سره لوړ نظامي او امنیتي مقامونه وړاندیز شوي وو، خو نوموړي د هېڅ سیاسي حزب غړیتوب و نه مانه. د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو په جریان کې، د کورنیو چارو وزارت له خوا ورته د پکتیا او بغلان د والي، او د ولسوالیو د ولسوال دندې وړاندیز شوې، خو نوموړي دا وړاندیزونه د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله رد کړل.

نوموړی تر تقاعد پورې د کور جوړولو وزارت (خانه‌سازي) د تولید او تخنیک د ریاست مشر پاتې شو. هغه ما فوق رتبه دولتي مقام ته ورسید او ګڼ مډالونه او تقدیرنامې یې تر لاسه کړې.

وفات

[سمول]

الحاج قدم خان توتاخېل د ۱۴۰۳ هـ.ل د جوزا پر ۲۹ مه نېټه د زړه د حملې له امله وفات شو. نوموړی د خپلې سیمې، قومي مشرانو، او خلکو له خوا د ډېر درناوي وړ و، او مړینه یې یوه ستره ضایعه ګڼل شوې ده.

میراث

[سمول]

نوموړی د خپل ژوند تر پایه له هر ډول سیاسي اړخ‌نیونې او فساد څخه پاک پاتې شو. هغه د پکتیا ولسونو لپاره د یو مدبر، اصولي او مشورتي مشر په توګه پېژندل کېده. نوموړی د سولې، جرګو، او قومي همغږۍ ملاتړی و.

سرچینې

[سمول]
  • دا ژوندلیک د کورنۍ له خوا برابر شوی معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی. که د نوموړي په اړه نورې خپلواکې او معتبرې سرچینې وړاندې شي، لیکنه به پراخه شي.