البرت پارسونز
| البرت پارسونز | |
|---|---|
| [[language|]]: Albert Parsons | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۰ جون ۱۸۴۸ |
| مړینه | 11 نومبر 1887 (39 کاله)[۱][۲] شیکاګو |
| تابعیت | |
| ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | خبريال |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱] |
| سمول |
|
البرت ریچارد پارسونز (۲۰ جون ۱۸۴۸ – ۱۱ نومبر ۱۸۸۷ زکال) مخکښ امریکايي سوسیالېست او بیا وروسته د د انارشېستي اخبار مدیر مسئول، ویناوال او کارګري فعال و. په ځوانۍ کې نوموړي د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال په تکزاس کې د امریکا د کنفدریشن ایالاتو په پوځ کې خدمت وکړ. له جګړې وروسته هغه په تکزاس کې استوګن او د پخوانیو غلامانو د حقونو مدافع او بیا وروسته د بیارغاونې پر مهال یو جمهوري غوښتونکی چارواکی شو. نوموړی په ۱۸۷۳ زکال کې له خپلې مېرمن لوسی پارسونز سره شیکاګو ته کډه وکړه او په اخبارونو کې یې کار وکړ. همدا ځای و چې هغه د کارګرانو له حقونو سره لیوالتیا پیدا کړه. په ۱۸۸۴ زکال کې هغه د الارام (The Alarm) اخبار د مدیر مسئول په توګه کار پیل کړ. پارسونز د شیکاګو یو له هغو څلورو راډیکال راهبرانو څخه و چې پولیسو ته د بم اېښودلو په برید کې چې د های مارکېټ پېښه بلل کېږي، د توطئې په جرم محکوم شو او په دار وځړول شو.
لومړي کلونه
[سمول]البرت پارسونز د ۱۸۴۸ زکال د جون په ۲۰ مه د آلاباما په مونتګومري کې وزېږېد؛ هغه د بوټانو او چرم د کارخونې د څښتن له لسو زامنو یو و چې په اصل کې له مېن څخه و. پارسونز ادعا کوله چې د مخکښو انګلیسي کډوالو له اولادې څخه دی، د دې له امله چې «پارسونز لومړنۍ کورنۍ» په ۱۶۳۲ زکال د روډ آیلنډ ایالت نارګانست خلیج ته ورسېده. د مور له اجدادو څخه یو یې د امریکا په انقلاب کې له جورج واشنګټن سره و چې په براندي واین جګړه کې یې وڼده لرله. نوموړی همدارنګه په انقلاب کې د بل افسر ډګر جنرال ساموئل هولډن پارسونز او همدارنګه د کپتان پارسونز چې په بانکر هېل جګړه کې ټپي شوی و؛ له لمسیانو څخه و. [۳][۴][۵]
د البرت مور او پلار دواړه د هغه د ماشومتوب پر مهال مړه شول او دغه ماشوم یې پرېښود څو د خپل مشر ورور ویلیام هنري پارسونز (۱۸۲۶- ۱۹۰۷ زکال) تر لاس لاندې را لوی شي، هغه واده کړی و او د تګزاس په ټایلر کې یې د ټایلر ټلګراف په نامه یو کوچنی اخبار چلاوه. د ۱۸۵۰ مې لسیزې په نیمايي کې د دوی کورنۍ له تایلر څخه جانسون ښارګوټي ته کډه شوه او د دریو کلونو لپاره یې په پوله کې ژوند وکړ. له دې وروسته هغوی بېرته تکزاس ایالت ته را کډه شول او د برازوس سیند په دره کې یې یوه کرونده جوړه کړه. [۶]
په ۱۸۵۹ زکال کې هغه مهال چې البرت ۱۱ کلن و د خپل ورور کورنۍ یې خوشې کړه څو د تګزاس په واکو سیمه کې له خپلې خور سره ژوند وکړي. پارسونز د خپل ورور د کور له خوشي کولو یو کال وړاندې ښوونځي ته لاړ څو د ګلاوستون په ورځپاڼې کې کار زده کوونکی شي، هغه اړیکه چې پارسونز هغه د اووه کلن «قرارداد» په توګه توصیف کړه څو د چاپوونکو صنعت زده کړي.[۶]
کورنۍ جګړه او بیارغوونه
[سمول]په ۱۸۶۱ زکال کې د امریکا د کورنۍ جګړې پیل، یا هغه چې پارسونز ورته «د غلامانو لرونکو یاغیتوب» ویل، هغه دې ته اړ کړ څو د ورځپاڼې د پیرودونکي ځایګی چې ده به «چاپګر شیطان» باله خوشی کړي. پارسونز په ۱۳ کلنۍ کې داوطلب شو څو د "Lone Star Greys." په نامه نامنظمې ډلګۍ کې د متحده ایالاتو د کنفدرسیون ځواکونو په ګټه جګړه وکړي. له پرسونز څخه لومړۍ پوځي ګټنه د مورګان په نوم د بخار په مسافر وړونکې بېړۍ کې وه چې د مکسیکو خلیج ته په ننوتو یې دا جرات وکړ چې د جنرال ډیوېډ اې. توئیګز ځواکونه چې تګزاس یې د واشنګټن په موخه پرېښی وو تعقیب کړي. [۶]
له بېرته راګرځېدو وروسته، پارسونز د کنفدریشن په معمولي پوځ کې د نوم ثبتولو په لټه کې و، هغه ایډیا چې د هغه د کار مشر او لارښوود، چې د ګلاوستون ورځپاڼې چاپوونکی و پرې ملنډې وهلې. پارسونز په اخبار کې دنده پرېښوده او د توپخانې له هغې ډلګۍ سره چې د تګزاس په سابین پاس کې په چټکۍ سره جوړه شوې وه یوځای شو؛ هغه ځای چې مشر ورور یې هم هلته د پیاده نظام د یوه ګروپ کپتان و. پارسونز د یوه کال لپاره په پوځي تمریناتو کې ونډه واخیسته او د توپچیانو لپاره یې د «پوډرو د شادي» (هغه چې باروت به یې برابرول) په توګه کار وکړ. [۷]
پارسونز له جګړې وروسته د تکزاس واکو ته راوګرځېد او خپل قچر یې د ۴۰ جریبه (۱۶۰ زره متر مربع) ولاړو جوارو سره بدل کړ. هغه پخواني غلامان وګمارل څو د محصولاتو په راغونډولو کې ورسره مرسته وکړي؛ هغه د محصولاتو د سم پلور په مرسته وکولای شول د واکو پوهنتون د شپږ میاشتني فیس لپاره کافي کچه پیسې ومومي؛ یاد پوهنتون اوس مهال د بایلر شخصي باپتېست کالج په توګه پېژندل کېږي. [۷]
په کالج کې له زده کړو وروسته، پارسونیز د چاپ سوداګرۍ ته د مخه کولو په موخه لومړی په یو چاپ خونه کې کار پیل کړ او بیا یې په ۱۸۶۸ زکال کې د Waco Spectator په نامه خپله اخبار جوړه کړه. پارسونز په خپل اخبار کې د پخوانیو غلامانو د سیاسي حقونو د ترلاسه کولو په موخه د تسلیمۍ او بیارغونې د اقداماتو د منلو لپاره نامطلوب شرایط وړاندې کړل. دا د دغه ۲۰ کلن ځوان په ژوند کې یوه مهمه لحظه وه چې وروسته یې بیا په خپلو خاطراتو کې د هغې یادونه وکړه:[۸][۹]
زه جمهوري غوښتونکی شوم او البته باید په سیاست کې ښکېل شوی وای. زه له دغې لارې د ډېرو پخوانیو پوځیانو، ګاونډیانو او کوکلس کلان ترمنځ له یو بل څخه د کرکې لامل وګرځېدم. زما سیاسي ژوند له هیجان او خطرنو ډک و. ما د خپلې عقیدې د ثابتولو په موخه په کار لاس پورې کړ. غلامانو وروسته د هېواد په ډېرو برخو کې زه خپل ملګری او مدافع ګڼلم او بت یې بللم، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر پخوانیو همکارانو مې زه سیاسي بدعت کوونکی او خاین بللم.[۱۰]
په دغه سیاسي پرشوره فضا کې، د پارسونیز اخبار وه نه شو کولای ډېر دوام راوړي او نشریات یې ډېر ژر ودرېدل.[۱۱]
په ۱۸۶۹ زکال کې پارسونز د هوسټون ډایلي ټلګراف ورځپاڼې د مسافرتي خبریال او سوداګریز استازي په توګه په کار پیل وکړ، په دغه مهال کې هغه له لوسي الا ګونزالس (یا والر) سره وپیژندل چې څو قومیتي اجداد یې لرل. دوی په ۱۸۷۲ زکال کې واده وکړ او وروسته لوسي پارسونز د یو سیاسي راډیکال فعال په توګه شهرت ته ورسېد. [۱۲][۱۳]
په ۱۸۷۰ زکال کې، پارسونز هغه مهال چې د متحده ایالاتو د داخلي عوایدو د ارزیابي کوونکي اولیس اس. ګرانت د همکار په توګه وټاکل شو، د جمهوري غوښتونکو له ملاتړ برخمن شو. نوموړی وړاندې له دې چې د متحده ایالاتو د داخلي عوایدو د راغونډونې د لوی مرستیال په توګه وټاکل د تکزاس په آسټین کې یې د تکزاس د سنا د منشي په توګه کار کوه او تر ۱۸۷۳ زکال پورې یې دلته خپل ځایګی وساته.
د ۱۸۷۳ زکال په اوړي کې، پارسونز د تکزاس د زراعت پالونکي استازي په توګه د متحده ایالاتو منځني لویدیځ ته ګڼ شمېر سفرونه وکړل او د هېواد اړوند یې پراخ لیدلوری وموند او پرېکړه یې وکړه له خپلې مېرمنې سره په شیکاګو کې استوګن شي. میټروپولیس ته په کډه کولو سره د پارسونز د ژوند نوی پړاو پیل شو. [۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11987716h — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gt5pvt — subject named as: Albert Parsons — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Albert R. Parsons, Life of Albert R. Parsons: With Brief History of the Labor Movement in America. Chicago: Lucy E. Parsons, 1889; pg. 6.
- ↑ There is a typographical error in the printed edition of Parsons' memoirs. See "Archived copy". خوندي شوی له the original on November 21, 2010. بياځلي په December 15, 2017.
{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link) for an image of a page of Parsons' autobiography giving his birthdate as June 20 in his own hand. - ↑ Parsons, Life of Albert R. Parsons, pp. 6-7.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Parsons, Life of Albert R. Parsons, pg. 7.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Parsons, Life of Albert R. Parsons, pg. 8.
- ↑ Parsons, Life of Albert R. Parsons, pp. 8-9.
- ↑ Parsons, Life of Albert R. Parsons, pg. 9.
- ↑ In the 19th Century the Republican Party was the political party containing elements which favored a radical restructuring of society, while the Democratic Party was the voice of established order, particularly with respect to race relations in the South. In the 1890s the political orientations of these two organizations flipped, with the Republican Party becoming the voice of solid currency and the interests of domestic manufacturers while the Democratic Party gradually became the voice of the organized labor movement.
- ↑ No issues of the Waco Spectator are known to have survived.
- ↑ Parsons, Life of Albert R. Parsons, pg. 10.
- ↑ Parsons, Life of Albert R. Parsons, pg. 9.
- ↑ Parsons, Life of Albert R. Parsons, pg. 10.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- 1887ز مړينې
- 11 نومبر مړينې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- CS1 maint: archived copy as title
