اسعد سوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شېخ اسعد سوري (په انگرېزي: Sheikh Asaad Sory) د پښتو ژبې د پخوانيو قصيده ويونکو شاعرانو نه شمېرل کېږي. د سوريانو د پاچاهۍ په دوران کې مخور او د درناوۍ وړ شخص ؤ.

مخينه

شېخ اسعد سوري د محمد زوی ؤ. نوموړی په غور کې اوسېده. کله چې غزنوي سلطان محمود پر غور يرغل وکړ د سوري کورنۍ وروستی واکمن امير محمد سوري د غور د آهنگرانو په کلا کې کلابند شو، نو شېخ اسعد سوري هم هلته په آهنگرانو کې کلابند شوی ؤ. کله چې غزنوي سلطان محمود پر امير محمد سوري بری وموند، هغه يې له آهنگران کوټ نه غزني ته د بندي کولو لپاره بېوه. امير محمد سوري له غيرته په لاره کې ځان وواژه. نو اسعد سوري د هغه پر مړينه يوه مرثيه وليکله، چې داسې ده:

د فلک له چارو څه کړم کوکار زمولوي هر گل چې خاندي په بهار
هر غاټول چې په بېديا غوړېده وکا ريژوي يې پاڼې کاندی تار په تار
ډېر مخونه د فلک څپېړه شنه کا ډېر سرونه کا تر خاورو لاندې زار

په دغه قصيده کې يې د امير محمد سوري ټوله کيسه بيان کړې ده. شېخ اسعد سوري په ۴۲۵ ه. س. کال کې د زمينداور په بغنين کې مړ او هلته ښخ کړای شوی دی.

سرچينې

  • د آريانا دايرة المعارف - لومړی ټوک