منځپانگې ته ورتلل

اسماعيل شاهد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسماعيل شاهد[۱][۲][۳][۴] (په انګليسي ژبه: Ismail Shahid‎) چې ډېری پښتانه يې مانی بولي، د پښتو ډرامو يو وتلی، تکړه او مشهور ممثل او اداکار دی[۵][۶] چې د خپلو خنده‌وونکو ډرامو په وسيله يې له پېنځه لسيزو زيات پښتانه خندولې دي[۷][۸] او په پښتنو کې د خپلو ټوکمارو ډرامو او تمثيل له مخې خورا مشهور دی.[۹] نوموړی په ۱۷ اګست ۱۹۵۵ نېټه د خيبر پښتونخوا په چارسده کې زېږېدلی دی.[۱۰]

اسماعيل شاهد
اسماعيل شاهد د وي‌او‌ای ډيوې سره د مرکې پرمهال
اسماعيل شاهد د وي‌او‌ای ډيوې سره د مرکې پرمهال

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۷ اګست ۱۹۵۵ ‏(عمر: ۷۰ کاله)
خيبر پښتونخوا، چارسده
استوګنځای اسلام آباد   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت  خيبر پښتونخوا
نور نومونه مانی
دين اسلام
عملي ژوند
تعلیم د پېښور پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک اداکار، ممثل
مورنۍ ژبه پښتو   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه پښتو   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پېژندنې لامل خندوونکې ډرامې په ځانگړې توگه ميم زرما ټوله زما
جايزې
غوره اداکارۍ جايزه

لومړنی ژوند او مسلک

[سمول]

اسماعيل شاهد په ۱۷ اګست ۱۹۵۵ نېټه د خيبر پښتونخوا د چارسدې د اتمانزو په يوه پښتنه کورنۍ کې زېږېدلی دی.[۱۱] نوموړي دوه وده کړې دي او درې زامن او درې لورگانې لري[۱۲]، د ښکلو هنرونو پوهنځی يې لوستی دی، ۲۷ کاله د پېښور مرستيال کمشنر دفتر کې دنده ترسره کړې ده[۱۳]، پلار يې د پېښور عدليې محکمې (کچرۍ) دننه د خوراک کانتين (خوړنځی) درلود.[۱۴]

د ښوونځي له دورانه يې له ډرامو سره مينه لرله او له هماغه وخته به يې د ښوونځي دننه د دريځ سر ډرامو کې فعاله ونډه اخيستله، د نوموړي دا مينه بالاخره د هغه د شهرت لامل وگرځېده. هغه په ۱۹۷۷ز کې پېښور راډيو سټېشن ته د يوې سندرې ثبتولو په موخه ورغی چې هلته ورته د تمثيل وړانديز وشو[۱۵]، چې نوموړي ومانه او په لنډه موده کې يې په خپلې ټوکمارۍ او ساده طبيعت يې ډېری خلک پرځان رامات کړل، د پښتو تلوېزيوني ډرامو په راتگ هغه ډېر ژر دې برخې ته هم ورداخل شو او د پېښور پې ټي وي کې هغه له ۸۰۰ زياتو ډرامو کې کار وکړ چې بالاخره په دې کار نوموړی د هر کور پېژندل شوی غړی وگرځېد او په خلکو کې په لويه کچه مشهور شو.

د ميم زرما ټوله زما ډرامه د هغه له بهترينه ډرامو څخه ده چې اوردو ژبې ته هم ژباړل شوې ده او د پاکستان د ولسمشر له خوا پرې نوموړي ته د غوره کردار جايزه ورکړل شوې ده.[۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. قلندر, نوشيروان (۲۰۱۴ز جنورۍ ۲۸مه). "اسماعیل شاهد: ځما سې ډي ډرامې به کورونو کې هم کتلی کیدای شي". وي او ای ډيوه نيوز. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. باچا, هارون (۲۰۲۳ز اپريل ۰۲مه). "اسماعیل شاهد وایي د پښتو ډرامې "زوړ خوند" پاتې نه دی". مشال راډيو. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. اميرزاده, مليحه (۲۰۱۹ز جنورۍ ۱۳مه). "اسماعیل شاهد وايي ۴۳ کاله یې اداکاري کړېده". مشال راډيو. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  4. ناصر, خدای نور (۱۴۰۴لمريز وري ۱۶مه). "د پښتو ډرامو نوموتي ستوري اسماعیل شاهد سره ځانګړی بنډار". ډي ډبليو پښتو. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. باچا, هارون (۲۰۲۳ز اپريل ۰۲مه). "اسماعیل شاهد وایي د پښتو ډرامې "زوړ خوند" پاتې نه دی". مشال راډيو. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. اميرزاده, مليحه (۲۰۱۹ز جنورۍ ۱۳مه). "اسماعیل شاهد وايي ۴۳ کاله یې اداکاري کړېده". مشال راډيو. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. اميرزاده, مليحه (۲۰۱۹ز جنورۍ ۱۳مه). "اسماعیل شاهد وايي ۴۳ کاله یې اداکاري کړېده". مشال راډيو. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. ناصر, خدای نور (۱۴۰۴لمريز وري ۱۶مه). "د پښتو ډرامو نوموتي ستوري اسماعیل شاهد سره ځانګړی بنډار". ډي ډبليو پښتو. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. قلندر, نوشيروان (۲۰۱۴ز جنورۍ ۲۸مه). "اسماعیل شاهد: ځما سې ډي ډرامې به کورونو کې هم کتلی کیدای شي". وي او ای ډيوه نيوز. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. ملکزی, ولي الله (۲۰۱۱ز نومبر ۰۸مه). "اسماعیل شاهد: کوم پښتون چې ځان افغان نه ګڼي، هغه پښتون نه دی". ټول افغان ټکی کام. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  11. ملکزی, ولي الله (۲۰۱۱ز نومبر ۰۸مه). "اسماعیل شاهد: کوم پښتون چې ځان افغان نه ګڼي، هغه پښتون نه دی". ټول افغان ټکی کام. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  12. ملکزی, ولي الله (۲۰۱۱ز نومبر ۰۸مه). "اسماعیل شاهد: کوم پښتون چې ځان افغان نه ګڼي، هغه پښتون نه دی". ټول افغان ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  13. ملکزی, ولي الله (۲۰۱۱ز نومبر ۰۸مه). "اسماعیل شاهد: کوم پښتون چې ځان افغان نه ګڼي، هغه پښتون نه دی". ټول افغان ټکی کام. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  14. ملکزی, ولي الله (۲۰۱۱ز نومبر ۰۸مه). "اسماعیل شاهد: کوم پښتون چې ځان افغان نه ګڼي، هغه پښتون نه دی". ټول افغان ټکی کام. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  15. ملکزی, ولي الله (۲۰۱۱ز نومبر ۰۸مه). "اسماعیل شاهد: کوم پښتون چې ځان افغان نه ګڼي، هغه پښتون نه دی". ټول افغان ټکی کام. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  16. ملکزی, ولي الله (۲۰۱۱ز نومبر ۰۸مه). "اسماعیل شاهد: کوم پښتون چې ځان افغان نه ګڼي، هغه پښتون نه دی". ټول افغان ټکی کام. ترلاسه‌کېدو نېټه ۲۰۲۶ز فېبرورۍ ۲۳مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)