ابی بن کعب
ابی بن کعب ( ʾUbayy ibn Kaʿb (مړینه 649) چي د ابو منذر په نوم هم پیژندل کیږي، [۱] د اسلام د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم صحابي او په لمړنیو مسلمانانو کي د درناوي وړ کس ګڼل کېدی.
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| دین |
| جګړه |
|---|
| برخه د |
|---|
ژوندلیک
[سمول]ابی بن کعب په مدینه منوره کي (چي هغه وخت د یثرب په نوم یادیدل) د بنو خزرج په قبیله کي زیږیدلی وو. [۱] نوموړی یو له لومړنیو کسانو څخه وو چي اسلام یې قبول کړ او مدینې ته له هجرت مخکي یې په عقبه کي له محمدﷺ سره په بیعت کولو باندي ځان د لمړنیو انصارو مسلمانانو په ډله کي راوست. ابی په د عقبې په دویم بیعت کي هم ګډون درلود، [۱] او وروسته یې د بدر په جګړه او ځینو نورو پیښو کي هم برخه واخیستل.
ابی بن کعب د محمدﷺ لپاره د لیکوال په توګه کار کاوه، [۱] او یو له هغه څو کسانو څخه وو چي د قرآن کریم سورتونه یې په لیکلو ډول ځای پرځای کړل. همدارنګه یې له ځان سره یو مصحف هم درلود. [۲] د محمد صلی الله علیه وسلم له مړینې وروسته نوموړی یو له پنځه ویشت حافظانو څخه وو، هغه خلک چي په بشپړ ډول په قرآن کریم پوهیدل.
د روایاتو پر بنسټ عمر رضی الله عنه د خپل خلافت پر مهال له هغه ډلي سره مشوره کول په کومه چي ابی بن کعب شتون درلود.
ابی بن کعب په ۶۴۹ ز (۳۰ هـ ) کي د عثمان د خلافت پر مهال وفات سو.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ Erol, Bünyamın (2012). ÜBEY b. K‘B - An article published in Turkish Encyclopedia of Islam (in ترکي). Vol. 42 (Tutun - Vehran). Istanbul: TDV İslâm Ansiklopedisi. pp. 272–274. ISBN 978-97-53-89737-2. بياځلي په 1 February 2022.
- ↑ Sunan Abu Dawood. Book 8, Hadith 1455.
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- CS1: long volume value
- CS1 ترکي-language sources (tr)