منځپانگې ته ورتلل

افغان روپۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغان روپۍ یا د افغانستان روپۍ د ۱۸۹۱ او ۱۹۲۳ کلونو ترمنځ د افغانستان اسعار وه. [۱]

افغان روپۍ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پولي واحد (۱۸۹۱ – ۱۹۲۵)
obsolete currency (en) ژباړل (۱۹۲۵ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی
نور اړين مالومات
پيل موده
۱۸۹۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۱۹۲۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

شالید

[سمول]

د افغانستان روپۍ په ۱۷۵۴ کال کي د افغان واکمن احمد شاه بابا لخوا په کار ولوېدل،[۲] خو په سیمه کي عمومي چلېدونکې روپۍ د لومړي ځل لپاره د شیرشاه سوري لخوا په شپاړسمه پیړۍ کي د سوریانو د امپراتورۍ پرمهال خپره سوه. همدارنګه هند او پاکستان د ۱۹۴۷ کال راهیسي لا هم د روپۍ په نوم پیسه پخپلو هیوادونو کي کاروي.

د ۱۸۹۱ کال څخه مخکي د سپینو زرو او مسو څخه جوړه سوې روپۍ [۳] [۴] او د سرو زرو مهرونه چلېدل. د دې دریو فلزاتو ترمنځ د رکړي ورکړي ثابت نرخ نه وو، او بېلابیلو سیمو خپلي سکې پکار اچولي وې.

د افغانستان روپۍ

[سمول]

په ۱۸۹۱ کال کي د کابلي روپیو او کندهارۍ روپیو پر بنسټ یوه نوې پیسه رامنځ ته سوه، چي کارېدني یې په افغانستان د مخکنیو اسعارو ځای ونیوی.

افغان روپۍ په 60 پیسو ویشل سوې وه، [۵] چي هره یو یې له 10 دینارو سره برابره وه.

اوسنۍ افغانۍ په ۱۹۲۳ کال کي د روپیو پر ځای راښکاره سوه. [۱]

بانک نوټونه

[سمول]

په افغانستان کي په ۱۹۱۹ کال کي د امان الله خان له تخت ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د ۱، ۵، ۱۰، ۵۰ او ۱۰۰ روپیو په ارزښت د خزانې نوټونه چاپ او ټولني ته وروپېژندل سوه. ددې نوټونو سربېرن لیک د افغانستان په دویمه ملي ژبه دري باندي وو.

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ . August 19, 2023. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. . January 4, 2018. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. "fulus", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (3rd ed.), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 {{citation}}: Invalid |mode=CS1 (help) (Subscription or UK public library membership required.)
  4. مېريام وېبسټر falus
  5. "paisas", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (3rd ed.), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 {{citation}}: Invalid |mode=CS1 (help) (Subscription or UK public library membership required.)