ابوالحسن على ندوی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نسب او پېژندنه يې[سمول]

د ۱۳۳۲ هجري کال د محرم الحرام د مياشتي په شپږمه نېټه چي د ۱۹۱۴ ميلادي کال سره سمون خوري د هند په شمال کي د ( تکيه ) په کلي کي چي د لکنو څخه ۷۰ کيلو متره فاسله لري يو کوچنی وزېږېدی ، چي وروسته بيا نړۍ د علامه امام سید ابوالحسن علی ندوی رحمة الله علیه په نامه سره وپېژندی . ده په يوه مذهبي او دين دوسته کورنۍ کي تربيت حاصل کړ . هغه مجاهده کورنی چي په خپله غېږه کي يې د شهيد سيد احمد غوندي شخصيتونه روزلي دي .


د سيد الوالحسن نبوي کورنۍ ته منسوب دی او د نسب سلسله يې و امام حسن بن علی بن ابی طالب رحمة الله علیه ته رسېږي . پلار يې سيد عبدالحی بن فخرالدين د خپلي زمانې د لويو علماوو مؤرخينو او ليکوالانو څخه شمېرل کېده ، چي په عربي او فارسي ژبو کي ډول ډول تآليفات لري چي د هغو څخه د «نزهة الحواطر» کتاب د يادولو وړ دی چي په عربي ژبه په اتو ژبو ليکل سويدی .


علامه ندوي رحمة الله علیه پر نه کلنۍ په کال (1341 ق / 1923 م) کي د خپل مهربان پلار له سيوري څخه بې برخي سو . چي ورسته يې سر پرستي مشر ورور داکتر سيد عبدالعلي پر غاړه واخسته ، د ندوی رحمة الله عليه مور خیرالنساء هم لويه ليکواله د قرآن کريم حافظه او عالمه وه . ددې تر څنګ يې شعر هم ليکی . د دې د ليکلی اثارو څخه د «الدعاء والقدر» او «حسن معاشرت» رسالې د يادوني وړ دي .


د کوچنيوالي مرحله[سمول]

ندوی رحمة الله علیه په  داسي يوې کورنۍ کی را لوی سو چي ټوله غړي يې د علم مطالعې او قلم خاوندان وه ، او هر نوی کتاب چی به يې ترلاسه کاوه د هغه مطالعه به يې پر ځان لازمي بلل . د مطالعې سره د ده دغه ذوق وو چي ندوي رحمة الله علیه په ۱۲- ۱۳ کلنی کي په عربي ، انګليسي او فارسي ژبو پوره پوهېدی او کله چي په ۱۹۲۶ م د ندوة د علماوو کنفرانس  د لويو علماء وو په ګډون سره داير سو ده په عربي ژبه بيان وکړ.


ابتدايې او لوړي زده کړي يې[سمول]

ابتدائي زده کړي يې خپل د زېږېدو په ځای لکنو کي شروع کړي او د اردو ژبي  تر زده کړي وروسته يې د فارسي ژبه په زده کړه لاس پوري کړ ، پلار يې د فارسي ژبي د زده کړي او خوش نوسۍ لپاره يو تجربه کاره خصوصي ښوونکی ورته وټاکی . ندوي رحمة الله علیه عربي درسونه (صرف، نحو، بلاغت او...) يې د برجسته علماءوو لکه شیخ جلیل بن محمد عینی او علامه تقی الدین هلالی مراکشی څخه ترلاسه کړل.


د ابتدائي او متوسطه زده کړو څخه تر فارغيدو ورسته يې په  (۱۹۲۷م ) کال د څوارلس کلنی په عمر د لکنو په پوهنتون کي د ادبياتو په څانګه کي تحصيل شروع کړ ، په دغه جريان کي يې انګليسي ژبه هم ياد کړه . د پوهنتو څخه د شهادت نامي او سرو زرو مډال په اخستلو کاميابه سو.او تر دې ورسته يې د اسلامی علومو په تر لاسه کولو شروع وکړه.


ندوي رحمة الله علیه د حديثو درسونه په ( ۱۹۲۷م) کال کي د ندوة العلماء د دارالعلوم د حديثو پراستاد علامه حیدر حسن خان باندي شروع کړ. ورسته يې د عالي تحصيلاتو لپاره په ( ۱۹۳۰م) کي لاهور ته د تلو قصد وکړ او هلته يې د لوی او مشهوره عالم علامه احمد علی لاهوری رحمة الله علیه و مخ ته د شاګردۍ ځنګون کت کړ او په همدغه کال يو ځل بيا د تحصيل لپار و لاهور ته د تګ نيت وکړ او په معهد قاسم العلوم کي يې په تفسير او حديث کي تخصص شروع کړ چي د هغه ځايه هم په لوړه درجه فارغه سو .


په همدغه کال نوموړی د نړۍ په مشهوري مدرسې دارالعلوم دیوبند کي درس شروع کړی او په (۱۳۳۲م ) کي د دیوبند ستر عالم مجاهد علامه حسین احمد مدنی رحمة الله علیه څخه د فيض حاصلولو لپاره هلته پاته سوو او د شیخ لاسلام مولانا حسین احمد مدني رحمة الله علیه څخه يې بخاري شریف او ترمذي شریف ولوستی، چي په همدې لړ کي يې تفسیر او نور قراني علوم هم ځني زده کړل. د فقهي زده کړه يې د دیوبند د مشهور ادیب او عالم مولانا اعزاز علي رحمة الله علیه څخه او د تجوید زده کړه یې د دیوبند د عالم مولانا قاري اصغر علي رحمة الله علیه څخه زده کړل.


په تصوفو کي یې د مولانا عبدالقادر رایپوري رحمة الله علیه سره بیعت کړی دی کوم چي په سلسله قادریه نقشبندیه پوري اړه لري.


تدريس[سمول]

امام په ۱۹۳۴ م کال د شل کلنی په عمرد لکنو په دارالعلوم ندوة العلماء کي تدريس شروع کړ ، او لس کاله يې د تدريس مقدسه وظيفه سرته ورسول ، په پای کي په ۱۹۳۹ م کال د  درس له وظیفې څخه موقتا ګوښه سو او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د احياء په منظور يې خپل ځان د دعوت او تبليغ (تبلغي جماعت) لپاره وقف کړ او په دې لاره کي يې تر خپله وسه پورې ډېر کوښښونه وکړل ، او د دعوت لپاره يې د تبليغ د هيئات د امر په حيث ګڼو عربي او اسلامي هيوادونو ته سفر کړی دی او د عمر تر وروستۍ سلګۍ پوري يې د دعوت او تبليغ د برکته ډکه او  مقدسه وظيفه په خپلي ژبي او قلم سره مخته بوتلل. د مسلمانانو د ضعف او انحطاط څخه ډېر ځورېدی او همېشه به دهغوی غم او فکر ورسره وو.


سيد رحمة الله علیه ددې دورې د پای ته رسولو څخه وروسته يو ځل بيا د تدريس او اسلامي معارف  د نشر وظيفې شروع کړلې او د 1943 م کال څخه بيا تر 1951 م کال پوري په لکنو کي  په « اسلامی تبلیغات سازمان » کي د قرآن او حديث په تدريس بوخت سو. په ۱۹۵۵ م کال د دمشق د پوهنتون (الجامعة السوریه) لخوا ودغه پوهنتون ته د تدريس په برخه کي د همکارۍ لپاره و غوښتل سو ، سيد دلته په غير رسمي توګه د تدريس مسؤليت ومانه. همداسي په ۱۹۶۲م کال د شاه سعود لخوا دمدينې منورې په اسلامي پوهنتون کي د تدريس لپاره بلنه ورکول سول خو سيد رحمة الله علیه دلته د رسمي او همېشني تدريس له ورکولو څخه انکار وکړ ، په همدي اساس په کال1382 هـ / 1936 م کي د مدينې منورې د اسلامي پوهنتون د دعوت په اساس هلته د غير رسمي استاد په توګه وظيفه قبوله کړل او همالته په تدريس مشغول سو.


د سيد رحمة الله علیه مطبوعاتي فعاليت[سمول]

لکه څنګه چي د ملتونو په بيداری کي مطبوعات او رسنۍ مؤثر رول لري امام رحمة الله علیه په دغه برخه کي هم غافل پاته نه سو او لمړنی مطبوعاتي فعاليت يې په کال (۱۹۲۷م ) کي د ۱۳ کلنۍ په عمر په «زمین ‌دار» نومي اردو مجله کي د یوې مقالې په خپرولو سره پیل کړ.


او لمړنی اثر یې په عربي ژبه کي يوه مقاله وه چي په کال  (1346 هـ ق – 1930 م)  کي د علامه رشيد رضا په توسط المنار مصرۍ مجلې خپره کړه.


علامه سيد ابوالحسن علي ندوي رحمة الله علیه په کال ۱۹۴۰ م کي د د مشق د المسلمون مجلې مديريت په غاړه واخيست او  کال ۱۹۵۵ م  کي يې د اسلامي کتابنونو د نشر او چاپ لپاره  ((د اسلام د تحقيفاتو او نشرياتو اکادمی )) په نوم بنسټ کېښود .


په کال ۱۹۶۲ م کي يې د دیوبند د مشهور عالم مولانا محمد منظور نعماني رحمة الله علیه په همکاري د «ندای ملت» اوونيزه تآسيس کړه  او په کال ۱۹۴۴ م کي يې د دعوت او اسلامي تربیې اړوند د ځينو کتابونو په تآليف لاس پوري کړ چي د هغو څخه يې اکثره دجهان په ژونديو ژبو ژباړل سوي دي.



په ادبياتو او تاريخ ليکنه کي بدلون راوستل[سمول]

سيد د تريس په جريان کي دا احساس کړل چي د علمي حوزو د درسی پلان محتوا د دينی علم د طالبانو لپاره کافي نه ده ، ځکه نو په دې لټه کي سو تر څو داسي کتابونه تآليف کړي د قديمي کتابونو په ځای په درسي پلان کي د استفادې وړ وګرځي .


عمدا فکر وو چي  په کال ۱۹۸۳ م کي د «الندوة العالمیة للادب الاسلامی» تر عنوان لاندي ديوه کانفرانس د دايرولو اقدام وکړ او په هغه کي يې د عربو لويو اديبانو ته د برخه اخيستو لپاره بلنه ورکړل او ځيني هغه کتابونه یې چي د علمي حوزو لخوا په درسي پلان کي د شاملېدو لپاره تألپف سوي وه د تصويب په موخه ورته وړاندي کړل چي د هغوی لخوا هم تائید سول ، چي وروسته بيا په علمي حوزو کي د درسی پلان د جز په توګه د دنيا د اسلامي پوهنتونو لخوا د استفادې وړ وګرځېدل.


همداسي په اسلامي تاريخ کي تر ځېړني او مطالعې وروسته دې نتیجې ته ورسېدی چي بايد د تاريخ ساتني په سبک کي بدلون رامنځ ته سي .څکه اکثرو مؤرخينو د پادشاهانو او قومندانانو د فتوحاتو پر تشرېح بسنه کړېده او د اجتماعي او اصلاحي فعاليتونو څخه يې صرف نظر کړيدی، له همدې امله يې د ( دعوت او اصلاخ تاريخ) تر نامه لاندي يو کتاب په پنځو جلدونو کي وليکی اود ډیرو مشهورو اسلامي مصلحانو او مجتهدينو ژوند لیکونه د خپل ژوند له حال سره، کوم چي د يوه مصلح دعوتګر او مؤرخ ژوند دی اود لوستونکو لپاره پکي ډير معلومات او تجربې له ځانه سره لري، پکښي وليکل.


تأليفات[سمول]

ندوي رحمة الله علیه ډېر اثار او تأليفات لري چي شمېر يې نژدې درو سوو ته رسېږي او د هغو ټولو نومونه يادول د دې لنډي ليکني تر حوصلې لوړ دي ، چي له دې جملې څخه ځيني کتابونه يې په پښتو ژبه هم ژباړل سويدي.د ندوي د کتابونو څخه ځيني يې په دې ډول دی:


۱ - ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين .

۲- إلى الإسلام من جديد .

۳ - إذا هبت ريح الإيمان .

۴ - الطريق إلى المدينة .

۵ - رجال الفكر والدعوة في الإسلام .

۶- سيرة خاتم النبيين للأطفال .

۷ - نظرات في الأدب .

۸ - في مسيرة الحياة (۳ أجزاء ) .

۹ـ المرتضی

۱۰ـ قصص النبيين ( د مولوي احمدالله ابوالبدر لخوا پښتو ته ژباړل  سويدی)

۱۱: تزکیه و احسان یا تصوف و سلوک

اونور



همدارنګه علامه ابوالحسن علي ندوي رحمة الله علیه ګڼي مقالې او پر ځينو مشهورو او تحقیقي کتابونو سریزي هم لیکلي دي لکه د دیوبند د نړۍ والي مدرسې د مشهورو علماء کرامو د حدیثو پر شروحاتو باندي يې هم سریزي لیکلي دي.


سياسي فعايت[سمول]

علامه ندوي رحمة الله علیه په درس او تدريس اکتفاء ونه کړه دی د جهان د جرياناتو او حوادثو څخه هم بې پروا نه وو، ده باور درلود چي په اوس وخت کي چي د سياست فعاليتونه دايره ډېره پراخه سوېده د علماؤو لپاره لازمه ده ترڅو په سياست کی سهم او برخه ولري او هغه څوک چی دین او سياست بېل سره بولی په حقيقت کی مسلمانان ديني او اجتماعي ځان وژني ته رابولي ، د همدې هدف په موخه دوی د سازمانونو او ملي او اسلامي حرکتونو په جوړولو سره لاس پوري کړ ،او داسي حرکتونو لکه (( د اسنانيت پيغام)) په نوم حرکت ، د هند د مسلمانانو د حقوقو څخه د حمايت شورا او په لسګونو نوري مؤسسې او سازمانونه يې تأسيس کړل.


د سيد رحمة الله علیه اړيکي د اسلامي نړۍ سره[سمول]

علامه ندوي  رحمة الله علیه د اسلامي ښارونو او عربي ممالکو په علمي او تحقيقي سيمينارونو او کنفرانسونو کي هم ګډون کاوه او نړۍ والو ته يې د اسلام د پيغام د رسولو په موخه و ګڼو هيوادونو ته  چي د هغې جملې څخه اروپا او امريکا دي سفر کړيدی ، په ډېرو ولسي نهضتونو ، حرکتونو او ديني ارګانونو کي يې فعال رول او د هغوی د حرکت په تداوم او سمون کي پراخه برخه اخيستې ده .


ندوي رحمة الله علیه ډېر آرزومند وو چی اسلامي نړۍ د دنيا رهبري په غاړه واخلي او د پرديو د کور کورانه  تقليد څخه ځان وساتي ، په خاص ډول و جزيرة العرب او حجاز ته يې خاصه توجه کول ،  دعربو له مشرانو سره هر وخت په تماس کۍ وو او  د مختلفو ليکونو او متعددو ملاقاتونو په وسېله يې هغوی په خپلو ځمکو کي د اسلامي نظام او احکامو و پياده کولوته هڅول.  ده د دولتي پوست له قبلولو څخه پرهېز کاوه لاکن ډېر مذهبي او اجتماعي مسؤليتونو يې په غاړه وه چي د هغې له جملې څخه به يې لاندي ځينو ته اشاره وسي :


۱ـ د مؤسسانو دهيأت شورا معاون او دايمي غړی «رابطة العالم الاسلامی» مکه معظمه.

۲ـ د اسلامي پوهنتون د عالي شور غړی ، مدينة منوره .

۳ـ د اسلامي کنفرانس غړی، قدس .

۴ـ د اسلامي کنفرانس د اجرائي کمېټې غړی ، بیروت .

۵ـ د اسلامي علمي مجمع عمومي مدير «ندوة العلماء» لکنو، هند

۶ـ د دارالعلوم ندوة العلماء پوهنتون سرپرست ، لکنو.

۷ـ د دارالعلوم ديوبند د پوهنتون د شورا غړی ، هند.

۸ـ د اکسفور‌ډ پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او تحقيقاتو د مرکز مسؤل او موسس ، انګلستان .

۹ـ د نړيوالو اسلامي پلټونو د بنياد رئيس ، قاهره – مصر.

۱۰ـ د اسلامي انتظامي مرکز د پلټونو د مجلس غړی ، ژنو.

۱۱ـ د اوقافو د وزارت د ديني امورو د عالي شورا غړی ، قاهره- مصر.

۱۲ـ د علمي او مجمع او عربي ا کادمي غړی ، دمشق – سوریه.

۱۳ـ د نړيوال اسلامي دعوت د عالي شورا د مؤسسانو د هيأت غړی ، قاهره.

۱۴ـ د «دارالمصنفین» د اجرائي شورا غړی ، اعظم گره – هند.

۱۵ـ د عثماني دائرة المعارف غړی حیدرآباد – هند.

۱۶ـ د مدينې منورې او دمشق د پوهنتونو غير رسمي استاد.

۱۷ـ د ((انسانيت پیغام )) مدير او مؤسس –هند.

۱۸ـ د فقهي مجمع غړی – حجاز.

۱۹ـ د نړيوالو مساجدو د عالي شورا غړی.

۲۰ـ د حجاز د اسلامي پو هنتونونو د فدراسيون غړی .

۲۱ـ د نړی د اسلامي ادبياتو مؤسس او رئيس  – ریاض.

۲۲ـ د عربي ژبي د فرهنګ غړي، دمشق، قاهره و اردن.

۲۳ـ د «آل البیت» د علمي او تحقيقی مؤسسې غړی ، اردن.

۲۴ـ د مسلمانانو داسلامي هويت څخه د دفاع دسازمان رئيس- هند.

۲۵ـ د اسلام آباد د نړيوال پوهنتون دعالي شورا غړی- پاکستان.

۲۶ـ اسلام ته د هندوانو او غير مسلمينو د جذب او تبشير مؤسس.

۲۷ـ د ديني زده کړي د سازمان رئيس اتراپرادیش – هند.


د علامه رحمة الله علیه تواضع او عاجزي :

علامه ندوي رحمة الله علیه د لوړو انساني کمالاتو ،پراخه علم او په نړۍ کي د مهمو پوستونو د درلودلو سره سره ډېر متواضع او عاجزه وو. عاجزي ، د حق لټه ، ايثار او اخلاص دده د ښکاره او لوړو صفاتو څخه شمېرل کېده ، دغه لامل وو چي داسلامي نړۍ لويو علماوو ، پوهانو ، ليکوالانو او لوړو شخصيتونو دده په فضايلو او لويو خدمتونو باندي اقرار کړی دی څرنګه چي په دغه مختصره ليکنه کي دده د ټولو کمالاتو او صفاتو را نقلول ډېر ګران دي په يوه جمله کي بايد وويل سي چي:


«دامان نگه تنگ و گل حسن تو بسیار»


د علامه ندوي رحمة الله علیه د خدمتونو تقدير:

په کال ۱۹۸۰ م کي د ملک فيصل نړيواله جايزه چی هر کال و يوه لوی اسلامي غوره سوي شخصیت ته ورکول کېږي او داهميت له نظره په اسلامي نړۍ کي د اروپايې جایزې په مثل سره ده ، و علامه سيد رحمة الله علیه ته اختصاص سول ، ده د همدغي مهمي جايزې مبلغ و فرهنګي مراکزو ته اهداء کړ.


په ۱۹۸۱ م کي دکشمير د پوهنتون له لوري د د ابياتو په څانګه کي افتخاري دکتورا ورکول سول ،  همداسي يې نوري شهادت نامې او افتخاري دکتوراوي هم د نړی د مشهورو پوهنتونونو له لوري ترلاسه کړيدي .


په کال ۱۴۱۹ هجري مطابق د ۱۹۹۹ /۱/۷ م د نړی د برجسته علماوو کميټه د معاصري اسلامي نړۍ د تر ټولو لوی شخصيت لپاره تشکيل سول ، دغي کمېټي د رايو په اتفاق سره د ((د شلمي پېړۍ لوی غوره اسلامي شخصيت )) تر عنوان لاندي غوره سو او نړيواله جايزه د ((د قرآن کريم نړيواله جايزه)) په نوم چي يو ميليون درهم  (د دوولس ميليونو هندي روپيو معادل) کېدل وده ته هديه سوې ، علامه ندوي رحمة الله علیه دغه ټولي پيسې د اسلامي معارف د ودي په موخه دهند ديني او فرهنګي مدارسو ته خاص کړې.

د علامه ابوالحسن علی ندوي رحمة الله علیه تر ټولو لوی امتياز دده عرفاني سلوک وو، دده وجود د اسلامي امت لپاره د معني قوت او برکت سرچينه وه .ندوي رحمة الله علیه یو مخلص مصلح مجاهد، ماهر او تکړه لیکوال، فصيح مبلغ او د الله جل جلاله لوی عارف وو.


ځانګړی اعزاز:

په ۱۹۵۱ م کال کي د دوهم ځل حج پر وخت د کعبې شریفي د کیلۍ لرونکي قبیلې له خوا دوه ځله اجازت ورکړل سو تر څو کعبې شریفي ته داخل سي او هر څوک چي د ځان سره ملګری کوي کولای سي.


په ۱۹۹۶ م کال یو ځل بیا د بني شبه د قبیلې له خوا علامه ندوي رحمة الله علیه ته اجازت ورکول سو تر څو په خپل لاس د کعبې شریفي مبارکه دروازه پرانیزي، نومړي هلته دوه رکعته لمونځ ادا کړی.



د ابدي ژوند په لوري :

بالآخره د امام علامه سيدابوالحسن علی الندوي رحمة الله علیه په هکله الهي سنت پرځای سو او په اسلامي معارف کي تر ډېر تلاښ او خسته ګوني مبارزې او د اسلامي امت د تېر برم او عظمت د اعاده کېدو په لار کي تر ډېر زيار ورسته يې په ابدي سفر ولاړ.


دی مبارک په کال ۱۴۲۰ هجري د روژې د مبارکي مياشتي په ۲۲مه نېټه چي د ۱۹۹۹ م کال د دسامبرد ۳۱ مي نېټې سره برابره ده د جمعې په ورځ پر ۱۱بجو او ۴۵ دقيقو  د روژې او اعتکاف په حالت کي د ۸۷ کلنۍ په عمر د حق داعي ته لبيک ووايه .


د وفات څخه څو لحظي مخکي يې غسل وکړ لباس يې بدل کړ او د سورة ياسين په تلاوت مشغوله سو چي په همدغه مهال کي يې روح د روح و خالق ته وسپارل .


انالله و انا اليه راجعون


روح دې ښاد او نهضت دي یې آباد وي.


د امام ابو الحسن ندوي رحمة الله علیه د ژوند په هکله د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دي لاندي ليکل سوو کتابونو ته مراجعه وسي:


۱- ابوالحسن الندوی، کاتباً و مفکراً.

۲- العلامه ابوالحسن الندوی فی مرآة کتاباته و محاضراته.

۳- رکائز فقه الدعوة عند ابی الحسن الندوی «للقرضاوی».

۴- فی مسیرة الحیاة یا کاروان زندگی، در هفت جلد.

۵- «ذکریات» از شیخ علی طنطاوی.

۶- اُعلام القران الرابع عشر الهجری «استاد انور جندی».

۷- علماء و مفکرون عرفتهم «استاد محمد مجذوب».

۸- «میر کاروان» دکتر عبدالله عباس ندوی.

۹- «مولانا سید ابوالحسن ندوی مشاهیر امت ‌کی نظرمین» استاد شاد علی قاسمی.

۱۰ - ابوالحسن علی الحسنی الندوی، الامام المفکر الداعیة الأدیب «سید عبدالماجد غوری».

۱۱: رسمي ویب پاڼه: abulhasanalinadwi.org


ماخذ: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

نوم او نسب =[سمول]

ابو الحسن ندوي د ١٣١٤ هجري قمري ١٩١٤ ميلادي كال د هندوستان د اترپردېش ایالت په رای بریله كي دې نړۍ ته سترگی وغړولې.ابوالحسن بن عبدالحی بن فخرالدین الحسيني، د نسب سلسله يي حسن بن علي بن أبي طالب ته رسیزي. دده جد امير قطب الدین محمد مدني د ٧ هجري پېړۍ په پيل کي هند ته هجرت وکړ.

 زده كړي [سمول]

ابوالحسن ندوي لمړنۍ زده كړي په خپل کور کي وکړې.لمړى يې قران کريم له خپلي مور نه ولوست وروسته يې عربي، فارسي او اردو ژبي زده كړې.

د هغه پلار حکيم سيد عبدالحى د نظهة  الخواطر په نوم په عربي ژبه كي اته جلده کتاب وليکه.

زياتره لوړي زده کړي يې په دارالعلوم ندوة الاسلام کي وکړې

ليکني[سمول]

ابوالحسن علي ندوي په عربي او اردو ژبه ليکني کړي دي، هغه په تاريخ، دينپوهنه، بيوګرافي او داسي نورو موضوع ګانو له پنځوسو زيات کتابونه ليکلي دي.

د هغه مشهور کتاب ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين چي په انګليسي ژبه هم ژباړل شوى ده، په دې کتاب کي عصري جهالت تشريح شوى ده. د هغه په نظر مسلمانان د خپل انحطاط مسئول دي 

جايزي[سمول]

کعبې شريفي ته رسېدنه[سمول]

په ١٩٥١ زېږديز کال د هغه د دوهم حج پر مهال د ندوي صاحب لپاره د کعبې شريفي دروازه خلاصه کړى شوه.

وفات[سمول]

ابوالحسن علي حسني ندوي رح د ١٤٢٠ هجري کال د روژې د مياشتي په ٢٣ نېټه (١٩٩٩د ډسمبر٣١) د جمعې مباركي په ورځ د هندوستان په راى بريله سيمه كي د ٨٥ کالو په عمر له فاني نړۍ سترګي پټي کړې.