ارتروپودا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مفصليه يا ارتروپودا (Arthropod) ارتروپودا دارتروس دکلمې څخه اخېستل شويده،چې ارترو) (Arthro معنى بندونه او پودا Poda) (دپښو په معنى دي .په دې کې ټول هغه حيوانات شامل دي،چې پښې يې بندونه ولري په همدې خاطر ورته ارتروپودا يا Joint Foot وايي. ددې بندونو د درلودلو په سبب ښه حرکت کولاى شي ارتروپوداترنورو ټولو فايلمونو ته تراوسه زيات پيژندل شويدي،چې شمېريې اته لکو ته رسېږي دټولو حيواناتو برخه تشکليوي يعنى دټولو حيواناتو غټه برخه همدا ده. ارتروپودا په هرډول محيط کې پيدا کېږي لکه: بحرونه ،سمندرونه،وچه،خوږې اوبه،وچه ځمکه،لمده او مرطوبه ځمکه همدا غير فقاريه) Invertebrata (حيوانات دي ،چې دالوتلو توان او ځواک يې پيداکړې په آزاد پرازيتي او دپرا زيتو دلېږدونکو په توګه کار کوي خارجي اسکليټ) (Exoskeletan لري يعنى بدن يې دبهر له طرفه ديوې غشاء په واسطه پوښل شويدى،چې کلک کيتيني (Chitin) مواد دي،چې خپله پروتيني مواد دي،چې نايتروجن لرونکي دي ،چې دحيوان اسکليټ او خپله حيوان اوهم داوبو دضايع کېدو او بخارکېدو څخه مخنيوى کوي دکيوتيکل لاندې حجري دهايپودرمس (Hypo dermis) په نوم ياديږي،چې دوخت په تېريدو سره پوستکې اچوي . ارتروپودا کلکې او محکمې ژامې ،نيشونه،زبېښونکې چوشکونه،مرکبې سترګې (Compound eyes) او ساده سترګې (Simple eyes) دانبورونو په شان نيونکي الات ،دلامبو وهلو غړي ،حسي غړي يا دوه جوړې انتنونه،شاخکونه ،چې دايې دلامسي غړي دي او ځېنې يې وزرونه هم لري . دارترو پودا بدن د بندونو (Segments) په څير نښې او علامې لري دزياتوبدن يې له دريو طبقو څخه جوړ شويدى لکه :سر, (Head) سينه (Thorax)،او بطن ياګيډه(Abdomen) څخه دارتروپودا دبدن غړي يو له بل سره متناظر واقع شوى ځينې بندونه يې خالي او ځينې يې حرکي غړي يا ضمائم لري دارتروپودا خوراک واړه حشرات دي . ارتروپودا،چې دسترګو په وسيله دشيانو رنګ ،روښنايي او تياره ليدلى شي ساده سترګې (Simple eyes) هغه سترګي دي چې عدسيې (Facets) نه لري ياکم دي او تصوير په ښه ډول نشي تشخيص کولاى او دمرکبو سترګو سره دتصوير په ليدلو کې مرسته کوي مرکبى سترګې (Compound eyes) هغه سترګې ،چې دډېرو عدسيو څخه ،چې Ommatidium نوميږي تشکيل شوى ،چې ددې عدسيو په وسيله دهرې خوانه تصويرپه ښه ډول ليدل کېږي . د ارتروپودادوينې دوراني سيسټم A . Blood Circulation System: د ارتروپودا دوينې دوران خلاص سيستم (Lacular) دى .وينه د زړه څخه دشريانونو په وسيله دبدن خاليګاه ته رسېږي هلته O2¬ له لاسه ورکوي او CO¬2 اخلي څرنګه ،چې وريدونه نه لري نو دخاليګاه څخه بيرته ،چې عمومي خاليګاه،چې د Hemocoel په نوم ياديږي بيرته زړه ته راګرځي زړه دبدن په شاتنيو او پاس Dorsal په برخه کې واقع دى ددې حيواناتو وينه دهيمګلوبين پرځاى هيموسيانين (Haemo cyanine) لري ،چې دهيموګلوبين په څير دنده سرته رسوي خو دوينې دسور رنګه پرځاى ابي او ژيړبخن رنګ ورکوي هيمو سيانين O2 او CO2 لېږدوي . دارتروپودا تنفسي سيسټم A . Respiratory System: څرنګه چې ارتروپودا حيوانات په هر ډول چاپيريال کې ژوندکوي نو دتنفس طريقه يې سره توپير لري هغه حيوانات ،چې په اوبو کې ژوندکوي دبرانشي (Bronchi) په وسيله تنفس سرته رسوي ،چې برانشي يې په پښو کې قرار لري او کوم چې په وچه او هواکې ژوندکوي هغوى دهوايي نلونو (Trachea) تراخيا دبدن دسوريو او سږو (Lungs) په وسيله تنفس کوي تراخيايو تيوب دى ،چې داتيوب بيا په وړو وړو تيوبونو وېشل کېږي دا تيوبونه دانساجو او هواسره په تماس کې وي . دا تروپودا هضم سيسټم A . Digestive System: دارتروپودا حيواناتو هضمي سيستم يې مکمل دى ،چې دخولې څخه پيل کېږي،چې ژامې لري او دهغې په وسيله خواړه رانيسي ستونې (Pharynx) مرۍ (Oesophagus) جاغور (Crop) او شاټينګه (Gizzard) واقع او لعابيه غدوات قرار لري دمرۍ په وسيله خواړه جاغور ته وړل کېږي او جمع بيا شاټينګې ته رسېږي .شاټينګه کلک شيتيني (Chitin) راوتلې ځايونه او ګونځې لري ،چې دهغې په مرسته خواړه ميده کېږي دابرخه د (Forgut) په نوم ياديږي Midgut ،چې دمعدى په نوم ياديږي يعنى فزيکي هضم سرته رسوي هضم شوى مواد د داخلي جدارونو په وسيله جذب شوى او وينې ته ورکول کېږي ګټور مواد په مصرف رسيږي له دې څخه وروسته ميده شوى مواد دکيمياوي هضم لپاره کولمو ته ځي ،چې هلته دکولمو دهضم څخه وروسته ګټور مواد جذبوي او فاضله مواد دبدن څخه خارجيږي. ارتروپودا مخرج لري،چې دا برخه د Hindgut په نوم ياديږي . دارتروپودا اطراحي سيسټم A . Excretion System: چې مايع اضافي مواد دوجود نه طرحه کوي پختورګي او مثانه په ارتروپودا کې دا دنده اجرا کوي ،چې په دوى کې يوشمېرتيوبونه دي ،چې پروتو نيفريډيا ورته وايي ،چې کولاى شي دبدن دانساجو څخه دمايع اضافي مواد دباندې اوباسي پوستګې داطراح دنده ،چې اکثريې دسر په برخه ( انتنونو ) کې وي . ارتروپودا عصبي سيسټم A .Nervous System: دارتروپودا حيواناتو يوه جوړه عصبي غوټى (N.Ganglion) لري ،چې دمغزو کار ورکوي دا غوټې دمرۍ دپاسه واقع دي يا فوق مرۍ غوټى (Super Ganglion) چې دمرۍ دپاسه يو عصبي پُل هم موجود دى ددې غوټو څخه دحيوان په شا کې يولوى عصبي تناب دحيوان تر اخري برخې پورې تللې دى ،چې په هر بندکې يوه يوه کوچنۍ غوټه ورسره اړيکه لري همدا غوټې دخپل اړونده بند فعاليتونه کنټرولوي ،چې دمحيط څخه انګيزه اخلي او عکس العمل وښېي . ارتروپودا حسي غړي (Sense) هم لري لکه : باصري حس (Vision sense) ،ذايقي حس (Taste sense) او لامسى حس ،چې مهم يې سترګې دي ،چې په ځينو کې ساده او په ځينو کې مرکبې سترګې شتون لري . هغه سترګې ،چې دزياتو عدسيو څخه جوړې شوى لکه : ملخ او ماشي او ځېنې حيوانات يې دسامعې حس (Auditory sense) لري لکه : دحشراتو انتنونه ،چې دحسي الو په توګه کارکوي . دارتروپودا دباصرې غړي يې سترګې دي يعنى ساده مرکبې سترګې ،چې ليدل پرې کوي . دذايقې حس دمحکموژامو او خولې په وسيله (انتنونواوشاخکونو) په وسيله يې معلوموي .

       لامسې حس دانتنونو ياضمايم او پوستکي په وسيله معلوموي.
      سامعې حس داوريدو غړي دي ،چې دبطن دلومړي بند(Segment) په دواړو خواو کې ليدل کېږي ،چې هريو يې دسماع پرده (Tempanic Membrane) نومېږي ،چې دهغې په وسيله اوريدل کوي .
      شامى حس (Olfactory sense) چې زياتره په انتنونو او ژامو کې شتون لري ،چې دهغې په وسيله بوى حس کوي .
  ارتروپودا تکثري سيسټم  A . Reproductive System:

دارترو پودا ټول جنسونه بيل بيل دي مذکر او مؤنث دي ټول ارتروپودا په عمومي توګه هګۍ اچوي او ځېنې يې بچې زيږوي لکه : لړم

دارتروپودا جوړښت : پوستکې ( کيوتيکل جوړښت ) : داپيدرم (Epiderm) حجرې دکيوتيکل (Cuticul) په نوم مواد ترشح کوي ،چې مهمه برخه يې (Chitin) دى ددې مادې جوړښت او ضخامت ،چې دبدن په مختلفو برخو کې توپير لري دټولو غړو سطحه چې اکتودرمي منشاء لري پوښوي همدارنګه کيوتيکل دتنفسي سيستم داخلي برخې پوښوي دباندې څخه داخل خواته له دريو برخو څخه جوړ شويدى .

 ١ – ا يپي کيوتيکل (Epicuticule) 

٢ – ا يکزو کيوتيکل (Exocuticule) ٣ – ا ندو کيوتيکل (Endocuticule) ا يپي کيوتيکل (Epicuticule) : دنور دانکسارخاصيت لري او ضخامت يې دڅومايکرون څخه ډېر نه دى داطبقه داوبو په مقابل کې غيرقابل نفوذ ده نو ځکه په ټول عمر کې داوبو دتبخير مخه نېسي . ا يکزو کيوتيکل (Exocuticule) : داطبقه سخته اومقاومه طبقه ده ،چې دايپي کيوتيکل لاندې واقع ده رنګ يې معمولاً خاکستري او په جوړښت کې يې دميلانين رنګه دانې ډېرې لېدل کېږي دارنګ مواد د نوعو په تشخيص کې مهم دي دابرخه دسکلروتين (Sclerotine) څخه جوړه شويده سکلروتين دفقاريه حيواناتو دکراتين سره پرتله کېداى شي په دې مرحله کې په لږه اندازه کيتين هم ليدل کېږي .

ا ندو کيوتيکل (Endocuticule) : داطبقه هم پنډه طبقه ده چې ارتجاعي قابليت لري او بې رنګه ده چې دکيوتيکل مهمه برخه جوړوي دفزيکي جوړښت له مخې موازي تيغو په شکل ګنځې لري ددې مهمه ماده کيتين جوړوي .

ا يپي درم ‌\ هايپو درم (Hypodermes) : دمنظمو حجرو څخه عبارت دى چې قاعدوي غشاء (Basic Membrane) دپاسه ځاى لري او خارجي څنډې يې سليانه لري داحجرې دنورو حجرو لکه : دويښتانو ،اغزيو،پتريو او نورو جوړولو کې رول لري. دکيوتيکل کيمياوي جوړښت : دکيوتيکل په کيمياو جوړښت کې درې ډول مواد رول لري : ١ – کيتين (Chitine) : کيين يو نايتروجن پولي سکرايد دى چې نه تر پورې دکيوتيکل وچ وزن جوړوي . ٢ – سکلرو پروتين (Scleroproteones) : په کيوتيکل کې موجوده پروتين هغه مواد دي چې په سلو کې د35% - 25% پورې دکيوتيکل وچ وزن جوړوي داد ارتروپودا دبدن داو بو دتبخير مخه نېسي نوځکه دوى په سختو شرايطوکې لکه : داوبوکموالى،دحرارت زياتوالى او ياپه ډېره وچه هوا کې خپل ژوندته ادامه ورکوي. ٣ - معدني مالګى : دکيوتيکل دسختوالى په سکلرو پروتين پورې تړلې دى چې دغه مالګې په کې شاملي دي : کلسيم سلفيت (Caso4¬¬) او کلسيم کاربونيت (Ca2¬CO3) دارتروپودادپوستکي بدلولEcdysis ياMolting: دارتروپودا دژوندپه دوران کې ددوى بدن وده او انکشاف کوي حال داچې خارجي اسکليټ دهغې لپاره ګنجايش نه لري نو په همدې خاطرارترپودا دخپل ژوندپه دوران کې څو څو ځلې پوستکې بدلوي ،چې په دې عمليه کې څو مرحلې ترسره کېږي ،چې په لاندې ډول دي . ١ – د هايپو درمس Hypodermes دحجروزياتېدل او لويېدل . ٢ – دپوست اچولو ځانګړې مايع (Cuticle) ترشح او فعاليدل. ٣ – دهايپودرمس په وسيله دزاړه کيوتيکل ځېنې برخې حليدل او جذبېدل . ٤ – دزاړه کيوتيکل څېرې کېدل او له منځه تلل . ٥ – دنوي کيوتيکل له ترشح پيل او په هغه کې تغيرات پراخوالى او کلکوالى . ٦ – دموم دطبقې جوړېدل . ارتروپوداکې دپوستکي دندې ١ – دخارجي عواملو او ناروغيو عاملينو په مقابل کې دنورو حيواناتو څخه دفاع کوي . ٢ - دعضلاتو لپاره ښه او مناسبه تکيه ګاه ده. ٣ – دوچې ژونديو حيواناتو داوبو دتبخير څخه مخنېوي کوي . ٤ – په هغو ارتروپوداو کې چې په اوبو او لمدو ځايونو کې ژوندکوي دګازاتو دتبادلې زمينه برابروي . ٥ – دپوست بدلولو په وخت کې ضروري انزايمونه ترشح کوي او همداراز دنوي کيوتيکل (Cuticle) دجوړولو لپاره موادتهيه کوي .


دارتروپودا طبقه بنديTaxonomy ارتروپودا ډيرپخواني حيوا نات دي چې ددوى ژوند دکامبرين په دوره کې ثابت شوى دارترپوداحيوانات په مختلفو کتابونو کې په مختلفو ډولونو سره طبقه بندي شويدي ،خومونږدلته دمروج شکل څخه يادونه کوو ارتروپوداپه دريو سب فايلمونو ويشل شويدي . ١ – د ترايلو بيټو مورفا سب فايلم Sub Phylum Trilobitomorpha ٢ – دچېلسيراټا سب فايلم Sub Phylum Chelicerata ٣ – مانديبوليټا سب فايلم Sub Phylum Mandibulata ١ – ترايلو بيټومورفا سب فايلم Sub Phylum Trilobitomorpha : په دې کې ډيرپخواني او ابتدائي ارتروپوادوي شاملي دي چې عموماً په سمندرونو کې ژوندکوي جيالوژيکي مختلفو دورو او په ځانګړي ډول پاليوزوييک Paleozoic په دورو کې اوسيدل دابحري حيوانات د 10 – 2 cm پورې او کله تر 75cm پورې اوږدوالى لري ددوى بدن په دوه برخو ويشل شوېدى يوه برخه يې سر او بله برخه يې تنه ده ،چې تنه يې سره ورته بندونه (Segments) لري دحيوان سر بندلرونکې دى چې دڅلورو نورو بندونوڅخه جوړشويدى ،چې دانتن او څلورجوړې بندلرونکو پښولرونکې دى ،نوموړي پښې برانشي لرونکي دي او دبطن دپښوڅخه توپير نه لري دترايلو بيټ دسر پورتنۍ برخه دکيتين (Chitin) په وسيله پوښل شويده ،چې په پورتنۍ برخه کې يوه جوړه مرکبې سترګې موجودې دي دتنې برخه يې هربند يوه جوړه پښې لري چې دبرانشي ګانو لرونکي دي ددې حيواناتو پلنه طبقه په زهري برخه کې درې جرۍ ( يو په وسط کې او دوه په دواړو خواو کې لري ) نوځکه دانوم ورته ورکړل شويدى . ٢ – چېلسيراټا سب فايلم Sub Phylum Chelicerata : په دې کې څلورزره نوعى شاملي دي چې اکثريې ځمکې دمخ حيوانات دي چې هواتنفس کوي او ځينې ډولونه يې په اوبو کې ژوندکوي بدن يې دسر ،صدراو بطن څخه جوړ شويدى چې په شيني ( کنو) کې معمولاً مل وي چې دسيفالوتوراکس (Sephalothorax) په نوم جوړښت منځته راوړي داحيوانات انتنونه او مخکنۍ ژامه (Mandibula) نه لري په سرکې ددوه انبورونو په شان جوړښتونه چېلسيريس (Cheliceres) او پيدپالپا(Pedipalpa) شته چې دحسي غړي په توګه کار کوي دصدرپه برخه کې څلورجوړې حرکي پښې ځاى لري او سترګې يې ساده دي په دې فايلم کې دوه ټولګي شامل دي . ١ – غڼو ټولګې Class Archanida ٢ –غڼې شکله چننګښانو ټولګې Class Merostomata

  ١ – غڼو ټولګې 	Class Archanida : په دې ټولګي کې ديرش زره نوعى شاملي دي چې په عمومي ډول دوچې حيوانات دي په دې کې غڼې ،لړمان او شيني شامل دي داحيوانات دتراحيه په وسيله تنفس کوي ددوى تنفس سږوته ورته دستګاو په وسيله صورت نېسي ،چې تراحيه درشتو داجتماع   (Phyllotrachees) تشکيل شوى او يا دپوستکي له لارې صورت نېسي ددې حيواناتو دبدن جوړښت يوډول نه دى معمولاً په بدن کې سر،صدر او بطن دتفکيک وړ دي اماپه شينو(Acari) چې دواړه برخې يې سره وصل دي په ځينو غڼو کې بطن او دسره برخه دصدر سره په بند (Segment) تبديله شويده دشينو بدن بندونه، تنه اوبازونه لري په دې حيواناتو کې دسره او سينې قفس دپروزوماپه نوم ياديږي،چې ديوې جوړې چېلسيرا او پنځه جوړو نورو ضمايمو لرونکي وي چې په دې ترتيب سره لمړنې جورښت پيديپالپا (Pediplpa) او څلور جوړې پښې (Appendices) وي چېلسيرا دپنس انبور او يادارې په شکل وي او په تغذيه ورڅخه کار اخلي پيديپالپونه دښکار لپاره وه او کله هم دحسي ويښتانو په وسيله پوښل شوى او دلامسي غړي په توګه کار کوي اته پښې لري دخيټې برخه د اوپيستوزوما (Opisthosoma`) په نوم ياديږي مختلف شکلونه لري،کله په غڼوکې يوه ټوټه کړۍ لري او کله يې نه لري او ددوه برخو يعنى مخکې برخه (Pre- Abdomen) او وروستۍ برخه (Pos- Abdomen)  څخه جوړه شويده چې مخکنې برخه يې دسينې په قفس تړلې او وروستۍ برخه يې نرۍ او دغڼو متحرکه برخه جوړوي چې په مخرج او نيش باندې پاى ته رسيږي .

دخيټې دبرخې ضمايم واړه او ياله منځه تللي دي په غڼوکې ديو څخه تر څلورو جوړو پورې ساده سترګې موجودې دي هضمي غړي يې مختلف جوړښتونه لري چې ددوى دتغذيي په ډول پورې اړه لري دهغه ډول هضمي سيستم دمايع غذا لکه : دنباتاتو شيرې او يادحيواناتو دوينې څخه تغذيه کوي مخکې برخه يې حلقوم او غضلوي مرۍ څخه چې دغذا په جذبولو کې مرسته کوي جوړشويدي هغه ډولونه چې دجامدي غذاڅخه استفاده کوي زبيښونکې حلقوم نه لري دهضم او جذب موده په وسطي کولمو کې نسبتاً لنډه ده کولمې غدوي ايپيتل په واسطه پوښل شويدي او دراوتلو جوړښتونو لرونکي دي دجذب سطحه يې ډيره وي په ډيرو غڼوکې دوسطي کولمو په بطني برخه کې دځيګرمجراوي خلاصيږي چې هضمي انزايمونه افرازوي او غذايي هضم شوي موادجذبوي دکولمو وروستۍ برخه يې لويه ده . دتنفسي سيستم غړي په دې حيواناتو کې توپيرلري په ځينوډولونو کې دسږودکڅوړې څخه استفاده کېږي مګرځېنې نوريې دتراحيه په واسطه تنفس کوي او داسې ډولونه هم شته چې ددواړو غړو په مرسته تنفس کوي دسږو کڅوړې دبطن په مخکنۍ برخه کې واقع دي او دSpiracle په مرسته دباندې محيط سره اړيکې لري دسږو په داخل کې نرۍ هوارې پاڼې ځاى لري چې دهغه په خاليګاه کې وينه جريان لري د ګازاتو تبادله دسږو دنازکو پاڼو په وسيله سرته رسيږي تراحيه دبطن دپوښ دسوري څخه پيل کېږي او دمنشعبو تيوبونو په شکل جريان لري . دويني دوراني سيستم يې دزړه او رګونوڅخه جوړ شويدى چې زړه يې ظهري خواته موقيعت لري زړه څخه رګونه ټول بدن ته خواره شويدي دوينې ګرځيدل زړه ته دخاليګاه په وسيله صورت نېسي په ځينو کې زړه غضلي لولېي شکل لري چې دډيرو سورو لرونکي دي په ځينو نورو ډولونو کې زړه دکسې په شان جوړښت لري چې ديواو دوه خولو سوريو لرونکي دي په شنو کې دوينې رګونه قسماً تنقيص شوي او ځېنې زړه نه لري . داطراح سيستم اطراحي غړي يې په دوه شکلونو ليدل کېږي زياته برخه يې يو نه دوه جوړې ميټانفريډياچې دپښو په قاعده کې خلاصيږي لري سربيره پردې دبطن په برخه کې يو نه تردوه جوړې نري تړلي لولېي يعنې مالپيګي رګونه شته چې په کولمو کې خلاصيږي لمړنۍ جوړه تجزيوي محصولات دصدري برخې څخه او دوهم زوج يې دبطني برخې څخه اطراح کوي . تکثري سيستم يې داحيوانات د مختلفو جنسونو لرونکي دي او تکامل يې په مستقيم او غيرمستقيم ډول صورت نېسي هګۍ اچوي مګر ځينې يې بچې زيږونکي (Viviparity) دي مذکر جنسونه يې نسبت مونث جنسونوته کوچني دي . عصبي سيستم يې دنورو ارتروپوداو په شان دعصبي رشتو او غوټو څخه عبارت دى ارکنيډيادوزرونو او مرکبو سترګو نه درلودلو څلورجوړې پښې درلودلو دسراو سينې دبرخې داتصال له کبله دحشراتو څخه توپيرلري ددې کلاس ځينې اردرونه په لاندې ډول دي .

١ – لړمانو اردر Order Scorpiones ٢ – غڼو اردر Order Aranei ٣ – شينو اردر Order Acarina ١– لړمانو اردر Order Scorpiones داحيوانات دډيرو پخوانيو حيواناتو له جملې څخه يعنې سيلورين (Silurian) ددورې څخه دي ددې حيواناتو ظاهري شکل چنګښانو ته پاتې کېږي دډيرو اوږدو استواني نوعو اوږدوالى يې 18m ته رسيږي بدن يې په واضخ ډول په بندونو ويشل شويدى چې دسراو صدر بندونه يې سره وصل شوي دي اونه بيلېدونکې سر او صدر يې منځته راوړى دى چې دسيفالوتوراکس (Cephelothorax) په نوم ياديږي بطن (Abdomen) ديولړبندونو څخه جوړ دى چې مخکنۍ برخه يې پراخه او وروستۍ برخه يې اوږده ده اخرنۍ بنديې په تېره نېش ختميږي چې په انجام کې يې زهرې غده باندې خلاصيږي لړم دبطن دضربې دنيش په مرسته زهرددښمن بدن ته داخلوي . لړمانو دوچې ژوندسره توافق حاصل کړې دى چې دپيديپالپ (Pedipalpi) يې په قوي پنجوختميږي لړمان دشپې لخوافعاله دي او د ورځې له خوادتيږي لاندې، دديوالونو په درزونو،ونولاندې اونورومحافظوي پوښونو کې ځان پټوي لړمان خصوصاً په باراني فصلونو او ګرموځايونو کې په انسانانوحمله کوي ددې غذاغڼې او حشرې دي چې دپنجوپه مرسته يې نيسي اودلکۍ ډوله خيټې په مرسته دخپل نيش په وسيله يې فلجوي اوبدن ته يې ننباسي . لړمان بچې زيږوي او بچې يې دمونث جنس په شاباندې ځاى نيسي او بياوړل کېږي دلړمانو مختلف ډولونه په نړۍ کې ليدل شويدي دلړمانوکوچني ډولونه دانسان په پوستکي کې خپل نيش داخلوي اوياداچې يوازې نرۍ يې چېچې مګرلوى زهري ډولونه يې په شمالي افريقا،مکسيکو،اريزونا او داروپاپه جنوب کې پيداکېږي که انسان وچېچې ډيروهيم اوحتى وژونکى دي لړمانوزهر البوميني سمي مواد دي چې دفلج ،تشنج او دوينې داحتلالاتوسبب ګرځي چې موضعي درد،خارښت او سوى هم ورسره وي .دلړمانو کنټرول لپاره لازمه ده چې دکور په شاوخواکې دکلورين لرونکوهايدرو کاربني محلولونه بايد دواپاشي شي .



     ( دلړم  انځور )

٢ – د غڼو اردر Order Aranei:

		سداد ارکنيډيالوى اردر دى چې 21 زره نوعى لري داحيوانات داوبدلو قابليت لري چې دحقيقي  غڼو په نوم ياديږي .داحيوانات دونو،ويالو،کورونواو ديوالونو له پاسه جالونه جوړوي داپه دې معنى چې غڼې په هرهغه ځاى کې چې تګ راتګ په کې نه وي څه دکوردباندې او څه دکور دننه تارونه جوړوي داتارونه مخصوص پروتين دي چې دبطني غدو په مرسته توليديږي داغدى مخصوصه مواد افرازوي چې په هواکې په چټکۍ سره ټينګيږي اودغڼې تارونه جوړوي .

دغڼې تارونه دمختلفومقصدونو لپاره استعماليږي لکه :ښکار،داوسيدوځاله ،دهګۍ دغوزې جوړولو لپاره او دهمدې تارپه مرسته ښکته پورته تللاى شي.ځوانې غڼې په بادونوکې دتارونو په خلاصولوسره لرې الوتلاى شي غڼې په دې جالونو کې مچان،مياشي اونورحشرې دزهر په مرسته فلجوي اوددوى دبدن شيره زبيښي داحيوانات دميتامارفوسيس په حالت کې وده کوي دوى په کتلوي شکل هګۍ اچوي چې داهګۍ دپيلې په منځ کې وي ځوانې غڼې دڅه وخت لپاره دپيلې ( غوزې) په منځ کې پاتې کېږي او د اته يانهه ځلو پوستکي اچولو څخه وروسته په بالغې غڼې بدليږي .

(دغڼوانځور) دغڼو بدن په دوه واضخو برخو ويشل شويدى چې يوه برخه يې تفکيک شوى چې سر،صدراو بطن څخه عبارت دى ،دچېلسيراجوړښت د پنس په شکل دى چې ددوه بندونو څخه جوړ شويدى اخري بنديې دتېرې او کږې پنجې په شکل دى چېلسيرا په قاعده کې زهري غده موقيعت لري چې قنات يې تيزې پنجې کې خلاصيږي غڼې دپنجو په مرسته دخپل ښکار څخه چې دچېلسيرا په مرسته ټينګ شويدى زهري زرفوي حيوانات بې حسه کوي دغڼو ځېنې ډولونه داسې دي چې دانسان دمسموميت سبب کيږي لکه : Lycasa غڼې چې دلويو غڼو له جملې څخه دي اوډيرې وحشتناکه دي که څه هم واړه حيوانات وژني مګر په انسانانوکې شديددردونه پيداکوي خوخطرناک نه وي.کوچنۍ غڼې د Latrocletus جنس پورې تړلي دي توربخملي رنګ لري چې دبطن په برخه کې سره ټکي لري ددې حيواناتونيش داسونو لپاره وژونکې دى غڼې څلور جوړه پښولرونکي دي چې اووه بندونه لري دسيفالوتوراکس برخه يې د اتوسترګو لرونکې ده چې موقيعت يې نظرنوعى ته توپيرلري. دغڼوتنفس ديوڅخه تر دوه جوړه کتابي (Book Trachia) او تيوبي تراحيه (Tubular Trachia) په وسيله صورت نېسي دکورونو غڼې Tegenaria معمولاً داوسيدوپه کورونو کې اوسيږي چې اکثرا حشرات لکه :مچان ،مياشي او نور چې دانسانانوسره ژوندکوي ښکار کوي بايدوويل شي دغڼوزهر غيرهيموليزکوونکې البوميني زهر دي چې دمحيطي نيروتوکسين په شکل عمل کوي علامې يې دزهر غلظت له مخې توپير کېږي .




(دچېلسيرا انځور) ٣– د شينو اردر Order Acarina: کوچني حيوانات دي چې اوږدوالى يې دڅو ملي ميترو څخه تر 3cm پورې رسيږي تراوسه لس زره نوعى شنې پيژندل شويدي چې ځېنې يې حيواني او ځنې نباتي پرازيتونه دي په دوى کې سيفالوتوراکس (Cephalothorax) او بطن برخه په واضخ ډول سره بيله شوى نه ده او نيدراتامخکنۍ برخه يې بندونه لرونکې وي چېلسيرا او پيديپالپ په هغو شنو کې دي چې دمايع موادو لکه : دحيواناتو وينه او دنباتاتو دشيرې څخه تغذيه کوي اوږود او زبيښونکې نيش لرونکې خرطوم منځته راوړي داکثرو شنو چېلسيرا د دندانو لرونکي وي او دجامدو موادو دميده کولو لپاره کارکوي زړه او تنفسي غړو يې تنقص پيداکړيدى ځکه دددې جسامت وړوکې دى او دبدن سطحه يې دګازاتو دتبادلې لپاره کفايت کوي .

(دشنو انځور) د شنو دژوند دوران: شنې دمذکر او مؤنث جنس لرونکي دي دوينې زبيښونکو شنو مؤنث جنس 13 – 5 ورځو وينې زبيښلو څخه وروسته غټيږي او په ځمکه لوييږي دڅوارلسو ورځو په موده کې د 8000 – 2000 کوچنۍ بيضوي قهوه يي رنګه هګۍ توليدوي چې 36 – 3 ورځو پورې دهګيو اچولو څخه وروسته مري دهګيو څخه د 7 – 2 اوونيو پورې لارواوى چې درې جوړې پښې لري خارجيږي شنې دوينې زبيښلولپاره په حيواناتو حمله کوي بيا په ځمکه کې غټيږي او دڅو وارې پوستکي اچولو څخه وروسته څلور جوړې پښې پيداکوي دابچې په ژمي کې په ژمني خوب ويده کېږي او بيا ديو يا څو وارې پوستکي اچولو څخه وروسته په بالغو شنو بدليږي شنې امکان لري چې د 2 – 1 کالو او کله هم د دريو کلونو په موده کې په کامل حيوان بدليږي بالغه شني کولاى شي چې پرته له تغذيي څخه په ژمني خوب ويده شي او ديوځل وينې زبيښلو څخه وروسته دهګيو په اچولو پيل وکړي دوى دژونددوره دزمکې پرمخ تيروي مګر ځينې ډولونه يې دحيواناتو پرمخ تيروي شني دلمروړانګووچوالي او ډير باران په مقابل کې حساسې دي مګرديخنۍ په مقابل کې مقاومت لري ځنې شني شته چې تر پينځه ويشتو کلونو پورې ژوندي پاتې کېږي او ترپنځه کلونوپورې دلوږې تحمل کولاى شي . دشــنو ډولــــونه ١ – داوبو شني : واړه حيوانات دي چې په تياره رنګونو لکه سور او شين کې پيداکېږي په حوضونو او جهيلونو کې ژوندکوي ددې شنو لارواپرازيتي ژوندلري مګر بالغ شني يې آزاد ژوندلري چې دچنګښو او حشراتو لارواوى ښکار کوي . ٢ – د ګودامونو شنــي : دغلاجاتو او خصوصاً دوړو افات دي چې ډير واړه جسامتونه لري چې دبدن اوږدوالى يې 0.5mm ته رسيږي دوى کولاى شي په مساعدو شرايطو کې په ټول ژوندکې تکثروکړي دانکشاف دوره يې د 40 – 25 ورځو پورې وي . ٣ –داوبذونکي شنــي : دمختلفو نباتاتو دپاڼې لاندې لکه : دغڼوپه شان تارونه جوړوي ترڅوحشرات پکې ښکار کړي او ددوى دبدن مايع وزبيښي . ٤ – د غوزايي شنـــي : په نباتاتو کې غوزه توليدوي چې عمده نوعى يې Ixodidas دى چې دوحشي او اهلي حيواناتوپرازيتونه دي چې په يوه غوا کې تر زرو پورې شني په يوه وخت کې اوسيدلاى شي جسامت يې 15 – 10mm پورې دى چې په پوستکې پورې نښلي او وينه زبيښي شني چې په مختلفو حيواناتو کې لکه : غوا،ميږې ،پسونه او نورو کې پيداکېږي چې دمختلفو وايروسي او بکترياوي ناروغيو په انتقال کې مرسته کوي . ٥ – تخريش کوونکي شنـــي : تخريش کوونکي شني دحيواناتو په پوستکي ،ويښتو ،وړيو او حتى په انسانانو کې ليدل کېږي چې دپوستکي دخارښت سبب کېږي دوى داوږد چېنجي په شان جوړښت لري او پښې يې لنډې دي دوى هم دمختلفو ناروغيو په انتقال کې برخه اخلي . دشنو کنټرول دشنوکنترول لپاره بايد ددوى داستراحت اواوسيدوځايونه دديوالونوسوري دګچ کولو په وسيله له منځه ځي او کولاى شو دمختلفو کيمياوي موادو په مرسته دحيواناتو د اوسيدو ځايونه دواپاشي شي چې يوځل په پسرلي کې او دوهم ځل په اوړي کې دوا پاشي شي کله چې دحيواناتو سره کارکوئ دکارڅخه وروسته خپل بدن وګورئ چې شني ځان سره کورته يونسۍ او اخته سپيان بايد کورته پرينښودل شي او تداوي شي .


٢ – غڼې شکله چنګښانوټولګې Class Merastomata: داحيوانات دبرانشي لرونکو ارتروپوداو له ډلې څخه دي او معمولاً بحري حيوانات دي مګرځنې انواع يې په خوږو اوبو کې ژوندکوي دسيفالوتوراکس برخه يې ديوې جوړه چېلسيرا او پنځه جوړو حرکي پښولرونکي دي حرکي پښې په قاعده کې صفحيې شکل دى چې دلامبواو برانشيګانو دنده لري اودغذا دپيداکولو لپاره هم کارکوي تراوسه پورې يوازې د Limulus جنس يې ژوندي دي چې دهندداوقيانوس نه تر استراليا،جاپان ا و شمالي افريقا په سواحلو کې مېندل کېږي .

(دليمولس انځور) ٢– دمانډيبوليټ سب فايلم Sub phylum Mandibulata په دې سب فايلم کې دکلک قشر لرونکې کرسټاسيا (Crustacea) حشرات (Insecta) چېلوپودا(Chilopoda) اوډيپلوپودا(Diplopoda) شامل دي داحيوانات دسر په برخه کې انتن په نوم دوه جوړې ضمايم لري نوځکه د Antennata په نوم هم ياديږي په خوله کې يې ژامې دي اوچېلسيرا نه لري) (Chilopoda او(Diplopoda) د Myriopoda په نوم ياديږي په دې فايلم کې دبندونو اوضمايمو دشمېر او ودې له مخې ډيرتوپيرشته ځکه هريوبيل بيل ټولګي کې لوستل کېږي . ١ - د قشريه ټولکې Class Crustacea : کرسټاسياپه خاورو ،خوږو اوترو اوبوکې ژوندکوي داحيوانات عموماً دبرانشيګانو (Branchales) په وسيله تنفس کوي تر٢٦٠٠٠ پورې ډولونه يې پيژندل شويدي چنګښان خرچنګونو او دخوږو او ترو اوبو واړه خرچنګونه په دې ټولګي کې شامل دي دقشريه بدن په دريو برخو وېشل کېږي ،سر،صدر او بطن چې صدر اوسر سره وصل دي په سر کې دوه جوړې انتنونه دي چې دلامسي حس دنده سرته رسوي اطراف يې معمولاً دوه ښاخۍ وي په عالي خرچنګونو (Malacostraces) کې دبندونو شمېراو دجوړښت له مخې ثابت حالت ليدل کېږي دسرپه برخه کې يې يوه ټوټه وي چې دشپږ بندونو صدر يې اته بندونه اوبطن يې شپږبندونه لري او په اخر کې يې په لکۍ (Telson) باندې ختميږي دټولو قشريه دسر په برخه کې پنځه جوړې خارجي ضمايم شتون لري چې دمخکې خواڅخه وروسته دهغوى څخه يادونه کوو . ١ – لمړني انتنونه چې ديومفصلي فلاجيل څخه جوړ دى دوهمي انتنونه چې دوه ښاخۍ دي پورتنۍ ژامې او لاندنۍ ژامې دوه ښاخۍ دژوولو لپاره کارکوي لاندنۍ وروستۍ ژامه (Masxilles) چې دلاندې ژاموپه شکل دي په دوى کې اطراف هم په دوه ښاخۍ شکل دي چې ديو قاعديي Segments دپروتوپوډيټ په نوم جوړښت چې له پاسه يې دوه ښاخيي جوړښت شته چې دبدن داخل خواته دانډوپوديټ (Endopodit) او دبدن خارج خواته دايګزوپوډيټ (Exopodit) په نوم ياديږي .دايګزوپوډيټ ځنې شکلونه دتللو دنده لري اوبندونه يې ديوې ټوټې په شکل دي حال داچې ايګزوپوډيټ په کرستاسيا کې دلامبو وهلو دنده لري اومختلف شکلونه لري برسيره پردې دپروتوپوډيټ (Protopodit) يو راوتلې جوړښت دى چې د Epipodit Exit شته چې دبرانشي دنده سرته رسوي (Protopodit) داخلي برخې يې دخولې په برخه کې ژامې په شکل دنده سرته رسوي او دراوتلو جوړښتونو لرونکي دي چې د Endit په نوم ياديږي دانډو پوډيټ جوړښت دخولې په برخه کې تنقيض کړيدى او ايګزوپوډيټ دلامسې دنده سرته رسوي دکرستاسيابدن دکيتني کيوتيکل په واسطه پوښل شويدى دعالي قشريه اسکليټ پنډ وي مګر ابتدايه قشريه اسکليټ نازک دى په ځنو ډولونو کې پوښ داخل خوات ننوزي چې دعضلات ورسر ثابتيږي .

( دلوبيسټر انځور) داخلي جوړښــــت هاضمي سيستـــم: دخولې څخه وروسته لنډه مرۍ ده چې پراخه شويده اومعده جوړوي معده له دوه برخوڅخه جوړه شويده چې لمړنۍ برخه يې دغذا دټوټه کولو او دوهمه برخه يې پرغذا باندې دفشار واردوي په لمړنۍ برخه کې درې راوتلي جوړښتونه ليدل کېږ ي يعنې غاښونه چې دغذا دميده کولو لپاره کار کوي دوهمه برخې جدارونه يې ګونځې لرې چې دويښته ډوله جوړښتونه ورسره وي او ښه فلتر جوړوي چې يوازې وړه شوى غذا دکولمو خواته پريږدي دغذايي مواد هضم اوجذب په منځنيو کولمو کې صورت نېسي په دې برخه کې دهضمي غدې يعنې دځګر قناتونه هم خلاصيږي حلفي کولمې په مقعدحتميږي . تنفسي سيســتم : اکثره کرستاسيا برانشي لري چې دپښو په قاعده کې پراته وي ډيرواړه خرچنګونه دټول بدن دسطحې له لارې تنفس کولاى شي . دوراني سيســـتم: دوينې دوران يې مختلف شکلونه لري عالي قشريه کې زړه يوه نرۍ لوله ده او په هر بندکې داسټويم (Ostium) لرونکي دي دبدن خاليګاه مايع جذب اومخې ته يې ټيله کوي دزړه څخه شريانونه رواتلي دي چې دهغوى له لارې وينه خاليګاه ته تويېږي وينه دخاليګاه له لارې زړه ته راځي اود منفذ ونو له لارې جذبييږي په ځنو ابتدايې قشريو کې دوينې دوران کيسه ډوله زړه او رګونه لري ياداچې يوازې زړه لري چې وينه عضلاتو دحرکت په نتيجه کې انتقاليږي په ډيرو کوچنيو قشريو کې زړه تنقيض کړيدى لکه : ډفنيا(Diphnia) چې يوازې يوه جوړه Ostilum لري اويا زړه بيخې له منځه تللې . اطراحيه سيسـټم : جوړه لوليې سيستم دى چې ددوهم انتن په قاعده کې موقيعت لري چې دانتني غدو په نوم ياديږي يادمنځنۍ ژامې په قاعده کې ځاى لري دميګزيلري ګلينډ (Maxillary Gland) په نوم ياديږي داغړي دنيپريډياتغيرخوړلې شکل دى . عصبي سيسټــم : دقشريو عصبي سيستم يوه جوړه عصبي کړۍ دي حسي غړي يې چې ډيرښه انکشاف يې کړيدى دسترګو دلامسي او شامي غړي دي په قشريو کې دوه ډوله سترګې موجودي دي يو هغه ډول سترګې دي چې په لاروايي حالت کې لېدل کېږي او دنوپيلوس (Nauplius) په نوم ياديږي او بل يې مرکبې سترګې دي چې په مکمل حيوان کې مالوميږي دنوپيلوس سترګو تعداد په هرحيوان کې يوه دانه ده چې دسر په منځنۍ برخه کې واقع دي داډول سترګې په حيوان کې دتيارې او رڼادتشخيص لپاره دي . تکثري سيســـټم : په ډيرو قشريو کې جنسونه بيل دي ډيرلږ شمېر يې چې پرازيټي دي دهرماپروډايټ په شکل ليدل کېږي دانکشاف له مخې دکرستاسياپيچلې مورفولوژي لري ډيرلږ يې لاروايي مرحلې نه لري کله چې دهګۍ څخه لاروا خارجيږي دا لاروا د Nauplius په نوم ياديږي . نوپيلوس په اوبو کې لامبو وهلې شي جوړښت يې مايکروسکوپي بدن يې کړۍ نه لري او يو هضمي لوله ، يوه ابتدائي عصبي دستګاه ،عضلات ،يوه وسطي سترګه،درې جوړې خارجي ضمايم يعنې لومړنې او دوهمي انتنونه ، پاسنۍ ژامې او داو ديوې جوړې انتني غدو لرونکي دي دلاروا لمړنۍ انتن يو ښاخې اوهم دوه ښاخس او پاسنۍ ژامې دکامل حيوان باندې په څومرحلو او دپوستکي په تغيرونو کې سرته رسيږي ميتامارفوسيس د ضمائمودشکل په تغير او دخلقو په پيداکيدو سره يوځاى وي په ميتامارفوسيس ېې لمړۍ دخيټې په اخر کې لکۍ (Telson) مينځ ته راځي چې دمخرج منفذ لرونکي وي دنوپليوس لاروا په قشريو کې ډير ساده لاروايي شکل دى مګر په ځينو ډولونو کې چې لاروا دهګيو څخه خارجيږي تقريباً مکمل وي چې دلاروازو (Larvazoea) په نوم ياديږي په دې لاروا کې دبدن مفصلې دسينې او دخيټې برخه مشخصه ده او دسرپه برخه کې يوه جوړه مرکبې سترګې لمړنۍ او دوهمي انتنونه او پښې لري په حقيقت کې دجنين وده اود Nauplius مرحله دهګۍ په داخل کې صورت نېسي په دې ډول لاروا کې تغير نظر نوپليوس لاروا ته ډيرلږدي . ١ – ا بتدائي قشريه Entomostraca : په دې ټولګي کې واړه قشريه شامل دي چې په اوبو او دوچې په ولاړو اوبو او ډنډونو کې ژوندکوي داقشريه دعالي قشريه څخه په بطني Abdoma برخه يې داطرافو دنه لرلو له کبله توپيريږي .په دې ټولګي کې,Diaptamus,Daphnia Gyelops او نور شامل دي . ډ فنيا Daphnia : ډفنيا داوبو د ورږې په نوم هم ياديږي واړه چنګکونه لري چې په زياته پيمانه په خوږو اوبو کې دوه کوي او دډيرو کبانو غذا جوړوي د ډفنيا نسل دتناوب (Heterogony) په شکل دي داسې چې په اوړي کې دډفنيا دناالقاح شوى هګيو څخه مونث جنس منځته راځي .دامونث جنس په خپل نوبت سره نه القاح شوى هګۍ جوړولې شي مګر په مني کې مذکرجنس ښکاره کېږي چې مونث هګۍ القاح کړي دا القاح شوى هګۍ ژمې تېروي په پسرلي کې ورڅخه نوې نسل خارجيږي داحيوان دکڅوړې په شان جوړښت لري چې په ده پليې کتيني جدار کې ځاى لري او دسرپه برخه کې دوه جوړه انتنونه ځاى لري چې لومړنې يې وړوکې او دوهم يې تريوې اندازې پورې لوى او دوه ښاخېي وي صدري برخه يې د ٥ – ٦ جوړې پښې لري چې دوړو ويښتانو او دقاعدې په برخه کې دبرانشي لرونکي دي اوبه چې ددې پښو په وسيله جذبيږي دبدن جدار ته داخليږي مګرمايکرو ارګانيزمونه او نور اضافي مواد دوړو ويښتانو په وسيله ودريږي او دخولې خواته رهنمائي کېږي دې حيواناتو بطن لنډ او دصدر خواته ټيټ شويدى دډفنياجسامت دکال په اوږدو کې تغيير کوي داجسامت تراوړي پورې ډېريږي او ترمني پورې بيرته کميږي ډفنيااوبه فلتروي او فلتر شوى مواد دخولې خواته بيايي او دغذا په توګه ورڅخه ګټه اخيستل کېږي .

(دډفنيادجوړښت انځور) سا يکلوف : داهم واړه خرچنګونه دي چې دسرپه برخه کې يې دانتن لومړنۍ جوړه ډيره اوږده اودحرکي غړي په توګه کار کوي په خوږو او ترو اوبو کې ژوندکوي ځنې يې دپلنو چېنجيانوکوربه دي ددې حيوان مونث جنس خپلې هګۍ په ځانګړو کڅوړو کې ځان سره ليږدوي بطن يې په پنځه ډوله جوړه پاى ته رسيږي تنفس دبدن دهرې سطحې په وسيله کولاى شي . عالي قشريه Malacostraca عالي قشريه تقريباً 14000 ډولونه لري چې اوږدوالى يې تر 60cm پورې رسيږي بدن يې له 20 – 21 جوړې بندونه لري چې پنځه ياشپږ جوړې په سرکې اته صدري او اووه بطني بندونه دي اطراف نه يوازې په سراو صدرکې بلکې په بطن کې هم شته داطرحيې غړو مجراوى دانتن په قاعده کې خلاصيږي داکثرو بدن دکلک قشرلرونکي چې قشرونه يې مختلف پګمنټونه لري انکشاف يې بې له کوم تغيره وي او ياهم کېداى شي چې په ځنو ډولونو کې دZoealarva په صورت وي. عالي خرچنګونه په سيندونو او بحرونو او وچه کې ژوندکوي په دې ګروپ کې ايزوپوډا (Isopoda) لس پښې لرونکي Decapoda) ( او نور شامل دي چې لس پښې لرونکي په دريو عمده ګروپونو وېشل شويدي . ١ – اوږده لکۍ لرونکي خرچنګونه ٢ – نرمې لکۍ لرونکي خرچنګونه ٣ – چنګښان


) د خرچنګ انځور Crab , Crongon( چنګښان Crabs : داپه بحرونو خوږو اوبو او ځمکه کې ژوندکوي ددوى سر پلن او پراخه صدرلري چې لاندې يې تاوخوړلې بطن پروت دى. دافغانستان چنګښان په غرنيو ويالو کې ژوندکوي او هم کولاى شي چې په وچه کې ژوندوکړي ( داوبوڅخه دباندې پاتې کېداى شي ) داسې چې په ډيره ګرمۍ کې برانشي دپنډ قشر لاندې ساتل کېږي .کرستاسيادمختلفوحيواناتو( اوبوکوچنيو) حيواناتوڅخه نيولې ترنهنګ پورې دټولو لپاره ښه غذاده ځنې ډولونه يې دانسانانولپاره هم دغذا په توګه کارول کېږي .ځنې خرچنګونه او چنګښان دپرازيتي چنجيانومنځني کوربه دي . زر پښو لرونکي ټولګي Class Diplopoda داحيوانات عموماً په خاوره کې اوسيږي او دتراحيه په وسيله تنفس کوي او اطرحيه غړي يې دحشراتو په شان اطراحي لولې وي .دبدن جوړښت يې اوږد دى ددوه برخو سر او تنې څخه جوړشويدي دسرپه برخه کې حسي غړي،ساده سترګې،خوله او انتنونه پراته دي خوله يې پورتنۍ اولاندنۍ ژامې تنه يې ديوزيات شمېر سره ورته کړيو څخه جوړه شويده چې کړۍ يې پلنې او ګردې وي چې هره کړه يې دوه جوړه اطراف لري دبندونوشمېر يې د 100 – 20 پورې رسيږي په دې حيواناتو کې تناسلي سوري دتنې په مخکنيو کړيوکې او ياد بدن په دوو اخري کړيوکې خلاصيږي او په زياترو Diplopoda کې تناسلي سوري په دريم بندکې او ياددوهمې جوړې پښوپه شاتنۍ برخه کې دي .تراوسه پورې ٣٠٠٠ ډولونه پيژندل شويدي داحيوانات زياتره په مرطوبو او تياره ځايونو،دتيږو،خاورو ، دونو دپوستکي لاندې ،د خزي پاڼوپه منځ کې ،دخوساشويو پاڼو او وښولاندې اوسيږي ځنې يې ددې حيوانات غوښې خوړونکي دي چې دنورو ارتروپوداو څخه تغذيه کوي Diplopoda دځمکې ډيرپخواني اوسيدونکي دي چې د ډيونين (Davenian) ددورې څخه راپديخوا دځمکې پرمخ ژوندلري مهم مثالونه يې Glameris او Julus دي چې زهري غدي نه لري بلکې دنباتاتو دخوساشويو ميوو،ريښواو لرګيوڅخه تغذيه کوي په Julus کې اته مفصلي انتنونه شتون لري تنه يې دزياتو بندونو څخه جوړه شويده چې کيوتيکل لري چې داهکي ترکيباتو او بوى لرونکوترشحاتو لرونکي دي خوله يې پورتنۍ او لاندينۍ ژامې لري دبدن لومړنې بنديې پښې نه لري او درې وروستي بندونه يې هره يوه يې يوه جوړه ضمائم او پاتې نورې ټولې کړۍ يې دوه جوړه ضمايم لري .

                                                         (دزروپښولرونکې انځور)

سلو پښو لرونکي ټولګي Class Chilopoda ددې حيواناتوټول بندونه پرته له دوه اخرني بندونو يوه يوه جوړه اطراف لري دلومړي بندپښې يې دچنګک په شکل دي نوځکه د Forcipale په نوم ياديږي او دزهري غدې لرونکې دى لکه : Scolopendra جنس چې لوى ډولونه يې تر15cm پورې رسيږي دانسان او نورو اهلي حيواناتو لپاره يې زهرخطرناک دي . دحيوانات دحشراتو ،چنجيانو او نورو کوچنيو حيواناتو څخه تغذيه کوي چېلو پوډا دبدن بندونه يې پلن او شمېر يې د 15 – 175 پورې رسيږي هربنديې يوازې يوه جوړه ضمائم او ځانګړې سرلري دخولې ټوټې يې مکملې دي چې دلاندې او باندې ژامو يوه جوړه انتنونو لرونکي دي چېلوپوډا په ټوله نړئ کې په ځمکه کې دتيږو لاندې ،دونو دډډونو لاندې او دخاورې لاندې ژوندکوي دشپې لخوافعاله وي مهم مثالونه يې Lithobobius او Geophilus او نور دي .



                                                                (دسلوپښولرونکو(انځور)

حــشرات Class Insecta حشرات دشمېر له مخې دژونديو موجوداتويولوي ګروپ دى چې دحيواناتو برخه جوړوي حشراتو ته شپږ پښې لرونکي (Hexapoda) هم وايي دوى لکه دنورو ارتروپوداوپه څير دتراحيه (Trachea) په مرسته تنفس کوي دحشراتو بدن کې کړۍ اوضمائم ليدل کېږي .بدن يې له دريو برخو څخه جوړشويدى سر(Caput) ،تنه (Thorax) اوبطن (Abdomen) دحشراتو سر دڅوکړيو څخه جوړشويدى او دکيتني قشر په وسيله پوښل شويدى په سرکې دماغ ، خوله ، سترګې او انتنونه شتون لري. دخوله پورتنۍ شونډه (Labrum) ، يوه جوړه پورتنۍ ژامه (Mandibulae) ، يوه لاندېنۍ ژامه (Maxillae) او لاندېنۍ شونډه (Labium) لري . دحشراتودخولې ټوټې دهغوى دغذا ډول په اساس توپير لري لکه : ميده کوونکي خوله ، څټونکي خوله ، زبيښونکي او چېچونکي خوله.ميده کوونکي خوله په هغوحشراتو کې لېدل کېږي چې د جامدو غذايي موادو څخه استفاده کوي ددوى پورتنۍ ژامه يو لوى کيتيني صفحه جوړوي چې د دانه دارو او تيزو څنډودرلودونکې ده دلاندژامې جوړه يې چې دڅوبندونو څخه جوړه شويده چې دښاخونو لرونکې ده په څنډوکې دپرو په ډول دي چې داخلي پرې يې دکيتني ويښتانو لرونکي دي دپورتنۍ ژامې او لاندينۍ ژامې لومړنۍ جوړه ده چې دغذا دميده کولو لپاره کار کوي دلاندېنۍ ژامې دوهمه جوړه يوه واحده صفحه جوړوي چې په څنډو کې يې ښاخونه شته دخولې په انتنونو کې دحسي ويښتانو،لامسي او ذايقي غړي شتون لري . ټټر (صدر) Torax : ټټر دحشراتو دبدن مهمه برخه ده چې په ټولو حشراتوکې کړيو او بندونو څخه جوړه شويده ،دهر بند ترمنځ نرۍ پرده موجوده وي چې دمفصلونو شکل يې نيولې دى چې دحشراتو په الوتلو او حرکت کې ډېرې اسانتياوې برابروي. صدر درې کړۍ چې پروتوراکس (Prothorax) ،ميزو توراکس (Mesothrox) او ميتاتوراکس (Metathorax) دي په پروتوراکس کې يوه جوړه پښې مګر وزر نه لري ،په ميزوتوراکس کې يوه جوړه پښې او يوه جوړه وزرونه شته. همدارنګه په ميتاتوراکس کې هم يوجوړه پښې او يوه جوړه اوښتې وزرونه دي ،دميزوتوراکس او ميتاتوراکس په دواړو خواو کې يوه جوړه تنفسي سوري موجود دي ،چې مخکې وزرونه يې دالوتنې امکان برابروي ،چې زيات نه زيات څلور وزرونه دي او وروستي يې دساتنې دنده لري او په الوتلو کې هيڅ مرسته نه کوي.دوزرونو په سطحه کې په مختلفو ډولونو مختلف حسي غړي لکه : حسي ويښتان،حسي باڼه (Cillis) sensitifs) ،کوچني فلسي جوړښتونه (Recalls) چې دوزرونو دښکلو اوښايسته رنګونو سبب ګرځي . ګنبدي جوړښتونه (Organes Conpaniformes) چې دتڼۍ شکل لري په قاعده کې موجود دى ،چې دلامسي دغړي په توګه کار کوي او دوارده فشارونو په مقابل کې حساس دي .فيمپانال غړي (Dragon Fympanal) چې دحشراتو داوريدلو ډير قوي سيستم دى ،چې دکيوتيکلي نازکې غشاء څخه دغوږ پردې (Tympanum) داوريدلو ديو زيات شمېرعناصرو څخه جوړ شويدي . دسينې برخې پښې يې بند بند دي ،چې دلارې تګ او منډې وهلو،ښکار، لامبو وهلو،دځمکې کيندلو او نورو لپاره ترې کار اخلي چې دسينې دقفس پورې تړلي دي، داپښې دژوندډول او شرايطو پورې مربوطي دي چې ددې په وسيله کولاى شي چې دپښو مختلف ډولونه تشخيص کړي چې دا دبدن او انتنونو دپاکولو لپاره په کار وړل کېږي لکه په کورني مچانو کې. بطن Abdomen :

ګيډه يې ديوشمېر بندونو څخه جوړه شويده ،چې دبندونو شمېر يې په لاروايي مرحله کې دولس عدده وي او دبلوغ په مرحله کې نهه عدده دي ،خودابندونه هيڅ ضمائم نه لري لمړى بنديې دسينې دقفس سره نښتې دى ،چې دبطن په مخکې خوا کې پلن او غټ وي ،چې په اخره برخه کې نرې کېږي ،چې دتلسون (Telson) مقعدپه نوم ياديږي .

دخيټې شکل په مختلفو ډولونوکې مختلف دى ،چې استواني ،راوتلې،پلن ،مخروطي او کروي ليدل کېږي ،چې په دننه کې هاضمي ،دوراني ،تکثري او اطراحي غړي موجود دي .دخيټې لمړي اته بندونه معمولاً تنفسي سور (Spiricles) لري . دخيټې ظاهري شکل او دبندونو شمېر په ټول حشراتو کې يو ډول نه دى دخيټې بندونه په ځېنو حشراتو کې نرم ،کلک او په ځېنو کې دويښتانو او پترو په وسيله پوښل شويدي . عضـــلات Muscles  :

حشرات دوه ډوله عضلات لري ،چې يويې دمخطط عضلات او بل يې ښويه عضلات په نومونو ياديږي .

دحشراتو بدن زيات دمخططو عضلاتو له جملې څخه دي رنګونه يې معمولاً روښانه او يا هم خاکستري وي .دوزرونو عضلات ژيړ ،نارنجي او ياقهويي وي،څرنګه چې دحشراتو بدن دبندونو څخه جوړ دى نوځکه دعضلاتو شمېر دهغوى دحرکت لپاره ډير مهم دى ،چې دځېنو پتنګانو لاروا او دبدن عضلات 3000 زره ته رسيږي حال داچې د انسان دعضلاتو شمېر د 529 څخه ډير نه دى . څرنګه چې عضلات دحجراتو څخه جوړ شويدي چې دحجروي غشاء ،سارکوليما (Sarcolemma) ، هسته او سايتو پلازم لرونکي دي . دټولو عضلاتو په جوړښت کې نازکې تنفسي لولې ( مايتوکاندريا) ليدل کېږي دوزرونو دعضلاتو په برخه کې مايتو کاندريا 40% جوړوي .ښويه عضلات په حشراتو کې ډېر کم او دهاضمي په سيستم کې قرار لري . دمخطط عضلاتو جوړښت حشراتو ته دچټکو حرکتونو ، فعاليتونو قدرت ،ناڅاپي او فوراً خوځيدل ، تيښته ، اوږدې الوتنې او په ډيره بيړه دوزرونو رپول ددې عضلاتو دقدرت ښکارندوى دى . دحشراتو دعضلاتو قدرت نسبت دهغوى وزن ته فوق العاده ډېر دى يو عالم Midelncy نوميده په ګونګټو باندې تجربه وکړه ويې ليدل چې دوه ګرامه وزن لرونکي ګونګوټه کولاى شي چې 400gr په وزن فولادي خط کش په ژامو کې ونېسي او خپل سر ښکته او پورته وښوروي . دحشراتو داخلي جوړښت Anatomy of Insecta Internal دحشراتو تنفسي سيستم :

دحشراتو تنفس ديو منځ خالي شبکېي جوړښت په وسيله ،چې د Trachea په نوم ياديږي صورت نېسي .

تراخيا ټيوبي جوړښتونه دي ،چې دبدن دواړو خواوو ته دسوريو(Spiracles) په وسيله دباندې خلاصيږي .دسوريو شمېر په مختلفو ډولونو او مختلفو مرحلو کې توپير لري ،چې په لاروايي مرحله کې دولس او دبلوغ په مرحله کې يوولس جوړو ته رسيږي په ډير حشرو کې تنفسي سوري لس جوړې وي چې دوه جوړه يې په صدر او اته جوړې يې دبطن په برخه کې وي چې داسوري مستقيماً دتيوب سره اړيکه لري چې دخلاصيدو او تړل کېدو مکمل سيستم موجود دى چې دوى دګازاتو تبادله تنظيموي ( اوبو او جامدو موادو داخليدل او اوبو وتلو ) مخنېوې کوي . ځېنې حشرات د لاروا ( بلوغ ) په مرحله کې تنفسي سيستم ونه لري نو په دې وخت کې دپوستکي په وسيله تنفس کوي .هغه حشرات چې دپوستکي له لارې تنفس صورت نېسي په دې وخت کې Spiracle غير فعاله دى دا حالت په هغه حشرو په لارواو کې ليدل کېږي ،چې لاروايي مرحله په اوبو کې تيروي ځنې حشراتو لارواوې ،چې په اوبو کې ژوندکوي دتراخيا(برانشي ګانو) په وسيله تنفس کوي هرتراخيا منفذونه لري ،چې په زياتو ښاخونو ويشل کېږي مهم ښاخونه يې ددوه طولي ښاخۍ او دوه عرضي ښاخۍ دي ،چې طولي ښاخۍ منځ ته او بله شاته کش کېږي .عرضي ښاخونه چې ظهري تراخيا(Trachea dorsal) دګازاتو تبادلې لپاره عضلات دوينې دوران او وزرونو خواته امتداد لري بله بطني تراخيا (Trachea Ventral) ده چې دبطن دعضلاتو عصبي سيستم او ضمائمو خواته اوږديږي او په اخرکې دريم ښاخ احشايي تراخيا (Trachea Viscerale) ده،چې هاضمي سيستم،تکثري سيستم او شحمي انساجو سره تړل کېږي.کله چې O2¬ دتنفس په نتيجه کې حجرو ته داخليږي دغذايي مواد دسوزيدو سبب کېږي او په نتيجه لازمه انرژي توليديږي داعمل دمايتو کاندريا په داخل کې صورت نېسي د O2 جذب او مصرف دعضلاتو په فعاليت او دودې په مرحلې پورې تړلې دى .حشرات د O2 کموالي سره ډير مقاوم دى د زهري ګازاتو په مقابل کې عکس العمل ،چې دپوستکي سوري د ډير وخت لپاره بند ساتي .که O2 په چاپيريال کې لږ وي نو دودې دجذب اندازه هم کمېږي . دويني دوراني سيستم : Circulatory System

دحشراتو دوينې دوران خلاص سيستم (Lacular System) لري ،زړه يې د يو اوږد نل په شکل دى ،چى کوټې کوټې دى او دحيوان په ظهري بطن (Viasseau Dorsal) برخه کې قرار لري دهرې کوټې په انجام کې يوه جوړه والو چې Ostia نوميږي قرار لري ،وينه د Ostia له لارې زړه ته داخل او دلوى شريان (Aorta) له لارې لمړى سر او بيا سينې ترمنځ خاليګاوو ته لار پيداکوي ،دغه خاليګاوې Homocoel نوميږي .کله چې وينه ټولو غړو ته ورسيده ددوهم ځل لپاره وينه دويستيا له لارې زړه ته داخليږي .دحشراتووينه دهيمو ليمپ (Hemolymph) په نوم ياديږي ،چې شفافه پلازما لري چې په هغې کې دوينې سپين حجرات(Hemocyte) قرار لري ،چې همدغه دبيګانه موادو په مقابل کې مجادله کوي .

دهضم سيستم :Digestive System دحشراتو دهضم سيستم اوږد تيوب دى ،چې په ټول بدن کې غزيدلې دى اوږدوالى يې دغذا په ډول پورې اړه لري ،چې په غوښه خوړونکو کې لنډ او په واښه خوړونکو کې اوږد دى . دحشراتو دهضم سيستم له دريو برخو يعنې مخکۍ (Stomodaeum) منځنۍ برخه (Mesenteron) او وروستۍ برخه يې د Proctodaeum څخه جوړه شويده. لمړۍ برخه يې دهضم غړي خوله،ستونې ،مرۍ ، جاغور(Crop) او ججوره (Gizzard) کيتني برجستګۍ لري ،چې دغذا په ميده کولو کې برخه لري .معده ، منځنۍ کولمې ، وروستنۍ کولمې اومخرج دى . په دوهمه برخه کې معده ده چې هضم شوى مواد دمعدې داخلي جدارونو په وسيله جذب او وينې ته ورکول کېږ ،چې بيا په مصرف رسيږي . دريمه برخه يې له دريو برخو څخه جوړه شويده نرۍ کولمې (Ileum)،لويې کولمې (Colon) او اخري پرخه يې Rectum ته رسيږي اوپه مقعد پاى ته رسيږي همدرانګه په ځېنو کې يو لږه اندازه غذا په کولمو کې هم جذبيږي . حشرات زياتره دودې په وخت کې غذا ته ډيره اړتيالري او اصلي غذا يې قندي مواد جوړوي ،ځنې ويټامينونه ددوى دطبعي ژوندلپاره اړين دي،که څه هم حشرات دمختلفو موادو څخه تغذيه کوي مګر ټول هضمولاى نشي هغه حشرات چې دخوسا شويو لرګيو څخه تغذيه کوي ،هغه فنګسونه چې دلرګيو پرمخ دي دوى دسلولوزي موادو هم او دځېنو ترکېبي عناصرو څخه تغذيه کوي ،چې دوى ورته اړتيا لري . دتغذيي له مخې په هرڅه خوړونکو (Omnivores) ، واښه خوړونکو(Phytophage) ، غوښه خوړونکو(Carnivore) پروپاژ او کوپروفاژ دمدفعاتوپه معنى وېشل شويدي . ا طراحي سيستم : په حشراتو کې اطراحي غړي په دوه ګروپو ويشل کېږي يو هغه غړي ،چې دوينې اضافي مواد بهر ته وباسي ،چې دکتابوليزم په نتيجه کې حاصليږي جذب او دفع کېږي ،چې دغه ګروپ کې مالپيګي تيوبونه (Malpighi Tube) شامليږي. دوهم هغه غړي ،چې داطراحي موادو وازدې نفرو سيټ (Nephrocystes) په شکل ذخيره کوي ،دبدن پوستکې ريکتوم (Rectum) او برانشي دهغه له غړو څخه شمېرل کېږي .دميتابوليزم په نتيجه کې يوه اندازه مواد لکه : يوريايي مالګې ،تيزابونه ،قلويات ،فاسفوريک اسيد او دپوتاشيم اوسوديم کيتنونه توليديږي ،چې دغه مواد بايد دارګانيزم څخه طرحه شي،چې په حشراتوکې مالپيګي تيوبونه دي ،چې د بدن په خاليګاه کې قرار لري ،چې يو سر يې بند دى او بل سريې په کولمو کې خلاصيږي ،چې بيکاره مواد له وينې څخه اخلي او په کولمو کې يې تويوي،چې شمېريې په مختلفو حشراتو کې له 300 – 2 تيوبونو پورې رسيږي.دغه تيوبونه قسماً داسې مواد ترشح کوي ،چې دغذا په هضم کې مرسته کوي.په ځنو حشراتوکې دغه تيوبونه داسې مواد خوشې کوي ،چې دغوزې ياپيلې دجوړولو لپاره په کار وړل کېږي.ځېنې ابتدايي حشرات لکه : شپشک (Aphididac) چې مالپيګي تيوبونه نه لري ،چې دغوړ ذراتو په شکل کې دژوندترپايه پورې پاتې کېږي. عصبي سيستم : دحشراتو عصبي سيستم اساساً دعصبي غوټواو عصبي ريښو څخه جوړ شويدى عصبي تارونه دعرضي او طولي تارونو په وسيله يو له بل سره تړل کېږي . دحشراتو دماغ يامغزعصبي غوټو( عصبي ځنځير) او عصبي تارونه دي ،چې جوش خوړلي دي. دسرپه ظهري برخه ( مرۍ) له پاسه قرار لري او فوق مرۍ غوټو(Super Esophageal Gandgiw) په نوم ياديږي تشکيل شويدي ددې غوټوڅخه عصبي ريښې دبدن ټولو برخو ته ځي ،چې دحشراتو دبدن په هره کړۍ کې يوه جوړه عصبي غوټې شته ،چې ددې په وسيله دخولې مختلف عملونه او دحيوان په حرکت کې رول لري . دحشراتو مهم حسي غړي ساده او مرکبې سترګې، دشامي غړي ،چې په انتنونو کې موقيعت لري او دلامسي حس په توګه هم کار کوي.داوريدلو حس،بويولو حس،ذايقي حس دى او داوريدلو غړي ،چې دبطن دلمړي بند په دواړو خواو کې ليدل کېږي ،چې هريو يې دسماع پرده (Tempanic Membran) نوميږي ،چې دهغې په وسيله اواز اوري . مرکبې سترګې : دحشراتو دليدلو حس دساده او مرکبو سترګو درلودونکې دى ،چې مرکبې سترګې Oculi دسر په دواړو خواو کې ځاى لري او ديوشمېرعدسيو اماتايديز(Amatidies) څخه تشکيل شوى ،چې شپږ ضلعي په شکل دي . دعدسيو شمېر په حشراتو کې مختلف دى لکه : په پتنګانو کې د17000 – 12000 پورې او دکورني مچانو 4000 او دميږيانو 630 – 200 پورې رسيږي. ساده سترګې : دسر په مخکۍ برخه کې موقيعت لري او هماغه دمرکبو سترګو له حجراتو څخه جوړ شويدي ولې شمېر يې په ساده سترګو کې لږ دى او حشرات ددې سترګو په وسيله دباندې ليدل کولاى نشي، خويوازې دمرکبو سترګو سره دنور په فوکس کولو کې مرسته کوي او دحشراتود ليد قابليت زياتوي .درنګونو تشخيص په حشراتو کې ډيرقوي دى دوى دى ماورابنفش نور په ښه ډول درک کولاى شي ،خو قرمزي نه شي درک کولاى دبيلګې په ډول دشاتومچۍ ژيړ،شين، ابي او ماورابنفش رنګونه تشيخص کولاى شي مګر پتنګان يوازې سور،شين او ژيړ رنګ تشخيص کولاى شي ،مګر ځېنې نور حشرات لکه: ميږيان او ګونګوټې هيڅ رنګ نشي تشخيص کولاى . دحشراتوپنځه ګوني خواص ١ – لامسي حس : ددې حيواناتو بدن دکيوتيکل په وسيله پوښل شويدى ،چې دهرډول حساسيت مانع ګرځي مګر دحسي ويښتانو موجوديت دبدن په سطحه او پښو باندې دحساسيت او چاپيريال سره داړيکو دټينګښت سبب ګرځي . حسي ويښتان زياتره دانتنونو پښو،پنجو،وزرونو او بطني ضمائمو کې موقيعت لري او ځېنې يې دتودوخې او رطوبت په مقابل کې حساس وي . ٢ – اوريدلو حس : دبطن دلمړي بند په دواړو خواو کې ليدل کېږي ،چې هريويې دسماع پرده (Tempanin Membrane) نوميږي ،چې دهغې په وسيله غږونه اوري کمزوري اوازونه دويښتانو په وسيله درک کوي او لوړ اوازونه په مختلفو پيچلو غړو په ويسله اوريدلاى شي .داواز تشخيص په حشراتو کې د جفت جنس او مخالف جنس خطر ،تغذيي او خوشحالۍ جلبولو لپاره ډير مهم دي .داواز اوريدلو غړي په انتنونو او پښو کې شته . ٣ – بويولو حس : دحشراتو دبويولو حس قوي دى دبويولو غړي په انتنونوکې او په ځېنو حشراتو لکه : پتنګان او ګونګوټو او نورو کې امکان لري .دبدن په نورو برخو لکه : لاندې ژامه، لاندې شونډې اوپښوکې وي .دبويولو حس په حشراتو کې دتغذيي ،جفت ګيري او دکوربه دانتخاب له کبله ډير اهميت لري. ٤ – ذايقي حس : دحشراتو دذايقي حس هم ډېر قوي دى لکه : دشاتومچۍ کولاى شي خواږه ،تراوه ،تروش او تريخ خوندونه تشخيص کړي. دبدن په مختلفو برخو لکه : مخ،پاسنۍ او لاندنۍ ژامې،لاندنۍ اوپاسنۍ شونډې ، پنجو او انتنونوکې ځاى لري. ميږيان او دشاتو مچۍ کولاى شي ،چې دانتنونو په وسيله دمالګې اوبه تشخيص کړي . تکثري سيستم : حشرات نارينه او ښځينه جنسونه دي ،چې مذکر جنس د مؤنث جنس په پرتله کوچنې دى او تيز حرکت کوي.حشرات هګۍ اچوونکي (Oviparite) دي.خارجي محيط کې او بچې زيږونکي (Vivipaite) او ځېنې Oviviparite دي،چې مؤنث جنس يې معمولاً ديو جوړه تخمدان (Ovaries) او يوشمېرنلونو (Oviducts) او په کوم ځاى کې ،چې سپرم ځاى پرځاى کېږي Seminal Recptacle او جنسي مجرا(Vagina) څخه تشکيل شوى او مذکر جنس دخصيو (Testes) حجرې لري،چې دسپرم دتيوبونو دمجموعې څخه جوړ شوي .دسپرمونو ليږدونکي نلونه (Vasa deferentia) او تناسلي اله (Pines) دى ،چې دسپرمي جانبي مجرا يوعمومي کانال(Ducts Ejaculatorius) جوړوي ،چې سپرم دغه کانال ته لار پيداکوي او ديوځاى غړي يې ختميږي او ددوى سره يوځاىکېږي او زايګوټ جوړوي. په ځېنو حشراتو لکه : مچېو کې Parthenogonesis په حالت کې واقع کېږي ،همدارنګه ځېنې حشرات هرماپروډايټ حالت لري. دحشراتو خارجي ترشحات حشرات مختلف مواد لکه : وريښم،موم ،لاک ،مختلف زهري مواد او بلاخره بوى لرونکي مواد ترشح کوي ،چې دامواد دمخصوصو داخلي غدو په وسيله ترشح کېږي او دخولې مخرج او دپوستکي دمجرا له لارې دبدن څخه خارجيږي . ١ – وريښم Soy : وريښم هغه مواد دي ،چې دحشراتو ترشح کوونکي غدى دي ،چې دوريښمو غدى په خوله کې دلاړو په غدو لاندې ژامې په برخه کې توليديږي او بل دپنجو په څوکو کې تارونه توليدوي لکه : دوريښمو چېنجې په نس کې ځېنې ځانګړې غوټى لري ،چې دهغې څخه تارونه توليدوي لکه : غڼه په نس کې څلور غدى لري او دهغې نه مواد توليدوي دهګيو او ځان دحفاظت لپاره دا مواد ترشح کوي . ٢ – موم Cire : دا دحشراتو ترشحي مواد دي ،چې ترکيب يې د الکولو،شخمي تيزابواو پارافينو څخه دى .دشاتو مچۍ دموم غدې څخه ترشح کېږي،چې داموم دپوډر او يا دکرستل په شکل وي .موم دکور جوړولو لپاره دوچې دحشراتو دبدن او هګيو حفاظت لپاره ترشح کوي او داوبو دحشراتو لپاره داوبو داخليدو دمخنېوي لپاره ترشح کوي ،چې دشاتو مچېو دنس په برخه کې توليديږي . ٣ – لاک :Laque دلاک ترکيب الکول دي ،چې دځېنوحشراتو لکه : دنباتي سپږو په وسيله دبدن څخه ترشح کېږي ،چې دهګيو دساتنې دنده لري. ٤ – زهري (سموم ) Venins : حشرات دسمي ترشحاتو ( زهري غدو) درلودونکي دي ،چې ددفاع او ښکاره له پلوه ارزښت لري ،چې داغدې دخولې دنېش او لکۍ په برخه کې او ځېنې نور يې دپنجو په برخه کې زهري غدې لري او ځېنې يې دبطن په اخري برخه کې وي .دحشراتو زهر په دوه ډوله دي.


١ – يابه پروتين وي لکه هستامين . ٢ – يابه اسيدوي لکه فارميک اسيد، په دې کې پروتين خطرناک دي ځکه ،چې هغه وينه لخته کوي او تيزاب يې يوازې تخريش رامنځته کوي ،خو دزياترو حشراتو زهر اسيد وي ،دحشراتو دزهر مقدار کم دى نوځکه څو ک نه وژني مګر په افريقا کې داسې حشرات شته ،چې دچېچلو په وخت کې انسان له منځه وړي. دحشراتو بوى لرونکي ترشحات دا ترشحات حشرات دمختلفو مقصدونو لپاره توليدوي دبيلګې په ډول: ميږيان يې دلارې دپيداکولو لپاره،پتنګان يې دجنس پيداکولو لپاره او اکثرا حشرات يې دځان د دفاع لپاره توليدوي. همدرانګه ځېنې نباتي سپږې خواږه مواد ترشح کوي دا ددوى دمدفعي لپاره دي ،چې دوى ځنې کاربوهايدريتي مواد دي ،چې جذب شوى نه دي دميږيانو لپاره ښه غذا ده حشرات دمورفين په نوم بوى لرونکي مواد ترشح کوي . دحشراتو طبقه بندي د حشراتو کلاس په دوه سب فايلمونو باندې وېشل شويدي چې په لاندې ډول دي . ١ – سب کلاس ايتريګوټا : Sub Class Apterygota داسب فايلم د نورو ټولو حشراتو څخه ساده جوړښت لري او وزرونه نه لري ،همدارنګه سترګې يې ساده او ياهم سترګې نه لري .داحيوانات استهاله (Metamorphase) نه لري .په خاوره ،نمجنو ځايونو او تيږو لاندې ژوندکوي جسامت يې وړوکې اوبې رنګه دى .




     (دLepisma Saccharinaحشرو انځور )         ( دCollembola وزر نه لرونکوحشرو انځور)

٢ – سب کلاس تريګوټا : Sub class Pterygota ددې سب کلاس ډيرې حشرې وزرونه لري ،خو ځېنې ډولونه يې دژوند په يوه مرحله کې وزرونه له لاسه ورکوي داحيوانات ساده اومرکبې سترګې لري .دناقصې يامکملې استهالې (Metamorphose) په شکل تکامل کوي لکه : ملخ (Grasshopper) ،شاتومچۍ (Honey bee) ،وريښموچېنجې (Bombyx Mori) ، مياشي (Anaple) ،غوباړي ،مچان (Flay) ،ميږيان،.غالبوزي او تاروګان شامل دي . دلته دبيلګې په توګه دڅوحشراتو يادونه کوو. ملخ ملخان نسبتاً لوى حشرات دي چې اوږدوالى يې 80cm ته رسيږي .دملخانو له ډلې څخه ،چې شنه ملخان هم ورته وايي فصلونو ته ډيرزيان اړوي ښځينه جنس يې دبطن په اخره کې دى دOvipositor په نوم ديو لنډ جوړښت لرونکې دى ،چې دهغې په مرسته سوري کوي او هلته هګې اچوي . ملخ دخارجي اسکليټ (Exeo Skeleton) لرونکې دى ،چې د کيتيني مادې څخه جوړ شويدى خارجي اسکليټ دکلکې او نرۍ برخې څخه جوړ شويدى نرمه برخه يې دجسم دبندونو او دضمايمو دحرکت لپاره زمينه برابروي.ملخ لکه دنورو حشراتو په څير ددريو برخو سر،سينه او بطن څخه جوړ شويدى ،چې دسر په برخه کې يې بندونه سره يوځاى شوي دي .دسر ظهري برخه (Vertex) او منځنۍ برخه يې د Frons په نوم او دسر هره خوا د Genae په نوم ياديږي. دسر په دواړه خواو کې مرکبې او ساده سترګې شتون لري ،غذا دخولې په وسيله ژويل کيږي ،چې دپورتنيواو لاندنيو ژامو لرونکې دى ،چې دغذا دميده کولو لپاره په کاريږي او همدرانګه دپورتنۍ Labrum او لاندېنۍ Labium شونډو لرونکې دى ،چې ددواړو په وسيله غذا نېسي. ټټر برخه : Thorax دسر او بطن سره وصل ده لمړې بند Prothorax ،منځنې بنديې Mesothorax او وروستې بنديې دMetathorax په نوم ياديږي ،چې هر يو بنديې يوه جوړه پښې لري دميزو توراکس او ميتانوراکس بندونه يوه يوه جوړه وزرونه هم لري. دميزو توراکس او ميتانوراکس دواړو خواو ته تنفسي منفذونه موقيعت لري دوه جوړه لمړنۍ پښې يې دحرکي پښو په نامه دحرکت لپاره او دريمه پښه يې دټوپ وهلو لپاره مساعدې دي ،پنجې په سطحه کې دپورته تلو او نيولو لپاره، وزرونه يې د دوه طبقې داپيدرمس په څير دي په منځ کې يې تراخيا (Trachea) شته ،چې په اوږدو رګونو بدليږي ، چې رګونه دوزرونو دتقويي سبب ګرځي ،چې تعداد،نظم او ترتيب په مختلفو ډولونو کې توپير لري ،چې دحشراتو په طبقه بندۍ کې ډير مهم دي.


بطن : Abdomen

دبطن برخه نسبتاً نرۍ او ديوولسو بندونو لرونکې ده دوه اخري بندونه يې دتخم ګذارۍ لپاره دبطن په اوږدو کې اته جوړه سپيريکل (Spiracles) په نوم کوچني هوايي منفذونه موقيعت لري ،چې دتنفس لپاره کار کوي.په مذکر جنس کې نهه بندونه اوږده او په دوه ښاخونووېشل شويدي او په مؤنث جنس کې نهه بندونه نري شويدي او د Ovipositor په نوم جوړښت يې جوړ کړى.دملخ داخلي سيستم دجسم په خاليګاه کې ځاى لري ،چې دا خاليګا دوينې څخه ډکه ده او دهيموسول په نوم ياديږي ،دملخانو داخلي سيستمونه دنورو حشراتو په څير دي مخکې له هغوى څخه يادونه شوى نو ځکه دهغوى شرحه لازمه نه ګڼم.

ملخان په ټوله نړۍ کې شته ،چې هم په انفرادي او ډله اييز ډول سره ليدل کېږي ،دملخانو ډلې کولاى شي ،چې اوږدې فاصلې ووهي او په نباتاتو بريدوکړي دوى په شنه ،ژيړ او ژيړ ته ورته خرمايي ،خاکي او نورو رنګونو سره ليدل کېږي او هم خپل رنګ ته بدلون ورکوي ،چې دابدلون دملخانو يوه محافظوي عمليه ده . په ملخانو کې جنسونه بيل دي چې جوړه کېدل يې داوړي په اخرو کې وي بالغ ملخان دهګيو اچولو څخه څو ورځې وروسته مري.رسيدلې هګۍ د 5 – 3 ml پورې اوږدوالى لري معمولاً يو ښځينه ملخ تر شلو بنډلونو پورې هګۍ اچوي د هګۍ جنيني انکشاف تر درې اوونيو پورې وخت نېسي مګر دژمي ديخنۍ له وجه يې وده دريږي په پسرلي کې چې هوا توده شي ددوى وده بيا پيل کېږي کوم بچې چې دهګۍ څخه رواځي دنمف) (Nymph په نوم ياديږي .نمف والدينو ته ورته دي مګر دلوى سر لرونکي وي ،وزرونه او تکثري غړي نه لري او دى دنباتاتو څخه تغذيه کوي او په چټګۍ سره وده کوي ترڅو چې غټيږي پنځه ځلې پوستکې اچوي او وزرونه يې هم وده کوي دا ډول يې استهالې ته ساده يا تدريجي استهاله (Simple Or Gradual Metamorphoses) وايي نمف او بالغ ملخان دنباتاتو دمختلفو ډولونو څخه تغذيه کوي دباغونو او کروند دتباه کېدو سبب ګرځي دغذا دکموالى په صورت کې دنباتاتو په انساجو او حتى د لرګيو څخه هم تغذيه کوي ،نو ځکه کروندګرو ته زيات زيانونه اړوي . که څه هم ملخان د ځېنو انسانانو اوحيواناتو لپاره د غذا په توګه استعماليږي دملخانو هګۍ په نمف او بالغ ملخان د ډيرو حيواناتو لکه : چنګښو،غڼو ،خزندګانو،الوتونکواو تي لرونکو لپاره دغذايي موادو يوه ښه منبع ده . دشاتو مچۍ Honey bee دشاتو مچۍ يود هغو حشراتو څخه دي چې ټولنيز او ګډ ژوندلري شات چې په نړۍ کې ترټولو ښه خواړه او ګټور څيز دى ددې مچېو په وسيله توليديږي ،ځنې مچۍ ځنګلي او صحرايي وي ،چې په ونو او ديوالونو کې ژوند کوي او د شاتو اندازه يې هم کمه ده ،خو پالل شوى مچۍ په کندوګانو ( صندوقونو) کې په منظم ډول اوسيږي او ډير اقتصادي اهميت لري ،ځکه چې هم شات او هم موم توليدوي چې په اقتصادي چاروکې خورا زيات ارزښت لري .دشاتو مچېو يوه ټولنه تر 500000 پنځه سوه زرو پورې افراد لري چې هغه په مختلفوکارونو او دندو ګمارل شويدي ،چې هره مچۍ خپله دنده په پوره اخلاص سره سرته رسوي او دمسووليت احساس ورسره وي.ددې ټولنې افراد په درې ډوله دي . ١ – کارګران ( کارګرې مچۍ) ٢ – نران ( مذکرې مچۍ ) ٣ – ملکه

١ – کارګران ( کارګرې مچۍ): کارګرې مچۍ دجنس له پلوه مونثې دي ،خودا مچۍ شنډې يا عقيمې دي .دصندوق او ټولنې اکثريت همدوى جوړوي .دوى مختلقې دندې سرته رسوي .نسبت ملکې او نرانو ته کوچنۍ دي او خپله دنده په پوره اخلاص سرته رسوي .تر 25km ساحې پورې دګلانو دشيرې راټولولو پسې ګرځي.کارګرې مچۍ دګلانو شيره او نيکتار (Nectar) راټولوي شات توليدوي،دملکې خدمت کوي ،صندوق پاک ساتي ،نويو او ځوانو مچېو ته خوراک برابروي ،موم توليدوي ،پهره کوي ، دشاتو په ساتلو کې ،دتودوخې درجې په تنظيمولو او هم دکورونو په جوړولو کې مرسته او همکاري کوي .

٢ – نران ( مذکرې مچۍ ) : نران ( مذکرې ) مچۍ داوړي په ټولنو کې پيدا کېږي.نران دناالقاح شوى هګيو څخه منځته راځي چې دکارګرو مچېو څخه غټې او لوى وي ددې مچېو دنده يوازې دنوې او ځوانې ملکې القاح کول دي ،کله چې دالقاح وخت راشي نو نوې او ځوانه ملکه دصندوق څخه مخ پورته پرواز کوي او نران ورپسې وي چې په اخر کې هر يو ملکې پسې تر ټولو لوړې برخې پورې پورته شو هماغه ملکه القاح کوي .سپرمونه دملکې په بدن کې په يوه خاصه کڅوړه کې ساتل کېږي چې وروسته بيا دهماغې څخه هګۍ په زايګوټ بدليږي ،کله چې ملکه ځمکې ته راښکته شي نو دصندوق په ټولو جوړو شويو خانو او کورونو کې هګۍ اچوي او کارګرې مچۍ ورپسې دخانو خولې بندوي . ٣ – ملکه :دشاتو دمچېو مشره او ملکه ده چې دټولنې نظم ساتي او هګۍ اچوي. کله چې زړه ملکه هګۍ واچوي په دې هګيو کې ځنې هګۍ او خانې خاصې دنوې راتلونکې ملکې لپاره ټاکل شوى وي ،چې دهماغې څخه ځوانې او نوى ملکې جوړيږي ،کله چې نوى ملکه دخانې څخه لمړې سر رواباسي نو نورې يې په خوا کې دملکې لپاره ټاکلې شوې وي خونې او خانې په خپل نېش باندې وهي او راتلونکې ملکې له منځه وړي او يوازې پاتې کېږي يعنې پرته له هماغې لمړنۍ ځوانې ملکې څخه پرته نورې ټولې پيدا کيدونکې ملکې خپله له منځه وړي چې په راتلونکې کې ورته شخړې او جنجال پيدا نشي .وروسته همدا ځوانه او نوې ملکه چې لا خپله ټولنه نه لري او بې لښکره ده دالقاح لپاره پرواز کوي او نارينه ورپسې دلوفرانو په څير منډې وهي په اخر کې يو نارينه په دې بريالې شي چې ملکې ته ځان ورسوي پاتې ټولنه بيرته خړسترګې رواګرځي هماغه يوازنې قهرمان نارينه دملکې سره يوځاى کېږي او خپل سپرمونه دملکې بدن ته په يو ځل داخلوي او هلته دسپرمونو په کڅوړه کې ساتل کېږي ،وروسته همدا سپرمونه هګۍ القاح کوي او په خانو کې يې اچوي ،چې وروسته له دغه نويو خانو څخه نوى بچې راوځي هره ملکه په خپل درې کلن عمر کې 500000 پنځه سوه زرو په شاوخوا کې هګۍ اچوي چې دهغې څخه څوملکې نارينه او نور ټول کارګر پيدا کېږي ملکه په يو ځل 3000 هګۍ اچوي او کار په پرله پسې توګه سرته رسوي تردې چې عمر يې پوره شي ځوانه ملکه چې خپل بچې واچوي او شمېر يې زيات شي بيا دخپل نوى لښکر سره دنويو صندوقونو کورته ځي هلته دژوندترپايه پورې خپل کارکوي ددې ټولنې شمېر وخت په وخت بدليږي ،خو دګرمۍ په موسم کې خورا ک زيات وي شمېريې 60000 زرو ته رسيږي . نرانې مچۍ دالقاح دمنډې او مسابقې څخه وروسته له کارګرانو لخوا اعدامېږي او يا له کوره ويستل کېږي ځکه چې هغوى پرته له خوراک څخه هيڅ کار او کسب نه کوي نو کارګران هغوى په صندوقونو کې نه پريږدي ،ملکه يوه ځانګړى او پاچاهي غذا (Royal Jally) خوري او خاص خدمت يې کېږي.ملکه دځانه څخه يو ډول ماده توليدوي چې دکارګرې مچۍ هغه په ټولو صندوقونو کې خپروي چې دهغې په سبب اتفاق او اتحاد نور هم زياتيږي او هريو ديو بل سره مرسته کوي. دشاتو مچۍ مکمله استهاله لري يعنې هګۍ لاروا (Larva) ،شفيره (Pupa) او بالغ حيوان.

(دشاتومچېو دژونددوران انځور) دشاتو مچۍ په شا کې دموم جوړولو غده لري چې دهغې په وسيله موم توليدوي دګلانو شيره چې کارګرې مچۍ يې راټوله کړي بيا هغه دکيمياوي تعاملاتو او تغيراتو څخه وروسته په شاتو بدليږي او په خاصو خانو کې ساتل کېږي چې سرونه او خولې يې په موم باندې بنديږي ترهغې چې شات ورڅخه واخېستل شي . دشاتو غذايي ارزښت شات ډيره قوي غذا ده چې په خپل جوړښت کې مختلف ويټامينونه لکه : Vit-G,Vit-C,Vit-B قندونه او ګلوکوز،مالتوز،سکروز او اوسپنه لکه :سوديم،کلسيم او ځېنې خاص انزايمونه هم په کې شته چې شات نه خوسا کېږي . شات دشکرې ناروغۍ دتداوۍ لپاره ګټوره غذا ده.شات ماشومانو ته انرژي ورکوي او خاص انزايمونه يې ددې سبب کېږي چې ميږيان نه ورته ورځي او په شاتو کې داوبو مقدار نشته .دشاتو غذايي ارزښت ډير زيات دې ،چې 45gr شات د1.6Kg کچالو،2Kg انګور ،1.35Kg کيلى،5.8Kg کرم ،3.41Kg امرود،2.25Kg مڼه او 3.2Kg شفتالو سره برابر دي . دوريښمو چېنجى Bombyx mori دوريښمو چېنجي روزل او دوريښمو توليد د 3500 قبلاالميلاد څخه مخکې په چېن کې پيژندل شويدې دوه زره کاله پخوا چېنايان په دې پوهيدل چې څرنګه وريښم لاسته راوړي او څرنګه ترې وريښمين ټوکران واوبدي .دوريښمو چېنجيو روزل په هغه وخت کې يو پټ راز ؤ که چا به کوښښ کاوه چې غوزه بل هيواد ته انتقال کړي دهغه سزا به مرګ ؤ.اروپا دوه کسان چېن ته راوليږل چې ترڅو دوريښمو چېنجو روزل اودمنابعو په باره کې معلومات پيدا کړي دوي په 555 قبل الميلا د وريښمو دچېنجو هګۍ اروپا ته په پټه توګه واستولى او پټ رازونه يې خپاره شول. دمديترانې اونور اسيايي هيوادونو لکه : هند،جاپان،برمااو تايلينډ ته ورسيدل دغو هيوادونو هم دچېنجيو په روزلو او وريښمو په توليد پيل وکړ . ځوان چېنجى 250mm اوږدوالى لري ښځينه چېنجې نسبتاً نارينه ته لوى دى پروانه به مکمله سپينه يارنګه وي چې بدن يې له دريو برخو څخه جوړ دى سر،سينه او بطن همدرانګه درې جوړه پښې لري ،جنسونه يې بيل دي ،القاح يې داخلي ده اومکمله استهاله لري دالقاح څخه وروسته ښځينه پروانه د 400 – 300 پوې دتوت په پاڼو هګۍ اچوي دپروانې هګې په جلاتيني موادو پوښل شويدي چې په پاڼو پورې نښلي هګۍ وړې او بيضوي ژيړ رنګې وي دهګيو اچولو نه وروسته پروانه غذا نه شي اخېستلاى د 5 – 4 ورځو په موده کې مري او د 12 – 10 ورځو په موده کې دهګۍ څخه لاروا راوځي او کټر فيلر په نوم ياديږي چې چېنجې ته ورته وي دمکملې ودې نه وروسته د 8 – 6 cm پورې رسيږي لاروا يې دتوت دپاڼو څخه تغذيه کوي او لاروايي ژوند يې ددوه څخه تر درې اوونيو پورې وي چې په دې دوران کې څلور ځلې پوستکې اچوي او وده کوي .دا لاروا مخصوصې غدې لري چې پروتيني فيبروين توليدوي ،کله چې دوي مکمله شي دتغذيي څخه وروسته دپاڼو په کونجونو کې ځان پټوي او دفيبرين په ترشح کولو پيل کوي چې دا ماده دهوا دلګيدو له امله کلکيږي او دوريښمو په تار اوړي دا تارونه لاروا پټوي او دغوزې (Cocoon) په شکل اوړي،غوزه په څلورو يا پنځو ورځو کې جوړيږي غوزه دلاروا لپاره مخصوص کور دې .غوزه سپين ژيړ رنګه ډبل بيضوي شکل دى او ځوانه پروانه د دوه څخه تر دريو اوونيو وروسته غوزه سورۍ کوي او دغوزې څخه راوځي ،وروسته له هغه ډير ژر ځوانه پروانه په هګيو اچولو پيل کوي .دوى وريښم او ګټ توليدوي،وريښم دچېنجيو دلارواو ترشحات د ي چې دغوزې څخه دنريو تارونو په شکل لاسته راځي .ګټ (Gut) يوه بله ماده ده چې دوريښمو چېنجي له کولمو څخه لاسته راځي او دجراحي او کب نيولو لپاره ورڅخه کار اخلي .



                                      (دوريښموچېنجي دژوندد دوران انځور)

دحشراتواقتصادي ارزښت حشرات دانسانانو،حيواناتو او نباتاتو په ژوند کې ډير مهم رول لري دنباتاتو په ژوند کې دګرده افشانۍ عمليه چې د حشراتو په مرسته سرته رسيږي او همدارنګه نباتي او حيواني پاتې شوني دحشراتو په وسيله خوړل کېږي چې دطبعت دپاکوالي سبب ګرځي . ګټور حشرات لکه : دشاتو مچۍ ، دوريښمو چېنجي او داسې نور با ارزښته مواد لکه شات ،وريښم ،لاک او موم توليدوي .ځېنې حشرات دانسانانو غذا تشکيلوي لکه : ملخان چې دجاپان ،مکسيکو،فلپاين او نورو هيوادونو کې مصرفيږي . دحشراتو دلاروا هګيو او ځوانوحشرو څخه اکثرا حيوانات لکه : چنګښې ،خزندګان،الوتونکي،تي لرونکي او نور حشرات تغذيه کوي چې کروندګرو ته له دې امله مالي زيانونه اړوي. ځېنې حشرات دناروغيو ناقلين دي لکه : مياشي ،مچان ،سپږې اونور چې دملاريا ،محرقى ،کال دانې،فلاريااو نورو ناروغيو په انتقال کې رول لري .هغه حشرات چې په کورونو کې اوسيږي دغذا دخرابولو سبب کېږي او دلرګيو څخه جوړ شوى شيان داو جامې خوري . انسانان دپورتنيو مضرو حشراتو له منځه وړلو لپاره کولاى شي چې په مختلفو کيمياوي ،بيولوجيکي او ميخانيکي طريقو سره دمضرو حشراتو مخه ونېسي .په بيولوژيکي عمليه کې حشرات دحشراتو ،الوتونکو،تي لرونکو بکتريا او ويروس په وسيله له منځه وړل کېږي چې دا طريقه يوازې حشراتو ته زيان اړوي او نور ژوند موجودات محفوظ پاتې کېږي .دا طريقه ترټولو ګټوره ،اسانه او ارزانه ده. په کيمياوي طريقه کې دکيمياوي موادو څخه دمحلول او غذايي موادو په شکل کار اخېستل کېږي په ميخانيکي طريقه کې دځمکې اړول ،اوبه کول ،شودياره پريښودل ،لمرورکول او نور دي چې دهغوى په وسيله دحشراتو هګۍ او لاروا له مينځه ځي او هم دولاړو اوبو او ډنډونو له منځه وړل او د کثافاتو خښول ګټور تماميږي . پاى ومن الله التوفيق


پايله څرنګه چې ارتروپودادانسانانو ،حيواناتواونباتاتوپه ژوندکې ډيرمهم رول لري لکه دنباتاتوپه ژوندکې دګرده افشانې عمليه چې دحشراتوپه مرسته سرته رسيږي .اوهمدارنګه نباتي اوحيوانې پاتي شوني دارتروپوداو په وسيله خوړل کېږي چې دطبعيت دپاکوالي سبب ګرځي.ګټورارتروپوداوى لکه دشاتومچۍدورېښموچېنجي اودانور باارزښته موادلکه شات،ورېښم،Gut،لاک،موم،اوداسي نورتوليدوي.ځينې ارتروپوداوى دانسانانوغذاتشکېلوې لکه ،لوبيسټراوملخان چې دجاپان،مکسيکو،فلپين اوداسې نوروهېوادونوکې مصرفيږي. دحشراتودلارواهګيواوځوانوحشروڅخه اکثره حيوانات لکه:چنګښې،خزندګان،الوتونکى،تي لرونکى اونورحشرات تغذيه کوي.زياتره ارتروپودالکه:ملخان دنباتاتوافتونه دي اوډېرزيانونه سابواوميووته اړوي دونودانساجوڅخه تغذيه کوي چې کروندګروته له دې امله مالي زيانونه اړوي. ځېني حشرات دناروغيو ناقلين دي لکه:مياشي،مچان،سپږي اونورچې دملاريا،محرقى،کالدانې،فلاريا،اونوروپه انتقال کې رول لري.هغه ارتروپوداوى چې په کورونوکې اوسيږي لکه :مچان،شنې،غڼې چې دغذادخرابولو سبب کيږې اودلرګيوڅخه جوړشوي شيان اوجامې خورې . اوهم انسانان کولاى شي په مختلفوطريقو لکه:بيولوجيکې،کيمياوي اوميخانيکي طريقوسره دمضروحشراتومخه ونېسې.په بيولوجيکې عمليه کې حشرات دحشراتو الوتونکي ،تي لرونکو بکترياو او وايرس په وسيله له منځه وړل کېږي چې دا طريقه يو ازې حشراتو ته زيان رسوي او نور ژوندي موجودات محفوظ پاتې کېږي دا طريقه تر ټولو اسانه او ګټوره او ارزانه ده .په کيمياوي طريقه کې دکيمياوي موادوڅخه دمحلول يا غذايي مواد په شکل کار اخېستل کېږي .په ميخانيکي طريقه کې دځمکمې اوبه کول شودياره او دشوديارې پرېښودل ،لمر ورکول او نور دي چې دهغوى په وسيله دارتروپوداو هګۍ او لاروا له منځه ځي او هم دولاړو اوبو او ډنډونوله منځه وړل او همدارنګه دکثافاتو خښول ګټور تماميږي او دانسانانو په ژوندپه کې اغيزمنتيا ښکاره کوي .


اخځليکونه References ١ – بابکرخيل،ذاکره،(١٣٨٩ ) ،زولوجي غيرفقاريه ،دښوونې او روزنې پوهنځى ننګرهارپوهنتون . ٢ – جلال،احمدشاه،اسلمي ،امينه ،(١٣٦٧ ) زولوجي غيرفقاريه برخه ،پوهنځى علوم پوهنتون کابل . ص١٤٢، ١٤٤، ١٥٤ ،١٦٥،١٥٦ ٣ – سهاک،سيدمحمدخان،(١٣٨٨ ) ، انتمولوژي ليکچرنوټ،دښوونې او روزنې پوهنځى پوهنتون ننګرهار.ص ٢٠،١٩،١٤،١٢،١١،١٠،٧،٦

٤ – صابر،عبدالواسع،(٢٠٠٧ م)،عمومي بيالوژي دسيستمونو برخه ، نيو کابل کتاب پلورنځى ،پېښور بورډ بازار.

٥ – E.L Jordan & P.S Vermas,(2007),A Text Book of Invertebrate Zoology & Animal Physiology. Indian University. ٦ - http/WWW.google.com