منځپانگې ته ورتلل

اجمل ښکلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اجمل ښکلی (۱۳۶۲ شمسی)د پښتو ژبې شاعر دی.‎ ‎اجمل ښکلي د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبياتو په پوهنځي کې د تدريس تر څنګ تر ‏دې دمه ګڼ څېړنيز اثار، ژباړې او درسي لکچرونه چمتو کړي او د ځينو کره کتونکو په ‏اند چې د پښتو معاصري ادب تيوري په برخه کې يې پر ځاى او نوښتيزې هڅې کړې ‏دي‎.‎

دنيا به وي د ښکلو ښايسته شېبو دوکان خو موږ ورته راغلي يو تش لاس او ناتوان
زه شوم له همغې ورځې په تا باندې قربان چې تا راته په خوله باندې ويلي وو قربان‎
ته ښه وې چې له وخت سره دې پل واخيسته، لاړې زه پاتې شوم په ښاخ لکه د پرې ګليپران ‏
د ژوند په توره شپه کې تل اړتيا احساسوم يوه کس ته چې وجود يې دی بل کړی څراغان
بندي يم زه د خپلې بېوسۍ په دايره کې مړ کېږي مې په زړه کې يو سړی لکه ارمان
زه تل يمه تش لاس وتی د مينې له هر ښاره ما تل کړی په دغه تجارت کې دی زيان
زه پاتې يمه ستا د غټو سترګو په اظهار کې زه ورک يمه ترمنځه د يقين او د ګومان

کتابونه

[سمول]
  • سبکوپوهه

سرچینی

[سمول]

.کابل پوهنتون چاپ شوی کتاب دافغانستان لیکوال او شاعران ۸۰ مخ اجمل شکلی شاعر