ارغنداب
د ارغنداب ولسوالۍ ولسوالی ارغنداب(دری) هراهواتي (سراشواتي) |
|||||
---|---|---|---|---|---|
ولسوالی | |||||
سيمييز نوم: ارغنداو | |||||
د لوړې لورې څخه:١ د ارغنداب د رود شاوخوا هوايي ليد، ٢ د ارغنداب يو کلي د لو ولې پر غاړه، ٣ د بابا ولی صاحب زیارت (باباصاحب) |
|||||
شعار: شین ارغنداب | |||||
|
|||||
کورډيناټونه: ۳۱°۳۹′۱۷″ غ ۶۵°۳۸′۵۸″ خ / ۳۱.۶۵۴۷۲° ش ۶۵.۶۴۹۴۴° خکورډیناټونه: ۳۱°۳۹′۱۷″ غ ۶۵°۳۸′۵۸″ خ / ۳۱.۶۵۴۷۲° ش ۶۵.۶۴۹۴۴° خ | |||||
هیواد | ![]() |
||||
ولایت | کندهار ولايت | ||||
امنيه قوماندان | نیاز محمد مجاهد | ||||
بنياد ايښودونکي | مقدوني سکندر | ||||
مرکز | ارغنداب | ||||
حکومت | |||||
• ولسوال | انجينر محمد شريف[۱] | ||||
لوړوالي | ۱٬۱۱۲ ميټره (۳٬۶۴۸ فوټ) | ||||
نفوس (۲۰۱۶) | |||||
• نفوس | ۱۴۰۰۰۰ | ||||
سیمه ییز وخت | ۴،۳۰+ | ||||
ټيليفوني نمبر(ونه) | ۰۷۰۰ | ||||
سيمييزه ژبه | پښتو | ||||
د کلو شمېر | ٧٨ | ||||
وېب پاڼه | arghandab.af |
ارغنداب ولسوالي دکندهار ښار په ۱۰ كيلومترۍ كي شمال لوېديځ ته پرته ده. دا يوه ډېره سرسبزه سيمه ده، چي دانګورو او انارو دكرهڼي له وجي خورا مشهوره ده. د دې ولسوالۍ ۷۰٪ وګړي په قبيلوي لحاظ الكوزي دي او د كندهار ولايت نوري قبيلې هم پكښي مېشتي دي.
د دې ولسوالۍ وګړي بزګر او زمينداره دي او مهم پيداوار يې انار او انګوردي، خو له دې سره په څنګ كي غنم، جواري، اوربشي، كچالو، روميان، پياز، بېنډۍ، توربانجان او تركاري هم كري. دا ولسوالي ۷۲ كلي لري، چي هر كلى ځانته ملك لري او هم په دې ولسوالۍ كي شخړي او لانجې د قومي مشرانو لخوا دجرګې په واسطه سره هوارېږي، همدا ډول دا ولسوالي ۶۴ CDC (شوراګاني) لري.
نيوليک
لاري[سمول]
د ولسوالۍ داخلی يو شمېر سړکونه کچه دي، خو د ولسوالۍ د خولي د ناګهان کلي څخه تر كندهار ښار پوري لس كيلومتره سړك ټول پوخ دئ، چي د دولت لخوا يې د رغوني چاري سرته ورسېدلي. او د ارغنداب څخه خاکریز ته بيا ټول سړکونه کچه ده، د ارغنداب او پنجوایي تر منځ هم يو شمېر لارې کچه دي.
اوبه[سمول]
په دې ولسوالۍ كي د ارغنداب سيند جنوب لوېديځ لور ته غزېدلى دئ، چي د دې ولسوالۍ ۲۷۷ كيلومتره مساحت تشكيلوي او په پاى كي د هلمند په ولايت كي تر غزېدو وروسته د هلمند سيند ته ورګډېږي. دا رود ددې سره سره د ارغنداب ولسوالۍ يو شمېر سيمو ته اوبه ورکوي، او ددي رود څخه يو شمېر ويالې لکه د سنزري وياله او نورې هم بهيږي.
امنیت[سمول]
د ارغنداب ولسوالۍ ځینې سیمې چې د تېرو کلونو د جګړو په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو او ترهګرو ډلو تر منځ د جګړې ډګر ګرځيدلي وو، اوسمهال دغه سيمي د کندهار د ښاریانو لپاره توده غېږه ګرځېدلې ده او خلک هلته ځي ترڅو د ژوند له لانجو او تاوتریخوالو څخه لیرې تازه ساه واخلي او له ژوند څخه خوند واخلي.[۲]. د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ تعمير په مكمل ډول جوړ سوى دئ د لګښت په اړه يي معلومات نسته ځكه قرارداد يي په مركز كي د ملګرو ملتو د پرمختيايي پرګرام چي د افغانستان د تحكيم او ثبات په نامه ياديږي پر مخ وړل كيږي.
اوبه[سمول]
ددي ولسوالۍ په څنډه کې د ارغنداب رود بهیږي، دا رود په ارغنداب ولسوالۍ کې د کوهک د غرو څخه نیولی بیا تر سنځری پورې ټولو خلګو ته د سيمي د اوبه کولو تر څنګ د څښلو اوبه هم ورکوی، وسمهال دلته ٣١ کيلومتره محافظوي ديوال جوړيږي نو په دې سره دسيند په اوږدو کې د زرګونو جريبه کرنيزو ځمکو د تخريب مخه ونيول سوي. د ارغنداب پر سيند د محافظوي دېوال د جوړولو پر پروژه ٢٢ ميليونه ډالره لګښت راځی، او د درو کلونو په موده کې به بشپړ سي. دغه محافطوي دېوال د ارغنداب سيند دواړو غاړو ته د دې ولسوالۍ له سربند سيمې څخه پيل بيا تر باباولي زيارت پورې د ٣١ کيلومترو په اوږدوالي جوړېږي.[۳]
وړانديزونه[سمول]
١. د ولسوالۍ مامورين د ترانسپورت مشكل لري چي بايد حل سي
٢. د ولسوالۍ خلك د څښاك پاكو اوبو ته لاسرسى نه لري او د ويالو له اوبو څخه استفاده كوي، چي بايد پاكي اوبه خلكو ته مهيا سي.
٣. دريمه درجه مامورين نه لري اړوند رياستونه بايد خپل مامورين په ټاكلو بستو كي وګماري.
۴. د نورو ولسواليو سره بايد د ارغنداب ولسوالۍ سړکونه پاخه سي، په تيره بيا د بابا صاحب د زيارت او ښار ترمنځ.
انځوريز ارغنداب[سمول]
- د ارغنداب ولسوالۍ په ډول ډول انځوريز حالاتو کې
د ارغنداب ولسوالي کلی[سمول]
ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار څخه په ۷ کیلومترۍ کي پرته ولسوالۍ ده، چي په ۸۵ کلو کي يې ټولټال ۱۵۰ زره وګړي ژوند کوي:
- ارغنداب (مرکز)
- قلا
- تابين
- خلېشک
- چهار قلبې
- ديسبزۍ
- چارباغ
- مرغان کلي
- لوی تابین
- موناره
- لو موناره
- بستانزو
- کوهک
- ناګهان
- جلاهور
- مانده
- بابا صاحب
- تره کو کلاچه
- نوي مزرې کلي
- منصور اباد
- راجن کلس
دا هم وگورۍ[سمول]
- ارغنداب رود
- د افغانستان ولسوالۍ
- د انارو توليد په افغانستان کې
- عبدالحکيم جان
- د ارغنداب جګړه (۱۹۸۷)
- زلمی ویسا
بهرنۍ تړنې[سمول]
د ارغنداب ولسوالۍ په اړه ځانگړی رپوټ
سرچينې[سمول]
- ↑ (په ٧ اپریل ٢٠١٨ کې). د ارغنداو ولسوالۍ له پاره نوی ولسوال وټاکل سوو.
- ↑ (په ٢٠١۵ کې). د ارغنداب ولسوالۍ د ارامۍ راپور د صداي ازادي راډیو لخوا.
- ↑ کندهار راديو تلویزیون. ډاټ کام (په ٢٢ مې، ٢٠١٧ کې). د ۲۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د استنادي ديوال د جوړېدو کار روان دئ.
![]() |
ویکيسفر د ارغنداب ولسوالۍ په نوم لیکنه لري. |
|
|
---|---|
ارغستان • ارغنداب • پنجوايي • خاکرېز • دامان • رېگ • ژړۍ • سپين بولدک • شاه ولي کوټ • شورابک • غورک • کندهار • معروف • ميان نشين • ميوند • نېش |
![]() |
دا لیکنه د افغانستان په اړه يوه نيمګړي ليکنه ده۔ تاسي په دې لیکنه کې د نورو مالومات و په ورګډولو سره د ويکيپيډيا مرسته کولې شئ۔ |
![]() |
په خونديځ کې د ارغنداب اړونده دوتنې(انځورونه) موجودی دي. |

- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- کورډيناټونه په ويکيډيټا کي
- د ويکيپېډيا کينډۍ
- د افغانستان هغه سيمي چی همدا انگریزی مالوماتبکس پکښی کارول سوی وی
- کندهار
- ویکيسفر
- د کندهار جغرافیايي موقیعت
- د افغانستان ولسوالۍ
- د کندهار ولايت
- د کندهار ولسوالۍ
- سټاک وېشنيزه سره د ويکيسيند په مختلفو تړنې لري