افغانستانیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستانیزم، هغه اصطلاح ده، چې د لومړي ځل لپاره د امریکا په متحده ایالاتو کې وکارول شوه. دغه اصطلاح د نړۍ په لرې پرتو سیمو کې په ستونزو د تمرکز او کورنیو بحث جوړوونکو مسایلو ته د نه پام په معنا ده. په نورو برخو کې دغه اصطلاح «په پټ ډول ناهېلې کوونکې او نا اړوندې پوهې»، «پردیو او یا لرې پرتو سیمو سره لېوالتا» یا «د یو نالیدلي دښمن چې ستاسو له شتون او له هغو په کمه کچه ستاسو له غصې ناخبره دی، د هغه غندلو او ورباندې برید کولو ته» اړوندېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

سرچینه[سمول]

د آکسفورډ انګلیسي قاموس، د افغانستانیزم کلیمه د امریکا د متحده ایالاتو د عامه لغتونو په نوملړ کې راوستې، لومړنۍ لیکلې مرجع یې چې دغه اصطلاح په کې کارېدلې ۱۹۴۸ ز کال ته اړوندېږي.جی. لوید جونز په ۷۳ څېړنیز ژورنال کې (د امریکايي خبرپاڼو د اېډېټورانو د ټولنې په کنوانسیون کې) وویل: «په داسې حال کې چې د اېډېټور تر لاس لاندې سیمه ییزې نا ټولې شوې خځلۍ (کثافات) د تعفن بوی ورکوي، زما نه خوښېږي، په کاستاریکا کې د ټاکنو په اړه د مستقیمې درېځ نیونې د مسئلې په افغانستانېزم موضوع برید وکړم».[۷]

رابرت اچ. استافر او جیمز اس. جکسون  «د مخکینۍ پاڼې شاته» (Behind the Front Page )عنوان لاندې، د ۱۹۴۸ ز کال د اپریل په کالم کې وویل: دغه «نوې اصطلاح» د اکلاهاما د اوسېدونکي جنکن لوید جونز له خوا چې تولسا تریبیون ورځپاڼه کې یې کار کاوه، په همدغه ناسته کې په واشنګټن ډي سي کې وکارول شوه. هغو له جونز نه داسې نقل قول وکړ:

تراژیدیک واقعیت دا دی، چې ډېری سرمقاله لیکونکي نه شي کولای، د لنډ واټن هدف په نښه کړي، خو لرې هدفونه په ښه توګه په نښه کوي. دوی کولای شي، په بشپړ خوندیتوب سره د افغانستان د حالت په اړه په ډېره ځان ښوونه خبرې وکړي. د لویو کثافت کاریو څرګندول، لوی زړه غواړي.[۸]

په ۲۰۱۰ ز کال کې د ټایم مجلې کالم لیکونکي جوکلین ولیکلچې : د دغې اصطلاح کارونه په نولسمه پېړۍ کې، هغه مهال چې «انګلیسي رسنیو افغانستانیزم د داخلي لومړیتوبونو په بیه له بهرنیو جګړو سره د وسوسې لرلو په مفهوم تعریف کړ» دود شو. هغه زیاته کړه چې: «داسې ښکاري چې افغانستانیزم به په ډېر نږدې مهال کې [د امریکا په متحده ایالاتو کې] په یوه ملي بحث واوړي». «ایا په افغانستان کې د پولیسو د پوستو او سړکونو جوړول، د خپل وطن له جوړولو مهم و»؟[۹]

کارونه[سمول]

دغه اصطلاح په پیل کې چندان نه کارول کېده. له بل پلوه، د شمالي امریکا په ورځپاڼه لیکنه کې افغانستانیزم هغو مقالو ته ویل کېده چې، د لرې پرتو سیمو اړوند وې او له سیمه ییزو لوستونکو سره یې هېڅ اړیکه نه لرله. په داسې حال کې چې له بل پلوه، یو شمېر لیکوالانو ویل چې: افغانستانیزم، له سختو خبرونو نه د ډډې کولو په موخه په لرې پرتو سیمو کې د پېښو په اړه د یو شمېر اېډېټورانو د نظریاتو څرګندول دي. هغه ډول چې د نیویارک ټایمز لیکوال جیمز ریستون د خبریالانو په اړه وايي:«په واشنګټن کې د چارواکو په څېر، موږ هم په افغانستانېزم اخته یو. که چېرې راپور له یوې لرې پرتې سیمې وي، خبر دی، خو که چېرې د کورنیو چارو اړوند وي، ټولنپوهنه ده».[۱۰][۱۱][۱۲]

له دې وړاندې، ښوونکي رابرت ام. هاتچیزین دغه اصطلاح، په ۱۹۹۵ ز کال کې د کالیفورنیا د تکنالوژۍ په انستیتیوت کې د خپلې وینا پر مهال وکاروله:

هغه ډول چې پوهېږئ، افغانستانیزم تل لرې پراته هېواد، ځای، کس او یا هم ستونزې ته اړوندېږي، په داسې حال کې چې هغه څه چې د هېواد دننه شتون لري، ډېر تاوده دي او باید ورته رسېدنه وشي. له همدې امله، کله چې تاسو د کلیفورنیا د ټکنالوژۍ یوه ښوونکي ته ووایاست چې: « د ککړې هوا په اړه څه فکر کوۍ؟ هغه ځواب درکوي:«ایا تاسو د افغانستان د کړکېچ په اړه څه اورېدلي دي؟»[۱۳]

په ۱۹۷۳ ز کال کې، دغه مفهوم د ژوندانه د چاپېریال اړوند راپور ورکوونې ته ننوت، هغه ډول چې څېړنیز خبریالان استیون ئی. هانګفرد او جیمز بي. لیمیرت وايي: دغه اصطلاح د داخلي چاپېریالي مسایلو پر ځای په لرې پرتو سیمو کې د ټولنو چاپېریالي مسایلو ته اړوند ده. دغه ډول استفاده، په بیاځلي په ۲۰۰۴ ز کال کې بي. اې. تالیب له خوا وشوه، هغه چې «د خپل هېواد او یا د فرد چاپېریال ته د نه پام پر ځای په نورو ځایونو کې چاپېریالي ستونزو او مسائلو ته د بې ځایه پام» په توګه یاده کړه. [۱۴][۱۵]

بیاځلي رامنځته کېدل[سمول]

په نیویارک ښار کې د نړیوالې سوادګرۍ په مرکز باندې د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر د ۱۱ مې له بریدونو وروسته، دغه مفهوم یو ځل بیا دود شو، یو شمېر لیکوالانو استدلال کاوه، چې له دغه مفهوم نه نور په عصري پېښو کې ګټه نه  اخېستل کېږي. د مثال په توګه: د میزوري پوهنتون د خبریالۍ په پوهنځۍ کې د آزادو مطالعاتو د څانګې مشر ستوارت اچ. لوري، د ۲۰۰۱ ز د دسمبر په لومړۍ نېټه ولیکل:[۱۶][۱۷]

د خبر رسونې یو له اصلي ماموریتونو نه دا دی، چې عامه وګړو ته باید د نږدې پېښېدونکې ستونزې اړوند د خبرداري لومړنی نښې وښيي، څو هغوی خپلو ستونزو ته ورسېږي. دغه نښې ښوول، باید په قانع کوونکي ډول وي، دا په دې معنا چې، خبري بنسټونه باید خپل خبریالان د دنیا په بېلابېلو برخو کې د آګاهانه کار کولو په موخه وارزوي. دوی نه شي کولای ،هغه انځور چې اوس مشهور شوی خپور کړي- د هغو ټوپ وهونکو انځور، چې یوه ناورین ته د بېړنۍ رسېدنې په موخه په یوه سیمه الوزي. دغه ډول انځورونه «افغانستانېزم» ته دوام ورکوي، هغه مفهوم چې له کلونو راهیسې یې خپله معنا له لاسه ورکړې، ان که چېرې دغه ډول مفهوم اصلا شتون لرلی.[۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Oxford English Dictionary, Third Edition, Afghanistanism, n. 'colloq. (orig. U.S.)'
  2. "afghanistanism", Webster's Third New International Dictionary, Unabridged. Merriam-Webster, 2002. Archived 2020-05-26 at the Wayback Machine. Access to this link requires registration.
  3. The term is similarly defined in the Double-Tongued Dictionary website
  4. John G. Cross and Edie N. Goldenberg (2009). Off-Track Profs: Nontenured Teachers in Higher Education. MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-01291-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) page 99
  5. Estate of Rhea Talley Stewart, Fire in Afghanistan 1914–1929: The First Opening to the West Undone by Tribal Ferocity Years Before the Taliban iUniverse, 2000 page viii کينډۍ:ISBN
  6. John Livingston, The John A. Livingston Reader: The Fallacy of Wildlife Conservation and One Cosmic Instant: A Natural History of Human Arrogance, page 3. McClelland & Stewart, 2007 کينډۍ:ISBN
  7. OED, 3rd Ed., Afghanistanism, n.
  8. April 18, 1948, pshr 22
  9. December 27, 2010–January 3, 2011, pages 96 and 99
  10. "Barbara L. Fredricksen, " 'Afghanistanism' not an academic joke anymore", St. Petersburg Times, December 5, 2009". د اصلي آرشيف څخه پر June 7, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 5, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bob Greene, "A few words about a word now useless", Jewish World Review, December 6, 2001
  12. James Reston, quoted in And I Quote (Revised Edition): The Definitive Collection of Quotes, Sayings, and Jokes for the Contemporary Speechmaker, Thomas Dunne Books کينډۍ:ISBN
  13. "The Sources of National Strength", Engineering and Science, May 1955, page 20
  14. Hungerford, Steven E., and Lemert, James B., "Covering the Environment: A New 'Afghanistanism'?" Journalism Quarterly, February 1973
  15. B.A. Taleb, The Bewildered Herd: Media Coverage of International Conflicts & Public Opinion, iUniverse, 2004, page 386 کينډۍ:ISBN.
  16. Robert Finn, "Ghost Wars", bookreporter.com, undated. A review of the book of that name by Steve Coll
  17. Michael Kinsley, Please Don't Remain Calm:Provocations and Commentaries, W.W. Norton, 2008, page 119 کينډۍ:ISBN
  18. Stuart H. Loory, "Afghanistanism Comes Home", Global Journalist, December 1, 2001 Archived November 24, 2010, at the Wayback Machine.