منځپانگې ته ورتلل

احمد بن فروخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

احمد بن فروخ چي د احمد فروخ په نوم هم یادیږي، د افغانستان د هرات ولایت اړوند د دولسمي پیړۍ یو پارسي طبيب و.

نوموړی د زین الدین الجرجاني له ښوونکو څخه ګڼل کېدی.

فروخ د کفایه په نوم د طبابت یو پوهنغونډ لیکلی وو، چي اوس وخت شتون نلري.

د متحده ایالاتو اړوند د طب ملي کتابتون په خپل ټولګه کي د مرکبو درملو فورمولري ( قره ابادین ) لري، چي یاد اثر فروخ ته منسوب دی.

یاد اثر (فورمول) په ۱۱ لنډو فصلونو ( بابونو ) کي دی، او داسي ښکاري چې دا د احمد بن فرخ د لیکنو یوازینۍ ساتل سوې بیلګه ده.