اسدالله بلهارجلالزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په ولسي ادب کې د ملامشک عالم دکړنو یاودنه

اسدالله بلهار جلالزی  

مرحوم  معلم صاحب نورمحمدخان د شلګر په ډیوي کلي کې شاوخوا ۹۵ کاله وړاندې دې نړۍ ته سترګې غړولي وي. هغه له شعر او شاعري سره ډیره مینه درلوده. په خپله يي هم ډیری وخت شعرونه لیکل او په سیمه کې به يي فولکوریک ادبیات لکه لنډۍ، چاربیتي، محلي سندرې او… راټولول.د معلوماتو له مخي چې خپل ټول شعرونه او راټول کړي مواد يي په دري جونګه کې را غونډ کړي ول. زه يي چې د شاګردي ویاړ هم لرم . ښه مې یادیږي کله کله به يي په ټولګي هم خپل شعرونه او یا را ټول کړل شوي مواد را باندې په خپلو کتابچو کې لیکل. اوس له څو لسیزو وروسته زه پوهیږم ده غوښتل چې خپل لیکلي مواد تیت او په ورته وخت کې يي خپلو زده کوونکو ته په لاس ورکړي چې هغوئ يي بیا خولهء په خولهء نورو ته ورسوي. دا په ثبوت رسیدلي خبره ده چې هغه کوم څه چې په ماشومتوب کې ذهن ته وسپارل شي بیا بیرته په اسانۍ سره له ذهن څخه نه وزي. ده هغه مهال موږ د شلګر د سیمي د نامتو غازي، دیني عالم او قومی مشر ملا مشک عالم په اړه د ولسي ادب دا برخه زموږ په ذهنونو کې ذخیره کړي وه. چې له تاسو درنو لوستونکو سره يې شریکوم

******

د هیواد د ازادي په لاره کې د مرحوم ملا مشک عالم به تاریخ په پاڼو کې چې څو افغان خاوره او افغانان وي په ځلیدو وي. هغه د افغان انګلیس په لومړۍ جګړه داسې رول لوبولی چې د هیریدو نه دی. غازي ملامشک عالم د لښکر په سر کې د اور او وینو ډګرته دانګلي او تر هغه وخته په ډګر کې د یوه لارښود، واعظ، دیني عالم، تصمیم نیونکي، تنظیم وونکي او آن د یوې سرتیري په څیر ونډه اخیستي. ترڅو چې هغه لښکر ته ماته ورکړه چې داسې  انګیرنه يي دا وه چې په امپراتوري کې يي لمر نه ډوبیږی او دهغه وخت تخنیک توپونو او په جګړه ایزو مهارتونو روزل شوي لښکر ته يي  عادي افغانان د تم کیدو وس او ځواک نه لري. خو غازي ملامشک عالم او ورسره نورو غازیانو هغوئ ته وښوده چې د ټینګې عقیدې، ارادې، باورونو او په خدای( ج) د توُکل کوونکو لښکر بیا دې سختيو او ستونزو ته دریدلای شي. او آن چې د زور، جبر، استبداد او تیري لښکرې ماتولای او په ګونډو کولای هم شي. چې همداسې وشول. کله چې یو څوک د خپل هیواد، ولس او خلکو د ازادي په لاره یوازي او یوازي د الله تعالي د رضا په خاطر را پورته کیږي او د ډګرونو اتلولۍ خپلوي. اوحماسې جوړوې، د یوه ملت تاریخ ساتي نو بیا طبیعي خبره ده چې داسې اتلان په دین او ولس مینان د خلکو په زړونو کې ځای مومی او د هغوئ په زړونو حکومت هم کولای شي. هغوئ يي کار کړنو ته د قدر په سترګه ګوري او ستاينه يي کوي. زه  به په دې لړکې د ځینو هغوو حماسي لنډیو په اړه خپله لیکنه پسي وغځوم چې زموږ د شلګر په سیمه کې د ملا مشک عالم او د هغه د ملګرو په مدح او ستاینه کې ویل شوي وي.  

اندړو بیا لونګۍ کږې کړي

په لاره ځي په اوږو وړې لوي ټوپکونه

موږ په پورتنۍ لنډۍ کې د یوه داسې حالت تصویر وینو چې د غازي ملا دین محمد اندړ سره د ځوانانو یو لښکر د جګړې میدان ته د تللو له پاره تیار دی. دلته موږ ته جوته کیږي چې موخه او هدف معلوم دی. غازي ملا مشک عالم له انګریزانو سره د جهاد او مقابلې له پاره راوتلی دی. دا لښکر په خوشحالي له ده سره د رزم اومعرکې ډګر ته روان دی. د هغوئ د کږو لونګیو له تړلو جوتیږي چې په خوشحالي سره د ننګ ډګر ته روان دی. هرکله چې څوک لونګۍ کږه په سرتړي نو دا ډول لونګۍ تړنه او په اوږو د ټوپکونو ایښودنه د احساساتو د ښکاره کولو، د ټینګ عزم د ښودلو او په خوشحالي د روانیدو بیانونکي وي.

ملا يي تړلی مشک عالم ده

ورسره درومي د زلمیانو لښکرونه

په دې لنډۍ کې بیا سکالو خورا روښانه بیان شوي. دلته ښکاری چې مشر په خپله ملا تړلي ده. دا یومنل شوی اصل دي کله چې یو مشر، قوماندان، د لښکر سالار غواړې خپل جنګیالي د غلیم په وړاندې مقابلې ته ودروي نو بیا لازمې خبره ده چې په خپله به توره په لاس او دجګړي لباس به يي اغوستي وي. چې همداسې ول نو ځکه د لنډۍ ویونکي هماغه حالت بیان کړی.

د پرنګي ظالم له لاسه

ځوانان وتلي شپې په غروکې تیروینه

اوس نو پرنګیان هیواد ته د ننه شوي او هغوئ چې یو دین او رسالت ورله غاړې دی. باید داسې لارې چارې وسنجوي چې هم د خاورې او دین دښمن ته ماته ورکړي او هم خپل ولس له زیانونو وژغوري. د افغان غلزیانو دا ستراتیژی چې غرونو ته خیژي. تنګې درې او لارې ورته نیسي. له دې امله هم ده چې غر یو مطبوط سنګراو هم د ولس ته له ډیرو زیانونو ژغوري.ځکه په غرونو کې د هوارو په پرتله په کم شمیر کې وګړي ژوند کوي. بله خبره دا هم را په ګوته کوي چې افغان خاوره غرني او د چریکې جګړو له پاره وړ ده.

مشک عالم بیا توره ترملا کړه

غزني ته درومي لښکرونه جوړینه

اوس نوغازي ملا مشک عالم د د ښمن په وړاندې د مقابلې له پاره دومره شوی چې له خپل ماحول نه را وتلي او خپل ملګري پسي زیاتوی. په پورتنیو لنډیو کې وینو چې کابو ډیر هغه څه په لنډو خو معنادارو تورو کې بیانیږی. که د تاریخونو پاڼې هم را اړوو موږ همداسې څه لولو. ملا مشک په غزني کې له نورو غازیانو لکه  ملا عبدالغفورلنګري،  عبدالقادر خان غزنوي او… سره اړیکې ټینګوي دی غزني ته راځي نوي ملګري اوغازیان له ځان سره مل کوي. خو بیا هم لومړی هماغه کار کوي کوم چې د یوه قافله سالار سره ښايی. په خپله توره را اخلي او تر ملا يي د غزا په نیت تړلي. په یاده لنډۍ کې دی خپل لښکر او ملګرو ته یوبل درس هم ورکوی. هغه دا( چې دی کوم څه خوښوي نو د نورو له پاره يي هم خوښوي) د خدای (ج) په لاره کې جهاد کول خو ستر عبادت او ډیر اجرونه لري. دی په یو ډول هغوئ ته ښيي چې که زه ددې اجرونو غوښتونکی یم نو تاسو ته مې هم درخوښ دي.

عالمه ارام وکړئ خوبونه

ملا مشک عالم په کوراو کلي پیره کړینه

د پورته لنډۍ منځپانګه دا په ګوته کوي چې غازي او لوي دیني عالم په خپله هم هغوو د هغوو سختو کارونو کولو ته له دې امله هم تن ورکاوه چې دی له یوه بل عادی غازي سره هم د یوه سپاهي په ډول د سختو او درنو کارونو په سرته رسولو کې برخه اخلي. بله خبره دا هم ترې را وتلای شي چې غازي مشک عالم ته دا روښانه ده چې د  دین اوهیواد د دفاع او ننګې په لاره کې پیره کول څومره ثواب لري او په دې توګه هڅه کوي چې خپلې سترګې د دوزخ له اوره وژغوري. بیا هم خپلو ملګرو ته ور په یادوي چې بیا د داسې عبادتونو په کولو سره خپلې هڅې ګړندۍ کړئ.

دا هم:

زه به مورچل وینو رنګ کړم

ما له مشکي سره دې کړي ډیرلوظونه

په دې لنډۍ کې د غازي ملا مشک عالم د تکړه ، متعهد او ژمن ملګري  او نور غازیانو د عزم، ټینګې ارادې اود مرګ تر ساعته پورې د مقابلې څرک او انځور لیدل کیږي. داسې ښکاري چې د ملا مشک عالم ملګري له ده سره یوازې او یوازې د احساساتو له مخې هم د جنګ او معرکې د غه تاوده مورچل ته نه دي راغلي بلکې په اګاهانه اوعقیدوي ډول د اسلام، هیواد او خپل ولس په ننګه مورچل ته راغلي دي او د مرګ تر ساعته پورې په مورچل کې د پاته کیدو یا هم په وینو د رنګیدو ژمنه تازه کوي.

په دې ډول په یوه بله لنډۍ کې هم لولو چې د غازي ملا مشک عالم یاران او ملګري له ده سره د یوه ژمن سرتیري په توګه مورچل او د جګړې ډګرد خپل کور په څیر یاودي. په دغه کور کې د تل اوسیدو داسې یادونه کوي:

مورچل مې کورغوندې را ګران ده

د کور ژوندون به تل په مینه تیرومه

په مورچل کې ژوند په مینه تیرول د دې ښودنه کوي چې د غازي د یوه اوږدې جګړې له پاره هم تیاری لري. که چیرته دا سپیڅلي جګړه اوږده هم شي نو دی به په ډاډ سره په کې ژوندون کوي. هغوئ ته به چې دغه کورته په سپکه سترګه وګوري نو دی به يي باید سترګې وروباسي.

د پرنګي سترګې ور باسم

نن يي زما کورته په بد کتلي دینه

له کور او کهول سره مینه د افغانانو په خټه کې اخښل شوې. له کور او کهول څخه ننګه او د فاع يي یوه له سپیڅلو دندو څخه ګڼله کیږي. د همدې دندې د سرته رسولو په چاره کې بیا په چا رحم هم نه کوي. د تیري کوونکو سترګي ورباسي. د تورو اوغشو وارونه پرې کوي او ټینګې پښې په لړزیدو کوي

لکه په دې لنډۍ کې:

د پرنګیانو و پښې ریږدي

له شا لښکر د مشکي کوي وارونه

اوس نو انګریزانو ماته خوړلي. د جګړې له ډګرونو څخه و تیښتي په حال کې دي. له وارخطايي سره مخ دي. پیښې يي ریږدې. د ځان له پاره د یوې لارې لټون کوي. خو دا هم نه کیږي. د مشک عالم او دهغه د ملګرولښکرې ور پسي دي. پرله پسي وارونه پرې کوي د ترپ او خرپ جګړه بای ته رسیدلي بلکې اوس نو په پرنګیانو پسي منډې وهل دي. او پرې د تورو ګذارونو کولو وخت.

او یا هم دا یوه محلي سندره چې مرحوم استاد نورمحمدخان د خپلو فلکلوریکو یاداښتونو په لړکې لکه د نوروسندرو په څیرخوندې کړي وه.

ګل محمد خانه ځوانه

له مشک عالم سره را ووزه

په پرنګیانو باندې بیا وکړئ وارونه

ګل محمد خانه ځوانه

له مشک عالم سره را ووزه

د دغې سندرې له محتوا داسې ښکاري چې په سیمه کې یو بل داسې څوک هم شته چې ورنه د لوړو کارونو د کولو تمه کیږی. هغه هم د غازي ملا مښک عالم هم مهالی دی. کله چې باوري تاریخي اسناد هم ګورو نو لیدل کیږي چې له ملا مشک عالم سره عبدالقادر خان غزنوي، ملا عبدالغفور لنګري او ګل محمدخان اندړ هم د مشرانو په توګه ملګري کوي. چې ترقومانده لاندې يي په  زابل او غزني کې په زرګونو ځوانان لاس په ماشه ولاړ دي.  اټکل دادی چې ګل محمد خان هم د ښه ځوان مخه ور او میړه په حیث یو څوک دی چې کولای شي د انګریزانو مخه ونیسي. خوپه دې شرط چې له غازي سره یو ځای شي له کوره را ووزي د کور ناستی پریږدي او بیا په انګریزانو وارونه وکړي.

*********

په پایله کې ویلای شو چې  په پورتنیو لنډیو او یوه محلي سندره کې  روښانه شوه چې لنډۍ او د ولسي ادب نورې برخې… هم په خپل ځای کې د ډول ډول تاریخي پیښو او حالاتو بیانونکي دي.  خورا مهم تاریخي معلومات د ننګې او میړانه او آن د جګړیزو تدبیرونو هنرونه او لارې چارې هم ترې زده کیدلای شۍ نو ښه به دا وي چې زموږ ځوانان د داسې مهم شخصیتونو لکه غازی ملا مشک عالم او… په اړه هغه معلومات چې لا هم د ولس په سینه کې خوندې پاته دي راټول کړي. په دې توګه به له یوې خوا د ادب د بډاینې په برخه  ګټور تمام شي او له بله لوري به  مود خپلو ملي او تاریخي شخصیتونو یادونه  او قدرونه کړي وي . په همدې هیله

نوربیا


جهاد فرض به مسلمانس

بیا قیامه ببین

پیر وجوانه ببین

مامدجان مرد مېدانس

مشک عالم باغفورجانس

ایوب خان شیرغرانس

جهاد فرض به مسلمانس

...............................

د ۱۸۷۹ کال پاڅون

په سپیڅلي جګړه کې د امام المجاهدین والمسلمېن غازي دین محمد اندړ رول او مبارزه

لیکوال اسدالله بلهارجلالزی.

لنډیز:

کله چې په ۱۸۷۹ کال کې د انګزیزانو لښکرې کابل ته ورسیدې. نو يي امېر محمد یعقوب خان په بالاحصارکې له ځانه سره د یرغمل په ډول کېناوه. له څه وخت وروسته یعقوب خان خپله استعفا د انګریزي لښکروقوماندان ته وړاندې کړه او د هند بریتانیوي حکومت قوماندان فریدرک رابرتس ټول اختیارات خپل کړل. ورپسې يي محمد یعقوب خان هند ته تبعید کړ. چې عملأ په هیواد کې د واک تشه را منځ ته شوه. د رابرتس کړنو او له عادې وګړو سره له تاووتریخوالي ډک چلند دا په ګوته کوله چې نوموړی غواړي له افغانانو څخه غچ واخلي. په دغه وخت کې وو چې له شرعي اړخه دیني عالمانو، قومې مشرانو، مخه ورو، یا په یوه خبره هر نارینه اوښځينه د دین، هیواد او خاورې دفاع په ځان فرض وګڼله او د دې فریضي دا ادا کولو له پاره چمتو شول، چې له دې سره په هیواد کې د جهاد توغ په رپیدو شو.

اړین توري:  ملا مشک عالم، مبارزه، پاڅون،  درایت اودینپالنه، هیوادساتنه، دانګلیس یرغل، بیل يي کړه ایل يي کړه او یووالي ته د افغاني مبارزینو رابلل:

سریزه:

له دین، هیواد او ملی ارزښتونو دفاع اوننګه د هر مسلمان، عاقل او حرُ وګړي له هغوو دندو څخه ګڼل کېږي چې د سر، مال په ښندلواو هر ډول کړاونو په زغملو سره يي په ترسره کېدوکې ځان نه سپموي. له دین، هیواد، سپیڅلیواوملی ارزښتونو څخه په رښتني توګه ننګه او په دې لاره کې د کړاونو، تکلیفونو اوځورونوګالل چې یوازې او يوازې د الله (ج) د رضا په موخه وي نو بیا یی اجراوپاداش هم د الله ج له لوری هغوئ ته چې په پوره صبر، مېړانه، استقامت او شجاعت سره په دې لاره کې ربړلې ګالي ورکول کېږي. له دین، هیواد او ارزښتونوڅخه د ننګې او دفاع په لاره کې بیا ترټولو زیات مسولیت د هغوو کسانو په غاړه وي. چې هم له دیني او معنوي اړخه او هم په ټولنیزډګرکې مخکښ اوپه چارو خبروي. په ۱۸۷۹ کال کې د سخت ژمې د لښکرترخوا زموږ په دیني او سپیڅلیو ارزښتنواوخلکو اود هیواد په پلوو یوهء بل بې رحمه اودهغه مهال د سترې امپراتوري لښکرچې شمېر شاوخوا ۵۴۰۰۰ زرو تنو ته رسیده او خورا مجهزاو سمبال هم وو یرغل وکړ. خو د دغه یرغل او تیري په وړاندې افغاني مبارزین د جګړې ډګر ته راووتل، چې په سر سر کې يي، غازي ملامشک عالم چې ملګرو او مجاهدینو به يي ورته «امام المجاهدین والمسلمېن» وایه او غازي محمدجان خان، ګل محمدخان اندړ، عصمت الله خان، مېربچه خان کوهدامني، عبدالغفورلنګري او... ول. دوئ د جهاد او هیواد ساتنې په لاره کې له سختیو او کړاونو سره مخ شول. ډیری ملګري يي شهیدان او ټپیان شول. خو د سپیڅلي جهاد له تاوده مرچله را په شا نه شول. په غلیم یی هم ځمکه سور اور کړه. په دې لیکنه کې به موږ د (امام المجاهدین والمسلمېن) غازي دین محمدخان اندړاوتریوه بریده د ده د ملګرو په کړونو رڼا واچوو.

د انګریزانو یرغل، بیل يې کړه ایل يې کړه!

هغه امپراتوري چې په قلمرو کې يي لمر نه ډوبیده، هغه امپراتوري چې په چلوولونو، نیرنګ او تذویر کې يې ساری نه لیدل کېده. تل به يي د (بیل يې کړه ایل يې کړه) خبرې په بنسټ د ولسونو، مسلمانانو او په تیره بیا د افغاني غازیانو تر منځ د نفاق او شقاق مزي غځول. دوئ به دا خبره هم په خپلومنځو کې هم زمزمه کوله ( تفرقه بیندازحکومت کن) خو غازي ملا مشک عالم د دښمن دې مکاریو ته ځيردی او په حساسو شیبو کې د داسې فتنو د له منځه وړولو په مقصد هرهغه ځای ته ځان رسوي. چېرته چې دا اوربل شوی وي. زموږ د دې ادعا د ثبوت له پاره د مېر غلام محمد غبار د( افغانستان در مسیرتاریخ) په ۶۳۱ مخ کې داسئ لولو:

(انګریزانو وکولای شول چې د کنل ولی الله خان په واسطه په غزني کې لکه د پروان او کاپیسا په څیر د دښمن په وړاندې د ملي مبارزینو د سمبالښت او سوقیاتو په مرکزکې د شرلویه چوله او درزپیدا کړي. دا چې د پښتنو، تاجکو او هزاره وو ترمنځ يي د کورنیوجګړو اوربل کړ. کله چې دا خبره کابل ته ورسیده، نو امام المجاهدین والمسلین ملامشک عالم اندړپه خپله د دغه کورني نفاق د مخنیوی په مقصد غزني ته راغی. په داسې حال کې چې د کنل ولی الله د خیانت د مخنیوي له پاره دوه نور ملی مبارزین اوغازیان هریوعبدالقادرتاجک او ګل محمد اندړهم لاس په کار شوي وو. د کورنیوجګړو اوريي غلی اومړکړی و. د پښتنو، تاجکو او هزاره وو وګړي يې سره پخلا کړي وو. » خو ښکاري چې د ملا مشک عالم راتګ بیرته غزني ته د غازیانو او مجاهدینو په منسجم کېدواو بیا د جګړې تاوده مرچل ته  دهغوئ په لیږلوکې لا اغیزناک تمام شوو. د انګریزانو د چلوولونو، بې اتقاقیو ته دلمن وهلو اودسیسو او توطیو ډیرې بیلګې د تاریخ په پاڼو کې خوندې دي. غبار د خپل اثر په ۶۳۳ مخ کې د مستوفي حبیب الله خان صدراعظم د یوه لیک یادونه هم کوي. چې د انګریزانوله پټ اوکرغیړن سیاست څخه پرده پورته کوي. « مستوفی حبیب الله خان صدراعظم چې له انګریزانو سره بندي و. دا درک کړه او وپوهیده چې امېرعبدالرحمن خان له انګریزانو سره جوړ دی. نو په پټه يي لیکونه د بلخ د سپهسالارچې لا يي ځواکونه په خپل حال پاته وو او د ملامشک عالم او جنرال محمدجانخان وردګ په نومونوغزني ته ولیږل، هغوئ لا په غزني او وردګوکې دغازیانوپه سمبالښت او راټولو بوخت وو. ده داسې لیکلي و. سردار عبدالرحمن په پټه کې له انګریزانوسره جوړدی بایدمخه يي ونیوله شي. خو د انګریزانوجاسوس دا لیک د شل زره کالداروپه لګولوترلاسه کړ.» همدا خبره د سراج التواریخ په ۳۶۵ مخ کې هم کټ مټ راغلي ده.

غزني د ملي پاڅون مرکز

هغه مهال چې غازیانو وکولای شول کابل له بهرنیانو څخه وژغوري نو بیا د پاڅون مشران د غزني په ښار کې سره راټول شول او د سردارموسي جان حکومت يي ټینګ کړ. دا چې غزنی د پاڅونوالود مرکز په توګه غوره کېږي یو دلیل يي دادی چې د پاڅون مهم مشر ملا مشک عالم په دې سیمه کې د زرګونومریدانوترخوا په زرګونو نور ملاتړي لرل له دې سره بیا محمدجانخان وردګ هم د غازي ملامشک عالم د نږدې ملګري په توګه په غزني اوشاوخوا سیمو کې ډیرنفوذ او اغیزدرلود. د دوئ محبوبیت د خلکو په منځ کې هغه وروستي حد ته رسیدلی و. دلته اړینه ګنم چې د استاد پوهاند محمدحسن کاکړ له اثر(د افغان او انګلیس دویمه جګړه) څخه يي څو بیلګې را نقل کړم: کاکړصاحب دخپل اثر په ۲۱۱ مخ کې کاږې « د کوهستان غلجي، زرمت، څرخ، لوګر، سلیمانخیلو، او وزیرو قومونو ملکان غزني ته راغلل او سوګند يي یاد کړ، چې پخوانۍ دوښمنۍ به شاته پریږدي اوله انګریزانو سره به جنګیږي.» پوهاند کاکړ صاحب په ۲۰۹مخ کې بیا داسې لیکې « د لوګرملکانوپه قرآن کریم سوګند یاد کړ چې د بې وسلې شوي امېر پرموضوع پاڅون وکړي او ژمنه يي وکړه چې له عسکرو سره به د وسلو او پیسو مرسته وکړي» موږ ته له دې بیلګو نه په ډاګه کېږي چې د غزني د مشرانو رول او اغیزټولوته جوت وو. د دوئ له مرستې پرته يي دومره څه نه شوای کولای. ځکه خو امېرعبدالرحمن خان هم له دوئ سره مکاتیبه لرله.  مرحوم کاکړدې همدې اثر په ۲۱۴ مخ کې له هرچا سره د ده د اړیکو ساتلو په اړه کاږي: « سردار عبدالرحمن خان په داسې حال کې چې د قدرت د ټینګښت له پاره يي هڅې کولې له خپل مقر(ځای) څخه يي د ملامشک عالم او محمدجان خان په ګډون د ملي نهضت له ډیرو مشرانو سره مکاتیبه وکړه اود هغه د مکاتبو روحیه داسې وه چې هغوئ باید د جګړې له پاره تیار وي.» ملامشک عالم نه یوازې دا چې د ولسونو په منځ کې له وګړو سره اړیکې ساتلي اویا ورسره هغوئ په اخلاص او متانت اړیکې پاللي، بلکې په لوړپوړوچارواکواود سردارانوپه منځ کې يي هم باوري کسان لرل. مرحوم پوهاند کاکړصاحب لیکې ۱۹۰ مخ « رابرتش له څو ناحیونه زړه بدی شوی و، یو خود محمدزیو یو شمېرسردارانو، سره له دې چې د هغه په لاس کې هم وو، له محمدجانخان اوملامشک عالم سره يي اړیکې درلودلي او له همدې کبله وو چې له هغوئ نه يې د داودشاه په ګډون یوشمېربندیان شول»

نه پخلاکېدونکې غلیمان

کله چې تاریخي اسنادو ته مراجعه کوو، وینو چې ډیری افغاني غازیان له انګریزانوڅخه کرکه لري. هغوئ ته د هیواد، دین، ناموس او ملي ارزښتونو د غلیمانو په سترګه ګوري، انګریزان هم په ورته دریځ کې دي. خو په عین حال کې هڅه کوي چې یوشمېربیا د پیسو په زور، واک ته د رسیدوپه ژمنو، د چوکېو او ډالیو په ورکولو سره د ځان تابع کړي. له بده مرغه ځینې همداسې هم ول، لکه مرحوم غبار چې د خپل اثرپه ۶۵۲مخ کې کاږي« سعدوکروخیل ښورښي چې د انګریزانو له خوا ګمارل شوی و، ډیره موده يي په پکتیا کې فعالیت وکړ» بل ځای هم د داسې کسانو یاودنه کوي او کاږي « لکه سردار نورعلي د سردارشیرعلیخان زوی چې کندهار يي انګریزانو ته تسلیم کړ» داسې بیلګې ډیري دی. خوانګریزان بیا دغازیانو په منځ کې ترټولو زیات له غازي محمدجانخان وردګ او ملامشک عالم نه سرټکوي، هغوئ  ته د نه پخلاکېدونکوغلیمانوپه سترګه ګوري. له دوئ ویره لري. ځکه يي په اړه آن هندوستان ته شکایتونه رسیږي. استاد خالق رشید په خپل اثر(غازي محمدجان خان د وینوپرلاره د شهادت تردمه ځایه) چې تر ډیره د غازي محمدجانخان په اړه په کې معلومات وړاندې شوي. د دې شکایتونو یادونه کوي.: (د هند په ملي ارشیف کې یو لیک چې رابرت ته ورسیدلی شته، په هغه کې د یوشمېر ملي مجاهدینو لاسلیکونه هم شته چې ګواکې دوئ له انګریزي حکومت سره د دوستۍ اومرستي کلک لیوال دي، په دغو لاسلیکونو کې چا د محمدجان خان لاسلیک هم له ځانه کړی و.) خو کله چې رابرت ته دغه لیک لوستل کېږي هغه د غازي محمدجان خان او غازي مشک عالم تر لاس لیکونو دایرې را کاږي او لندن ته لیکې چې« نور لاسلیکونه اصلي دي خو یوازې د محمدجان خان او ملامشک عالم لاسلیکونه د دوئ خپل نه دي، ځکه هغوئ له انګریزانو سره هیڅ ډول جوړجاړي ته نه حاضریږي» کله چې موږ د تاریخ هرپاڼه را اړوو نو دا دواړه نه بیلیدونکې د سترګو د تورو او سپینو په شان تل سره یوځای او ‌ډیرپاخه ملګري ښودل شوي دي. که خبره له  غازي ملامشک عالمه کوو، نو خبره له غازي محمدجانخانه هم کوو. او که له غازي محمدجانخانه غږیږو نو د غازي ملامشک عالم له شخصیته هم غږیږو. پروفیسور خالق رشید د همدې اثر په ۶ مخ کې د ملی مبارزینو د کارناموپه اړه چې په کې غازی ملامشک عالم نوم هم راځي داسې لیکې:  ( د افغانستان د ازادۍ په تاریخ کې نومېاليو ملي مجاهدینو« د کلمې په رښیتني معنا» او سرتیرو په دغه بهیر کې له هیچا او هیڅ ځواک سره د ازادۍ په کار کې معامله ونکړه او د ژوند ترپایه سرلوړي پاته شول،  دا نومېالي غازي محمدجانخان وردګ، ملامشک عالم یا ملادین محمداندړ، عصمت الله، مېربچه خان او محمدسرورخان پرواني وو) موږ ته د دې اسنادو له مخې جوتیږي چې مرحوم غازي ملامشک عالم او ورسره څو مخلصو ملګرو يي لوړه کړي وه. چې د وینې تر وروستي څاڅکې پوره به د دین او هیواد له غلیمانو سره په نه پخلاکېدونکې توګه په مېړانه او شهامت سره جهاد ته دوام ورکوي. ددوئ د رښتني ایمان، متین عزم اوهوډ په اړه آن د دوئ د سر دښمنان هم اعتراف کوي.استادخالق رشید دشهادت تردمه ځایه په ۱۹۸-۱۹۹ مخونو کې داسې لیکې: ( انګریزانوهیڅ هم پټ پرې نښودل، هرڅه يې په هغه بڼه لکه چې رښتیا وو ولیکل او رښتیاوې يي په خپله ګټه تحریف نه کړي، دوئ د خپلو دغو اسنادو په ترڅ کې د محمدجان خان او د هغه د ګوتو په شمار یارانو په شهامت او سرښندنه باندې د زړه له کومې اعتراف کړی اوهغوئ ته يي په خپلو ټولو اسنادو کې دا یوه کلمه ولیکله چې: دی (محمدجان) او (ملامشک عالم) یوازیني څوک دي چې لوړه يي کړې چې د انګریزانو پرضد به دژوند ترپایه یوه شیبه هم ارام پاتې نه شي...)

د غازي ملامشک عالم (رح) درایت او دین پالنه:

هرکله چې د غازي ملا مشک عالم اندړ مبارزې، هلوځلوته په عملي او همدا ډول په نظري اوسیاسي توګه ځغلند نظر واچول شي نو ښکاري چې امام المجاهدین والمسلمېن غازي ملامشک عالم(رح) د جهاد اوملي مبارزې په لاره کې د غازي محمدجان خان وردګ سره ترخوا د ملی یووالي، او د جهادي مورچل یو نمونه  او وړمشر او رهبرپه توګه را څرګندیږي. دا کوم څه وو چې د غازي ملا دین محمد اندړ وکولای شول په دغه لوی پاڅون کې د ګڼ شمېر افغاني مشرانوپه منځ کې لکه یوځلانده ستوری شان وځلیږي.؟... لومړی به په همدې موضوع تم شو.

مېرغلام محمد غبار په خپل اثر( افغانستان در مسیرتاریخ) په ۶۲۹ مخ کې یوځای داسې کاږي « په داسې حال کې چې ملي لښکرو ټول کابل، بالاحصاراودغرونوڅوکې نیولي وي، د پاڅون مشرانو د کابل حکومت واک د زابلستان د مبارزینو رهبر ملا مشک عالم ته ورکړی  و» ویلای شو چې د غازي ملامشک عالم(رح) په شخصیت کې نورو مشرانودا درایت اوجدیت لیده چې آن په هماغو لومړنیو شیبو کې په داسې حال کې چې د جګړې اور ژبغړانده وه. د کابل د حکومت دچارو سمبالښت ورته سپاري. که څه هم دی په همدې مهال خورا سپینږیری اوله جسمې پلوه څه کمزوری و. خو له معنوي اړخه يې بیا ترټولو غښتلي او یو کاریزماتیک شخص ګڼلای شو. کله چې د غازیانو لښکر ننوت او په کابل ښارکې تیت اوپرک شول نو شمېر يې دومره زیات وو. چې په اسانۍ سره کنترول کېدلای نه شوای.  له بده مرغه یو شمېر وسله والو(هغوئ) په خپلسرۍ سره د کابل ښاریانو ځیني کورونه چوراو لوټ کړل. چې په همدې مسئله باندې مشران غازیان په تیره بیا غازي ملا مشک عالم ډیرخوابدې شو. دی په موسي خان چې پاچا ګنل کېده غوصه کېږي. په جدیت ترې نه پوښتنې ګرویږنې کوي او د ده له لوري پرې نیوکه کېږي د ملامتي ګوته ورته نیسي... پوهاند کاکړ د همدغه اثرپه ۱۸۶ مخ کې همدې کړنواو د ده درایت، جدیدت اود خلکو د سراومال ساتنې مسئلې ته په اشارې سره لیکې« ملامشک عالم له موسی جان سره شخړه وکړه، چې پاڅون کوونکې یې پریښي چې د ښارد مسلمانواوسیدونکو کورونه چورکړي اوپه دې ترتیب د پاڅون مذهبي ځانګړنې ته صدمه ورسوي اود ناکامۍ لامل يي شي» چې دا د غازي د دین پالنې یوه بله ښه بیلګه وه...

دویمه خبره کله چې به د غازیانو مشرانود کومې لويي پریکړې اقدام وکړ او سره به موافق شول وروستۍ موافقه به هم د غازي ملامشک عالم وه، چې باید ترلاسه شوې وای. بیا هم استاد کاکړ داسې لیکې. « محمدجان خان د چور لامل داسې بیانوي چې د مسلمانانود پوځونو شمېرله شمېره وتلی و او کنترول کېدای نه شوای او هغوئ د کابل ښار مسلمان خلک چورکړل. خو دغو مشرانو د دې له پاره چې خپلو عملیاتوته يي قانوني او حقوقي بڼه ورکړي وي، د دسمبرپر۱۵مه يې په کابل کې حکومت تشکېل کړ اود بې وسلې شوي امېرزوی موسی جان يي د پاچا په توګه اعلان کړ. سردارمحمدطاهرخان د سردارمحمدشریف خان زوی او دوست محمدخان لمسي يې وزیروباله او غلام حیدرخان چرخی يې د بالاحصار د والي په توګه غوره کړ. دا کار درابرتس په وینا د جنرال محمدجانخان په نوښت ترسره شو او په خپله يي د ځان له پاره کوم مقام غوره نه کړ. ملا مشک عالم دا اقدام نیکمرغه وباله او موسی جان يي پرتخت کېناوه، چې د پلار حق يي و، چې د هغه په وینا په ظالمانه ډول د انګریزانوله خوا تبعید شوی دی.» غازي ملامشک عالم هم له منطقې پلوه او هم په خلکو کې د ډیرو مریدانو، عالمانو اوملګرو له اړخه تربل هرچا مخکښ او درایت لرونکې و. ځکه يي هم هرزورور ته چې د هیواد، دین او وګړوپه وړاندې به يي ظلم، کاوه یابه يي هغوئ ځورول مخامخ اوپه ډاګه خپله وینا کوله هڅه يي داوه چې له ناسمو کړنويي راوګرځوي. بیاهم د بیلګې په توګه کله چې انګریزان له افغانستانه ووتل او د قدرت چارې د امېرعبدالرحمن په واک کې شوې. نو هغه په ډیرې زبردستۍ سره په خلکو ظلمونه پیل کړل. په تیره بیا د جهاد مشران يي د دې په ځای خوشحاله کړي وای زیاتره يي خپه، بندیان، شهیدان او یا هم له ملکه وشړل، کله چې عبدالرحمن لوی غازی محمدجانخان په چل او تذویرسره په شهادت ورساوه. غازي ملامشک عالم سخت خواشنیي شو، خوامېرعبدالرحمن له ده نه بیا سترګه کوله ځکه په ولس او خلکو کې د ده له نفوذ او اغیز څخه يي ویره لرله. که څه هم په پټه کې يي دی په بد نوم یاداوه، خوپه ښکاره يي بیا هڅه کوله چې د ځان ملګری يي کړي ځکه چې غازي ملامشک عالم په ډیرو سختو حالاتوکې هم له خپلو خلکو سره پاته شو او دهغوئ په منځ کې ژوند کاوه. غبار د خپل اثرپه ۶۵۸ مخ کې داسې کاږي( کله چې امېرعبدالرحمن باندې له دې امله چې د غازیانو لکه محمدجانخان وردګ، غازي عصمت الله خان جبارخیل، مېربچه خان، ایوب خان، جلندرخان، غلام محمدخان، بروزخان تتمدره يي، مېردرویش، بابه قشقاري، محمد عظیم خان، عبدالسمېع خان، فتح خان بایاني او عبدالغیاث خان جلالزی چې له امېر له خپلو اولادونو سره فرارکړل، شتمنۍ يي ور ضبط کړي، د خلکو  غبرګون، دباو اوفشار زیات شو. نو بیا يي هڅه وکړي چې بیرته پاته غازیان خوشحاله کړي. نوپه ۱۸۸۴ کال کې دغزني حاکم سردارمحمدحسن، د اندړو ټول مشران د غازي ملامشک عالم په ګډون غزني ښارکې دربارته راوغوښتل. خو ملامشک عالم په دغه مجلس کې ګډون ونکړ. بیا د پکتیا د والي ورور سردار شیریندل خان، له یوه مذهبي عالم ملا عزیزخان او د پکتیا له کوټوال محب علی خان سره د امېر د فرمان په اساس ملامشک عالم ته ورغلل له هغه سره يې خبرې وکړي. ملامشک عالم سردار ته داسې وویل: « درۍ زره افغاني غازیان او مشران چې د انګلیس د دولت د واکمنۍ په مهال يي دفاع وکړه، د ناموس، هیواد اوسلام په ملاتړ يي سخت درانه کارونه وکړل او زحمتونه يې وګالل له کومې خطا، خیانت، جنا او جنایت پرته  نن د کابل په بندي خانه کې بندیان  کړي دي. چې دا کړنه د خلکو د نهیلي، ویرې اوډارسبب شوې. نو ټول خلک چې یو يي زه یم ځان د ویرې او خطرپه ځای کې ګڼمه» غبار د خپلې لیکنې په دوام زیاتوي: کله چې امېرته د ملامشک عالم ځواب ور ورسیده نو بیا هم یو ځوابیه فرمان د هغه او خلکو په نوم یو فرمان ورواستاوه.) که څه هم په دغه لیک کې يي د خپل ځان کړنې سمې بللي دي. خو موږ ته ښکاري چې د امېر عبدالرحمن خان غوندې جابر واکمن هم ترې نه سترګه سوځي، هغه هم له دې امله چې غازي ملامشک عالم د فتوا اوعمل صلاحیت لري. ځکه خو هم یوځلې په خپله د ده کورته شلګر ته ورځي او هڅه کوي چې د غازي ایوب خان په اړه ترې د یوه باغي ترنوم لاندې فتوا ترګوتو کړي خو دی دا کار نه کوي. خالق رشید کاږي(پر هغه مهال چې امېر له ملامشک عالم سره په غزني کې ولیدل او له هغه يي د ملاتړ هیله وکړه، خو هغه ورسره مل نشو او خپل زوی يي ملا عبدالکریم يي ورسره کړ او ملامشک عالم له امېر سره د زړه له کومې ګام پورته نه کړ، نه يي د ایوب خان پرضد د فتوا خبره ورسره ومنله، همدغه ټکې امېر په عصمت الله خان هم ناباوره کړ، په دې چې عصمت الله خان یو له هغو کسانو څخه و چې ده ملامشک عالم او ملامشک عالم ده ته د زړه له کومې درناوی درلود او دا هرچاته څرګنده وه...) استاد خالق رشید بل ځای  بیا داسې کاږي ( په دغې ډله کې یو هم ملامشک عالم و. چې امېرونه شوای کولای د عمر تر پایه پوري هغه د ځان ملګری کړي، یوازې يي زوی عبدالکریم اخوندزاده په دې خاطر چې محمد جان خان او زوم يي عبدالغفور د لنګر، له امېر سره په توره څاه کې پراته وو کندهار ته ورسره ولیږه. امېرد ملامشک عالم همدغه زوی ته د ارادت او که د شیطانت له مخې د « خان عالم» لقب هم ورکړ. (وګورئ دهند ملی ارشیف بهرنۍ څانګه ۱۸۸۱ کال د جولاث ۱۴ شمېره ۱۰۹) خ – رشید

خو عبدالکریم اخوندزاده هم له امېرسره زیات مل نه شو، ناروغه شو او ملامشک عالم لا ژوندی و. چې له امېر سره د تګ په ترڅ کې ومړ. مهمه خبره دا وه چې ملامشک عالم هیڅ کله هم د یوه مجاهد په توګه دې ته نه حاضریده چې د محمد ایوب په ضد دې داسې فتواء ورکړي چې امېرعبدالرحمن خان د کندهار د عالمانو له هغې فتواء څخه وژغوري کوم چې امېر يي د انګریزانو ملګري بللي و. د ایوب خان تر بري اود کندهار دعالمانو له فتوا وروسته د امېر زړه هم له ملامشک عالم څخه سوړ شو. خ – رشید

په ورته وخت کې پوهاند کاکړ هم په خپل اثرکې کښلي چې غازي ملامشک عالم او محمدجان خان لوړه کړي وه. چې د امېر عبدالرحمن استبدادي حکومت به ړنګوي.

د امېر محمد یعقوب خان د مور لیک:

غازي ملا دین محمد اندړ یا ملا مشک عالم د افغان تاریخ یوه ویاړمنه څیره ده چې د اسلام د سپیڅلي دین، ګران هیواد افغانستان او خپلواکې له پاره يي خدمتونه د هیریدو وړ نه دي. غواړم خپله لیکنه د هغه لیک داغیزوپه بنسټ پسې وغوځوم کوم چې دینی عالم او قومې مشردین محمد اندړ ته د امېرمحمد یعقوب خان مور را استولي و. په لیک کې د هیواد د ازادې، ملی نوامسیو څخه د دفاع له پاره له ده د مرستې غوښتنه شوي وه. دلته دا پوښتنه  پیدا کېږي چې ولي د امېر محمد یعقوب خان مورده ته لیک را استوی؟ ولي دی د دین، هیواد، او خلکو دفاع ته رابولي.؟ د غازۍ دین محمد اندړ شخصیت کې کوم صفتونه او ځانګړنې وي چې ورڅخه د داسې مرستي هیله کېږي.؟

له لویه سره پورتنیو پوښتو ته د ځواب موندلي په پار به لومړي د غازي دین محمد خان اندړد شخصیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړو.

۱ زموږ په ټولنه کې چې نهه نوي سلنه وګړي يي مسلمان دي. هغوئ ته چې په دیني چارو کې معلومات ولري. درناوی يي کېږي هغه له دي امله چې دیني عالمان په ټولنه کې د یوه روښانه څراغ حیثیت لري نوځکه خوورته خلک د یوه راهنما لارښوونکې اوهغه چا په سترګه ګوري چې د دینا او اخرت چارې يي په واعظ، نصحت، د علم په تشریح او تشهیرسره سمبالولای شي او وګړو په ذهنونو واکمن دي. دلته ده چې ویلای شو. چې ملا دین محمد اندړ لوی دیني عالم وو. د یوه مرشد، راهنما، او ښوونکې په توګه له دې امتیازه برخمن وو. په هغه پیر کې یې په سلګونو تنه مریدان، شاګردان او ارادت مندان لرل او ورسره مل وو. چې په دې توګه يي کولای شوای د بهرنیانو اویرغلګرو ورمېږ ورباندې تاوو کړی وای. نوځکه خو باید دا لیک ده او د ده ملګرو ته رسیدلای وای...

۲-  په دربار کې لویو او وړو ته دا پته وه. ملا دین محمد اندړ( مشک عالم) په افغاني ټولنه کې یو اغیزمن شخصیت دی. ترخوا یی داسي یو شخصیت هم دی چې د بهرنیو او دهغوو کسانو په اړه چې د دین له لارې منحرف کېږي، یا هم له خپلې خاورې، خلکو او دیني او ملی ارزښتونو سره بې پروايي او یا خیانت کوي او یا هم د خلکو عزت، پت، او ابرو ته په سپکه سترګه ګوري. کرکه لري او په هکله يي دفتوا صلاحیت ورسره وو. نو باید يي هم لیک ورته را استولی وای. او د مرستي تمه يي ترې کړي وای.

۲ که موږ افغاني ټولنې د وګړو د شمېر له مخې ارزوو نو په دې کې شک نشته چې پښتانه د افغانستان په اوسني جغرافیا کې هم او د غازی دین محمداندړ د ژوند او مبارزې په مهال هم اکثریت ټبر و. ملا مشک عالم له قومې اړخه په همدې لوی ټبر پوري تړاو درلود. نو ډیری وګړو يي خبرې ته غوږ نیوه. د ده په خبره يي عمل کاوه. د اور او وینو ډګر ته دانګل. دا ځکه چې له ملا مشک عالم سره دیني پوهه وه. تر خوا يي قومې ملاتړهم په پراخه پیمانه موجود و.

۳ -  غازي ملا دین محمد اندړ یو بل امتیاز هم درلود چې خلکو ورته درناوی کاوه. هغه د ده پوخ سن، تجربه او په پوځي کارونو کې وړتیا او مهارت و. ځکه  دافغان – انګلیس له لومړی جګړې نه وړاندې هم ملامشک عالم له داسې شخصیتونو سره ژوند کړی چې هغوئ د انګریزانو ضد روحیه هم لرله. لکه په پیښور کې له د حاجي سیدلاهوري  له لمسي حاجي تاج محمد سره ناسته پاسته. دی لا له وړاندې دانګریزانو ضد او د هغوئ د یوه سرسخت دښمن په توګه پیژندل کېده. نو ویلای شو چې باید هم دا لیک ده ته را استول شوی وای.

۴- د معلومات له مخي ملا دین محمد اندړ چې په خپله سیمه او له سیمې د باندې د یوه معتبراو ټولمنلي دیني عالم په توګه له پوره شهرت څخه برخمن وو. او آن چې ورته د مشک عالم لقب هم د هغه عصرد دیني عالمانو او د ده د استادانو له لوري ورکول شوی. دی له غزني نه ورهاخو  د وردګ- ننګرهار – پروان – کا پیسا – کابل لغمان – کنړ- زابل – لوګر – پکتیا – خوست او پکتیکا ولایتونو اود غلجیود قیبلو په نورو ښاخونو کې هم په زرګونو مېنه وال او ملګري لرل. نو له ده نه د یوه لوی پاڅون هیله کېدای شوای. چې ويي کړاو لبیک يي ورته ووایه.

۵ - تر ټولو اهم څه چې ملامشک عالم ورڅخه برخه من و. هغه د ده تقواـ دینداري، بصیرت ، امانت داري، پاک نفسي او د تصوف په ډګرکې د ده وړتیا وه چې په دې برخه کې له ده پرته کوم فوق څوک نه موندل کېده. نوبیا هم لازمه وه. چې دا لیک ورته را استول شوی وای. زما اند په طبیعي ډول د یوې خور له لوري له یوه مشرڅخه د مرستي غوښتنه په پښتنې ټولنه کې تربل هرڅه وړاندې په لومړیتوب کې راځي. چې په دې توګه دومره اهمې غوښتنې ته له ملامشک عالم غوندې مجاهد، مدبر، دیانت لرونکې او عالم نه پرته چامثبت ځواب هم نه شوای ویلای. باوردادی چې د محمدیعقوب خان مور هم د مرستي غوښتلوپه برخه کې ټیک انتخاب کړی و. په پای دا یادونه هم اړینه ګنم چې دغه ستر غازي، وروسته له کلونو مبارزې  څخه د امېر عبدالرحمن خان د واکمني په مهال له هغه سره تر لیدو وروسته پرته له دې چې ورسره په یوه لاره لاړ شي دوه کاله وروسته له دې نړۍ څخه سترګې پټي کړي. غبار يي په خپل اثرپه ۶۶۰ مخ کې د مړینه نیټه ثبت کړي. ( په هرحال ملامشک عالم دوه کاله وروسته « د ۱۳۰۳کال  د ربیع الاول په لسمه نیټه چې د ۱۸۸۶ کال سره سمون خوري ومړ او زوی يې عبدالکریم د خلکو د مشر شو. او د یوه رهبرپه توګه يې د امېرپه وړاندې پاڅون وکړ. خو امېرد لنډي جنرال په مشري یولښکرورواستاوه. په دې جګړو کې جنرال بریالی شو. چې د امېرد حکم په بنسټ يې د زرو تنو وژل شویو اندړو له سرونوڅخه په کابل کې د ککریو منارجوړکړ. همداډول يي داندړوله هرې کورنۍ څخه په زور یو ټوپک او توره واخیستل، د اندړوله ۳۰ ملایانوڅخه يي د هغوئ امتیازونه چې له کلونوراهیسي ورکول کېدل. له هغه مهال څخه يي چې دا امتیازونه اخیستي ول بیرته ترې واخیستل، د اندړو، په قره باغ ولسوالي يې د لواڼیانواو خروټوځمکې ضبط اوهغه يي دهزاروځمکوالو ته ورکړي. همدا ډول يي امروکړچې په راتلونکې کې دې دولت له اندړو اود غزني له تاجکانوڅخه غله دانه په داسې نرخ واخلي، چې تر نورو خلکو دې په نرخ کې په هرو زرو روپوکې دوۍ نیم چارک زیات غنم ورکړي. د اندړو له جنګي اسیرانو يي له هر یوه تن څخه زر روپۍ او له شتمنويي له دې زیاتې پیسې ترلاسه کړي.)

غواړم د خپلې دغې لیکنې په پای دا وړاندیزونه هم وکړم چې:

لومړی- په اندړو ولسوالی کې دي د دغه ستر خادم، مجاهد، دیني عالم او زړه سواند مشراو ملي شخصیت غازي ملامشک مقبره او زیارت چې اوس یوه تاریخي بنا بلله کېږي او کلونه وړاندې د مرحوم سردارمحمد داوودخان د واکمنۍ په کلونو کې جوړه شوي وه. خو اوس د طبیعي پیښو او جګړو له امله ویجاړه شوي ده. د قومې مشرانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ورته وخت کې د طالبانو د فرهنګي کمېسون له لوري ورته د جوړیدو په برخه کې پام وشي. چې په دې توګه به يي لږ ترلږه حق ادا شوی وي.

دوهم - د فرهنګ ریاست او ازاد قلموال، ادبپال، ملی سوداګر اومخه ورباید لږ ترلږه په کال کې یوځل د دغه ملي مبارزاو غازي په یاد کلتوری، فرهنګي نمانځغونډې جوړې کړي. اویاد دي ژوندی وساتي.  ښه به دا وي چې په اندړو ولسوالي کې يي په نوم د یوه کتابتون د جوړولو له پاره هڅي پیل شی. چې هم ثواب شي او هم خرما.

دریم- په غزني ښارکې د غازي په نوم واټ کې دې د دوئ په نوم د ازادې څلی او منار ودان کړل شي.

پایله:

د دې لیکنې په پایله کې ویلای شو. چې د هیواد په ویاړمن تاریخ کې د ملامشک عالم، مبارزه، هلې ځلې او د دین او هیواد په لارې سرښندنه موږ ته دا درس راښيي چې د بهرنیو یرغلګرو او پردیو په وړاندې دریدنه، نه یوازي دا چې د الله تعالی د رضا سبب کېدلای شي. بلکې د خلکو، ولسونو په منځ کې د محبوبیت ترخوا هغوئ ته دا درس هم ورکوي، چې له خپل حق، خاورې او لوړو منلو او سپیڅلو ارزښتونو څخه د دفاع هنرونه زده کړئ. نو داسې ملي شخیصتونه بیا تل دهغوئ په زړه کې ځای هم لري. د داسې شخصیتونو چې هرکاراوکړنه يي عندالله او د هغه د مخلوق د خوشحالولو له پاره وي په ټولنه کې ځای ځایګی پیدا کېدای شي. کلونه به واوړي پیړۍ به تیرې شي خو دوۍ به دخلکوپه زړونو کې ژوندي وي. په نیکو به یادیږي. او نسلونه به پرې ویاړې. نوروته به هم له مرګ وروسته هم د یوه روښانه څراغ او مشعل په څیر په تورتمونو کې هم لاره روښانه کوي. هغوئ ته د خپل حق اخیستلو او خپلواک ژوندانه لوری ورښيي. د ټینګ عزم، هوډ او ارادې درس به ورکوي او د خدای ج د قانون په رڼا کې به د خپل ژوندانه مسیرټاکې.

نو چېرته به وي تر دې لویه خوشبختي.

سرچېنې :

۱ ـ رشید، خالق –  غازي محمد جانخان د وینو پر لارع د شهادت تر دمه ځایه

۲ غبار، مېرغلام محمد – افغانستان در مسیر تاریخ

۳ کاکړ- حسن – د افغان او انګلیس دوهمه جګړه

۴- کاتب هزاره  - ملا فیض محمد – سراج التواری


په غزني کې تاریخي ابدات څله خانې

اسدالله بلهار جلالزی

څله خاني

په غزني ښار كې تر لسوزياتې څله خونې شته. په څله خانو كې رياضيت اود ذكر كول هم ځانګړي اداب لري. هرهغه څوك چې غواړي څله خانې ته لاړ شي نوبايد دا ادبونه مراعات كړي. ويل كيږي چې لومړى به دا كس تر ځان كرښي راتاووي. ترڅو د پيريانو،جنیاتو اوخبیثه ارواوو له ځوريدو څخه په امن كې وي. په خلكو كې داسې باورونه هم شته چې كه د بدن هر غړى هم له دې كرښو نه د باندي وه نو بيا هم كيداى شي چې د خبیثه ارواووله لور ي ورته ازار ورسيږي. ځينې وخت خو خلك د رواني ناروغيو د درملنه په موخه هم دلته راځي اوپه څله خانو كې شپي او ورځي تيروي. كه څوك له نفس اوشيطان سره د مبارزي په مقصد هم دلته ورځي نولږتر لږه به څلويښت ورځي دلته تيروي. لږ خوب اوخوراك به كوي. ځيني په دې باور هم دي چې د څلويښت عدد يې لا خوښ دى ځكه چې د اسلام سترپيغمبرحضرت محمد (ص) په څلويښت كلنۍ كې پيغمبر شو.

حضرت سنايي او د هغه څله خانه

    ابوالمجد مجدود ابن آدم په حكيم سنايي مشهور(۴۷۶_۵۳۵ هجري قمري) د دري ژبې له سترو شاعرانو څخه دى. هغه لومړنى شاعر دى چې تصوف او عرفان يې د شعر په ژبه بیان كړ. ویل کیږي سنايي چې کله د تصوف او عرفان په لوی سمندر کې د غواص په توګه راڅرګند شو نوبیا يي د واکمنو له ستاینو لاس واخیست. او له نفسي غوښتنو هم دومره لیرې شو چې آن د بهرام شاه له لورسره يي له واده کولو څخه هم ډډه وکړه.

بیا یی د تصوف اوعرفان په برخه کې خورا ارزښتمن اثار ولیکل.چې مشهور یی دادي  ۱ حدیقۀ الحقیقت 2 سیرالعبادالمعاد. او نور...

      د حضرت حکیم سنايي (رح) څله خونه د ده د زیارت په انګړ کې یا په بله وینا د زیارت مخې ته په پخو خښتو او ګچو جوړه شوي ده.  که څه هم د جوړیدو کره نیټه يي څرګنده نه ده خو ویلای شو چې دا څله خونه د ده په نوم یادیږي. ده به په کې ریاضت، او عبادت کاوه. چې په ورته وخت کې په خپله یو تاریخي اثر هم ګڼل کیږی. دا څله خونه لکه د زیارت په څیرتل د عادی زیارت کوونکو په مخ پرانیستي نه وي. یعني دروازه يي تړلي وي. یوازې د جمعې مبارکې په ورځ خلاصه وي. ویل کیږي له هغه مهاله چې سنايي د حضرت خواجه لایخوار په اشاره او لارښوونه له درباري  شاعري نه لاس په سر شو، او د غزنوي سلاطینو له مدحي او ستاینې يي زړه موړ شو، نو يي قلم  د حقیقي سلطان په ستاینه کې وکاراوه. د تصوف نړۍ ته ننوت ، په ذکر او فکر کې ډوب شو. د دنیا له چارو يي تر ډیره بریده ځان ګوښه کړ چې بیا به په دغې څله خونه کې  مراقبه او په عبادت به بوخت و.

      دا څله خونه د امير حبيب الله خان په وخت كې له دې امله ورغول شوه چې خلکو ورته د یوه متبرک ځای په سترګه کتل او هم لرغونتوب درلود ورغول شوه، په وروسیتو کلونو کې يي د رغونې په موخه د سنايي د اردتمندانو او مخلصینو له لورې هم ورپام واوښت دا تاریخې اثر اوس هم د اهمیت وړ دی....

     دا څله خونه شاوخوا لس متره ژوره ده چې کږې وږې زینې لري. د څلې خونې وروسته برخه پراخه او پاس يې د رڼا له پاره یوه وړه دریڅه هم شته. د څلې خونې دیوالونه په وروستیو وختونو کې په پخو خښتو جوړ شوي دي. په زینو کې يي هم تیږي کارول شوي. د زینو وروستۍ برخه کې چې جګوالی يي د بینادم تر قد لوړدی. تل شمعې او تیلې څراغونه بل وي. یو خوندور او معطره بوۍ په کې محسوس کیږي. د دغه ځای پراخوالي د یوې کوچنۍ کوټې په اندازه دی. دلته یو وړوکی فرش هم غوړیدلي وي. کله چې کوم څوک راځي نو بیا په همدې فرش ناست او ذکر کولای شي. ډیری وخت عادي وګړی له دي امله چې دا څله خونه خورا تیاره وي. نه ورکښته کیږي. یو ډول ویره هم ورته پیدا کیږي. خو هغوئ چې بیا یوڅه بلدتیا لري، د څلې خونې وروستي حد ته ځان رسوي، هالته ذکر کوي او په عبادت بوخت او د سکون احساس کوي. دغې څلې خونې ته ورننوتل ډیرو زیارت کوونکو ته متبرک هم وي. د اندړو د ولسوالي قومي مشر او د حرکت انقلاب اسلامی د تنظیم پخوانی جهادي قوماندان د ملا کاکا معاون محمد معصوم خان چې په حاجی معاون صاحب شهرت لري کیسه کوي: ( د جهاد په لومړي کال مو د واغظ په ولسوالي کې جهادی مرکز جوړ کړ. سختي شپې او ورځي وي. په ډیره سختۍ به مو کولای شوای چې له یو او بل مجاهد سره اړیکه ونیسو. په همدې ورځو کې ملا کاکا چې د ولایت والی و. راته دنده وسپارله چې د غزني په روضي کلي کې له مولوی ... سره وګورم ترڅو د جهاد ي کارونو له پاره یو منظم پروګرام ترلاس لاندې ونیسو، په یوه زاړه بایسکل مې پښه را واړوله، د غزني له ښاره وړاندې په کلیو کې په بدله جامه کې را روان یمه، کله چې د شمس صاحب کلي ته را ورسیدم، په زړه کې مې راتیره شوه. چې که هر حال دی. د سنايي صاحب زیارت ته ورګرځم، په ډار او ویره کې مې ځان زیارت ته را ورساوه. زیارت مې وکړ، له دوعا وروسته بیا په زړه کې راتیره شوه، چې یوځلې څلې خونې ته هم ورکښته کیږم. دوه رکعاته لمونځ به هم ادا کړم او بیا به د روضي په لوري ځم. کله چې څله خونې ته ورکښته شوم. په سترګو مې تیاره هم ده، خو یو وړوکی تیلی څراغ بلیده. یوه ښه شیبه مې شاوخوا وکتل، چې یوڅه مې په سترګو رڼا شوه، په یوچا مې سترکې ولګیدې چې پروت دي. او په مخ يي څادر ورغوړولی دی. زه په لمانځه ودریدم. کله چې مې سلام وګرځاوه او فارغ شوم.همدې سړي مخ را لوڅ کړ. ومې پیژانده د ده یک د ولسوالی د ملا پاچا صاحب زوی چې هغه وخت لا طالب و. راته په ځيره ځيره ګوري. راپورته شو، له یو اوبل ته مو لاسونه ورکړل. ما ورته ویل: ته چیری؟ موږ درته انتظار وو.

ده راته په ځواب کې وویل: ډیر درپسي وګرځيدم، هیچا دي ادرس او ځای نه راښود. دا دوه ورځي کیږي چې دلته راغلی یم. او له ځانه سره مې وویل: تر هغوو له دغه ځایه نه وزم ترڅو چې الله تعالي دي دلته په دغه مبارک ځاي کې راته حاضر نه کړي. زه به همداسې پروت یمه. دادی خدای ج په لاس راکړي. بیا دواړه له څلې خونې را وواتو او د روضي کلي ته لاړو.) همدا ډول اوس هم د جمعې په ورځو کې ځینې صوفیان دننه په څله خونه کې په عبادت بوخت او مراقبه وي.

د پیرشهبازڅله خونه

   د ځینو تاریخي لیکنو او د خلکو د وینا په بنسټ چې د شهبازپیر نوم (سید عبدالله او د سید ابراهیم ) زوی دی هغه د غزنی ښارله سیدانو اوپه دغې سیمه کې د عرفان او تصوف د لارې له لارویانو څخه دي. هغه مبارک په شرعی علومو او د طریقت په موندنو کې لوی لاس درلود. عمر یی په زهد اوپرهیزګارې تیراوه. نوموړی د قادریه شریفی د طریقی « شیخ عبدالقادرګیلانی غوث العظم» یی شهرت درلود پیرو و. چې د شریعت اوطریقت له مخکښانو څخه و. حضرت پیرشاهباز په ۹۰۰ هــ ق کال کې داجل داعیي ته هرکلی ووایه او دارلبقاه ته وکوچید. د مزارموقعیت يي د غزني ښار ته څیرمه  په جنوب کې د پیرزادي کلی دی.

د پير شهبازبابا د زيارت څله خانه خورا مشهوره ده. دغه ستر صوفي او روحاني شخصيت هم دعرفان هغه ځلاند ستوری دی چې په خپلولارښونو ارشاداتو او ښوكړنو سره يې د خلكو په زړونو كې ځاي موندلى. د عرفان اوتصوف د ډګر دغه نوميالي هم د رياضيت ، نفس تزكيي ، مراقبي اوعبادت د ترسره كولو په مقصد له خلكو ليري اوګوښه د ځان له پاره همدا څله خانه غوره کړې وه، دا چې د دغه ستر صوفي او روحاني پير ډير وخت به د خداى تعالى په لاره كي په عبادت زهد اواطاعت تيريده نو يې لا په هماغه ځوانۍ كې دا څله خونه جوړه كړه. خلک وايي : دې څله خانې ته څوك په اسانۍ سره نه شي وركښته كيدلاى اونه هم هالته ډير وخت تيرولاى شي . دا څله خانه ډيره ژوره او په عين حال كې لاره يې هم لکه د نورو څله خونو په څیركږليچونه لري په پخو خښتو جوړه شوي او داسې ښكاري چې ماهرومعمارانو يې د جوړيدو چارې سرته رسولي دي. نږدي اته متره به ژوره وي، يومهال يې وړي وړي زينې درلودي . كله  چې زينې پاى ته ورسيږي نو بيا له يوه دوه نيم په دونيم متره كې یوې كوټي ته ورته ځاى سره چې معمولآ د لمانځه د ادا كولو په مقصد جوړ دي مخ كيږي . دا څله خانه د شهباز بابا زيارت ته څيرمه جوړه شوي . ډيرى زيارت كونكي يوځل دغې څله خانې ته هم وركښته كيږي . د معلوماتو له مخې ځینې يي د ويرې او ډار له امله له نیمايي څخه بيرته راګرځي اونه شي كولاى تر پايه  وركښته شي، دا چې پير شهباز(رح) د خپل ژوند انه په دوران كې د حضرت شيخ عبدالقادر ګيلاني (ح) د قادريه طريقې يوله وتلو مخكښانو څخه و.  نو د ژوندانه ډير وختونه به یې د همدې سلسلې له سالكينو، مريدانو اوارادتمندانو سره په مجلس تيريدل. نوموړی په اسلامي علومو فقه ، اوحديثو  كې خورا پراخ لاس درلود . دی تر څنګ چې يوصوفي شخصيت و، د خپلې سيمې په كچه ښه عالم هم و. چې په ګڼ شمیر کې شاګردان يي لرل. دغه ستر صوفي او روحاني شخصيت واده كړى و اولاد يې هم درلود د تذكره عرفاي غزنين ليكوال كاږي ( چې د پيرزاده، اوپيرشاهبازد كليو خلك يې اولاد ه دي) دغه دواړه كلي دغزني ښار ته څيرمه پراته دي ښه ميړني، ميلمه پال اوعلم دوسته خلك دي. د پيرشاهباز زيارت له غزني ښار څخه په اوه كيلو مترۍ كې جنوب ته پروت دى.

د حضرت شمس العارفین (رح) څله خانه

        شیخ عبدالواحد چې تذکره لیکونکو په شمس العارفین هم یاد کړی. د خلکو په منځ کې د شمس بابا، شمس ګړندي او شمس صاحب په نومونو هم مشهور دی. د غزني ښار لویدیځ لوري د ده له زیارت سره متصل کلی چې غونډۍ د پاسه پروت او د کورونو شمیر يي تر دوه سوه اوړي هم د ( شمس کلی) په نو یادیږي. د ده زیارت ته څیرمه هم یوه څله خونه شته. خلک د ده زیارت ته زیاتره هغه ناروغان هم راولي چې د روانی او میرګی له ستونزو سره مخ وي. ډیر ځله مې په خپلو سترګو داسې ناورغان لیدلي چې زیارت ته ور دننه کوي. همدا چې دروازه ورپسي راپورې کړي نو بیا په چیغو او ژړاوو پیل وکړي. کله چې همدا چیغې او ژړاوې کرارې شي. له ناروغ سره راغلي کسان دروازه ورته پرانیزې، ناروغ یوه ښه شیبه  بې هوښه وي. چې لږ په هوښ کې راشي، نو يي په موټر، یا ګاډۍ کې سپور کړي او روان شي. د دغه صوفي په زیارت کې هر وخت یومنجاور ناست وي.      

    شیخ عبدالواحد یو له سترو عارفانو او صوفیانو څخه ګڼل کیږي. نوموړی په غزنی کې زیږیدلی دی، د تصوف اوازې یی په ډیری اسلامي ښارونو کې خپرې وي .خواجه معین الدین چستی غریب نواز(غریب پال) د هندوستان اجمیر ته له تګ وړاندې دوه کاله د دغه نوموتي صوفي او عارف شاګرد و.

      داستاد خلیلی د لیکنو په بنسټ شمس العارفین د بل مشهور صوفي شاه قسور ګردیزی هم مهالی و. له هغه سره به یی په لیکلی توګه اړیکې ساتلي. شمس العارفین په  ۶۰۱ قمري کال کې له نړۍ څخه سترګي پټی کړي .مزار ته یی اوس خلک راځي او درناوی ورته کوي. يو له هغو عواملو څخه چې لوى خداى ته د نږديوالي  اوسلوك په لاره كې موجوده هغه هم څلويښت ورځي له خپل ځان څخه ساتنه او مراقبت دي چې دغه مراقبت ته په اصطلاح كې څله كيناستنه  هم ویل کیږي. دلته موخه له څلي او په څلې كې له كيناستو څخه داده چې په دې څلويښتو ورځو كې به د حق په ذكر او عبادت كې تيروي او له نورو غيرضروري كارونو څخه به چې د فكر او ذكر د ګډووډولو سبب كيږي لاس اخلي.   د ا څله خانې چې په حقيقت كې له نفس سره د جهاد سنګرونه اوښونځي یې هم بللا ى شو.  له هغو مقدسو مدرسو څخه وې او دي چې لا هم ګڼ مینه وال لري. 

    د دغه نامتو صوفي څله خانه هم د ده له زيارت سره نږدي جوړه شوي ده . چې د قدامت له نظره په تاريخي ځايونو كې ګڼله كيږي ، د حضرت شمس (رح) څله خانه هم لكه د نورو متصوفينو د څله خونو په څير خورا تياره ده ، زينې يې لكه د پخوا په څير روغي نه دي پاته لاره يې كږه وږه اوتنګه ده ، په عين حال كې ډارونكي هم ده ، كله چې څوك كوم ناروغ د ده زيارت ته راولې نوپه زيارت كې له يوډول ويرې سره مخ وي څله خانه خويې تر دې لا ويره ونكي. ده. دا څله خانه هم د زينو په پاي كې يوه كوچنۍ كوټه لري . چې ګومبته يې پرې جوړه كړي ده ، لاره يې تونل ته ورته او په پخو خښتو جوړه ده. چې سړى په کې ټيټه ملا تګ كولاى شي . دا هم بايد هيره نه كړوچې د يادې څله خونې له جوړيدوڅخه څه د پاسه اته سوه كاله اوړي . ځكه د قراينو له مخي چې په دې څله خونه كې به خپله حضرت شيخ شمس صاحب ذكر كاوه ، نو ويلاى شو چې شمس (رح) دتذكره عرفاي غزني دليكوال په قول(شمس  په ۶۰۱ هجري قمري كې له نړۍ څخه سترګې پټي كړي)

د شیخ رضي الدین علي لالا (رح) څله خانه

د دغه نوموتي صوفي نوم على لقب يې رضي الدين اوكورني نوم يې لالا دى، پلار يي شيخ سعيد لالا په نوم یادیده نوموړی د حضرت حکيم سنايي (رح) د کاکا زوى و، حضرت علي لالا په تصوف او عرفان کې لوړ مقام درلود اوپه شعر او دب کې يي هم لوړ ځاي خپل کړى و، شيخ رکن الدين علاوالدوله يي په ولايت کې مقام د بايزيد بسطامي (سلطان العرفا) سره برابر بللى دى.

      د شيخ رضي الدين علي لالا(رح) څله خونه هم د ده په نوم كلي كې دغزني د اوسني ښار ختيځ ته واقع ده. د علي لالا د زيارت څنګ چیرته چې د وزیر فتح خان قبرهم دی. د زیارت لمرلويده لوري ته جوړه شوې څله خونه ډيره ژوره نه ده لاره يې هم ډیره كږه وږه نه ده او لكه د غزني د نورو زيارتونو په څير، دا څله خونه هم له پخو خښتو،ګچو اوهمدا ډول له تيږو جوړه شوي ده. یعني په دیوالونو کې تیږې او پخې خښتې کارول شوي دي. داسې ښکاري چې د علی لالا صاحب د زیارت څله خونه هم دوهم ځل رغول شوي  د دغې لرغونې څله خونې عمر یا قدامت هم  څو سوو کلونو ته رسیږي. د څلې خونې لاره تياره نه ده، خو ډيره تنګه او كوچنۍ ده. دغې څله خونې ته د كښته كيدو په مقصد زينې وركړلې شوي ، د زينو په انتها كې لكه د نورو څله خونو په څير يوې كوټي ته ورته ځاى دى .چې ذاكرپه كې په اسانۍ سره كولاى شي د نورو اذكارو ترڅنګ لمونځ هم په اسانۍ سره ادا كړي ، د دغې څله خونې د جوړيدو كره نيټه هم نه ده معلومه خو داسې ښكاري چې دزيارت تر جوړيدو به وړاندې وه .ځكه د سيمې د خلكو په خبرې چې سينه په سينه ورته پاته دي په ياده څله خونه كې به پخپله شيخ رضي الدين علي لالا(رح) د خداى تعالی په ذكر اوعبادت بوخت و.

داستر عرفاني شخصيت په ٦٤٢هــ ق کې وفات شوى . مزار يي د غزني ښار جنوب ته د روضي د کلي او غزني ښار دلارې په سر دعلي لالا صاحب په نوم  په کلي کې دى د زیارت ګمبزه يي هم یوه تاریخي ودانۍ ده.

حضرت بهلول (رح) او د هغه څله خانه.

    نوم يې شيخ زاهدالدين دى اودغزني له صوفيانو او عرفانو څخه دى. چې په بهلول دانا سره هم شهرت لری. ده ته یي ملنګ هم وايه. د بهلول(رح)  قبرد تيموري دورې يوه ابده ګڼله كيږي، چې په يوې بلې ابدې د پاسه جوړشوی دی. ویل کیږي: چې هغې ابدې په غالب ګومان په بودايي دورې پوري تړاو درلود. د بهلول دانا مقبره د لاندې  ځمكتل (زيرزمينې ) یا څله خونه هم  لري  او همدا ډول يوه لاندنۍ لاره چې د زيارت له انګړ څخه د بهلول صاحب په نوم تر جومات پورې غزيدلې، د همدې پخواني جومات په اړه اټكلونه داسې دي چې دا جومات هم د یوه بودايي معبد پرځای ودان شوی دی... په هرحال همدې زیارت ته څیرمه یوه څله خونه هم شته چې اوس مهال د بهلول د څله خونې په نوم مشهوره ده دا  ژوره او په عین حال کې  ویره ونکي څله خونه له زيارت سره نږدي دغزني ښار په شمال كې په لوړه  غونډۍ پرته ده.‏ د دغه مبارك شخصیت  معنوي تاثرات اوكرامات ټولو ته ښكاره ده.   

د بهلول صاحب د زیارت څله خانه لكه مخكې چې وويل شول په لوړه غونډۍ كې واقع ده، او دروازه يې هم په جومات كې ده، اوشاوخوا ديرش زينې لري. لاره يې كږو وږه ده. په پخوخښتواوګچو جوړه شوي ده، داڅله خونه هم لكه د يوه تونل په څير دى، ډ يره ژوره اوپه اسانې سره څوك وركښته كيداى هم نه شي، خو كه څوك ورځي په ټيټه ملا به ورځي ، د څله خونې وروستۍ برخه پراخه ده،چې سړى  په کې په هسكه ملا دريدلاى شي او تريوه بريده لوړه هم ده. خو هر څوك دغې څله خونې ته د وركښته كيدو زړه نه كوي، د سيمې خلك وايې:  چې دا څله خانه ډيره لرغونې ده او بهلول (رح) همد لته هستوګنه غوره کړې وه. د دغه سترصوفې د زيږيدوكره نيټه معلومه نه ده

په پای غواړم یادونه وکړم چې د داسې تاریخي ځایونو رغولو ته پام خورا اړین دی. او په جوړیدو سره به يي د سیلانیانو او لیدونکو له پاره نور هم په زړه پوري شي.