احمد شاه دراني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل


احمد شاه دراني

د احمد شاه دراني يو نوی انځور
واکمني ۱۷۴۷ ز.–۱۷۷۲ ز.
تاج گټنه اکتوبر، ۱۷۴۷ز.
بشپړ نوم احمد خان ابدالي
لقبونه پاچا, غازي, بهادر, دُر دُران (د ملغلرو ملغلره)
زېږون کينډۍ:Birth-date
زېږونځای ۱۷۲۲ ز.پ / ۱۱۰۲ ه.ل
مړينه کينډۍ:Death year and age
د مړينې ځای د کندهار ولايت, افغانستان
مخکنی پاچا شاه حسين هوتک
وروستنی پاچا تېمور شاه دراني
پاچايي ماڼۍ درانيان
کورنۍ دراني
پلار محمد زمان خان ابدالي
مور زرغونه الکوزۍ
مذهبي گروهې سني اسلام

احمد شاه بابا (۱۱۳۵ هـ س = ۱۱۰۲ هـ ل = ۱۷۲۲ ز کال - ۱۱۸۶ هـ س = ۱۱۵۱ هـ ل = ۱۷۷۲ ز کال) (په انگرېزي:Ahmad Shah Durrani) د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی ټولواک و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارگلوۍ ځای موندلی وي.

احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنگه جوړ کړی و.

نيوليک

د زېږېدو ځای[سمول]

د احمد شاه بابا د زېږېدو د ځای په باب کې درې روايته دي: يو د سراج التورايخ د مؤلف فيض محمد روايت دی چې د تاريخ احمدي په حواله د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ملتان گڼي، [1] بل د احمد شاه بابای افغان د فاضل مؤلف ښاغلی مير غلام محمد غبار روايت دی چې د احمد شاه بابا د زېږېدنې ځای هرات بولي [2] چې پوهاند عبدالحی حبيبي بيا په خپلو ليکنو کې دواړه روايتونه راوړي دي . [3] او درېيم روايت د حافظ مرغزي په شاهنامه کې چې د شاهنامه احمد شاه ابدالي په نامه په پېښور کې چاپ شوې ده، د احمد شاه بابا د مولد په باب داسې بيت ليکل شوی.

ښه مولد يې خراسان په مزاج و، عالي شان[4]

څنگه چې حافظ مرغزی د احمد شاه بابا د وختونو شاعر و او د احمد شاه بابا سره د هند په سفر کې ملگری و، نو ځکه بايد د هغه وينا هم معتبره وگڼلی شي.

د احمد شاه بابا کورنۍ او ټبر[سمول]

احمد شاه دراني

د احمد شاه بابا مور په خټه الکوزۍ او زرغونه نومېدله چې ډېره مېړه مخې او مدبره مېرمن وه او تل به يې د هېواد په مهمو چارو کې خپل زوی احمد شاه بابا ته گټورې مشورې ورکولې.[5] د احمد شاه بابا پلار زمان خان نومېده، نيکه يې دولت خان او ورنيکه يې سرمست خان و چې هغه بيا د شېر خان ځوی د خضر خان لمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی چې د سدوزو طايفه ورته منسوبه ده او د سدوزو طايفه بيا د پوپلزو يوه پښه ده چې په لاندې توگه داود اليو پښتنو د سړبن پښت ته رسېږي:

سدو د عمر ځوی، عمر د معروف ځوی، معروف د بهلول ځوی، بهلول د کاني ځوی، کاني د بامي ځوی، بامي د حبيب ځوی، حبيب د پوپل ځوی، پوپل د پوپلزو لومړی نيکه د زيرک ځوی، زيرک د عيسی ځوی، عيسی د اودل (ابدال) ځوی اودل د ترين ځوی، ترين د شرخبون ځوی او شرخبون د سړبن ځوی.

د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د دولسمې هجري پېړۍ په سر کې د کندهار د اوداليو پښتنو نوميالی مشر و، خو څنگه چې يې په پښينی خاوره کې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبی او ارمنی حکمران گرگين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی گرگين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځې خوا ته د ښار صفا په سيمه کې د هغه د ځوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه.

دې پېښې د هغه ځای پښتانه سخت وپارول په تېره بيا د ارغستان پښتانه ټول په يوه سلا گرگين ته پورته شول، گرگين ېې وارخطا کی مجبور شو د روغې له لارې ورته راوړاندې شو ، او د دولت خان د مشر زوی رستم خان مشرتوب ېې ومانه ، خو ددې د پاره چې د پښتنو له يرغله په امان پاته شي د دولت خان کشر زوی زمان خان (د احمد شاه بابا پلار) ېې د يرغمل په توگه د ځان سره پخپل دربار کې وساته. څو چې بيا ېې کرمان ته ولېږه او د (۱۱۲۲ هـ لمريز) کال تر شا وخوا پورې هلته نظر بند و . هغه وخت چې د ميرويس نيکه په لاس په کندهار کې د صفوي حکومت کمبله ټوله شوه او گرگين ېې وواژه ، نو زمان خان هرات ته راغی او هلته د پښتنو په مشرتوب او پاچايي وټاکل شو ، څو چې په (۱۱۳۵ هـ لمريز) کال ېې د دې جهان له ژونده سترگې پټې کړلې.[6] د احمد شاه بابا يو نوميالی ورور ذوالفقار خان نومېده چې تر ده مشر او هرات کې په بې تاجه پاچا مشهور و.[7] ذوالفقار خان د هرات د ملي حکومت مشر او زړور جنگيالی پښتون و، د نادر افشار ابراهيم خان ته يې سخته ماته ورکړې وه.[8] او دلته يواځې د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني هغه لنډه ليکنه راوړو چې په هغه يې د ذوالفقار خان ستاينه کړې ده. هغه داسې ليکلي دي: «ذوالفقار خان فرزند اکبر آنحضرت (مطلب زمان خان د احمد شاه بابا پلار) که برادر بزرگتر اين پادشاه مُهر افسر بوده باشد مدت چندين سال در کمال عظمت و استقلال رايات سلطنت و کامراني در هرات و فراه افراخته و بارها چپاول بر سر مشهد و سبزوار و نشاپور انداخته چنانچه در تاريخ نادرې مذکور است، و ابراهيم خان برادر نادر را شکست فاحش داده، و توپخانه و نقاره خانه و تمامی اسباب و اثاثيه آوردی اور را متصرف گشته...»[9] د احمد شاه بابا اکا رستم خان نومېده چې د احمد شاه بابا د پلار زمان خان تر تبعيد وروسته د کندهار ارمني حکمران گرگين په چل او دروهه هغه د کندهار ښار ته وروغوښت او بندي يې کړ چې څه موده وروسته يې وواژه او د هغه کورنۍ او خپلوان يې چې د علي آباد په کارېز کې اوسېدل د ښوراوک او بکوا دښتو ته فراره کړه او جايدادونه يې چور او چپاو شول.

د دراني نوم[سمول]

د افغانستان په پوستي ټکټ د احمد شاه بابا انځور

د احمد بابا ټبر ته د (دراني) هم وييل شوي دی ځکه يې نو ده ته (دُر دران) هم وييل. په دې کې چې دا نوم يا لقب څنگه رامېنځ ته شوی بېلابېل روايتونه شته؛ د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني يې د (ملهم غيبي) د الهام په اثر بولي[10] چې ښايي د سر پرسي سايکس خارجي مورخ دا خبره چې احمد شاه د يوه خوب د ليدو په نتيجه کې خپل ابدالي لقب په دراني اړولی.[11] د محمود الحسيني له پورتني روايت څخه راوتلی وی. بل روايت د محمد حيات خان دی چې پخپل کتاب حيات افغاني کې ليکي: «هغه وخت احمد شاه د افغانستان په پاچايي وټاکل شو، صابر شاه ملنگ د دُران لقب ورکړ چې بيا احمد شاه د خپل ټبر په لحاظ هغه په دُر دُران واړاوه.[12] خو مرحوم قاضي عطاالله خان په خپل کتاب د پښتنو تاريخ کې پورتنی روايت داسې راوړی دی: «ځيني خلک وايي چې احمد شاه د څوکنو د ميا صاحب مُريد و، د پاچا کېدو نه پس ميا صاحب په احمد شاه باندې حضور شو، او ورته يې وويل ته د خپلې ټولې قبيلې نوم د خپلې پاچايي درجې په مناسب بدل کړه او خپل ځان له دُر دُران (ملغرو کې ښه ملغلره) او خپلې قبيلې له دُرانی نوم کېده له دې کبله هغه د ابدالي قبيلې نوم دُراني کېښودو او ځان له يې دُر دُران لقب اختيار کړو، دغه شان د درانينو قبيله جوړه شوه او د پښتنو د قومونو په تاريخ کې راووتله.»[13]

قاضي عطاالله خان د ايلفنسټن له خولې دا هم زياتوي چې: «احمد شاه به يوسفزو، ترکلاڼو، گيگيانړو، اتمان خېلو، برمهمند، د هشتنگر محمدزو، خليلو، مهمندو، اپريدو، شينوارو، اورکزو، داودزو، خټکو، ښگښو ته بردُراني وييل او همدومره مينه به يې د هغوی سره کوله لکه څرنگه چې به يې د خپلې قبيلې سره کوله...[14] فيض محمد بيا د سراج التواريخ په لومړي ټوک کې دا خبره داسې ليکلې ده: «با سد صواب آرای بزرگان طوايف ابدالي خصوصاً حاجي جمال خان بارکزايي که به قوت و مکنت از همه برتري داشت کلاه سروري بر سر نهاد و در اين حال صابر شاه نام فقيرې، گياه سبزی را بعمامه اش نصب کرده گفت: "اين جيغه تُست و تو بادشاه دُراني" و از اينجا اعلحضرت احمد شاه اقوامش را که معروف بابداتی بودند به دُراني موسوم ساخت...»[15]

احمد شاه بابا پخپل مُهر کې هم چې د طاوس شکل يې درلود او صراحي غوندې ښکارېده دا عبارت کيندلی و: "الحکم الله يا فتاح - احمد شاه دُر دُراني"[16]

تر پاچايي دمخه[سمول]

لکه د مخه چې مو وليکل احمدشاه بابا په ۱۱۳۵ هـ. س کال وزېږېد، او په همهغه کال دده پلار زمان خان چې د هرات د حکومت واگۍ ېې په لاس کې وې مړ شو. څنگه چې د زمان خان تر مړينې وروسته د هرات د خلکو د اولسي جرگې له خوا د هرات حکومت د اودالي عبدالله خان زوی محمد خان ته وسپارل شو، نو د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره له هراته د فراه ولايت ته ولاړل، او هم د احمدشاه بابا مشر ورور ذولفقار خان د ښورواک سيمې ته وکوچېد[17]. بيا چې ۱۱۳۶ هـ. س کال ذولفقار خان بېرته د هرات په حکمرانۍ وټاکل شو، اوله ښوراوکه د فراه له لارې هرات ته ستون شو. معلومه نده چې احمد شاه بابا ېې هم ورسره بېولی وو که نه؟ او هم دوه کاله وروسته په ۱۱۳۸ هـ. س کال چې د هرات د اولسي جرگې له خوا د (باخزر) حکومت ذولفقار خان ته وسپارل شو، بيا هم د احمدشاه بابا د ژوند د پېښو څرک نشته ، يوازې ښااغلي غبار داسې اټکل کړی دی چې په ۱۱۳۸ هـ. لمريز کال چې الله يارخان داودالي محمد خان ورور د فراه حکمران وټاکل شو څنگه چې د احمدشاه بابا د کورنۍ سره ېې تربور گلوۍ او رقابت درلود نو په دې کال به د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره هرومرو له فراه څخه وتلی وي[17]

همدا شان له ۱۱۳۹ هـ. س کاله تر ۱۱۴۱ هـ. س کال پورې چې د هرات پر خپلواکۍ مينو خلکو د الله يارخان په مشرۍ د نادرشاه سره جگړې کولې او ذولفقار خان هم له فراه څخه د الله يارخان مرستې ته ورغلی وو، بيا هم د احمدشاه بابا نوم نه دی اخيستل شوی، ځکه چې په هغو کلو کې دی پنځه شپږ کلن هلک و، يوازې د ۱۱۴۲ هـ. س کال له پېښو څخه څرگند ېږي چې احمدشاه بابا د خپل مشر ورور ذولفقار خان سره په هرات کې اوسېده. او دا هغه کال و چې ذولفقار خان د نادرشاه سره روغه ونه منله او بيا ېې له فراه څخه پر هرات يرغل وکړو د هرات خلکو د نادرشاه په غياب کې د حکومت د مشر په حيث ومانه ، او الله يار خان ېې دمروچاق حکومت ته ولېږه. د ۱۱۴۳ هـ. س کال په پای کې نادرشاه ددېرشو زرو جگړنو سره پر هرات يرغل وکړ او ذولفقار خان پنځه مياشتې د هغه سره وجنگېد، کله چې د خپل قوم بې اتفاقي ولیدله نو ددې لپاره چې د ده مشرتوب لانور هم د نفاق اور تازه نه کړي او د بې اتفاقي له شامته د اوداليانو دولت گډوډ نه شي له مشر توبه ېې استعفا وکړه و د خپل ورور احمد خان او خپلې کورنۍ سره له هراته د فراه خوا ته ولاړ او په هرات کې الله يار خان د قوم مشروټاکل شوو خو د ذولفقار خان په فراه کې هم آرام کښې نه ناسته او له هغه ځايه ېې د نادر د لښکر په مقابل کې پښتنو مدافعيونو ته ملاتړ رساوه. څو چې له هراته ېې د الله يارخان د ماتې او د نادر د بري خبر واورېدو او په ۱۱۴۴ هـ س کال د خپل ورور احمدخان سره له فراه څخه کندهار ته راغی و دا وخت په کندهار کې د ميرويس نيکه زوی شاه حسين هوتک پاچا و، او هغه د پخوانيو بدمرغو رقابتو په سبب او يادا چې د ذولفقار خان په مشرۍ يې د اوداليانو له خوا ځان ته خطر حس کاوه. ذولفقار خان او احمد خان دواړه يې بنديان کړه، شپږ کاله بنديان وه څو چې د ۱۱۵۰ هـ س کال په پای کې نادر افشار کندهار ونيو، ذولفقار خان او احمد خان يې د نورو بنديانو په ډله کې خلاص کړه او څنگه چې نادر افشار پر هندوستان د يرغل په نيت راوتلی و او له بلې خوا د پښتنو زړورتوب او مړانه ورڅرگند شوي وه نو ددې لپاره چې د هندوستان په يرغل کې د پښتنو له ملاتړ څخه کار واخلي د پښتنو سره يې نرمه رويه راواخيستله عبدالغني خان الکوزي ته يې چې په هرات کې يې د ابداليو پښتنو مشر ټاکلی و، د کندهار د بيگاربيگي منصب ورکړ او نورمحمد خان عليزی ملقب په مير افغان يې د ټول پښتني لښکر چې دوولس زره ابدالي او څلور زره غلجي وو، لوی قوماندان او سرلښکر وټاکه او احمد شاه بابا د دربار د منشي په قول شپږ اووه زره پښتانه زلميان به تل د نادرشاه په اردو کې وو. دی داسې ليکي: "همېشه شش هفت هزار کس از جوانان کار آمد ايل جليل را در اردوی خود ملازم و در رتبه و قدر منزلت زياده بر قزلباش و افشار خود مراعات ايشان مينمود، و ايل جليل مزبور نيز بمقتضای صاف دلي و صدق نيت خود در جميع معارک ممالک روم و هندوستان و ترکستان چنانچه در تاريخ نادري مذکور است کوشش های مردانه و سعی های دلېرانه کرده و ممالک بسيار را مفتوح ساخته و قشون های بيشمار را به عنايت آلهي منهزم و ملک جمعيت آنها را از هم انداخته مصدر آبروی اردوی اومی بودند..."[18] له دې ليکنې څخه څرگندېږي چې نادر شاه تر قزلباشو او افشارو پر پښتنو زيات باور درلود، ځينې مورخان ددې باور سبب دا گڼي چې نادرشاه په اصل کې د خراسان و او د سيستاني افغان ملک محمود خان سره لوی شوی او په مذهب داسې ټينگ سُني و چې د پارس سلطنت يې په دې شرط ومانه چې د تشيع پر ځای به حنفي مذهب منل کېږي.

ابن محمد امين ليکي چې: "د پارسي منصبدارانو لخوا د نادر شاه د وژلو يو سبب همدا د نادر په دربار کې د پارسيانو رقابت د پښتنو سره و، نادرشاه خيال درلود چې هغه پارسي سرداران چې دده له نظريې سره مخالفان وو له مېنځه وباسي او په دې باب کې يې د پښتنو سره مشورې کولې، او چې د افشارو مشران او پارسي سرداران په دې خبر شول نو د نادرشاه وژلو ته يې ملا وتړله."[19]

احمد شاه بابا او نادرشاه[سمول]

د نورو پښتنو سالارانو په ډله کې نادرشاه ذولفقار خان او احمد خان ته هم په درنه سترگه وکتل او د مازندران حکومت او ماليات يې ور وسپارل خو دلته دوه روايتونه دي:

«يو دا چې نادرشاه هماغه وخت احمد خان د خپل يساول (نوکريوال ضابط) په حيث د ځان سره وساته چې حتی وايي د هند په سفر کې هم ورسره ملگری و[20] ددې روايت سره د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني ليکنه هم لږ او ډېر سر خوري چې د نادر شاه په باب کې ليکي: بعد از تصرف دارلسلطنة هرات و قندهار را ايل جليل دراني را از محال هرات بالکاء نيشاپور و طايفه غلجايي را بمحال و رامین و خار و تهران کوچانیده خانه کوچ بزرگان را برسم گرو و يورقه مال بارض اقدس آورده سکنا و آنحضرت را (مقصد احمد شاه بابا دی) که هنوز در آن اوقات در سن ده دوازده سالگي بودند از راه احتياط با برادر و اعمام کرام اکثر او ان در اردوی خود ميداشت.[21]»

«بل روايت دا دی چې احمد خان د خپل ورور ذولفقار سره د ۱۱۵۱ هـ کال په سر کې مازندران ته ولاړ او په ۱۱۵۴ هـ کال چې نادرشاه د هند فتح وروسته خراسان ته راوگرځېد د هېواد د نورو مشرانو په ډله کې احمد خان هم د مازندران نه د نادرشاه ښه راغلاست ته راغی[22] او څنگه چې نادرشاه د هند او بخارا او خوارزم په جگړو کې د پښتنو مېړانه ليدلې وه نو ددې لپاره چې پښتنو ته خپله خاصه پاملرنه وښيي نو احمد خان يې په خپلو منصبدارانو کې واخيست او تر لږې مودې وروسته چې د احمد خان لياقت، قابليت، کفايت او جرآت ورڅرگند شو نو پر هغه یې لا زيات باور راغی او ورځ په ورځ ورباندې گرانېدی او تل به د نادرشاه په حضور کې وه او نادرشاه به په زياترو مجلسو کې خپلو اميرانو او نديمانو ته وييل: "در ايران و توران و هندوستان مردی چون احمد خان حميده خصال و پسنديده افعال نديدم[23]" حتا وايي چې نادرشاه يوه شپه له خوبه راپاڅېد او احمد خان يې خپل حضور ته وباله او هغه ته يې ووييل: "بعد از مرگ من رتبه سروري به تو خواهد رسيد، لازم است که از من فراموش نکرده به اولاد من احسانات نمای[24]".»

په دې توگه احمد خان د نادر شاه د ښه نظر او زيات باور په اثر د يساولگرۍ (د ضابطي رتبه) څخه د ابداليو د يوې ټولي قومندانۍ ته ورسېد خو بيا هم څنگه چې نادرشاه د افغاني لښکر ستر قوماندان نور محمد عليزی و[25][26] نور احمد خان د نادرشاه په لښکر کې د يو منصبدار په حيث پېژندل کېده، څو چې په لږه موده کې يې د ښه خوی او ښو کارو او پيرزوينې په سبب د ټولو افغاني لښکرو په تېره بيا د ابداليو پښتنو سپاهيانو بشپړ باور پر ځان پيدا کړ، البته په دې باور پيدا کولو کې دده د ټبر شهرت او د پلار او وروڼو هم اغېزه درلوده. پر هغه سربېره احمد خان د نادرشاه سره د داغستان او اېرېوان په جگړو کې هم زياته مړانه وښووله[27] ځکه نو نادرشاه په دربار کې د ده اعتبار لا زيات شو او په نادري لښکر کې تر نور محمد خان عليزي راوروسته لومړی سړی گڼل کېده.

هغه و چې احمد خان له ۱۱۵۴ هـ سپوږميز کال څخه تر ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال پورې شپږ کاله په سفر او حضر کې د نادرشاه سره و او په هغو شپږو کالو کې يې د دولت په ملکي او لښکري چارو کې ډېرې گټورې تجربې وموندلې چې د ده د وروستيو برياليتوبونو بنسټ بايد وگڼل شی.

د نادرشاه وژل کېدل[سمول]

څنگه چې نادرشاه د خپل ژوند په پای کې سخت سودايي شوی او له طبيعي حالته وتلی و نو پر ټولو قزلباشانو او افشارو بې اعتماده و په تېره بيا د خپل زوی رضاقلي ميرزا تر ړندولو وروسته يې په زيات ظلم او ستم او د خپلو حاکمانو په وژلو لاس پورې کړ، چې دده د ډېر ظلم او وينو تويولو په سبب د ده د دربار ډېر معتمد درباريان هم ځينې بېزاره او پر ده بدگمانه شول.

د احمد شاه بابا دربار منشي محمود الحسيني چې د هغه د وخت حال يې په سترگو ليدلی و[28][29]

سربېره پر دې نادر شاه غوښتل خپل ټول مخالفان بيخي له مېنځه يوسي، او په دې باب کې يې د خپلو ډېرو نژدې او باوري کسانو او د پښتنو مشرانو سره چې د ده ښي لاس گڼل کېدل خصوصي مشورې او جرگې کولې او دې خصوصي مشورو او جرگو دده مخالفان لا وپارول او د ځانو د وژلو له بيري يې د نادرشاه وژلو ته ملاوې وتړلې – څو چې د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال د څلرمې خور (جمادي الاخر) په يوولسمه د يکشنبې په شپه يې د مشهد له خبوشان څخه نيم فرسخ يا دوه فرسنگه ليرې «فتح آباد» کې نادرشاه وواژه.

مرحوم فيض محمد د سراج التواريخ ليکونکی او ښاغلي غبار د نادرشاه قاتلان محمد خان قاجار ايرواني او موسی بېگ ايرلوی افشار ارومی، د صالح خان قرقلوي ابيوردی او محمد قلي خان افشار ارومی کشيکچي باشي او نورو دايمي کشيکچيانو او ساتونکو په سلا چې شمېر يې اويا تنو منصبدارانو ته رسېده[29] خو د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني ددې پېښې تفصيل داسې ليکي:

کندهار ته رسېدل او لويه جرگه غونډېدل[سمول]

احمد خان د 1160 هـ ق کال د رجب په مياشت د ټولو افغاني قواو سره کندهار ته راورسېد او سمدلاسه ېې ولسي مشران راغونډ کړه او د هغو سره ېې د هېواد د راتلونکي په باب مشورې پیل کړې. په دې لويه جرگه کې د ابداليانو او غلجيانو پر مشرانو سربېره د بلوڅو ، هزاره ؤ، قزلباشو مشران هم شامل وو. دې لوېې جرگې کې تر هر څه د مخه ټولو په اتفاق[30] دا فيصله وکړه چې ايران د حکومت سره په هر صورت تعلق پرېکول په کار دي ، ځکه چې ايرانيان او پښتانه پر يو بل باندې حکومت نشي کولای[31] تر هغه وروسته ېې دا فيصله وکړه چې له خپله منځه ځان ته يو پاچا وټاکي ، خو د پښتنو په داسې قبيلو کې چې يو بل ته تن نه سره ورکوي د يوه پاچا ټاکنه څه اسانه کار نه و. ځکه چې د هرې قبيلې مشر دا غوښته چې د ولس مشرتابه واگي په خپل لاس کې واخلي ، په تېره بيا نورمحمد خان علي زي چې د نادرشاه په وخت کې د ټولو پښتنو لښکرو ستر قوماندان و ، او ورپسې حاجي جمال خان بارکزی ، او محبت خان پوپلزی او موسی خان ساکزی او نصرالله نورزی او د نورو قبيلو مشرانو پر ځانو باندې يو د بل پاچهي او حکم نه سو منلای، ځکه نو لکه څنگه چې مورخان ليکي اته جرگې نا کامه شوې ، خو احمدخان چې په هغو ټولو جرگو کې د هر قبيلې د مشروينا اورېدله چې د ځانو د پاره به ېې د مشر توب حق ثابتول غوښته، دی پټه خوله ناست و، او د ځان په باب کې ېې هېڅ نه ويل، څو چې په نهمه جرگه کې د حاجي جمال خان نوم منځ ته راغی او د جرگې زيات خلگ ېې پرخواشوه، خو دځينو نورو غښتليو قبيلو مشرانو ورسره مخالفت وکړ[31] او همدا شان د نورمحمد خان علي زي د نامه وړانديز په دې سبب چې ډېر عصبي دی ونه منل شو، که څه هم د پاچهي د مقام د پاره وړگڼل کېده[32].

د احمد خان پاچا کېدل[سمول]

دوتنه:Ahmad Shah Durrani - 1747.jpg
صابر شاه ملنگ د احمد شاه بابا پر سر د غنمو د وږي د ايښودلو په حال کې

په نهمه جرگه کې چې د « شېر سرخ » په زيارت کې روانه وه د پاچا د انتخاب خبرې زياتې تودې شوې ، خو احمد خان هم هغسې پټه خوله ناست و، په دغه شورماشور کې يو « صابر شاه » نومي ملنگ[33] د جرگې منځ ته راودانگل او د غنمو يو وږی ېې د احمد خان په پگړۍ کې وټومبه او وې وېل: « دا ستا جوغه ده، او ته ددوران پاچا يې» او د جرگې غړو ته ېې ووېل : « د خدای دپاره دا جرگې نورې بس کړۍ، جگړې مه کوۍ ـ خدای تعالی احمد خان په تاسو کې يو ډېر لوی او دروند سړی او د پت خاوند پيدا کړی دی. هغه په ټولو پښتنو کې په اصل هم ښه دی او قابل هم دی، نو د خدای کارمه ورانوۍ ـکه نه نو د خدای تعالی قار به درباندې نازل شي»[31] هغه و چې د صابر شاه ملنگ انتخاب د ټولو قبيلو مشرانو ومانه او په تېره بيا چې د حاجي جمال خان له خوا هم تاييد شو. او په دې توگه احمد خان « احمد شاه » شو ، او د (160 هـ ق ) کال د شوال او د (1747 م) کال د اکتوبر په مياشت د کندهار په ښار کې په پنځه ويشت کلنۍ د پښتنو د پاچهي پر تخت کښېنوست او د افغانستان د پاچا په حيث اعلان او وپېژندل شو[34][35][36].

په څنگه وخت کې پاچا شو؟[سمول]

احمد شاه بابا په داسې وخت کې پاچا شو چې په افغانستان کې د ملي وحدت هغه څلی چې د پښتنو د ملي قايد ميرويس نيکه په لاس ودان شوی و، د خارجي دښمنانود تېري او يرغل له امله نړېدلی و، او د افغاني قبيلو د يو والي نقشه چې ميرويس نيکه طرح کړې وه نيمگړې پاته شوې وه، او د هېواد په هره سيمه کې بيا د خانخاني او فيوډالي زړه کمبله غوړېدلې وه. هرې قبيلې د خپل قومي مشر تر مشرۍ لاندې ځانگړی قبيلوي ژوند کاوه، او د افغاني قبيلو تر منځ د ملي او قومي وحدت رسۍ پر شلېدو وه.

له بلې خوا د افغانستان د لمرلوېدو خوا ته په ايران کې د نادرشاه تر مړينې وروسته داخلي هرج و مرج پېښ و، او يوه ملوک الطوايفي دوره راغلې وه، چې غلجي پښتون آزاد خان سلېمانخېل د پنځلسو زرو سرتېرو سره په آذربايجان ، او حسن خان قاجار په استر اباد او کريم خان زند په عراق کې حکومت کاوه.

د افغانستان شمال ته جنيدي دولت په بخارا او ماورالنهر کې انحطاط پر لور رهي و، او د افغانستان د ختيز خوا ته په هند کې د گورگاني امپراتوري ريښې سستې شوي وې او په تېره بيا په جنوبي هند کې د مريټيو حکومت دومره زور اخيستی و، چې گورگاني دولت ته ېې لوی خطر پېښ کړی و. په داسې وخت کې احمد شاه بابا په افغانستان کې د يوه خپلواک او متحد دولت تشکيلولو ته ملا وتړله.

د کورنيو چارو سمون[سمول]

احمدشاه بابا چې خپل تيت او پرک ولس ليده نو تر هر څه د مخه ېې ددوی يووالي ته توجه وکړه، چې په دوی کې بيا د ملي او سياسي وحدت روح راويښ کړي او افغانستان بيا په ملي او سياسي لحاظ سره يو موټی شي. په ملي لحاظ داسې چې ټول قبايل د يوه ولس او ملت په شکل پر يوه مرکز راغونډ کړي، او په سياسي لحاظ د افغانستان د خاورې ټولې مختلفې ټوټې د يوه خپلواک او آزاد هېواد په څېر بيا د نړۍ د نورو ژونديو هېوادو په کتار کې ودروي، خو دې کار خورا ټينگ پولادي عزم، روښانه فکر او معقول تدبير ته اړتيا درلودله چې هغه د احمد شاه بابا په وجود کې يو ځای شوی وو. احمد شاه بابا سربېره پر دې چې ښه تکړه او ازمويلی شوی مجرب سرتېری و، د خپل ولس په خوی او بوی، دود دستور هم ښه خبر و. او دا ورمعلومه وه چې د ولس مشران د ولس په لارښوونه کې ډېره اغېزه لري ځکه ېې د يوه ولسي مشر په توگه د پاچهي واگی په لاس کې واخيست، او دی د ، افغانستان لومړی پاچا دی چې تاج ېې پر سر نه ايښود ، لنگوټه ېې تړله، چپنه ېې اغوسته او موزې ېې په پښو کولې او پر فرش شوې مځکه باندې د خلکو سره کښېناسته[37] او په ټولو مهمو دولتي چارو کې ېې د ولس د مشرانو سره مشوره کوله. مرحوم قاضي عطاالله خان پخپل کتاب «د پښتنو تاريخ » کې ليکي چې:

هغه د پښتنو د خوی او بوی او د هغوی د رواجونو او د قاعدو نه ښه واقف و، او خدای تعالا ورله يو ډېر صاف دماغ ورکړی و. هغه د خپل حکومت داسې طريقه اختيار کړه چې د ټولو قبيلو سرداران ېې د حکومت په تمامي معاملاتو کې ځان سره شامل کړل ، هغه ته دا معلومه وه چې ترڅو پورې د پښتنو هره پوه قبيله د آزادي او خپلواکي په خوږو کې ماسره شريکه نه شي ، او تر څو پورې چې د حکومت په هرې پوهې شعبې کې زه هغوی ته ځای ورنکړم تر هغې پورې په هغوی کې د قامولي جذبه او د قومي ژوندون پيداکول ستونزمن کار دی . په همدې سبب هغه د حکومت ټول اختيارات ځانله قبضه نکړل ، بلکه د هرې قبيلې حکومت ېې هم هغه قبيلې له ورکړو. او هغوی ته ېې د خپلو مشرانو مقررولو واک اختيار حواله کړو.په لويو لويو معاملو کې لکه د نورو قومونو سره جنگ يا صلح يا په ټول ملک کې د يو خاص نظام حکومت يا د ايين جاري کول يا دملک په خلکو باندې ټيکسونه لگول په همدې ټولو معاملو کې به هغه د قبایلو د مشرانو نه سلا اخيسته . په هره قبيله باندې هغه د جنگ د پاره شاهي پوځ ته لښکر ورکولو تعداد مقرر کړی و، د احمد شاه بابا لوی قابليت دا ؤ ، چې هغه خپل هر کار له قومي رنگ ورکولو . هغه ځان ته «پښتون» باچا وېل ، او وېل به ېې چې : زه د پښتنو قوميت او زور مضبوطوم او په ملک کې د پښتنو خيالات طريقې او تهذيب خور وم ، په هر کار کې به هغه پښتنو ته د پښتو جذباتو پيل کولو او په دې سبب هغه داسې يوې معاملې ته هم لاس نه اچولو چې د ټولو پښتنو مشترکه گټه ېې په نظر کې نه وي ساتلې. ددې اصولو د لاندې هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت قايم کړو، او په ټولو معاملو کې به ېې د هغوی په جرگه فيصله کوله. د جمهوريت هم دغه اصول وو، چې په هغو باندې هغه تر آخره پورې عمل کولو. او هم په دې سبب هغه کاميابه و، د ټول قوم او د سردارانو ژبه په جرگو کې اوباهر پښتو وه. فيصلې به د پښتو په رواج کېدې، او هېڅ کار به هم د قبايلو د مشرانو د منظورۍ نه پرته نه کېدلو.[38] په دې توگه نو احمدشاه بابا زيار وېست، چې د ولس د مشرانو زړونه لاس ته راولي ، څوک ېې په وزارت وټاکل، چاته ېې نور دولتي لوړ ماموريتونه وسپارل ، ځينو ته ېې اعزازي القاب ورکړه او چا ته ېې مستمري تنخاگانې وټاکلې ، خو سره له دې هم دده د پاچهي په لومړيو ورځو کې ځينو مشرانو په پټه د احمد شاه بابا د پاچهي د ماڼۍ د نړولو د پاره نغمونه کينل چې د يوې ناوړې او ناکامې پيښې سبب شول.

ناوړه پېښه[سمول]

هغه وخت چې احمد شاه بابا په پاچاهي وټاکل شو نو د ده په نامه بيعتونه پيل شوه، له ليري او نژدې به بيعتونه راتلل، او هرې خوا ته د خوښۍ ډمامې غږېدلې، يوازې کرم خان ترين او مقصود خان بړېڅ چې د خپلو قبيلو مشران ول له اطاعته سرونه وغړول او بيعتونه يې راونه لېږل او احمد شاه بابا ته پورته شول، هغه و چې احمد شاه بابا د کرم خان ترين د ايلولو لپاره سپه سالار محبت خان درانی د څه عسکرو سره پښين (فوشنج) ته ولېږه، او سردار مانوخان يې د يو بل پوځ په سالارۍ د مقصود خان بړېڅ د اېلولو دپاره ښوراوک ته واستاوه. خو دا دوه سالاران (يعنی محبت خان او مانو خان) که څه د احمد شاه بابا کهاله ته منصوب وو، خو دوی هم په پټه د نور محمد خان عليزي (چې د نادرشاه په وخت کې د کندهار واکمن او د افغاني لښکرو ستر قوماندان و د مير افغان لقب يې درلود او د ميان داد خان ساکزي او د ځينو نورو درانيو مشرانو په سلا د ياغيانو سره لاس يو کړ او د پښين او ښوراک د ياغيانو تر مېنځ يې ارتباط ټينگ کړ او هغو يې لا نور مخالفت ته ولمسول خو په ښکاره يې د هغو سره زرگری جنگ شرو کړ او د دې لپاره چې ځانونه لا ښه قوي کړي له مرکز څخه يې نوره نظامي مرسته وغوښتله. احمد شاه بابا هم د دوی غوښتنه ومنله او يو زيات شمېر رکابي پوځ يې د لسو او پينځلسو توپو او زنبورک اوښانو سره د عبدل خان ماکو په مشرۍ چې هغه وخت د شفقت خان په خطاب سرلوړی شوی و د محبت خان او مانو خان د ملاتړ دپاره ولېږل. عبدل خان ماکو چې د هغو زور وليد لکه دا چې دمخه د هغو سره په سلا کې شريک وه، دی هم د هغو خواته واوښت او د هغو سره په سازش کې ملگری شو. په دې وخت کې نواب خان الکوزي او څو تنه نورو د محبت خان او مانو خان له چوڼۍ څخه پټ راووتل او ځانونه يې د احمد شاه بابا حضور ته ورسول، او هغه ته يې د محبت خان او مانو خان سازش برملا کړ او ورته يې وويل چې نور محمد خان عليزی او ميان داد خان ساکزی او عبدالرحمن خان بارکزی توپچي باشي د کندهار په ښار کې دی هم د محبت خان او مانو خان سره په سلا کې شريک دی هغه و چې احمد شاه بابا نور محمد خان او عبدالرحمن خان او ميان داد خان ور وغوښتل او پوښتنه يې ځنې وکړه، هغوی ناگاره او منکر شول خو نواب خان الکوزی او د هغه نورو ملگرو شاهدي پر ادا کړه نو احمد شاه بابا امر وکړ چې د دوی لاسونه او پښې دې وتړل شي او د پيلانو تر پښو لاندې دې واچول شي چې د پيلانو تر پښو لاندې مړه شي. امر ډېر ژر اجرا شونور محمد خان او ميان داد خان د پيلانو تر پښو لاندې ووژل شول، خو عبدالرحمن خان بارکزي يو پيل په شونډک کې پورته کړ او د احمد شاه بابا د تخت په وړاندې يې وغورځاوه، ځکه نو احمد شاه بابا هغه وباخښه او تر څه مودې وروسته يې بېرته د توپچي باشي په رتبه سرلوړی کړ. د نور محمد خان او ميان داد خان د وژلو خبر چې محبت خان او مانوخان ته ورسېد هغو د کسات او انتقام اخيستلو په غرض خپلې لښکرې د کندهار خوا ته راوبهولې او د کندهار د ښار په څلور فرسخی کې د زنه خان په کلي کې چې اوس يې زلخان بولي کښته شول. د احمد شاه بابا له خوا عبدالحميد خان درانی د نومياليو مبارزانو سره مقابلې ته ورووتل په لومړۍ جگړه کې عبدالحميد خان ماته وکړه او د مخالفينو د لښکرد ډېرښت او د شاهي لښکر د لږوالي خبر يې احمد شاه بابا ته يووړ. سبا ورځ احمد شاه بابا پخپله د هغو مقابلې ته ور ووت، تر سختې جگړې وروسته يې مخالفين پر شا تلو ته مجبور کړه او سخته ماته يې ورکړه، محبت خان او مانو خان او کدو خان د صابر شاه ملنگ په واسطه پړی په غاړه د احمد شاه بابا حضور ته راوستل شول، او احمد شاه بابا پر هغو د بند حکم وکړ او نور نو معلومه نه شو چې په محبس کې د دوی کار کم ځای ته ورسېده.[39] د دې ناوړې پېښې د پېښېدو سره سره بيا هم احمد شاه بابا د ولس مشران پر ځان راټولول او په مهمو ولسي چارو کې يې ورسره مشوره کوله، بلکه د ولس د مشرانو يوه دايمي جرگه يې هم په مرکز کې جوړه کړې وه چې د هغې په واسطه يې د بېلابېلو افغاني قبيلو نظريې يې ځانته مالومولې او د هغو نظريو سره سم يې خپله مترقي تگلاره ټاکله. احمد شاه بابا له اوله د ولسي نظرياتو او دود دستور ډېر مراعت کاوه او د هېڅ افغان غرور ته يې صدمه نه رسوله. ده پخپل دربار کې د مرييتوب زاړه خويونه لکه پاچا ته د تعظيم لپاره سر ټيټول او په رکوع کېدل او يا زمکه مچول او نور منع کړل او د احترام لپاره يې يوازې پر تندي لاس ايښودل کافي وبلل او همدا راز يې په اداري چارو کې سمون راوست.

د اداري چارو سمون[سمول]

د احمد شاه بابا د دور سرتېري

احمد شاه بابا د ولسي مشرانو سره د مفاهمې وروسته د خپل دولت په اداري چارو لاس پورې کړ او په مرکز کې يې لکه څنگه چې مرحوم قاضي عطاالله خان ليکي: «هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت يعنی صدارت قايم کړ»[40] او ورپسې يې يو ديوان اعلی يعنی د ماليې وزارت او دفتر ضبط بيگي يعنی امنيه او کوټوالي، خزانه داري او نسقچي باشي گري، يعنی د مجازاتو د تدبيقولو اداره او داروغه کي او د اخبار دفتر او هرکار باشي يعنی ضبط احوالات او استخبارات او ميراخور باشي يعنی پر څارويو د بارونو د وړلو راوړلو اداره، او څو نورې کوچنۍ ادارې د «باج گير» او ميراب او خالصه جات او د ښار کلانتري او نور تشکيل کړل او همداراز يې په ولاياتو کې دا لاندې مامورين مېنځ ته راوستل:

حاکم، پېشکار (مرستيال)، امير لشکر، مستوفي، قاضي، قلعه دار، باج گير، مامور ثانثات، ميراخور، ميراب او کلانتر او هم يې په دربار کې دا دفترونه جوړ کړل. دېوان انشاء، دارالتحرير شاهي، عرض بېگي، مهمان دار باشي، پېشخانه چي باشي، د ډوډۍ ناظر يا کارخانه، او هم يې په اردو کې دا دفترونه پرانيستل، لشکر نويس يا د نظام دفتر، اردو باشي، جارچي باشي، سيورساتچي، او قورخانه، او همداراز يې په مرکز او ولاياتو کې شريعي محکمې جوړې کړې.[41] خو د دې ټولو ادارو په سر کې هماغه ولسي جرگه وه چې د قبايلو له مشرانو، لويو افسرانو او د لوړ رتبه مامورينو څخه وخت په وخت جوړېدله او په اهمو سياسي او اداري چارو کې به يې نظريه او مشوره ورکوله. که څه هم په ټولو اجرايي او قضايي او نظامي تشکيلاتو کې پاچا د ټول واک خاوند و خو سره له هغه هم احمد شاه بابا په اهمو اداري، سياسي او نظامي چارو کې د ولسي جرگې غړي په مسؤليت کې د ځان سره شريکول:

له بلې خوا که څه هم په دغه وخت کې احمد شاه بابا ۲۵ کلن ځلمی ؤ خو د يوه ازمويل شوي او جنگ ليدلي عسکر او مجرب سياسي مېړه په حيث يې د واکمنۍ واگی يې په لاس کې نيولی وي نو ځکه يې تر ولسي جرگې وروسته خپله زياته پاملرنه د يوه منظم اردو چمتو کولو ته واړوله چې په لومړي سر کې يې ۱۶ زره منظم پلي او سپاره سرتېري د درنو او سپکو توپخانې سره چمتو کړل. او د هغو د وړو راوړلو دپاره يې آسان، غاترې، اوښان، او پيلان پيدا کړل، او د ده په منظم اردو کې دا افسران وو: لس باشي (ډلگۍ مشر)، سل باشي (ټوليمشر)، مينگباشي، قللوقاسي، کشيک چي باشي (د محافظه کار د قوماندان)، جزاير چي باشي (شهنک چي يا زنبور چي)، توپچي باشي، امير لشکر او سپهسالار چې بيا وروسته پر دې منظمو عسکرو سربېره دېرش زره منظم يعنی قومي لښکر په پايتخت او ولاياتو او سرحداتو کې هم چمتو کړل او د جگړې په وخت کې به د مخالفو قبيلو له خوا جلبي عسکر هم پر زياتېدل، د مثال په توگه د هېواد د لمرختيزې د يوې کوچنۍ سيمې «مروتوله قبيلې» څخه به دوه سوه سپاره بې تنخا او د يو لوی ولايت بلوچستان څخه په شپږ زره جمازه سوار (يعنی اوښانو لرونکي) سپاره د احمد شاه بابا په اردو کې داخلېدل، څو چې وروسته وروسته د احمد شاه بابا د لښکرو شمېر څلوېښتو زرو تنو او بيا اتيا زرو او حتی د ځينو مورخينو په قول يې يو لک او شل زرو تنو ته ورسېد چې اتيا زره يې غير منظم او څلوېښت زره يې منظم عسکر وو.

سکه او مهر[سمول]

همداراز احمد شاه بابا د خپلې پاچهۍ په لومړيو ورځو کې د اداري چارو د سمون او چلن په عرض په خپل نامه سکه ووهله چې دا بيت پر کيندل شوی وو:

کينډۍ:د شعر پای

او هم يې ځانته يو مهر وکينه چې په طاوسي شکل گردی او د صراحي د غاړې غوندې اوږد وو[42] او دا عبارت پرې کيندل شوی وو:

«احکم الله يا فتاح احمد شاه در دراني»

تر دې وروسته احمد شاه بابا نورې سکې هم په نورو عباراتو ووهلې چې پره يوه مخ به يې فلوس احمد شاهي او پر بل مخ به يې يوه افقي توره وه چې دا توره په عموداً په قرابين يا توپک پرېکړه شوې وه او نورې داسې سکې د عبارتو په لږ اختلاف چې دا وروستۍ سکې په بېلابېلو کلو کې د هرات، کندهار، کابل، مشهد، اټک، انوله (روهيکنډ) او بريلی، بهکر او پېښور، تته (سند) کشمير، لاهور او اگره او ملتان په ښارو کې وهل شوي وې.[43]

د هېواد سياسي يووالي ته هڅه[سمول]

احمد شاه بابا د خپل دولت د هيت تر ټاکلو او د اردو تر تنظيم او د اداري چارو تر ابتدايي سمون وروسته د خپل هېواد د بېلو بېلو سيمو سياسي يووالي ته مخه کړه او وې غوښته چې د افغانستان تيت او پرکې سيمې او هغه برخې چې د پرديو تېری کوونکو لخوا له خپل اصلي وجود څخه پرې کړې شوې وې بېرته ټولې په مرکزي افغاني دولت پورې وتړي او له هغو نه يو لوی متحد او خپلواک هېواد جوړ کړی نو د دې مقدس ملي مرام د تحقق دپاره تر هر څه دمخه لکه څنگه چې د ده ثابت اصول وو د ولس د مشرانو مشوره او صلا ضرور و لازمي گڼله، ځکه يې نو د ولس د مشرانو يوه لويه جرگه راوبلله چې په دې باب کې ورسره سلا او مشوره وکړي، او د ده دد پاچهۍ لا درې مياشتې پوره نه وې چې جرگه راغونډه شوه او احمد شاه بابا هغو ته د افغاني دولت د مرکز سره د ټولو افغاني سيمو او بېلو شويو برخو د يو کولو او د يوه متحد او خپلواک افغانستان د جوړولو تجويز وړاندې کړ، تر خبرو اترو وروسته د جرگې ټولو غړو په يوه اتفاق هغه ملي تجويز ومانه خو احمد شاه بابا ته يې دا سلا او مشوره ورکړه چې لومړی دې د غزني، کابل او پېښور خوا ته هڅه وکړي او تر هغه وروسته دې په يوه مناسب وخت کې د هرات خوا ته وخوځېږي.[44]

لومړی سفر[سمول]

د ۱۱۶۰ هـ س. کال په پای کې يا د ۱۱۶۱ هـ. س. کال په سر کې [45] احمد شاه بابا هم د هېواد لمرختيزې خواا ته د هڅې دپاره ځان چمتو کړ، سردار جانخان سپهسالار يې د خپل مخکښ په توگه ولېږه او پخپله د درنې توپخانې او ټولو احتياطي وسايلو سره ورپسې رهي شو. دا چې په دې سفر کې د احمد شاه بابا د لښکر شمېر څو تنه ؤ، د مؤرخينو اختلاف دی، الفنسټون دوولس زره تنه دراني او بلوڅ بللي دي، فيض محمد او نورو په ۱۱۶۱ هـ. س. کال د لاهور خوا ته د حرکت په کې دېرش زره تنه ليکي، او گندا سېنگ بيا د لاهور خوا له پېښور څخه د احمد شاه بابا د لښکرو شمېر د ۱۸۴۷ ز. کال د ډېسمبر په مياشت کې اتلس زره تنه گڼلی او د نندرام مخلص د ليکنې سره سم پينځه ويشت زره تنه، او د عبدالکريم د يادونې په اساس دوولس زره تنه پلي او سپاره وو.[46] خو لکه څنگه چې موږ دمخه ووييل احمد شاه بابا د خپلې پاچهۍ په سر کې شپاړس زره منظم عسکر چمتو کړي درلودل نو په دې سفر کې بايد څه نور غير منظم جگړن (يعنی قومي لښکر) هم پر زيات شوی وي، په تېره بيا له غزني نه تر پېښوره پورې ډېر پښتانه د احمد شاه بابا په لښکر کې داخل شوي وو، چې په دې حساب په دې سفر کې د احمد شاه بابا منظم عسکر دوولس زره او غير منظم قومي لښکر لس زره اټکل کېدای شي.

د کلات کلابندي[سمول]

احمد شاه بابا د خپل لښکر سره د غزني، کابل او پېښور په نيت د کلات خوا ته (چې اوس ېې زابل بولي) وخوځېد ، او لکه څنگه چې محمود الحسيني د احمد شاه بابا د دربار منشي په خپل کتاب ٫٫تاريخ احمدشاهي٬٬ کې ليکي احمدشاه بابا تر کلاته پورې درې پړاؤه (درې منزله ) ووهل او څلورمه ورځ د کلات د کلانيم فرسخي ته ورتسليم او هلته يې واړول . د کلات کلا (لکه اوس چې هم ښکاري) پر يوه لوړې غونډۍ ودانه، او هغه وخت ډېره ټينگه کلا وه، چې محمود الحسيني يې په خپل کتاب کې داسې يادونه کړې: «قلعه کلات بر فراز تپه رفيع و زير پشته منيع واقع و از موضعی که شهر بر سر آن است»

کابل او جلال آباد[سمول]

احمد شاه بابا د خپل لښکر سره له غزني څخه د کابل خوا ته وخوځېد، ناصر خان مقابلې ته چمتو شو، خو د مقابلې توان يې و نه شو درلودلای. د خپل بار اوښې سره د پېښور لورې ته وتښتېد، او په کابل کې د حکومت د زياترو چارو واگی د سيد درکاهی کابلي نومي سيد په لاس کې پاتې شولې.

د لاهور وضعيت[سمول]

لاهور ته سفر[سمول]

د سرهند خوا ته تگ[سمول]

دوهم سفر[سمول]

درېم سفر د خراسان خوا ته[سمول]

د مشهد خوا ته هڅه[سمول]

څلورم سفر د پنجاب خوا ته[سمول]

بېرته پېښور ته تگ[سمول]

کندهار ته راگرځېدل[سمول]

پينځم سفر سند ته[سمول]

شپږم سفر خراسان ته[سمول]

قاين او طبس نيول[سمول]

تون نيول[سمول]

د مشهد کلابندي[سمول]

د شاهرخ ننواته[سمول]

د نېشاپور خوا ته هڅه[سمول]

د کندهار د نوي ښار ودانول[سمول]

اووم سفر هندوستان ته[سمول]

د هند د سفير رخصتول[سمول]

د هند د بل سفير او ليک رارسېدل[سمول]

په هند کې فساد او د عالمگير پاچا وژل[سمول]

اتم سفر هندوستان ته[سمول]

د نصير جان مخالفت[سمول]

هندوستان ته تگ[سمول]

د پاني پت جگړه[سمول]

د ځينو اشتباهاتو دفع[سمول]

په خراسان کې خړپړتيا[سمول]

نهم سفر هندوستان ته[سمول]

د کشمير خوا ته هڅه[سمول]

لسم سفر هندوستان ته[سمول]

يوولسم سفر پنجاب ته[سمول]

کندهار ته د خرقې شريفې وړل[سمول]

دوولسم سفر پنجاب ته[سمول]

ديارلسم سفر خراسان ته[سمول]

د احمد شاه بابا د پزې بيا ناروغي[سمول]

د توبې غره ته تگ[سمول]

مړينه[سمول]

د احمد شاه بابا خويونه او صفتونه[سمول]

د احمد شاه بابا ادبي او علمي شخصيت[سمول]

احمد شاه بابا سربېره پر هغه چې د منځنۍ آسيا يو نوميالی پاچا او بريالی فاتح و، د تورې سره يې قلم هم درلود، او پر علم هم مين و، د علماو مجلس يې تر هر مجلس خوښ و او علماو هم دی د خپل سر سيوری گاڼه، همدا سبب و چې د هند ستر علمي او روحاني شخصيت شاه ولي الله دهلوي ده ته بلنه ورکوله چې هندوستان ته ورشي او د هندوستان مسلمانان له جور او ستمه وژغوري او ورته ليکل يې:

در اين زمان پادشاهي که صاحب اقتدار و شوکت باشد و قادر پرشکست لشکر کفار و دور اندېش، جنگ ازمايي غير از ملازمان آنحضرت موجود نيست، لاجرم بر آنحضرت فرض عين است قصد هندوستان کردن

د احمد شاه بابا آثار[سمول]

احمد شاه بابا په پښتو، عربي او دري ژبه اشعار وييلي او آثار يې ليکلي دي چې دا درې اثره يې د زمانې له حوادثو او آفاتو څخه خوندي پاتې شوي دي:

  1. د احمد شاه بابا د پښتو ژبې د اشعارو بشپړ ديوان
    • چې د لومړی ځل دپاره په ۱۳۱۹ هـ ل کال په کابل کې د پښتو ټولنې لخوا د يوې اوږدې سريزې سره چاپ شو، او بيا د ۱۹۶۳ ز کال د نومبر په مياشت په پېښور کې د پښتو اکېډمۍ لخوا چې د دوو نورو خطي نسخو سره مقابله شوی و، چاپ او خپور شوی دی.
  2. علم گنج
    • دا د احمد شاه بابا د بل کتاب نوم دی چې اته بابه لري او په تصوف کې يې ليکلی دی. ددې کتاب د شرح يوه قلمي نسخه د کابل د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په خطي کتابتون کې شته چې سر او پای نلري، او د کتاب پاته برخه پنځه پنځوس پاڼې دی چې هر مخ يې ۱۱ کرښې لري او کچه يې ۱۳x۱۹ کې ده ددې کتاب په ۲۱ مخ کې لومړی باب داسې پيل کېږي:
      “باب اول قال المصنف خلدالله ملکه:آسمان شجر يعنی الف سين ميم نون ؟؟ قال الشارح عضی الله عنه: بدانکه قبل از شروع در علم واجب است تقديم چند چيزې که موجب از د ياد بصيرت ستاره گردد در آن علم که د ا ب محصلين صناعات علوم حقيقت همين است...”
      پوهاند حبيبي ليکي چې: “احمد شاه بابا په عربي ژبه ځينې کلمات لري چې محمد غوث ابن ترکمان ابن تاج خان په هندوستان کې په پارسي ژبه شرح پر ليکلې ده چې شرح الشرح نوميږي او درې سوه مخه لري، نو څرگنده نه ده چې د علم گنج دا شرح هماغه شرح الشرح ده او که دا شرح ده او پر دې شرح باندې بله شرح ليکلی شوې ده.”
  3. د احمد شاه بابا عربي اشعار

د علم گنج کتاب که څه هم د سر پاڼې نلري خو په ۲۱ مخ کې يې داسې ليکل شوي دي:
“هذا آخر الکلام في شرح ابيات الملک الدُراني والسلطان الحقاني احمد شاه الغازي خلدالله تعالی ملکه و سلطانه و جعله مالکاًللاقاليم السبعة رحم االله عبداقال امينا، و اما شرح گنج پس مرتب گشت چون هشت بهشت، بهشت باب...”
له پورته ليکنې څخه څرگندېږي چې د علم گنج د شرح تر شروع دمخه د احمد شاه بابا د عربي اشعارو شرح وه او تر ۲۱ مخ وروسته د علم گنج شرح په اتو بابو کې پيل شوې ده. او دا چې احمد شاه بابا په عربي ښه پوهېدی د مرحوم شاه فقيرالله جلال آبادي ثم شکارپوري له هغو مکتوبو څخه هم ثابتېږي چې احمد شاه بابا ته يې په عربي ژبه ليکلي دي.

د احمدشاه بابا فتوحات[سمول]

احمدشاه بابا د پښتنو ديوالی په منظور وغوښتل ټولی هغه سيمې چې پښتانه پکښې ا سېږيد لويې پښتونخوا په نامه سره يو ځای کړی او هند دهغو مسلمانانو په مرسته ورسېږي چې د فرقه پرستي او ثقافتي خصومتو له کبله يې هر کله هلته ژوند د تهديد او ناآرامي سره مخامخ ؤ ده په کندهار کې خپل وراره لقمانخان ته د سلطنت و کالت ورکړ او سردار جانخان يې دکابل پرلوری ولېږي.

Durani empire

احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې دغزني او کابل د نيولو دپاره حرکت وکړ په غزني کې ناصر خان نائب الحکومه ؤ چې دی د نادرشاه د حملی په وخت کې د مغولو له طرفه ددغی علاقې حاکمؤ او د نادرشاه د حملی پېښور ته تښتېدلی ؤ هغه وخت چې نادرشاه پيښور ونيوي دی يې دکابل غزني او پېښور حاکم په حيث مقرر کړو او نادرشاه د مړينی وروسته يې ځان هلته د مستقل حکمران په حيث حړ کړی ؤ په دغه وخت کې د کابل په بالحصار کې دوولس زړه قزلباش لښکر موجود ؤ ناصر خان چې پو هيدی چې د کابل، غزني، او پيښور او سيدونکی د احمدشاه سره د قامولی له کبله جنگ نه کوي نو د هزارؤ او ايماق لښکر يې هم راټول کړل غزني د ناصر خان دطرفدارنو دلږ مقاومت څخه وروسته داحمدشاه بابا په لاس ورغی هزارؤ او ايماقوهم په لومړی سر کې د مقابلی څخه نټه وکړه د احمدشاه بابا لښکر و ناصر خان تعقيب کړ د کابل او پيښور څخه يې ويوست او دپيښور څخه يې دوتلو دمخه د عبدالصمدخان ممن زی پر سيمه باندی چې د احمدشاه بابا دطرفرارانو څخه وؤ د ناصر خان له خوا د هغې سيمې د حاکم په حيث ټاکل شوي حمله وکړه خو هغه وخت چې د احمدشاه بابا سپاه سالار پيښور ته ورسيد ناصر خان د کلابندي له ويرې څخه هغه سيمه پرېښوده او د اټک څخه تېر شو او د راولپنډی چهچه سيمې ته ترشاه شو په دی وخت کې يې ماينه چې د زبردست خان لور او عليمردان لمسی وه هم داحمدشاه بابا د سپه سالار په لاس کې بندي ولوېده ناصرخان ددی ځای څخه لاهور ته د هند مغولي پاچا ته پناه يوړه د پنجاب نايب الحکومه يې داحمدشاه په مخالفت د ځان طرفدار کړ.

احمدشاه بابا پيښور د هغې سيمې دپښتنو د مرکز په حيث وپېژاند او دهغې سيمېټول پښتانه يې پر ځان را ټول کړه د عزيزگلوي او قام دوستي ښگيڼی يې ورته بيان کړی دخپل او قومي سلطنت خوندونه يې وروښودل د همدغه کبله ؤ چې د هند په فتوحاتو کې دغو پښتنو د احمدشاه بابا سره زياته مرسته وکړه ددغه سفر وروسته احمدشاه بابا بيرته کندهار ته راغی.

احمد شه بابا څه لښکری دپیښور څخه دډېره جاتو او سند په لوری واستولې او هغه سيمې يې دخپل سلطنت ضميمه کړی، احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې ۳۰۰۰۰ لښکرو سره د اټک څخه پوريوت دجلم تير شو او د لاهور پر خوا رهي شو دده په مقابل کې دپنجاب نائب الحکومه شهنواز خان د ذکريا خان زوی د چناب په غاړه د مقابلی دپاره تياری ونيوی په دی وخت کې چې د چناب سيندډک بهيدی دواړه لښکری د سيندپر دې غاړه او هغې غاړه مخامخ پريوتی په يوه شنه سهار کې هغه وخت چې مغولي لښکرې را پاڅېدلی نه وي احمدشاه بابا د خپلو اتو زړو سپرو سره دچناب دسيند پريو پورتنی کذر پوريوت او د لاهور پ خوا يې لښکر سمی کړ شهنوازخان زيات و ډارېدی او د هلی ته يې په سلامي شو په دی وخت کې دهند مرکزي حکومت د احمدشاه بابا د مقابلی دپاره تياري نيوي احمدشاه بابا هم د هغه د تنبه کولو دپاره لښکرې سمې کړې.

د هند يو لک لشکر د هند د شهزاده پ مشري چې ددغو لښکرو فوماندانان د هند صدر اعظم قمرالدين خان نواب ابو المنصور صفدرجنگ درواج پوت مهاراج اسيري سنگ د سرهند حکمران جماالدين خان تالپوري دپټيالی حکمران سنگ جيت او نوروه، دغه لښکر د ستليج په غاړه د (ماچی واره) پر گدر باندی د احمدشاه دلښکر و دراتلو په انتظار کې وه په دې وخت کې د هند اردو خبر شو چې احمدشاه بابا خپله لاره گرزولی ده د (لود- هيانی) په ترخه کې ترستليج پوری وتی دی او پر سر هند يې حمله کړی ده.

کله چې جنگي نقشه واوښته د سرهند په څوملي کې د (مالو پور) په برخه کې دغه دوه لښکر سره مخامخ شول، دوی دواړه دوولس ورځی يو بربل د توپو په ډزومصروفه وه بيا د احمدشاه بابا لښکر د هند دلښکرو مواصلاتي خطونه پريکړه او پراوه لسمه ورځ يې د هند دلښکر و پر سنگرو مخامخ حمله وکړه.

دهند د لښکرو دښی خوا دتو پخنی قوماندان نواب ابوالمنصور خان صفدر جنگ او کيه خوايي مير منو دوزير الممالک ضفر الدين خان زوی اداره کوله وليعهد دخپل لاله صلابت خان سره د لښکرو ّپه منځ کې ځای نيولی ؤ.

د احمدشاه بابا د لښکرو ښی خوا جهانخان سپاه سالار او کيڼه خوا شاه پسند خان اداره کوله او خپله احمدشاه بابا د لښکرو په منځ کې ځای نيولی ؤ ددی سپکه توپخانه (زنبورک) چې په اوو سوو او ښانو وه د جنگ لومړی صحنی ته ړاوړه شوي وه درنه توپخانه يې چې او وه چنی جلوي توپونه ووه پر يوي حاکمی نعطی باندی مو جوده وه.

دښې خوا څخه پښتنو يرغل شروع کړ او ميرمنو شديد مقاومت کاؤ څرنگه چې پښتانه په تندی پرمخ تلل ميرمنو يې هم مخ نه شو گرزولای په دی وخت کې راجپوت مهاراج اسيری سنگ په مرسته راورسيد لښکرو يې چې زعفراني کالي اغوستي وه او لمنی يې په ملا پوری تړلی وی پرپښتنو حمله وکړه پښتنو هغوی سخت مات کړه دوی د ويریڅخه د ميرمنو سنگرو ته ننوتل او څه يې دو ليعهد د لښکر يو ځای شول، په همدغه ان د مردکو په يوه ميخ زين اورولگېد تو پو او باروتو اور واخست د پښتن د لښکرو يوه مهمه برخه دغه اور لوټ او وسوځول دپښتنو دسخت اوربل له کبله دهند وزير الممالک هم ووژل شو هغه وخت لاچه و زير الممالک خپل هسانه وه ورکړی خپل زوی معين الملک (ميرمنو) ته يې داسې وويل:- زما زويه زما عمر ختم شوی دی خود شاهين شاه کار لانيمگړی دی دمخه تر دی چې هغه خبر شي ته پر اس سپور شه يرغل شروع کړه وروسته بيا زما په فکر کې شه.) ميرمنو د خپل پلار پر فيل جنگ ته دوام ورکړ پښتنو هغه د اسيری سنگ سره ښه و ځپه دی په پښه زخمی شو او ادينه بيگ دوه ځايه په گولۍ ولگيد په دغه آن کې صفدر جنگ هم مرستی ته راو رسيد خو څرنگه چې دواړو ته زيات تاوانونه رسيدلی وه دهند وليعهد د سولی پېشنهاد وکړ او احمدشاه بابا هم دغه صلح نيکمرغه وبلله ځکه چې په کندهار کېدده دوراره لقمان څخه اداره بيخی ضعيفه شوی وه او غوښته يې کندهار ته ولاړ شي.

هغه وخت چې احمدشاه بابا د سرهند څخه بيرته وطن ته راتلی دملتان کورگاني حاکم زاهد خان ابدالي دخپل زوی شجاع خان سره د احمدشاه بابا حضور ته راغی خپل ځان يې د اسانو او اوښانو او نورو سوغاتونو سره ورتسليم کړ او احمدشاه هغه دو باره دخپلی خوا دوباره د ملتان حاکم مقرر کړ احمدشاه بابا د پېښور د لاری کابل او کندهار ته راغی او خپل وراره لقمان خان يې بندي کړ او هغه هلته په محبس کې مړ شو.

مغولي شهنشاه د ميرمنو د هغو خدمتو به مقابل کې چې مغولي سلطنت ته يې کړی وه دی نيې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

احمد شاه بابا په ۱۱۶۲ کې د کابل او پيښور د لاری د پنجاب د نيولو عزم وکړ د سيند څخه پوری وتی او دچناب دسيند د کنڼی غاړی د کوپری په برخه کې ديره شو د پنجاب نائب الحکومه معين الملک ميرمنو ته د لاهور څخه دده مقابلی ته رارهي شو دوزير اباد د ښار په څلور ميلي که هدره کلی په شاؤ خوا کې يې واړول، دهغه ځای څخه احمدشاه بابا ميرمنو ته وليکل که چېرې د څلورو ځايونو ماليه راکول دتل دپاره قبوله کړی او هغه باقيات چې د نادرشاه افشار دو ختو څخه پاته دی تحصيل او راتسليم کړی زه به بيرته ولاړسم ميرمنو چې په دغه وخت کې ضعيفه ؤ ددهلی د پاچا په خوښه يې صلح و غو ښتله او د اشرف کړ او سيالکوټ او رنگ اباد، گجرات او سرور ماليه يې چې ( ۱۴۰۰۰۰ ) لکه روپۍ کيدلی پر ځان قبوله کړه په دغه وخت کې چې د احمد شاه بابا د پاچاهي دوه کاله لانه وه تير شوی په کندهار کی مکمله ارامي نه شکاره کيدله ان نور محمد خان سليمانخيل چې د نادرشاه په وخت کې د ۱۶ زرو لښکرو مشرؤ او د شير سرخ په جرگه کې يې دتندمزاجي او کبر ؤ غرور له کبله نورو قومي مشرانو دپ پّ پاچا هي ونه مانه، پرده باندې ځني خانان اوعسکري مشران راټول شوی وه او غوښته يې چې په پاچاهي يې وټاکي په دغو کې کدو خان، محبت خان پلزی، او توپخانی قوماندان عثمان خان هم شامل ؤ او احمدشاه بابا چې کندهار ته راورسيد د غه توطئه يې شنډه کړه او گډون کونکي يې ووژل.

احمد شاه په ۱۱۶۳ کې[سمول]

خپل هيواد پوری د هرات، بلخ، بدخشان، او بلوچستان د موښلولو دپاره د ۲۵۰۰۰ لښکرو سره حرکت وکړ په هرات کې نادرشاه لمسي شاه رخ ميرزايو عرب سردار چې امير خان نوميدی او د نادرشاه په وخت کې دتو پخانی مشرؤ نائب الحکومه مقرر کړی ؤ.

په شهد کې هم نادرشاه لمسي د ۱۱۶۱ کال څخه د نادر پرځای ناست ؤ خو په ۱۱۶۳ کې دهغه ځآی دمشرانو ديوی دسيسی له کبله شاه رخ بندی او ډونند شو او دامام رضا يو متولی چې سيد محمد نوميد احمدشاه په مخالفت تحريک کړ احمدشاه د ۲۵ زړو لښکرو سرو پياده او توپخانی سره په هرات کې د ۱۴ ورځو توقف وروسته چې امير په خپله سهوه پوه نه شو پر ښار تاندی د يرغل امر وکړ د احمد شاه بابا لښکر د هرات د ښار دخندق ډکولو او د کلا پر برجونو باندې مخامخ ورختلو له کبله زياته مېړانه ښکاره کړه د هرات د شار خلکو هم احمد شاه دلښکرو سره زياته مرسته وکړه.

امير خان د ښار دنيولو څخه خبر شو دڅه لښکرو سره دښار څخه ووت او پر پښتنو يې څپاو راوړ خو په جنگ کې مړ شو او دهرات ښار احمد شاه لښکرو ونيوی او احمدشاه درويش عليخان هزاره د هغه ښار د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

د هرات دنيولو وروسته احمدشاه وير شاه وليخان لسزرو لښکرو سره دمرو، ميمنی، بلخ، بدخشان، د سيمو د تنظيم پاره واستاوه او دی خپله کندهار ته راغی سر دارجهانخان سپه سالار چې ۵۰۰۰ سپرو سره د امير خان د طرفدارانو ماتولو دپاره چې د مشهد دخوا څخه رتلل لېږل وی ؤ سپاه سالار صاحب دتربت جام په برخه کې هغوی سخت مات کړل او ددغه خدمت دپای ته رسولو وروسته يې بيرته ځان د احمدشاه بابا لښکرو ته راورسا وه.

احمدشاه په خپل وطن پوری د بلوچستان د مو ښلولو لپاره سوقيات وکړل بلوچستان حکمران نصير خان بلوچ ؤ چې د افشار نادر د مړينې وروسته يې هلته ازاد حکومت کاؤ خو هغه چې داحمدشاه دراتلو خبر شو ده داحمدشاه نوم او نوښانلويی او وطندوستي ته ځان تسليم کړ او داحمدشاه بابا له خوا دبلوچستان د نائب الحکومه په حيث وټاکل شو او د ( ۶۰۰۰ )زرو بلوڅانو سره د احمدشاه په لښکرو کې شامل شو او ددغو قواؤ مصرفونوه يې د بلوچستان دماليه څخه قبول کړل.

دده خدمتونه په هند او نېشاپور کې داحمدشاه د قدراو ستاينه وړ وگرزېدل او ددغو خدمتونو په مکافات کې يې د (هنگی) سيمه چې په شال کې واقع ده او کا کړان پکښې اوسېدل ده ته وبخښل په دی وخت کې دشاه رخ زوی مشهد ته راغی او خپل پلار يې د بند څخه ازاد کړ احمدشاه بابا هم مشهد ته را ورسېد خو د مشهد حکومت يې شا هرخ ميرزاته پرېښود او وی نازوه .

شاه وليخان د هراب څخه مروې ته ولاړ او دهغه ځای څخه ميمنی، اندخوی، شبرغان، ته ورسېد يوه مفرزه يې تاشقرغان، ايبک، او باميانو ته بله يې قندز او بدخشان ته لېږله چې دهغه ځاي حاکمان نوی کړی، او د ماليه اخستلو سر ښته يې وکړي وزير شاه وليخان ددغو سيمو د تنظيم وروسته د اندراب، پنچشير، کوهستان او د کابل دلارې په ۱۱۶۴ کې په کندهار کې داحمدشاه بابا حضورته ورسېد احمدشاه بابا دغه وزير ښه ونازوه او دده د خدمتونو په مکافات کې يې دگلبهار په سيمه کې يوه بڼه ټوټه مځکه چې پخوايې ځوښه کړی وه وروبخښله په ۱۱۶۵ کې احمد شاه په خپل هېواد پوری د پنجاب، کشمير، دتړلو د ملتان او سند د چارو سمولو دپاره د کندهار، کابل دلاری د پيښور لور ته حرکت وکړ.

په دی وخت کې دده لښکرو په کندهار کې ددرومياشتو دپاره ښه استراحت کړی ؤ هغه وخت چې پیښور تهورسيد يورلس زره کسيز لښکر يې د عبدالله خان ايشک آقاسي په مشری دکشمير دنيولو دپاره رالېږي عبدالله خان تراباسين د اټک دبرخی څخه تير شو او دحسن ابدال دسيمی څخه يې دکشمير خواته مارش وکړپر دغه ولايت باندی هم مغولی خواجه عبدالله خان يې چې په کوچني عبدالله خان مشهور ؤ دهغه ځای د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او سکجيون يې دهغه د مستوفي په حيث وټاکي دغه هنددوزير شاه وليخان د مامورينو څخه ؤ خو وفا دارسړی نه ؤ او ددغه بيوفايي له کبله ووژل شو، بيا احمد شاه بابا کندهار ته راغی خپل وراره او ځني مخالفين يې تنبيه کړل.

احمدشاه بابا د پيښور څخه د لاهور خوا ته رهي شو او ميرمنو معين الملک دمقابلی دپاره ځان اماده کړ د ميرمنو سپه سالار راجا گورامل دسند څخه را پوری وتی او شاهدره ته نژدی يې عسکري چوڼۍ جوړه کړه احمد شاه بابا چې ورورسيد د دوی په منځ سخت جنگ و نوښت په دغه جنگ کې راجا گورامل ووژل شو لښکری يې ټيتی او پرکی کشوی او معين الملک مفتي عبدالله نومي داحمد شاه حضور ته ورواستوی او د وزير شاه وليخان په واسطه يې داحمدشاه باباڅخه عفو وغو ښته احمدشاه بابا هغه عفوکړ او بيرته يې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث وټاکي او لس مليونه روپی يې داحمدشاه خزانی ته تحويلی کړی او دا احمدشاه بابا په نسبت يې دوفا داری لوړه وکړه احمدشاه بابالاهور نه ورسيد او دهغه ځآی څخه يې قلندر خان افغان ديو ليک سره چې د پنجاب په خصوص کې څيړنی پکښې شو ی وی ددهلی دربارته ولېږي هند شهنشاه کو گاني احمدشاه چې د سرهند جنگ يې ور په يادوو د احمد شه سره يې جنگ زړه نه غو ښت د احمدشاه بابا پيشنهاد يې ومانه دستليج د سند ها غاړه يعنی پنجاب، سند، ملتان، او کشمير يې افغانستان ته پرېښودل .

احمدشاه د سند درود د راستی غاړی د چارو د تنظيم دپاره د اباسين څخه تير شو او د پښتنو سيمی يې د ډيرو څخه بياتر پیښور پوری وکتلی او د هغو سيمو د نظامي مالی، مځکنی محصولاتود نفوسو د شمير وسله بند خلکو او نورو چارو په خصوص کې دهغه ځای د خلکو او خوانينو سره وکتل کلونل ملسن او محمدحيات ددغی معاينی په خصوص کې وايي: احمد شاه بابا د گنداپور او اپريدو دوسله والو خلکو په شميرلو شروع وکړه چې د گنداپور و سله وال خلک ۱۲ زره او د اپريدو ۱۶ زره کسه تثبيت شول او همدا شاني يې دميانوالی د برخی ماليه په ۱۱۸۱ کې د يوی قلبی په اساس ۴۰ جريبه يوه روپی وټاکل او د مروټ د قام څخه يې د مځکی د مالياتو په عوض کې دوه سوه مهاری اوښان او د جنگ په وخت کې دوسوه بې معاشه سپارهواخستل د بنو ماليه يې د سورسات او د لښکرو د مصارفو علاوه ۱۲ زره روپۍ وټاکله احمدشاه بيا د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی.

احمدشاهي لښکر په نيشاپور کې[سمول]

احمدشاه په ۱۱۶۶ کې خپلی لښکری د نشاپور پر لوری سمیکړی او د لښکرو د مخنيوي ټولگيو يې په لار کې دتون کلا د شاهرخ د نائب مير معصوم د مير علم د زوی څخه ونيوله، او د احمدشاه لښکرو سمدستي د نيشاپور ښار چې جعفر بيات پکښې حاکم ؤ کلابند کړ په دې جنگ کې جعفر ټپي شواو يو ۱۸ کلن ځلمی چې عباس قلي نوميد جنگ ته يې دوام ورکړ هوا ډيره يخه وه د يخنی او باران له کبله توپونه او نورې نظامي وسلې د يوځای څخه بل ځای ته نه وړلی کيدی او د حيواناتو اذوقه او الوفه هم نه پيدا کيدل نو احمدشاه په بيرته راگر زيدلو مجبور شو لوی توپونه چې نه وړل کېدل هغه يې په کارېزونو کې پټ کړل د تورې غونډی يا اسلام کلاه په سيمه کې دومره يخنی سوه چې دده د لښکرو څخه اته سوه کسه مړه شول احمدشاه بابا د هرات څخه کندهار ته راغی او دلته يې دژمي ورځی په استراحت تيری کړی او د نيشاپور د نيولو دپاره يې تياری ونيوی.

احمدشاه بابا د ۱۱۶۷ کال په پسرلی کې دنيشاپور د نيولو دپاره حرکت وکړ.

دی په دغه عزم د هرات څخه جام او لنگر او دهغه ځآی څخه مشهد ته ولاړ او د (جلوايي) سيمه يې خپله عسکري قرارگاه کړه په دې وخت کې د شاهرخ نائب اسلطنته اميرعلم په مشهد کې نهؤ او دهغه ځای مشرانو شاه رخ د احمدشاه مقابلې ته محبور کړ ځکه ده د احمدشاه بابا پر مخ يې کلا وتړله خو خلکو شاه رخ احمدشاه ته راوست احمدشاه هغه عقو کړ او بيرته يې د مشهد د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ ، نور محمد خان افغان يې د هغه معاون په حيث وټاکه په تشکيلاتو کې يې د جام، باخرز، خاف، تربت ترشيزسمی هم د هرات په ولايت پوری وتړلی.

همداشاهی احمد شاه د کندهار د قواؤ قوماندان شاه پسند خان پنځو زرو سپرو سره د شاهرو د بسطام، سبزوار، د انتظامي چارو د پاره واستاوه او په هغه ځای کې يې دامنيت راوستلو وروسته بيرته عمومي قرارگاه مشهد ته راغی.

ځني وايي چې شاه پسند خان سپرو د خذر د سواحلو د حکمران حسن خان قجر پر قواؤ هم يرغل وکړ ددی ځای څخه احمدشاه د نيشاپور لوری ته وخوځيد. کله چې احمدشاه نيشاپور ته ورسيد علی قلی باز ښار ورته کلابند کړ دده د يوی برخی سپرو د هر يوه سره چې کابل په تول دوه نيم چهارکه چودن احمدشاه د افغاني استادانو د تاريخ سلطاني په قول دفرنگي صنعت گرانو په واسطه يو لوی توپ جوړ کړ چې څلورسوه دوه اويا پونډه گولی به يې غورځوله ددغه توپ گولی چې د نيشاپور پر ديوال ولگيده د يوال او روڅرمه ټول کورونه يې ړنگ کړل د نيشاپور خلک د ډار څخه احمدشاه ته په تسليم راضي شول هغه وخت چې احمدشاه ښار ته ننوت عباس قلی ناببره حمله پر وکړه خو د لږ گړۍ وروسته مات شو او د احمدشاه په لاس ورغی . عباس قلی د احمدشاه څخه عفو وغوښته د احمدشاه چې دلاور ميړونه خوښ وه هغه يې معاف کړ او بيرته يې د نيشاپور د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او د ده قام يې غزني ته راوست احمدشاه په ۱۱۶۸ کې د هرات له لاری کندهار ته راغی او تر ۱۱۷۰ پوری په کندهار کې پاته شو.

ددلي, پنجاب او کشمير د چارو تنظيم او د نيولو د پاره تياری نيول[سمول]

احمدشاه بابا په اووم سفر کې په ۱۹۷۰ کال د پنجاب او کشمير د چارو د تنظيم او د ډيلي د نيولو د پاره تياری ونيوی . هغه وخت چې ميرمنو معين الملک د پنجاب نائب الحکومه په ۱۱۶۷ - ۱۷۵۳ مړ شو او احمدشاه بابا دده مقام د هغه کوچني زوی ميرمومن ته ورکړ چې د حکومت کولو په وخت کې مور مغلاني بيگمی او زوم خواجه موسی هم مرسته ورسره کوله خو د مير مومن دمړيني وروسته د مغلاني بيگمي او د لاهور د لويو مامورين په منځ کې اختلاف پيدا شو او د حکومت چاری وراني سوی احمدشاه بابا امان خان پوپلزی د سردار جهان خان ورور د هغه ځای د نائب الحکومه په حيث وټاکه . ددغه نائب الحکومه تر رسيدو پوری د پنجاب نورو اميرانو او د نائب الاحکومه گې مرستيالانو اوضاع دې حد ته ورسوله ، چې د دهلي د پاچا په موافقه شهاب الدين عه د الملک غازي الدين خان بهادر د هند ددولت وزير سيد جميل نومی د يو لښکر په مشرۍ د لاهور د نيولو دپاره امر وکړ . ده د ميرمنو مور په حيلی سره بندی کړه او ادينه بيگ نومی يې چې يو چالاک سړی ؤ د هغه ځاي د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

غازی الرين همدا شاهنی په کشمير کې سکحيون ستوفی تحريک کړ او هغه د کشمير نائب لاحکومه خواجه کوجگ او نظامي قوماندان ميلمستيا په دسيسه کې ووژل او د دهلي د نائب الحکومه په حيث يې په کال لاس پورې کړ . احمد شاه ته چې دغه خبر ورسيد ، د بلوچستان د شمالي برخی څخه سند ته راغی د انډاس څخه تير شو لاهور ته ورسيد ادينه بيگ چې وپوهيد د احمدشاه په مقابل کې نه دی او نه غازی الدين مقابله کولای شي ، لاهور يې پرېښود د هانسی کلا ته رهي شو ، احمدشاه چې غوښته د پنجاب امنيت د دهلي د دربار څخه د ضرر عناصرو ورکولو د لاری تامين کړی ، د خپلو ديرشو زرو لښکرو سره د ستليج څخه پوريوت او په دې وخت کې نورالدين خان باميزی هم د کشمير يا غيان رعيت کړل سکجيون مستوفی يې ونيوی او لاهور ته يې بندی واستاوه او احمدشاه بابا د دغه خدمت په مقابل کې دی د کشمير نائب الحکومه مقرر کړ(او په ۱۱۷۷ ) کې کندهار ته راغی ، هغه وخت چې د هند دربار د احمدشاه د هرکلی د پاره يې ترتيبات ونيوله او د هند افغاني سرداران لکه نجيب الدوله ، حافظ رحمت خان ، احمد خان بنگښ ، نواب دوندی خان ، سعدالله خان د احمدشاه د لښکرو ملگري شول.

د نجيب الدوله اصلي نوم نجيب خان ؤ . په ۱۷۰۷ کې له پېښور څخه ۲۵ کروه لری په مانيری نومی کلی کې زېږيدلی ؤ ، د پلار نوم يې اصالت خان ؤ ، چې د پښتنو د مشهوری قبيلی عمر خيلو څخه ؤ.

د نجيب الدوله اکا (بشارت خان) د اسانو سوداگر ؤ ، چې هند ته به يې تگ راتگ کاؤ . ده درو هلکينډيو پښتون نواب علی خان سره وپيژندله او ددغی پيژڼدگلوی له کبله بشارت خان خپله لور دغه پښتون نواب ته ورکړه . په بل وار کې چې بشارت خان د وطنه څخه هند ته تللی ، نجيب خان يې چې يتيم او د اکا د سر پرستی لاندی ؤ هم يې د ځانه سره بوتلی او کله چې هغه علی محمد خان وليدی په ده کې يې دد لاوري او وفاداری نخښې پيداکړی او د ( ۱۲ ) کسو سپاهيانو مشري يې ورکړه ، وروسته چې ده (بهارمل) مات کړ ډير فتوجات او ميړانی يې وکړی د بسولی او ددغه ځای شاو خوا علاقی نواب دوندی خان ته لورو کړه ( ۱۷۴۷ ) او دغه نواب ده ته د چاندپور، نگينه پور، بچنور او نوری سيمی وسپارلی ددی وروسته دی د نواب علی محمد خان نوکر نه بلکه د روهيله حکمرانانو کورنی يو غړی ؤ او په دغه کوچنی ځايونو کې يې نوابي شروع کړه.

احمد شاه د ډيلي څخه ديرش ميله لری وو چې غازالدين وزير د هند دولت په نامه د بسونيت په برخه کې دده هرکلي وکړ او د دهلي دربار سياسي خطا يې بخښنه وغوښته او احمدشاه د هند دربار د مصارفو په تاوانو ورکولو مجبور کړ خو څرنگه چې هغه ونه منله نو احمدشاه ددهلی ونيوی او د لښکرو په لاس يې زيات غنيمتونه ورغلل ددهلي په ۱۵ ميلي کې دهند شهنشاه محمد عزيز الدين (ثاني عالمگير) د احمدشاه مخې ته د هرکلي لپاره ورغی . ده د عالمگير ثاني لور خپل زوی تېمور ته په نکاح کړه او نجيب الدوله يې د هند سپه سالار مقرر کړ.

په دې وخت کې نو نجيب الدوله دروهلکينډ (د سهارانپور څخه تر شاه جهان پور پورې درو هلکينډ سيمه وه) يو نواب نه ؤ لکه ددهلی ددربار يوه مضبوطه ستن هم سوه.

د نجيب الدوله د مشورې پرته به پاچا څه کار نه کاوه. د پاچا نژدې کسانو لکه عمادالملک صفدر جنگ او ميرزا نجف خان د نجيب الدوله په مقام حسد خوړی او د خپلو مناقفو او د سيسه کاريو يې ضد گڼلیځکه دوی کله د جاټانو، کله د پنجاب دسکانو اومر هټيانو سره توطئ جوړولی او هغوی به يې پردهلي باندې د حملی کولو دپاره تشويقول احمدشاه يومياشت او څو ورځی په دهلی کې پاتهشو او سردارجهانخان يېد جاب دقوم درعيتولو دپاره ولېږی هغه ديلم گړ کلا او د (متری) ښار ونيوی او اگری ته ولاړ خو جات قوم د شديدی مقابله له کبله بېرته راوگرزيد.

په دهلي کې داحمدشاه د اوسيدلو په وخت کې دهند معزول و زير غازی الدين د مالياتو د ټولولو دپاره د شهزاده هدايت بخش د ثانی عالمگير د زوی او دده زوم ميرزا بابر او يو افغانی سردار جهان خان د يولښکرسره فرح اباد ته ولاړ.

په دی وخت کې سردار احمدخان بنگښ دهغه ځای والی مړشو ټول مال او سامان يې احمدشاه بابا نه وبخښی غازی الدين بيا اودی ته ولاړ داودی والی شجاع الدوله له جنگ ته حاضر شو خو روهيلي پښتون سعدالله خان هغه پريښود او د پنځه سوه زرو روپو په ورکولو يې مجبور کړ غازی الدين په دی وخت کې په فرخ اباد کې ټال شو او د احمدشاه حضور ته نه راتلی.

په همدغه وخت کې په هند کې شديده کالا راپېښه شوه څرنگه چې احمدشاه ددهلی ددربار وضع ښه بلله نو افغانستان ته دتلو حرکت يې وکړ.

هغه وخت چې احمدشاه د ستليج غای ته ورسيد عبدالصمد خان ممن زید قاضي عطاوالله خان په قول محمدزی يې د سرهند حاکم مقرر کړ همدا شان د ستليج او بيا په منځ کې يې سر فراز خان افغان حاکم مقرر کړ او دملتان نائب الحکومه گی يې شجاع خان ابدالي ته ورکړه.

احمدشاه چې لاهور ته راغی په دی پوهيدی چې سکانو بيا دهغه ځای امنيت خراب کړی دی نو سپاه سالار جهانخان يې دتمور دمرستی دپاره د امرت سر د سکانو د نتبيهه کولو دپاره مامور کړ د کشمير حکومت يې بلند خان سدوزی ته ورکړ او د پېښور د لاری يې د کندهار خواته حرکت وکړ.

احمدشاه په ۱۱۷۳ - ۱۱۷۴ کې د بلوچستان دنائب الحکومه درعيتولو او مرهټيانو د تنبيهه کولو دپاره تياری ونيوی.

احمدشاه لا په کندهار کې يوه مياشت نه وه تيره کړی چې د پنجاب امنيت دسکانو دنوی طريقی او تقويه کيدلو او د هند د شهنشاه د معزول وزير غازي الدين ابن قيروز جنگ او ادينه بيگ د توطئو له کبله خراب شو ادينه بيگ د وابه مخصوص (جلندر) په سکانو د لښکرو مشر سو ادينه بيگ د سکانو دوابه مخصوص (جلندر) سکانو لوټ کړ او عملا د پښتن په مقابل کې دوريدی خو دهند ندحکومت خطر تر پيجاب زيات ؤ

د اورنگ يب د سلطنت په وخت کې (سيواجی) نومی د هند په جنوب کې دمرهټو د حکومت اساس کښيښود او داورنگ زيب د مړينی ديرش کاله لا نه وه تيرشوی چې مرهټيانو د هند په جنوبي شبهه جزيره باندې سلط قا يمه کړه او ددوی پاچا (بالا جی) غوښته چې ټول هند يې تر لاس لاندې وي.

غازی الدين چې فرح اباد ته مرهټو ه تښتېدلی وو په دغه وخت کې يې احمد خان بنگښ په دی هيله چې ده ته په دهند سپاه سالاری ورکوي دځان ملگری کړ او د دکن مرهټيان يې هم د ځان طرفدار کړل د نجيب الدوله او شجاع الدوله د مځکو نيولو علاوه يې د شمالي هند او افغاني ختيځو سيمو د نيولو دپاره تحريک کړل همداشانی غازی الدين د هند په جنوب کې جاټان او په لويديځ کې يې راجپوتان پردهلي باندې د حملې کولو دپاره تحريک کړل خو دغه تحريکات په اوده کې دواب شجاع الدوله له دبيداری له کبله ناکام شول.

په ( ۱۱۷۲ ) کې (پيښوا) د زياتو پياده ؤ سپرو لښکرو او توپخانی سره د شمالي هند او پنجاب د نيولو دپاره عزم وکړ، ددغو لښکرو قوماندان د مرهټيانو دپاچا ورور (راگونات راو) چې را گويا نوميد ټاکل شوی ؤ ددوی سره غازی الدين (سنديا) هو لکر، جنگو راو، اود مر هټيانو څه نور مشران ملگري وه هغه وخت چې دغه لښکر د جاتانو مځکی ته راورسيد د پخواني تړون په اساس سورج مل جات هم ددوی ملگری شو.

يوه ټولگی عسکر يې د (جنگوراو) په قوماندانی د اجمير بله ټولگی عسکر يې د (سنديادتا) په قومانداني د پنجاب لوری ته وخوځېدل اوخپله (گوبا) د دهلی لوری ته وړاندی تگ شروع کړ او نجيب الدوله په هند کې افغانی سپاه سالار د مرکز مدافعه کوله خو څرنگه چې د افغانستان له خوا مرسته پې باندې بنده شوه او دده مدافع قواوی د مر هټيانو په مقابله کې هيڅ نه وی نو دی سهارنپور ته راتر شا شو هغه ټولگی عسکر چې پنجاب لوری ته خو ځيدلی وه په سرهند کې يې افغانی سر دارعبدالصمد ممن زی مخه ونيو له دغه افغانی سردار دومره په ميړانه او د لاوری و جنگيدی چې لښکر يې ټول تباه شو او خپله ددښمن په لاس ولويد.

په سر هند کې د ادينه بيگ قواوی هم ورسره ملگری شوې او دستليج څخه پورې وتلی سر دار جهانخان ته دخپلو قواو او ددښمن د قواو مواز نه ملومه وه نو ځکه لاهور ته ځنی راترشاشو دمريټيانو سر لښکر دير ژر لاهور ونيوی او افغاني سپاه سالار په جنگی تکتيتک پيښور ته ځنی راتر شا شو ځکه مرهټيانو دسند څخه تر اټکه پورې د اباسين کنڼی عاړی او د ستليڅ راسته غاړی ټولی ونيولی، سنديا يا ترستليج پوری وت او د سهارانپور خواته رهی شو ځکه غازی الدين د مرهټيانو دلښکرو سره د نجيب الدوله مقابلی ته لاړ نجيب الدوله د حافظ رحمت خان په مشوره داوده دنواب شحاع الدوله څخه چې دهغه موقعيتهم په خطر کې لويدلی ؤ مرسته و غوښته او هغه هم د نجيب الدوله له په مرسته د جنگ ميدان ته ورودنگل نو په دی ډول ددواړو قواؤ په منځ کې څه تعادل راغی په دی وخت کې سنديا هم د غازی الدين د مرستی دپاره راورسيدل که څه هم مرهټيان ډير په زور کې وه خو پنجاب ته د عليحضرت احمدشاه بابا د رارسيدلو خبر ددوی روحيات ضعيفه کړل.

پخوا هم احمدشاه بابا ته د هند د مسلمانانو، نوابانو او روحانيونو له خوا ليکونه رارسېدلی وه چې ددوی د ژوندانه وضع په هند کې د خطر او نيستی سره مخامخ ده په دغو کې ډير مشهور او غوره ليک د حضرت شاه ولي الله صاحب ؤ چې د خپل مريد فيروز بخت په لاس يې په کوئټه کې داحمدشاه بابا حضور ته تقديم کړ.

همدا شانی شاه ولی الله صاحب نجيب الدوله هم ددغه خدمت او غزاته دپاره رابللی ؤ لکه په خپل يو سياسي مکتوب کې چې وايي: ( دلوي خدای منبع الحسنا، امير المجاهدين، رئيس الغزات په نو نوو فتو حاتو او ډيرو برکتونو ولمانځی، د فقير ولي الله د خوا هيله ده چې خدای يې د هيله مند په څير په خپله درگاه قبوله کړی، او تا د اسلام دد ښمنانو شکست ورکوونکی کړی، او دخدای څخه مې هيله ده چې دا زما هيله ډير ژر په سر ورسېږي، په هندوستان کې دری فرقی په سختی او شدت سره يادېږي که ددغو قرقو سټه ورانه، نه شي بيا به نه کوم پاچا نه امير يا سردار او نه اولس په آرامه ځنی کښينی، ديني او دينوي مصلحت په دیپ کې دی چې دمرهټو دوهلو او جنگ گټلو وروسته ژر تر ژره د جاټانو کلاگانو ته مخ وگرزوی او دغه کار په غيبی برکت پای ته ورسوی، ددی وروست هبيا دسکانو وار دی دی قرقیته هم شکست ورکول په کار دی، د الله تعالی درحمتونو منتظر اوسه.

احمد شاه ته چې دمخه د پنجاب د سکانو او مرهټيانو خطر معلوم ؤ نو د شهزاده تمور او سپاه سالار جهانخان دروحياتو د تقويه کولو دپاره يې د نورالدين خان په مشرۍ يو ټولگی عسکر پنجاب ته لېږدولي وه دی چې داباسين څخه تير شو د احد شاه دراتلو اوازه په پنجاب کې خپره شوه د چناب تر غاړو پورې چا مقابله ورسره ونه کړه او وزير اباد ته ورسيد او دلته ډيره سوځکه ده تر هغو چې احمدشاه بابا نه وی رارسيدلی د مرهټيانو سره يې جنگ کول مصلحت نه گاڼه احمدشاه باباد بولان ددری څخه سند ته راغی او دشمال خوا ته يې د اباسين راسته غاړو ته حرکت وکړ دپیښور څخه شهزاده تمور او سپاه سالار جهان خان دځان ملگري کړل د اټک څخه تيرشو او وزير اباد ورسيد د احمدشاه بابا په وروسته پسی د کندهار غير منظمی قواوی هم راروانی وی.هغه وخت چې د مهټيانو د سرحد ساتنوالو ته دغه خبر ورسيددوی د انډس څخه لاهور ته تر شاه شول لاهور د سابا، نومي مريټي په لاس کې ؤ چې دادينه بيگ د مړينې وروسته يې په ( ۱۱۷۲ ) کې نيولی و ساباد د خپلو لښکرو سره د سند يا دلښکرو په مرسته د ستليج څخه راپوريوت حمد شاه بابا دخپلو لښکرو سره چې دير شو زرو کسو ته رسيدل په 1173 کې د پنجاب قطب دری ته ورسيد هلته د سند څخه تير شو او دسهارنپور لاره يې واخيستله.

مرهټيانو هم په دی ډول جنگی احضارات ونيول، سنديا او غازالدين چې په سکر تال کې د نجيب الدوله د محا صری کولو او داوده د نواب شحاع الدوله سره په حنگ کول ولگياؤ ددوی سره يې روغه وکړه غازی الدين ددهلیخوا ته ولاړ، او سنديا د مرهټيانو دلومړي لښکر د قوماندان په حيث د پنجاب لوری ته حرکت وکړ.

غازی الدين چې دهلی ته راورسيد د هند پاچا غزيز الدين محمد عالمگير ثانی يی په خصوص توگه د منځه واخست او دده په عوض کې ې محی السطنه بن کام بخش بن اورنگ زيب په نامه پاچا کړ او د هند د پاچاهی واگی يی دوزير په نامه په خپل لاس کې واخستی د مرهټيانو دوولښکرو د هلار او هلکر په مشری نظامي احضارات وکړل غازی الدين او جنکور ا په دهلی کې نظامي ترتيبات ونيوله راگوبا مرهټی ته تللی ؤ.

احمدشاه لاپه سهارانپور کې ؤ چې سپاه سالار نجيب الدوله او سعدالله خان بړيڅ روهيله د کترا (مراد اباد، بداون، بريلی) د سيمی مشر د خپلو سردارانو سره لکه حافظ الملک حافظ، رحمت خان زوی يې عنايت خان ، دو ندی خان، قطب خان دلسوزرو لښکرو سره ورسره ملگری شول.

شجاع الدوله د شخصي کارونو کولو دپاره او ده ته تللی ؤ احمدشاه د سهارنپور څخه ددهلی لوری ه حرکت وک شهزاده تمور او سپاه سالار جهان خان يې د لسو زرو لښکرو سره خی ته واستول ددهلی په لار کې دسنديا اتيازره لښکری چې د احمدشاه بابا د راتلو په انتظاريې يوست د جهانخان د لښکرو سره مخامخ شوی او شديد جنگ شروع شو دزياتو تلفاتو ورکولو وروسته هغه لښکری د افغانی لښکرو د فشار له کبله دهلی ته نژدی د بدنی ميدان ته ترشا شوی په دې وخت کې د احمدشاه بابا لښکر راورسيدلو او سندد ياتا په ميړانه وجنگېد خو په پای کې د زياتو تلفاتو ورکولو وروسته چې څو زره لښکری يې وتښتېدی او پښتنو هغه لښکر تر ۲۵ ميلو پورې پسی واخست سخت مات شول دغه فتح يې د 1173 کال په نيمې کې د جمادی الاخر په مياشت کې وکړه په دی جنگ کې د تاجی پټيل هم ووژل شو که څه هم مرهټيانو يو بل سردار ملهار او هلکر دته جی دپيټل په مرسته راورسيد خو احمدشاه چالاکی وکړه او پر هغو لښکرو يی هم نابو بره حمله وکړه تيت او پرک يی کړل غازی الدين چې دا احمدشاه ددغی فتح څخه خبر شو دهلی يې پېښود د جنوب خوا ته د جاتانو مځکو ته وتښتېد په دې وخت کې د مرهټيانو دوهم قوت د جمنا چپیخوا ته په مکندره کې ؤ احمدشاه ددغه قوت د ماتولو دپاره شاه پسند خان اسحق زی د پنځوزرو سپرو سره واستاوه دی دهلی ته ننوت او ترجمنا پوری وت او په مکندره کې يې پر دښمن شبخون و کړ ددښمن قوت يې مات کړ ا ددوی قوماندان (هولکر) د څو سپرو سره و تښتېد ټول تجهيزات يې د احمدشاه د لښکرو په لاس ورغلل درا جبوتو مشران د جپور او ماروار راجاگانو سوغاتونه د احمدشاه حضور ته ورولېږل جاتانو چې دهغه ځای امنيت خراب کړی ؤ احمد شاه بابا يو ټولگی عسکرد هغوی د تنبه کولو لپاره واستول او تر (ارام گده) پوری يې هغوی تر شاه بوتلل او ددغی کلا ټول تجهيزات د احمد شاه بابا د لښکرو په لاس ورغلل غازی الدين او سورج مل هم د خپلو حرکتونو څخه پښېمانه شول او د حافظ رحمت خان په شفاعت يې وبخښل او په انوب ښار کې نواب شجاع الدوله او دفرخ اباد څخه احمدخان بنگښ د لسو زرو غير منظمې لښکرې سره ورسره يو ځای سو همداشانی د کندهار څخه په زرو غير منظمې لښکرې د حاجي عطامحمدخان او کريمدادخان په مشری د احمدشاه حضورته راورسيدلی د احمد شاه منظم لښکر دهغو نورو لښکرو سره چې شجاع الدوله په گډ کړي وه تقريباً پنځوسو زرو ته ورسيد څلويښت زره د احمد شاه بابا خپل پښتانه لښکروه لس زره د شجاع الدوله او ديرش زره روهيلی منظم لښکروه د مرهټيانو د فوجو قوماندان د مرهټيانو د فوجونو قوماندان د مرهټيانو د پاچاهي وليعهد وسواس را وؤ دغه فوج د کن څخه پر دهلی راغی او د پښتنو قوت د لږ والي له کبله يې دهلي په 1760 د جولاي په 22 ونيوی.

احمدشاه د جمنا پر دا بله غاړه بروت و دسند داو بو د ډيروالي له کبله يې ددهلي سره مرسته کولای نه شوای او مهټيانوددهلي شمال ته گنج پوره هم ونيوله او دهغه ځای پښتانه لښکر يې تبا کړل احمدشاه په دغو واقعو ډير خفه شو او احمدخان يو سفزی ته ې امر وکړ چې د جمنا څخه پوری وزی خو مرهټو هغه وخت چې ددغه افغاني سردار لښکر دسند منځ ته راورسېدل گولی باندې چلولی او دغه لښکر نه مخکې تلای شي او نه تر شا او زيات تلفات هم ور ورسېدل احمدشاه بابا زيات په قهر شو او په خپله د اس په سپور له دې سره چې د جمنا رود ډک او خطرناک او به بهيدې او مرهټيانو گولی باندې چلولی د سند څخه خپلو قواو سره پوريوت او مرهټيان يې دپاني پټ ميدان خواته ترشا کړل احمدشه دوی پسې تعقيب کړل په دې وخت کې مرهټيانو د پاني پت په شمال کې استحکامونه جوړ کړي وه او د سنبالک په برخه کې پنځه ويشت زره پيش قراو لانو ځای نيولی ؤ احمد شاه بابا کندهار د قواؤ قوماندان شاه پسند خان چې پنځه زره رساله ورسره وه د هغو ی دمقابلی کولو دپاره امر کړ او په يوه ورځ يې ټول مات کړل د پاني پت په ميلي کې دواړه سره دښمن لښکر يو ويل مخامخ ته ددريو مياشتو دپاره پراته ؤ دپاني پت په جنگ کې احمدشاه بابا لوړ حربی تدبيرونه نيولی ه او دخپلو استخباراتو په واسطه يې ددښمن د لښکرو ذخيره او دارتباط وسيلی ښه کشف کړی وی او دخپلو گزمو په واسطه يې د شمال د خوا څخه د (الاجيت) نومی هندو د خوړو او ارزاقو مرستی بندی کړی او ددهلي خزانی چې مرهټيانو پاني پت ته وړلی او راوړلی راو گرزولی ا ضبطی يې کړی.

په دی وخت کې مرهټيانو بله ]ټکی وکړه گوبن پنډت نومی يو قوماندان يې دلسو زرو لښکرو سره پراودهاور هلکينډ باندې چې د شجاع الدوله له او نجيب الدوله وطنو نه وه په حملې کولو مامور کړخو ددهلی په 18 ميلي ک عطايی خان کندهاری د خپلو پنځوزرو سپرو سره پر هغه حمله وکړه او دغه لښکری مات کړ که څه هم مرهټيانو دوه ځله نوره نابوبره حملې وکړی خو سخت مات سول او دد څخه وروسته ديرغل کولو دلاوري ځني ولاړه.

قاضي عطاوالله په خپل تاريخ کې د الفنسټن په حواله وايي: که څه هم د درانو قوج هم د خرڅ او هم دخوراک له کبله په تنگ شوی ؤ خو د احمدشاه بابا د صبر بيداری تحمل له کبله به ډير مشکلات حل کېدل، څرنگه چې ټولو لښکرو پر هغه باندې اعتماد درلود او هغه به خپلو هندوستانی ملگرو سره په ښه نرمی او خوش خلقی سلوک کاؤ نو ځکه يې په لښکرو کې نا آرامي او زړی بدی نه پيښېده خو د مرهټيانو فوج دجنگ د مصيبتو څخه په تنگ شوی ؤ دغه مصيبتونه به يې د خپلو مشرانو ا نظامي کسانو د لاسه گڼل، که څه هم د مرهټيانو سردار بهاود نواب شجاع الدوله په واسطه د صلح پېشنهاد وکړ خو نجيب الدوله نه مانه او ويل به يې که احمدشاه بابا ولاړ شي مرهټيان به په قبرونو کې هم زموږ هډوکي پرېنږدي مرهټيان هغه وخت چې دلوږې او بد بويې څخه پ تنگ شول د چهارشنبی په ورځ د جمادي الاخر په 1146 قمري کې چې د 1761 کال د جولای د 16 سره متصادفه وه په جنگ کولو مجبور شول د مرهټيانو پاچا زوی (وسواس راو)تر قيادت اوسدايشو بهاو په قوماندانی حرکت وکړ د مرهټيانو د يرغل کونکی لښکر شاته ( 2400 ) پيلان او د ابراهيم خان تر مشری لاندې څلويښت زره کار د مسلمانانو حرکت کاوه ددوی منظمی توپخانې هم په اوربل شروع وکړه او په دلاوري مخی ته راتلل احمد شاه بابا هم په يو حاکم ځای موقيعت ونيوی او د جنگ دوضيعت څار يې کاوه او د افغاني لښکرو شا يې تقويه کوله په دغه وخت کې صدر اعظم شاه وليخان د لسو زرو زره پو شور مالی سره د احمد شاه بابا په حضور کې ؤ دپښتنو ديوی خو په لښکر کې سپاه سالار جهانخان او بليخوا يې شاه پسند خان قوماندان حرکت کاؤ او دجنگ په دمخه ليکوکی درو هلکينډ پښتانه سردارانو نجيب الدوله او شجاع الدوله ځای نيولی ؤ د احمد شاه بابا درنه توپ خانه هم په خدمت کې حاضره وه مرهټيانو نجيب الدوله او سردار عنايت خان دلسوز زرو لښکرو سره تباه شو شجاع الدوله د لسو زرو لښکرو سره سخت ير غل وکړوکه څه هم د پښتنو دراسته خوا قوت موجود ؤ خو چپی خوا قوت يی دمرهټيانو د زياتوب له کبله ماتيدو ته نژدی شو احمد شاه بابا چې دغه نازک حالت وليد خپلو لسو زرو لښکرو ته يې چې په 12 کنډکو ويشل شوی وو د يرغل امر وکړ دوو کنډکو په وار پر دښمن يرغل کاؤ په دغه اوربل شهزاده بسواس او ورسره منصبداران ووژل شول او ددښمن راسته خوا بيخی کمزوری شوه د شهزاده مړينی د مرهټيانو د لښکرو روحيات بيخی مړه کړل دپښتنو د توپخانی اوربلونو د مرهټيانو پيلان يازخمي او ياو تورول او ډيره يې انتظامي يې پيښه کړه د پښتنو لښکرو ته د حملی ښه زمنيه برابره شوه او عمومي يرغل يې شروع کړ دوی د تورو او لاس په لاس جنگ ته سره ورسېدل دغه دومره سخت او همناک جنگ ؤ چې غالب او مغلوبه نه شو معلومېدلی خو پښتانه په اخر کې عالب شو ل د مارسدن په قول دوه لکه مړی پر ميدان پاته شول هغه څه مرهټيان چې پاتې شوه پښتنو هغوی تر 40 ميلو پوری تعقيب کړه او ټول ي تباه کړل او ددرو مشهورو قوماندانانو هولکر، شميراو ، ماجی سنديا پرته نور ټول ووژل شول.

دهغه دوری يو مؤرخ د نجيب الدوله د ميړانې او توريالتوب په خصوص کې ليکي:ـ

کله چې د ابدالي لښکرو سپاه سالاران جهانخان، شاه پسندخان او شاه وليخان او هم دروهلکينډ نوابان حافظ رحمت خان، احمد خان بنگښ او نجيب الدوله د مرهټيانو توپونو سره راگير کړل، اخرنجيب الدوله خپل سرپرميدان کښيښود دلسو زرو پياده روهيله ځوانانو سره يې په مرهټو په او ربلونکو کلا گانو ورو ځغاست او روهليو د نورو په ځای په توپکو مقابله کوله د مرهټو مشهور جنگيالی سردار (بهاؤ) او ښی (بلونت راو) ووژی او نجيب الدوله له خپله ميړانه او وطندوستی دټولو په مخ کې په اثبات ورسوله.

په دغه جنگ کې دنقدو پيسو علاوه پنځوس زره اسان دوه لکه غويان 500 پيلان، څو زره او ښان دمجاهدينو په لاس ورغلل په متوسط حساب هر پښتون عسکر ددښمن د پنځو نفرو په مقابل کې جنگيدی او هر يوه دښمن دری نفره وژلی وه او هرو درو کسو ددښمن دری کسه بنديان نيولی و، په دی جنگ کې ددښمن 66 زره کسه ونيول سول ابراهيم کار دی چې مسلمان ؤ ووژل شو او نور مشران وبخښل شوه.

ددغی فتح وروسته احمدشاه دهلی ته راغی او ددهلی تخت يې شاه عالم مغولی ته ورو بخښه او د هند سياسي او اداري چاری يې نواب شجاع الدوله له ته د هنددو زير په نوم چې خپله احمد شاه بابا ده ته د فرزند خان او د هند د رستم لقب ورکړی وروسپاري او نجيب الدوله له يې هند دلښکرو عمومي قوماندان و ټاکی او نصيحت يې ورته وکړ چې د پاچا سره واوسه او دهغه پوره پوره ملگرتيا کوه.

احمدشاه بابا جې لاهور ته ورسيد د پنجاب حکومت يې زين خان مهمند ته ورکړ او خپله د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی او د کندهار د اوسنی ښار په جوړولو يې پيل وکړ.

د ځنو مؤرخينو په نظر د مرهټيانو د غی ماتی انگريزانو ته په هند کې د پيشقدمي زمينه مساعده کړه که احمدشاه بابا ددهلی تخت مغولی پاچاته نه وای ورو پخښلی د خپل سلطنت مرکز يې لکه د پښتنو نورو پاچا هانو د دهلی او يا لاهور انتخاب کړی وای د سکانو د حملو څخه به هم دی او هم دده زوی په امان وای او داسی سلطنت به يې جوړ کړی وای چې لويه پښتونخوا او هند به يې ترنگين لاندې وای.

جی ډی، کننگهم چې د سکانو تاريخ ليکلی دی د احمد شاه بابا په خصوص کې درومی مؤرخ تيسټيس هغی قصی ته اشاره کړي ده چې درومی گيلبه په خصوص کې يې ليکلی وه دي وايي چې درومی پاچا او فاتح ؤخو د سلطنت نظم او نسق يې نه شو کولای خو د سر اولف کيړو په عقيده احمدشاه بابا د پښتنو دسلطنت اساس کښيښود چې اوس هم د هغه سلطنت واگی دهغه دقبيلی د يوی بلی درانی څانگی په لاس کې دی دی زړور او دلاور وو د افرادو او قبيلو په تنظيم او رهنمايي کې ماهر وو هغه يقيناً مرد ميدان ؤ فطر تازړه سواندؤ سياست يې داؤ چې تر خپله وسه به يې روغی او جوړی زيار يوست هغه يو داسی پاچا ؤ چې هيچيری يې د ولس څخه ارتباط نه ؤ شلولی.

هغه وخت چې د احمدشاه بابا اردو د سکانو د سيمی څخه تيريدی په دې ځل د ادينه په عوض جيساسنگ چې د الاجيت له خوا تقويه کيدی لاهور نيولی ؤ او زين خان مهمند يې د کوت په کلی کې محاصره کړي ؤ همدا شانی سکانو د کشمير سکان هم پارولی وه او د هغه ځای پر محلی حکومت باندې يې يرغل کړی ؤ په 1175 کې د پنجاب ا کشمير مرکزونه دياغی سکانو په لاس ورغلل احمدشاه بابا چې د سکانو د بغاوت څخه خبر شو

لاهور ته يې د سفربری امر وکړ کله چې احمدشاه بابا لاهور ته ورسيد 1175 نيمايي کال تيرشوی وو په دې وخت کې د (چنداله) او کوب په کليو کې سکانو د پښتنو د منصبدارانو سره جنگ کاؤ احمدشاه بابا پښتنو ميصبدارانو ته مخصوصه اطلاع ورکړه چې دده د لښکرو د حملی په وخت کې د دوی د لښکرو افراد شين پاڼی په خوله ونيسي چې دسکانو د لښکرو څخه وپيژندل شي احمدشاه بابا پر سکانو نابو بره حمله وکړه او دسر هند خواته يې تر شا بو تلل ددغه ځای څخه احمدشاه بابا دوی تعقيب کړه د ستليج څخه تير شو په 58 ساعته کې يې ( 135 ) ميله لار ووهله او سخته حمله يې باندې وکړه او د اويا زرو سپرو او اوه زرو پياده سکانو څخه 75 زره تنه ووژل شول او نور يې وتښتېدل ددغه جنگ وروسته سکان بيخی مات سول او دغه جنگ ته (کلو کارا) ځکه ويل کېږي چې ډير سکان ووژل شوه.

احمدشاه بابا د هند څخه سپاسالار نجيب الدوله راوغوښت او ددغی سيمی د امنيت په خصوص کې يې لازمي لارښوونی ورته وکړی د پتيالی او سر هند حکومت يې يو وفادار سيک (امر سنگ)ته ورکړ چې دغه سيک د وزير شاه وليخان په احترام په خپلو ليکنو کې امرسنگ ب ميزائی لاس ليک کاؤ.

د احمد شاه بابا هغه لښکر چې نورالدين په مشر تابه کشمير ته استول شوی ؤ په 1775 کې کشمير بيا ونیوی او نورالدين بيا هلته حکومت ټينگ کړ هغه وخت چې احمدشاه بابا د پنجاب امنيت څخه فارغ شو بيا يې زين خان مهمند د پنجاب حاکم کړ او بيرته کندهار ته راغی او دغه يې دختيځی خواو روستی سفر بلل کېږي او تر 1183 په کندهار کې پاتی شو.

احمد شاه بابا د بادو (جذام) په ناروغی اخته ؤ پزه يې گرده باد و خوړه چې په پروتی به يې په حلق کې خواړه په قاچوغه خوړل او کله چې يې په خبرو څوک نه پوهيد او ناروغۍ يې سخته شوه د کندهار د توبی غره ته چې ښه اب او هوا لري د استراحت دپاره ولاړ او هلته وفات شو.

باندنۍ تړنې[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. تاريخ احمدي د منشي عبدالکريم تاليف دی چې د شاه شجاع معاصر و او د هغه په حواله د سراج التورايخ د لومړي ټوک په نهم مخ کې داسې ليکلی شوي دي: «نياکان احمد خان متوطن و متمکن ملتان بوده، و ولادت وی در آنجا رو نموده و از سبب بعضی حوادث در کودکي با پدرش محمد زمان خان در قندهار و از آنجا وارد هرات گرديده و مسکن گزيده...».
  2. پوهاند عبدالحى حبيبي د احمد شاه بابا د ديوان په پيل کې ليکي چې: «له تاريخي پلټنو څخه ښکارېږي چې احمد شاه بابا په ۱۱۳۵ هـ کال کې په هرات کې زوکړى" مگر د تاريخ نوای معارک په تعليقاتو کې بيا ليکي چې: «په ملتان کې يو ځای يو ځلې ما وليد چې د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ورباندې ليکلی شوی و» خو دا يې هم زياته کړه چې: «په هرات کې هم يو کور د احمد شاه بابا د زېږنتون په نامه شهرت لري.».
  3. ښاغلي غبار تاريخي دليلونه هم راوړي او ليکي: «قصه آنکه احمد شاه در ملتان بدنيا آمده ظاهراً بسهوېست که از طرف بعضی نويسندگان هندوستاني نشئت نموده و احيانا مورد تقليد برخی ديگر بدون آنکه سندې نشان دهد ميگويد: «احمد شاه خطه ملتان مين پيدا هوا» يعنې احمد شاه در خطه ملتان پيدا شده و اين دو بيت را نيز در تاريخ جلوس او ميسرايد: فيض محمد هم اين افسانه را بنقل از کتاب »تاريخ احمدي» مينويسد که: «نياکان احمد شاه متوطن ملتان بوده، ولادت وی در آنجا رونموده...» ولی ما ميدانيم که اين روايات بې اساس است و تاريخ احمدي مثل «مرآت الاشباه» تاليف محمد حسن (معاصر احمد شاه) خاندان احمد شاه را با خاندان عبدالله خان و حيات سلطان رئيس سابق ابدالي های قندهار و مهاجر در ملتان خلط نموده است و چون حيات سلطان بعد از موقوفي خاني ابدالي های قندهار در قرن يازده هجري به ملتان سفر کرده و بعد از مدتې پسر او عبدالله خان به سال ۱۱۲۲ هجري، قندهار عودت و مجدداً بعنوان خان ابدالي ها به هرات عزيمت نموده است، عبدالکريم وغيره احمد شاه را نواسه عبدالله خان مذکور فرض کرده، و چنين نتيجه گرفته اند که احمد شاه در خطه ملتان تولد شده در حاليکه اين خاندانها از هم جدا و رقيب يکديگر و خاندان احمد شاه از بسيار زمانه ها در بين عشيره ابدالي در موضع شهر صفا طرف شرقي شهر حاليه قندهار ساکن بوده اند (تاريخ سلطان – ۹۲ و ۶۹ مخ) تنها زمان خان پدر احمد شاه چنانچه قبلاً تصريح شده چند سالی در کرمان بسر برده است پس مسله تول احمد شاه در ملتان در کمال وضوح باطل است، و بطوريکه در ذيل خواهيد خواند مسقط الرآس احمد شاه شهر هرات و هم تاريخ تولد او بظن قوی سال (۱۱۳۵ هـ) است...» ښاغلی غبار تر پورتنۍ ليکنې وروسته د احمد شاه بابا د منگ (سن) په باب خپله نظريه څرگندوي او په پای کې داسې نتيجه اخلي: «پس بايد گفت احمد شاه در وقت مرگ خود در حدود پنجاه سال عمر داشته است، و در هر حال چون پدر او از ۱۱۲۳ هـ به بعد زمان فوت در سال ۱۱۳۵ هـ در مدت دوازده سال در هرات مې يابيم، ميتوان حکم نمود که احمد شاه خواه پنجاه سال خواه زياد تر عمر کرده در هر صورت مسقط الرآس او ولايت هرات و بظن قوی شهر هرات بوده است، و انسايکلوپيډيا آف اسلام اين نظر را تاييد مېکند و ميگويد: «اين خاندان (خاندان احمد شاه) در سنة ۱۷۲۲ خراسان را گرفته به مشهد پېشقدمي کردند، احمد شاه هم در اين زمانه تولد شده« (احمد شاه بابای افغان – له ۳۵ مخ څخه تر ۴۱ مخ پورې)
    د احمد شاه بابا د دربار منشي محمودالحسيني هم په يوه نظم کې هرات د احمد شاه بابا آبايي ملک گڼي، چې د احمد شاه بابا له خولې وايي.
    برآنم که من هم درين نوبهار روانه شدم سوی ايران ديار
    نخستين زاعدا بگيرم هرات زنم کوس اقبال بر شش جهات
    که آن ملک ميراث آبايي ماست تصرف دروغې راکی رواست

    (تاريخ احمد شاهي – د مسکو چاپ – له ۱ نه تر ۲۲۷ مخ)

    ښاغلی علي احمد جلالي هم پخپل کتاب «مطالعه تاريخ افغانستان از نگاه عسکري» کې د گندا سنگهـ د کتاب احمد شاه دراني د ۱۵ مخ په حواله ليکي چې احمد شاه بابا په هرات کې زېږېدلی دی – له ۲ نه تر ۲۴۷ مخ.

  4. شاهنامه احمد شاه ابدالي - ۱۲ مخ.
  5. د افغانستان نوميالي - د ارواښاد بېنوا اثر د «ز» په رديف کې د زرغونه انا تر نامه لاندې ليکنه ولولۍ
  6. د افغانستان نوميالي - د ارواښاد بېنوا اثر - د ز رديف کې د زمان خان ابدالي ليکنه
  7. احمد شاه بابای افغان - ۳۱ مخ
  8. د افغانستان نوميالي- د ارواښاد بېنوا اثر د ذ رديف کې د ذولفقار خان اودالي ليکنه
  9. تاريخ احمد شاهي - ۳۲ مخ
  10. محمود الحسيني پخپل کتاب تاريخ احمد شاهي کې ليکي: «اصل آنحضرت از بزرگان طوايف ايل جليل دراني از تيره سدوزي اند که رياست و سروري اين طايفه همېشه از تيره مزبور بدستور توره که درميان سلاطين ترک و آل عثمان و هندوستان و غيره معمول است از آبای عظام و اجداد کرام خود ميراث دارند و بعد از آنکه از آنحضرت بعنايت آلهي برتخت فېروز بخت سلطنت و صاحب کلاهي تکيه زدند به الهام ملهم غيبي ذات با برکات آنحضرت شاه دُر دران و عموم اين طايفه که در رکاب نصرت انتساب اشرف مصدر خدمات نمايان گرديده بودند ملقب و مشهور به ايل جليل دُراني شدند و از قديم الايام ايل جليل مزبور در دارالقرار قندهار و زمينداور و طوبا (توبه) و کوهستانات سمت قراباغ و غزنين الی خطه دلکشای کابل يلامشي و قشلامشی مېداشتند...» - تاريخ احمد شاهي - د مسکو چاپ - ۱ تر ۳۰ مخ
  11. تاريخ مختصر ايران - د سر پرسي سايکس د کتاب ترجمه - د اصفهان چاپ - ۷۸ مخ
  12. حيات افغاني - په اردو ژبه - ۱۲۹ مخ
  13. د پښتنو تاريخ - له ۱ نه تر ۱۰۱ مخ
  14. د پښتنو تاريخ - له ۱ نه تر ۱۰۴ مخ
  15. سراج التواريخ - له ۱ تر ۱۰ مخ
  16. سراج التواريخ - له ۱ تر ۱۱ مخ
  17. 17.0 17.1 احمد شاه بابای افغان - ۶۷، ۶۸ مخونه
  18. تاريخ احمد شاهي - ۱ تر ۳۵، ۳۶ مخونه
  19. مجمل التواريخ - ۱۴، ۱۵ مخونه
  20. مطالعه تاريخ افغانستان از نگاه عسکري - د تورن ارکان حرب ښاغلي جلالي تاليف - ۲ تر ۲۴۸ مخ
  21. تاريخ احمد شاهي - ۱ تر ۳۵ مخ
  22. لوی احمد شاه بابای افغان - ۷۸، ۷۹ مخونه
  23. سراج التواريخ - ۱ تر ۹ مخ
  24. تاريخ سلطاني - ۱۲۱ مخ
  25. نور محمد خان ملقب په مير افغان په خټه عليزی و، چې تر اوسه هم دده اولاده په زمينداور کې شته او دده قبر هم د کندهار د ارغنداو په غاړه د سنڅری د عليزو په کلي کې دی. دا چې ځينو اوسنيو ليکوالانو غلزای ليکلی دی اشتباه ده، ځکه چې د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني چې په هغه وخت کې حاضر او ناظر و په خپل کتاب تاريخ احمد شاهي کې نور محمد خان علي زی ليکلی او هم لکه پورته چې ووييل شول د زمينداور په عليزيو کې تر اوسه د مير افغان اولاده شته
  26. د افغانستان نوميالي - د ارواښاد بينوا اثر - د ن په رديف کې د نورمحمد خان مير افغان ليکنه
  27. خورشيد جهان - ۱۶۸ مخ
  28. محمود الحسيني د نادرشاه د ژوند د پای حالت داسې ليکي: “... اختلال زيادی در دماغش راه يافته روز بروز ماده سودا و ماليخوليا شدت می نمود و قوت واهمه او بحدی رسيده بود که اعتماد او از همه کس سلب شده به هر ولايت که عمال تعيين می نمود بعضی را شش ماه و انتها تا يکسال زياده در محال فرصت نداده بجهت تفريغ محاسبه به اردوی خود طلب و بضرب چوب و بريدن گوش و بيني و کندن چشم مبلغهای خطير که حصر آن از اندازه قياس و شمار بيرون است اخذ و عمل بر او لازم آورده جمعی تحويلدار و جمعی صراف و جمع کثيری قشون بجهت محصلی وجه با آن ولايت فرستاده آن عامل نيز از خوف جان خود به اسم هر کس که معرفتی داشت نوشته يا به مهر مصحوب محصل می سپرد که رفته وجه را بوصول رسانيده انفاذ خزانه کلات نمايند – تا کار بجايې رسيد که مردم از دست جبر و ستم بجان آمده بهر وسيله و تقريبی که ممکن بود از اردوی او فرار و هېچ آفريده از امرا و ارکان دولت و نزديکان او را جرات نبود که حقيقت اختلا ممالک و احوال مردم را حالي نو نمايند. به حدی سودا در سرش خوش کرد که فرزند ارشد اکبرش رضاقلي ميرزا که نايب السلطنت ايران و چشم و چراغ دولتش بود بتوهم اينکه دوسال قبل از اين در بېشه مازندران تفنگ اندازی که تيری بقصد او انداخته بود شايد بتحريک او باشد- از تهران بحضور طلبيده و از نور ديده عاطل ساخت و طهماسپ قليخان جلاير را که از روز اول شريک الدوله و امين السلطنة و دولت خواه بلا اشتباه بود و زياده بر ابراهيم خان برادرش در باره او اعتماد داشت و در آن اوقات چون علي قلي خان برادر زاده اش را بسرداري سيستان مامور ساخته بود برسم اتاليقی در معسکر او رفيق صاحب اختيار امور بود از قوت واهمه رو گردان شده علي قلي خان را نيز تزلزل در اساس آرام و قرارش راه يافته هر دو بنای مخالفت گذاشتند، و در هنگام مراجعت از عراق از راه کرمان سودايش بمرتبه بالا گرفت که اعمال و کد خدايان هر ولايت را که باردو برای تفريغ حساب می طلبيد ديگر رخصت انصراف نداده در همان اردو کله منار ساخته قشونها بمحصلی با جمعی کثير صراف و تحويلدار و قطارهای شتر و قاطر برای حمل و نقل خزانه آن ولايت ميفرستاد. من الجمله اکواد خبوشان سر از خدمت باز زده علي قلي خان نيز به هرات آمده لوای مخالفت افراشت...”
  29. 29.0 29.1 تاريخ احمد شاهي - ۳۶، ۳۷، ۳۸ او ۳۹ مخونه
  30. از جانب نادر سردار ملک قندهار وسرکرده ايل جليل دراني بوده و حسب الامر نادرشاه قشونهای دراني جمع کرده و از قندهار حرکت نمود در چمن سنځری يکفرسخی شهر قندهار توقف داشت و تقی خان شېرازي و ناصرخان صوبه دار کابل و پشاور هم بموجب حکم شاه مذکور همراه خزانه وفيل و فرمايش ممالک موضوعه قبل از وقت آمده عازم اردو شده و به نورمحمد خان ملحق گرديده اراده داشتند که همراه لشکر دراني متوجه اردوشوند و کلهم اجمعين در منزل سنجري فراهم امده و صبح فردا در صدد کوچ بمنزل پيش بودند که در ان اثنا چاپاران از خدمت ارفع اعلی باخبر قتل نادرشاه و حکم خصرو دين پناه آمده در خلوت حقايق احوال و دقايق اقوال بنده گان درگاهې خاقاني به خوانين دراني ظاهر نمودند - تاريخ احمد شاهي - ۵۰ مخ
  31. 31.0 31.1 31.2 د پښتنو تاريخ - د قاضي عطاالله تاليف - ۱ تر ۱۰۰ مخ
  32. احمد شاه بابا - - ۸۷ مخ
  33. د افغانستان نوميالي - د ارواښاد بېنوا اثر د «ص» په رديف کې د صابر شاه تر نامه لاندې ليکنه ولولۍ
  34. تاريخ سلطاني - ۱۲۲ مخ
  35. احمد شاه بابا - ۸۹ مخ
  36. تاريخ احمد شاهي - ۵۱ مخ او نور...
  37. افغانستان در مسير تاريخ - ۳۵۷ مخ
  38. د پښتنو تاريخ - ۲، ۱۰۱ مخونه
  39. د دې پېښې تفصيل د محمود الحسيني د تاريخ احمد شاهي په ۵۷ مخ کې تر ۷۸ مخ پورې راغلی دی. خو دمخه تر هغه چې تاريخ احمد شاهي کتاب چاپ شي زياترو مورخينو لکه فيض محمد په سراج التواريخ کې او د خزانه عامره مولف او قاضي عطاالله خان د پښتنو په تاريخ کې، او ښاغلي غبار په احمد شاه بابا کې او نورو، دا ناوړه پېښه په ۱۱۳۶ هـ ق. او په ۱۷۴۹ ز. کال کې بللی وچې احمد شاه بابا د پنجاب او سرهند تر فتحې وروسته کندهار ته ورگرځېدلی و، خو څنگه چې محمود الحسينی د احمد شاه بابا د دربار منشي او د هغه وخت د پېښو په ليکلو گمارل شوی و.
  40. د پښتنو تاريخ - ۱ او ۱۰۲ مخ
  41. افغانستان در مسير تاريخ - ۳۵۸ مخ
  42. سراج التواريخ - ۱/۱۰ مخ
  43. رسالة سکوکات افغانستان در عصر اسلام - تاليف ښاغلی احمد علي کهزاد - د ۱۳۱۹ ل. کال چاپ
  44. د پښتنو تاريخ - ۱\۱۰۲ مخ
  45. ځينو مؤرخينو لکه فيض محمد د سراج التواريخ د لومړي ټوک په ۱۱ مخ کې او عبدالکريم د تاريخ احمدي په ۶ مخ کې دا سفر پر دوؤ برخو وېشلی دی او داسې ښيي چې احمد شاه بابا يو وار په ۱۱۶۰ هـ س. کال کې تر پېښوره تللی، بيا بېرته کندهار ته راغلی او په ۱۱۶۱ هـ س. کال بيا له کندهاره د لاهور خوا ته خوځېدلي دي، خو نورو مؤرخينو لکه سلطان محمد د تاريخ سلطاني په ۱۲۴ مخ کې او مير غلام علي آزاد بگرامي د خزانه عامره په ۴۹۷ مخ کې او قاضي عطا الله خان د پښتنو تاريخ د لومړي ټوک په ۱۰۴ مخ کې او نورو خارجي مؤرخينو لکه الفنسټون د کابل سلطنت د دويم ټوک په ۲۸۵ مخ کې او گندا سېنگ د احمد شاه دراني په ۳۶ مخ کې چې د مطالعه تاريخ افغانستان از نگاه عسکري مؤلف ښاغلي جلالي هم حواله ورکړې ده، د احمد شاه بابا دا سفر يو بولي او د ۱۱۶۰ هـ. س. په پای او د ۱۱۶۱ هـ س. په سر کې يې گڼي. خو ښاغلی غبار يې پخپل کتاب احمد شاه بابا کې ليکي:
    بعضی مؤرخين در تعين تاريخ و اعداد سفربريهای احمد شاه اشتباه کرده اند، مثلاً فيض محمد سفر اول احمد شاه و عودت او را از پشاور به قندهار در سال ۱۱۶۰ هـ ق (سال اول جلوس) مېداند (سراج التواريخ - ص. ۱۱) در حاليکه ما مېدانېم قتل نادرشاه در منتضنف سال ۱۱۶۰ هـ جمادي الاخر، اتفاق افتاده و احمد شاه چهار ماه بعد از ان تاريخ در شوال به پادشاهي افغانستان انتخاب گرديده است و البته مسافرت احمد شاه از خراسان به قندهار و اجتماع رؤسا با تشکيل جرگه و تعيين پادشاه اينقدر زمانه بکار داشت، پس واضح است جلوس احمد شاه دو ماه به انجام سال ۱۱۶۰ مانده واقع شد، در دو ماه تشکيل يک حکومت مرکزي و انتظام قندهار با ترتيب عسکر و تا پشاور سفر نمودن و عودت ظاهراً از سمتنعات است - احمد شاه در سال ۱۱۶۱ هـ ق. بحرکات سفريه آغز نمود ... - ۱۹۲ مخ
  46. مطالعه تاريخ افغانستان از نگاه عسکري - ۳۴۱/۲ مخ - د علي احمد جلالي ليکنه
حکم شد از قادر بيچون به احمد بادشاه سکه زن بر سيم و زر از پشت ماهي تا به ماه