اردشیر لومړی
| ||||
|---|---|---|---|---|
| د شخص معلومات | ||||
| زېږېدنه | 5 پېړۍ م.ز | |||
| مړینه | نومبر 424 م ز [۱] | |||
| تابعیت | هخامنشيانو سترواکي | |||
| طبی کیفیت | نيوروفېبروماټوسېز | |||
| پلار | خشايارشا | |||
| آخري معلومات | ||||
| سمول |
||||
اردشیر اول یا اردشیر دراز دست یا ارتاکسیرکس I ( پارسي ژبه: اردشیر یکم ، قدیم فارسی Artaxšaça / ارتخشتره ، ) د هخامنشي امپراتورۍ امپراتور او د لومړي زرکس دریم زوی چې د خپل پلار او مشر ورور داریوس له وژنې وروسته د ایران تخت ته پورته شو. د هغه ښي لاس د هغه د چپ لاس څخه لوی و. په پیل کې، هغه د ارتانیس تر اغیز لاندې و. کله چې ارتانیس د اردشیر د وژلو په دسیسه کې ووژل شو، هغه د باغ-تخشا په نوم د بل امیر تر اغیز لاندې راغی. د هغه د واکمنۍ پرمهال، په امپراتورۍ کې بغاوتونه وشول. د عزرا د کتاب له مخې، دا د ایران د پاچا نوم و. د هغه د واکمنۍ پرمهال، ډیری یهودي بندیان خوشې شول. عزرا د ۵۰۰۰ آزاد شویو کسانو د مشري لپاره ګمارل شوی و.
د ژوند حالت
[سمول]ارتخشتر یا اردشیر اول (چې «دراز لاس» بلل کېده) له ۴۶۵ تر ۴۲۴ مخکې له میلاده پورې واکمن و. د خشایارشا اول تر وژل کېدو وروسته، اردشیر اول پر تخت کېناست. خو نږدې یو کال یې خپلواکه واکمني ونه شوه کولای، ځکه چې د هغه د پلار قاتل «اردوان» پرې برلاسی و. وروسته له څه شخړو، د پاچا یو باوري کس مغابیز (Megabyzus) هغه ووژلو او پاچا یې له دې ستونزې خلاص کړ.د دې پېښې دوه کاله وروسته، په ۴۶۲ ق.م کې د اردشیر ورور هستاسب په باختر کې بغاوت وکړ. اردشیر خپله هلته ولاړ، او په دوو جګړو کې یې هغه مات کړ او په هېواد کې یې بېرته سوله ټینګه کړه.د اردشیر د ژوند تر ټولو مهمې پېښې له یونانیانو سره تړاو لري. د خشایارشا اول په زمانه کې ایرانیان له یونانیانو مات شوي وو. د دې ماتې له امله، یوناني ټاپوګان او نیول شوې سیمې د ایران له لاسه ووتلې، او په مصر کې یې هم واک کمزوری شو.په ۴۶۱ ق.م کې، د لیبیا د پخوانۍ شاهي کورنۍ یو غړي ایناروس د یونانیانو په مرسته د ایران پر ضد بغاوت وکړ. یوناني بېړیو د مصر ملاتړ وکړ او په څو ځایونو کې یې له ایراني پوځ سره جګړې وکړې او هغوی یې مات کړل. د پپریمس په جګړه کې د مصر ایراني والي هخامنش ووژل شو. وروسته یاغیانو ممفیس کلابند کړ.اردشیر، بغابیش (Bagabish) له درې لکه پوځ سره مصر ته ولېږه ترڅو دا بغاوت ختم کړي. هغه په رسېدو سره یاغیان سخت مات کړل، ایناروس یې ونیو او له خپلو ملګرو سره یې سوسې ته ولېږه (۴۵۶ ق.م).له دې بریا وروسته، ایراني پوځ د یونانیانو پر ضد عملیات پیل کړل. په همدې وخت کې یونان کې اتحاد کمزوری شوی و، او دوه لوی ځواکونه، ایتنز او اسپارټا، یو د بل پر ضد جګړه کوله. په داسې حالت کې یونانیانو سوله غوره وبلله، او په ۴۴۹ ق.م کې د دواړو خواوو ترمنځ سوله وشوه. د «دلس اتحاد» غړو ته خپلواکي ومنل شوه، او پر قبرص د ایران واک هم تسلیم شو.اردشیر په ۴۲۴ ق.م کې وفات شو او په نقش رستم کې خاورو ته وسپارل شو.
له یهودیانو سره اړیکې
[سمول]ویل کېږي چې ارتخشتر یا اردشیر اول ډېر ښکلی، باوقاره او مهربان پاچا و. د مصر د لومړۍ آبشار ترڅنګ د «الفنطین» په سیمه کې یو شمېر پاپیروس (لرغوني لیکلي اسناد) موندل شوي، چې د «الفنطین پاپیروس» په نوم مشهور دي. په دې اسنادو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د اردشیر د مذهبي تګلارو په اړه هم معلومات شته. له دې څخه داسې ښکاري چې هغه له یهودیانو سره ډېر مهربان و او هغوی ته یې بشپړه مذهبي ازادي ورکړې وه.د یهودیانو مذهبي روایتونه هم دا خبره تاییدوي. د هغوی په روایتونو کې راغلي چې اردشیر له نحمیا سره ډېره مینه او باور درلود، او هغه یې ساقي (د دربار نږدې کس) و.د هغه په زمانه کې د فلسطین ځینو چارواکو پاچا ته دا خبره ورسوله چې یهودیان تل سرکښه پاتې شوي او د آشوریان او کلدانیان په دورو کې یې هم پرلهپسې بغاوتونه کړي دي. له همدې امله، هغوی له پاچا څخه فرمان واخیست چې د یهودیانو مذهبي ودانیو جوړول بند شي. نو د پاچا په امر سمدستي دا کار ودرول شو.په دې حالت کې، نحمیا مرکزي چارواکو ته ورغی او دا یې وویل چې د دې ودانیو د جوړولو اجازه مخکې د کوروش بزرگ او دارا اول له خوا ورکړل شوې وه، نو باید د هغوی حکم ته درناوی وشي. بالاخره، د ده خبره ومنل شوه او د جوړولو اجازه بېرته ورکړل شوه.د یهودي روایتونو له مخې، عزرا د همدې پاچا د واکمنۍ په اووم کال کې له بابل څخه بېرته اورشلیم ته راستون شو..


