ابن کمال پاشا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عالم  ابن کمال باشا (رحمه الله تعالی)


دفقه حنفي ستر او محقق عالم  ابن کمال باشا (رحمه الله تعالی)

Posted by: admin in علمي شخصیات پنجشنبه _16 _مې _2019AH

دفقه حنفي  ستر او محقق عالم  ابن کمال باشا (رحمه الله تعالی)

نوم اونسب یې :

شمس الدین احمدبن سلیمان بن کمال باشا،دخپل نیکه  کمال باشا طرف ته منسوب دی اوپه درې نومونوسره یې شهرت  درلود:  ابن کمال پاشا،کمال پاشازاده ، ابن الکمال الوزیر

دپراخي مطالعې ،په شرعي مسائلوکې ژور معلومات اودمناظري په میدان کې  مضبوط دلائلوسره   دمقابل لوري   خاموشه کولو له  امله یې  دمفتی الثقیلین لقب ترلاسه کړی

یادونه :  بعض مؤرخین  دده نوم  محمد ښودلی  حال داچې دایوه ښکاره غلطي ده (مجلة المجمع العلمي بدمشق )

زوکړه :

قاضي شمس الدین احمدبن کمال پاشاپه کال ۸۷۳ هـ چې له کال ۱۴۶۸ میلادي سره سمون خوري  د سواس طوقات  ښارکې نړۍ ته سترګي وغړولي ، داښار دترکیې په شمال شرق کې موقعیت لري .

ابن کمال پاشا په یوه ستره کورنۍ کې رالوی شو دهغه نیکه  کمال  دعثماني خلافت له  امیرانوڅخه ؤ،همداشان دده پلار سلیمان دسلطان محمدفاتح په زمانه کې دخاقاني فوجونو له جرنیلانوڅخه ؤ، له هغه زماني څخه  دپلار دنسبت څخه  دعسکري قیادتونو طرف ته  منسوب شو، دنوموړي مور دعلمي کورنۍ طرف ته منسوبه ده ، هغه دمحی الدین محمد کوبلو( متوفی۸۷۴هـ) لور وه چې دخپل وخت  مشهورعالم اوفاضل ؤ.

دنوموړي  دماشومتوب تفصیلي معلومات اودهغه دنشأت اولی تفصیلي حالات  موږ ته  نه دي معلوم شوي ،ځکه چې تاریخ لیکونکو اود تراجمو کتابونو دهغه په باره کې  هیچا دهغه بشپړ  حالات نه دي  ذکرکړي، البتة علامه کفوي په  اعلام الأخبار کې دهغه په اړه لیکلي :

دهغه زوکړه په ستره کورنۍ کې شوي، له ماشومتوب نه دعلم اوکمال لوري ته مائل ؤ،دهرفضیلت خپلولولپاره یې خپل ژوندمصرف کړ،قرآن کریم یې یادکړ اوپه ابتداء کې یې دعلم لغت په ضبط پیل  وکړ،بیایې دعلم ادب هغه کتابونه یادکړل چې دده همزولو یې له  یادولو ویره څرګندوله ،اوبیا یې شعرته  مخه کړه چې په دې کې یې ډېره ترقي وکړه .

څرنګه چې دنوموړي پلرونه اونیکونه  دسیاست اوامارت  دمیدان خلک ؤ،له همدي امله  دنوموړي په طبعیت کې دریاست داعیه پیداشوه ،چې دترلاسه کولو لپاره یې  په فوج کې ځان داخل کړ،اودهغه  مخ یې بلي خواته واړوه   او له همدي امله نوموړی  له علمي مشغلي څخه  لیري خو په عسکري مراتبوکې  یې ترقي پیل کړه  اودخپلو پلرونو اونیکونوپه توګه یوماهر جنرال  اویو منل شوی  امیر تري  جوړ شو.

دفوج له لیکو دعلماؤ ترصفونوپوري :

په کال ۸۹۷هـ کې دالبانیا لوري ته تلونکي لښکرسره ملګری شو،په دې سفرکې نوموړي ته د وزیرکبیر  ابراهیم بن خلیل پاشا ملګرتیا ورپه برخه شوه  چې له هغوی سره امیر  احمدبک بن اورنوس هم ملګری ؤ چې دوخت له سترو امیرانوڅخه ؤ، دفلیبه ښار کې ابن کمال ته یوه واقعه ورپېښه شوه چې  دنوموړي  لپاره دفوج له لیکو دعلماؤ صفونوته  دراګرزیدو او په نوموړي کې دیوه نوي انقلاب سبب شوه ، هغه څرنګه واقعه وه ؟ داچې ابن کمال پاشا د شاهي لښکرو له صفونوڅخه دعلم  صف ته  دراګرزیدلو واقعه پخپله بیانوي اوپه رښتیا هم هغه ددې واقعې بیانولوترټولو زیات لایق دی ، نوموړی په دې هکله فرمایې چې :

زه  دوزیر په وړاندي ولاړ وم ،باچاسلامت هم هلته موجودؤچې  ناڅاپه له علماؤ څخه یوتن په خوار او زار حالت کې راغی اوتربادشاه هم په لوړ ځای کښېناست،خوهیچادنوموړي مخه ونه نیوله ،زه حیران شوم نوماخپلو ځینوملګروڅخه  پوښتنه  وکړه چې دابیا څوک دی چې تربادشاه هم په لوړځای کښېناست؟ نوپه جواب کې یې راته وویل: دایوعالم دی،چې دفلیبه په مدرسه کې مدرس دی اونوم یې  مولی لطفی دی، ماوپوښتل : ددې تنخواڅومره ده ؟ هغه راته وویل : دېرش درهمه ! ماوویل :نوبیا دی له دې امیر نه څرنګه مخکي شواودا ستره مرتبه اومنصب یې څرنګه ترلاسه کړ؟ نوملګري مي په جواب کې راته وویل :علماء کرام دخپل علم پربنیاد دعظمت اومرتبې خاوندان دي  ،که داعالم شاته شوی وای نو داخبره نه امیرخوښوله اونه هم وزیر.

ابن کمال پاشا وایې :ماپه خپل زړه کې دافکروکړ او له  ځان سره مي وویل چې زه خو دامیر ځای  اومرتبې ته نه شم رسیدلی البتة  که دعلم په ترلاسه کولو مشغول شم نوممکن ددې عالم  مرتبې ته ځان ورسوم، بس له همدي ځایه مي دعلم ترلاسه کولو نیت  اواراده وکړه .

همدې واقعې  دابن کمال پاشاپه زړه اودماغ باندي اثروکړ،دهغه دژوندموخه یې بدله کړه ، له همدي سفرنه په بیرته راستنیدوسره یې فوجي دنده پریښوده اودعلماؤ صف ته راوګرزید په دې توګه هغه دفوج له لیکو دعلماؤ لیکوته داخل شو.

علمي رسوخ یې :

ابن کمال پاشا خپله علمي تنده په کامله توګه سره ماته کړه ،اونوموړی دعثماني خلافت له سترو علماؤ وشمیرل شو،دخلکودتوجه مرکز شو،آن تردې چې خلکوبه  دګوتوپه سرونو ورته اشارې کولي،نوموړي په خپله مورنۍ ژبه  ترکي ، فارسي  اوپه دیني ژبه عربي کې پوره مهارت ترلاسه کړ،په  درې واړه ژبوکې دنوموړي تصانیف دنوموړي دکمال شاهدي وايي.

دخپل وخت علماؤ دهغه صفتونه پیل کړل ، لکه علامه طاشکبری زاده (متوفی۹۶۸) دنوموړي صفت داسي کوي

ابن كمال باشا په هغه علماؤ کې دی چې هغوی خپل ټول وخت په علم کې مصرف کړی ، شپه اوورځ علمي مشغله لري،څه چې یې په زړه کې راځي هغه لیکي، شپه اوورځ ستړي شي خو ددوی قلم نه ستړی کیږي،همداوجه ده چې په ډیرمهمو اوباریکو مباحثوکې یې ډيري رسالي لیکلي دي، ښه اخلاق،حسن ادب،کامل عقل،دتقریر بهترینه طریقه، او دلیکوالۍ دمقبول طرز مالک ؤ ،خلاصه داچې ددوی وجود له خلکو دسلفو ( پخواني علماؤ ) یاد هیرکړ، آن تردې چې تمیمي خو ویلي چې زما په آند ابن کمال پاشا ترعلامه جلال الدین سیوطي رحمه الله زیات باریک بین او زیات فهم لرونکی دی ، که څه هم هریو دخپلي زماني دحسن اوښایست  او دخپلي خپلي زماني فخر پاتي شوي ، اوډیرو مؤلفینو خو ابن کمال باشا ترعلامه تفتازاني او سیدشریف جرجاني –   رحمهم الله تعالی   – غوندي علماؤ هم افضل بللی

مناصب :

په خپله زمانه کې له سترو علماؤ څخه دعلم ترحاصلولو وروسته مدرس شو، داسي مدرس شوچې له کوچنیو مدرسو یې ډير ژر لویو مدرسو ته ترقي وکړه ، په کال ۹۱۱ هـ کې دعلي بک په مدرسه (چې په الحجریة سره یې شهرت درلود) د ورځني حساب په ۳۰ درهمه تنخوا باندي مدرس مقرر شو.

په همدي زمانه کې دسلطان بایزید الثاني له لوري له نوموړي څخه ددولت عثمانیه تاریخ لیکلوغوښتنه وشوه چې ددې کارلپاره بادشاه هغه ته ۳۰۰۰۰  درهم ورکړل، نو ابن کمال باشا ددې کارلپاره تیار شو اوتواریخ آل عثمان په نامه سره یې په ترکي ژبه کې تاریخ ولیکل چې  ددولت عثمانیه دقیام له زماني ۶۹۹هـ څخه پیل او د ۹۳۳ هـ ترپایه پوري یعني دابن کمال باشا دوفات ترنیټي اوه کاله وړاندي تاریخ باندي مشتمل دی .


په کال ۹۱۷هـ کې د اسحاق باشا په مدرسه کې د ۴۰ درهمونوپه ورځنۍ تنخواباندي مدرس وټاکل شو

په کال  ۹۱۸هـ  کې دحلبیه په مدرسه کې د ۶۰  درهمونو ورځنۍ تنخوا باندي مدرس وټاکل شو

په کال ۹۱۹ هـ   کې  د  اّدرّنه   قاضي وټاکل شو

په کال ۹۲۰ هـ کې دقضاء له پرېښودو وروسته  په دارالحدیث مدرسه کې د ۱۰۰ درهمه ورځنۍ تنخوا باندي مدرس وټاکل شو

بیا په قسطنطنیه کې دخلافت عثماني مفتي مقرر شو او بالآخر دعلاء الدین علي زنبیلي له وفات وروسته د خلافت عثمانیه شیخ الاسلام مقررکړی شو

وفات او جنازه یې :

ابن کمال باشا ټول ژوند دعلم او طالب العلم په خدمت کې تېر کړ ، او هروخت به له کتاب سره مشغول ؤ، ټول وخت یې  کله دکتاب مطالعه ، کله دکتاب مباحثه اوکله هم دکتاب په لیکنه کې تېرکړ. تردې پوري یې له کتاب سره اړیکه ټینګه وه چې په مختلفو فنونو کې یې دکتابونو اورسالوشمېره تر ۳ سوه اوړي . بالآخر په کال ۹۴۰هـ کې دشوال المکرم دمیاشتي په دوهمه نېټه له لمرراختلوسره دعلم دا روښانه  لمر دتل لپاره له سترګو پناه شو او په همدي ورځ دماسپښین له لمانځه وروسته یې دجنازې لمونځ اداء کړی شو

بعضي لیکوالانولیکلي: کله چې ددوی دوفات خبر دشام په سیموکې خپورشونوددمشق په جامع جومات کې ورته دعاګاني وشوي، همداسي په مسجدحرام  کې  هم دنوموړي لپاره دمغفرت دعاګاني وشوي چې داددې خبري شاهد دي چې دديني علومو دخدمت له امله ابن کمال باشا په اسلامي نړۍ کې زیات شهرت موندلی ؤ او له دې څخه یې دعلمي مقام اندازه هم لګیدلی شي . الله تعالی دي یې په قبرباندي بې شماره رحمتونه نازل کړي . آمین ثم آمین

دابن کمال استاذان :

هغه ستر علماء چې ابن کمال باشا ترې استفاده کړي څلورتنه دي :

مولي  لطف الله التوقاني الشهیر بمولانا لطفی( ت : ۹۰۰هـ)

مصلح الدین مصطفی القسطلاني (ت ۹۰۱هـ)

مولی محي ا لدین محمدبن ابراهیم الشهیربابن الخطیب اوبخطیب زاده(ت ۹۰۱ هـ)

دابن کمال شاګردان :

دایوه بدیهي خبره ده چې له داسي علمي مینارڅخه استفاده کونکي به یقینا بې شماره وي ، اوڅرنګه چې ابن کمال په ډېرو مدارسو کې اوږده زمانه د تدریس له شعبې سره پاتي شوي ځکه به یې هم دشاګردانو شمیره ډیره وي . دلته یې یواځي دیوڅو مشهورو شاګردانو یادونه کوو:

1..مولی محی الدین محمد بن محمد بن بیر محمد پاشاالجمالی (ت:841ھ)

2..مولی  سعد الله بن عیسی  المعروف سعدی چلپی (ت:945ھ)

3..مولی  هدایت  الله بن مولانا بار علی العجمی (ت:948/949ھ)

4..مولی  محی الدین محمدبن عبدالله الشهیر بمحمد بک(ت:950ھ)

5..مولی عبدالکریم الویزوی  (ت:961ھ)

6..مولی  درویش محمد   (ت:962ھ)

7..جلال زاده  صالح افندی   (ت:973ھ)

له دې پرته دنوموړي په لاس ددولت عثمانیه ګڼ شمېر مشاهیر، علماء ، مدرسین ، مفتیان  اوقاضیان روزل شوي لکه علامه ابوالسعودالمفتي او مولی ببستان او نور.

دابن کمال باشا تالیفات :

څرنګه چې ابن کمال باشا د یوجامع الصفات شخصیت مالک ؤ ، په یووخت کې مدرس، مفتي، قاضي اومصنف ؤ ځکه یې نو دتصنیف په ډګر کې هم ستره علمي ذخیره او نادره خزانه پري ایښي،اوتقریبا په هرفن کې یې پراخ لاس درلود ، بیا په ځانګړي توګه په تفسیر،حدیث ، فقه ، نحو ، صرف، معاني ، بیان ، کلا، منطق، اصول اونورو علوموکې یې دامامت مقام ترلاسه کړی ؤ  بلکه علامه تمیمي (ت: ۱۰۰۵ هـ) لیکی : قلمایوجد فن من الفنون الا وله مصنف اومصنفات

یعني ډیرکم داسي فن به وي چې په هغه کې دې دنوموړي یو یاڅو تصنیفونه نه وي . (الطبقات السنیة :۱/۳۵۵)

طاش کبری زاده دنوموړي په هکله لیکي چې : په انتهایي مهم اودقیق مباحثوکې یې سل ته نږدي رسالي لیکلي دي . (الشقائق النعمانیة: ۲۲۷)

كيس لیکي : دابن کمال باشا تالیفونه  له  ۱۲۵ څخه زیات دي ( معجم المطبوعات العربیة ۱/۲۲۷)

جمیل بک العظم لیکي :هغه به هره ورځ په پای بندي سره دتصنیف کارکول،او هره ورځ یې کابو یوه کتابچه لیکله او له تدریس سره سره به یې هره ورځ  زر فتواوي هم جاري کولي( عقودالجهور۱/۲۱۸)

او علامه تمیمي (ت:۱۰۰۵هـ) فرمایې چې : په ډېرو فنونو کې یې زیاتي رسالي لیکلي دي چې شمېره یې تر ۳ سوه اوړي (الطبقات السنیة۱/۳۵۵)

همداراز دنوموړي تصنیفونه یواځي په عربي ژبه کې نه بلکه له دې پرته په فارسي اوترکي ژبوکې هم شته ، خو متأسفانه  ابن کمال باشاچې کومه علمي خزانه پري ايښي له یوڅو کتابونو پرته اکثره یې اوس هم دمخطوطاتوپه خزانوکې پاتي دي  نوځکه یې دلته یواځي دهغه یادونه کوو چې  دچاپ په ګاڼه پسولل شوي .

دعلامه ابن کمال باشا درسائلو څومجموعي  په مختلفو وختونوکې له مختلفو چاپ خونو څخه چاپ شوي په دې کې یوه مجموعه چې  کابو په  ۴۰ رسالو مشتمله ده په استانبول کې په کال ۱۳۱۶هـ کې چاپ شوي ، یوه بله مجموعه  مجموعة  رسائل ابن کمال باشا په عنوان سره د دکتور ناصرسعد الرشید په تحقيق سره  النادی الادبي  ټولني په ریاض کې په کال ۱۴۰۱هـ کې نشرکړي  دهمدي مجموعې د رسائلو لنډه یادونه به وکړو  چې په لاندي  رسالو باندي مشتمله ده :

1:رسالة فی ابوی الرسول․ 2:رسالة فی الاجل․3:رسالة فی ان القرآن العظیم کلام الله القدیم․ ۴:رسالة فی بیان سر عدم نسبة الشر الی الله تعالی․ 5:رسالة فی تحقیق المعجزة وبیان وجه دلالتها علی صدق من یدعی النبوة․6:رسالة فی تفضیل الانبیاء علی الملائکة․۷:رسالة فی حقیقة المیزان․ 8:رسالة فی القضاء والقدر․

همداراز دارساله دکتور محمدالسیدالجلیند په تحقیق سره په مصرکې هم چاپ شوي

9: رسالة اللوح المحفوظ(ترکیة) همداراز دارساله علامه ابوالسعود د القضاء والقدر له رسالي سره  له المطبعة العامریه څخه په کال ۱۲۶۴هـ کې چاپ کړي او ویل کیږي چې دا رساله په لمړي ځل په کال ۱۲۶۴هـ کې  اودوهم ځل په کال ۱۳۱۰هـ کې هم چاپ شوي

10:تفسیر سورة الفاتحة․11:تفسیر سورة الفجر․12:تفسیر سورة الملک  . دارساله  د دکتورحسن ضیاء الدین عتر په تحقیق سره په کال ۱۴۰۷هـ کې په بیروت کې هم چاپ شوي

13:تفسیر سورة النباء․14:رسالةفی تحقیق قول بان الشهداء احیاء فی الدنیا․15:رسالةفی تعلیم الأمر فی تحریم الخمر․ 16:رسالة فی تعلیم الامر فی تحریم الخمر( دا دواړه رسالې په همدي عنوان  سره چاپ شوي په یوه کې یې دخمرو اړوند ایات اوپه بله کې یې دخمرو اړونداحکام ذکرکړي .)17:اربعون حدیثاوشرحه   همداراز  عاشق نطائي په کال ۹۷۹هـ کې  په ترکي ژبه کې په ۵۶ مخه کې  ددې ترجمه کړي چې هغه هم په  استنبول کې په کال ۱۳۱۶هـ کې  چاپ شوي

18:اربعون حدیثا وشرحه . دا دوهم  اربعین اوشرحه یې ابن کمال باشا درمضان المبارک په لسمه نیټه په کال ۹۳۳ هـ کې لیکلي ۔ 19:رسالة فی شرح قوله علیه السلام  :ساخبرکم بأول أمر ی ․․․20: رسالة فی بیان حدشارب الخمر 21: رسالة فی تحقیق مسئلة الاستخلاف للخطبة والصلاة فی الجمعة ، همداراز دا رساله دهغه پنځو رسالو په مجموعه کې هم چاپ شوي چې په کال ۱۳۰۴ کې چاپ شوي وه

22: رسالة فی تحقیق منشأ اختلاف الأئمة  23:رسالة فی تصحیح لفظ الزندیق وتوضیح معنا ه الدقیق . حسين علي محفوظ په تحقیق سره دارساله مجلة کلیة الآداب جامعة بغداد العدد ۵،۱۹۶۲ (۷۰-۴۵)  چاپ کړي او اردو ژبې ته هم ژباړل شوي

24:رسالة فی تعداد الجوامع لأداء صلاة الجمعة 25: رسالة فی جواز الاستئجار علی تعلیم القرآن․ 26:رسالة فی بیان مزیة اللسان الفارسیة علی سائرالألسنة ماخلا العربية. دارساله دوهم ځل په تهران کې په کال ۱۳۳۲هـ کې چاپ شوي

27:رسالة فی تحقیق السراب والآلالیته  دارسال په دې مجموعه کې  د فوائد متفرقه په عنوان سره چاپ شوي .

28:رسالة فی الفرق بین من التبعیضیة ومن التبیینیة ، دارساله د دکتور محمدحسین الفتوح په تحقیق سره  مجلةالدارة،عدد 2،السنة الرابعة عشر په کال 1409ھ  کې چاپ کړي .

29:رسالة فی الفوائد =التنبيه علی وهم بعضهم من العلماء فی بعض الالفاظ30:رسالة فی بیان اسلوب الحکیم وتمییزه عن سائر الاسالیب․ 31:رسالة فی تحقیق المشاکلة ”مجموعه رسائل ابن کمال پاشا مطبوعه النادی الادبی ریاض“

32:رسالة فی التوسع فی کلام العرب”مجموعة  رسائل ابن کمال پاشا مطبوعه النادی الادبی ریاض“33:دیوان اشعار(ترکیة)34:شرح مرثیة آدم عليه السلام لابنه ․البتة دارساله په دې مجموعه کې  د رسالة في فوائد متفرقة  ترعنوان لاندي چاپ شوي ، اوهمداراز دارساله  دکتور رشیدعبدالرحمن العبیدي په تحقیق سره  مجلة البلاغ بغداد عدد۵-۶ پنځم کال کې هم خپره شوي

35:رسالة فی تحقیق التمثل والنفس الناطقة․ 36:رسالة فی الهيكل المحسوس= الروح1316 هـ  ، همدارنګه  رمضان بن محمدسلمان المعروف بعیسی التیروی  په کال  965ھ کې ددې شرح هم لیکلي او د علي امیري  په مکتبه کې یې په ۲/۴۳۹۴ نمبرباندي د ترکي ژبې یوه ژباړه  هم شته

37:رسالة فی مدح السعی وذم البطالة۔38:رسالة الفرائد =الفرائد الکمالیة39: رسالة فی تحقیق تعریب الکلمة الأعجمیة1316ھ ‘ ‘ همداراز په موصل كي د احمد خطاب العمر په  تحقیق سره په جامعة الموصل کې  په کال ۱۴۰۳هـ کې چاپ شوي ، دکتور رشید عبدالرحمن العبیدي دهغه یوه حصه په مجلة البحث العلمي والتراث الاسلامي بمکة المکرمة لمړۍ ګڼه  کال ۱۳۹۸هـ کې نشر کړي وه .همدارنګه  دکتور سلیمان ابراهیم العائد هم په دې باندي تحقیق کړی او د رسالتان في المعرب [ه عنوان سره یې له جامعة ام القری څخه د مطبوعات اللغة العربیة په ضمن کې چاپ کړي .خو کوم تاریخ او کال یې نه دی ورباندي لیکلی ، اسماعیل عارف آفندي  ددې په ترکي ژبه کې ژباړه د استانبول په مطبعة جوائب کې په کال ۱۲۹۰هـ  په ۳۷ صفحه کې چاپ کړي

40:رسالة فی الکلمات المعربة  همدارنګه دارساله سلیم بخاري دمجلة المقتبس په ۷ټوک کې په کال ۱۳۳۹هـ کې نشرکړي وه 41:رسالة فی بیان الوجود (علی مذهب الصوفیة) (بالفارسیة)  مدحت آفندي یې په ترکي ژبه کې ژباړه په کال ۱۳۱۸کې له استانبول څخه  د لألی معاني په عنوان باندي چاپ کړي .

40:نجاة المتحیرین (ترکیة)  دارسالة المطبعة العامرة  استانبول کې په کال ۱۲۷۹هـ کې چاپ شوي همداراز داستانبول  په محمودبک مطبعه کې په کال ۱۳۰۴هـ کې چاپ شوي

42:تواریخ آل عثمان ،  دکتاب د اجزاؤ په اندازه  په ۸ دفترونو(رجسترونو) کې لیکل شوی ، لمړی ،دوهم  او اوم  نمبر  دفترونه  یې چاپ شوي  اوپاتي یې  تر دې دمه په مخطوط شکل کې پراته دي

43:طبقات االمجتهدين ، داکتاب دوه ځله چاپ شوی لمړی علامه زاهد الکوثري  دحسن التقاضي في سیرة الامام اوبویوسف القاضي په حاشیه باندي (له ۲۵مخ بیا تر ۲۷ مخ پوري )   په کال ۱۳۶۸هـ کې د دارالنوارالقاهرة په مطبعه کې چاپ کړی ، اودوهم ځل دشیخ عبدالرحمن بن عقیل الظاهري په تحقیق سره چاپ شوی .

43:رسالة فی الاختلاف بین الاشاعرة والماتریدیة ، دارسالة  دهمهغې  مجموعې په ضمن کې چاپ شوي چې پکې پنځه رسالې په کال ۱۳۰۴ کې له استانبول څخه چاپ شوي وه

45:رسالة المنیرة فی التوحید  . دارسالة څلور ځله چاپ شوي : لمړی ځل په ۱۲۸۶هـ کې له استنبول څخه ، دوهم ځال په کال ۱۲۸۹ کې له المطبعة العامرة څخه ، درېیم ځل  په کال ۱۲۹۶هـ کې له مطبعة الصحاف احمدآفندي څخه او څلورم ځال په کال ۱۳۰۴هـ کې له مطبعة جمال آفندي څخه چاپ شوي

46: تغییر التنقیح فی الاصول47: شرح تغییر التنقیح 48:حواش علی شرح تغییر التنقیح له ․دا متن ، شرح او حاشیه درې واړه د تغیرالتنقیح په عنوان سره یوځای په کال ۱۳۰۸هـ کې په استانبول کې چاپ شوي ، داکتاب درې ځله چاپ شوی چې لمړی هغه یې مستشرق لاندبرج له لوري  د طرف عربیة په کتاب کې په کال ۱۳۰۳هـ کې له استانبول څخه چاپ شوی ، دوهم ځل شیخ عبدالقادر المغربي له لوري څخه په دمشق کې په کال ۱۳۴۴ هـ کې  او تر دې وړاندي په مجلة المجمع العلمي المجلدالاول  دمشق کې هم چاپ شوي ، او درېیم ځل  ددکتور رشیدعبدالرحمن العبیدي په تحقیق سره مجلة الموردالعراقیة ۴عدد په کال ۱۹۸۰هـ کې چاپ کړي

49: التنبيه علي غلط الجاهل (الخامل) والنبيه :اسرارالنحو . په دې رساله باندي دکتور احمدحسن ماد تحقیقي کار کړی او له دارالفکر عمان څخه یې چاپ کړي خو دچاپ نیټه نه ده ورباندي لیکلی شوي

51:رسالة فی تحقیق معنی ”کاد“و”عسی“ . دارسالة څلورځله چاپ شوي چې لمړۍ هغه یې د رسائل ابن کمال باش په ضمن کې له استانبول څخه په کال ۱۳۱۶هـ کې ، دوهم ځل ددکتور رشید عبدالرحمن العبیدي په تحقیق سره مجلة کلیة الدراسات الاسلامیة بغداد پنځمه ګڼه  (۳۱۱- ۳۴۴ مخ پوري ) په کال ۱۳۹۳هـ کې  چاپ کړي ، اودرېیم ځل ددکتور ناصرسعدالرشید په تحقیق سره  درسائل ابن کمال پاشا په ضمن کې چې النادي العربي  ریاض په کال ۱۴۰۱هـ کې چاپ کړي . اوڅلورم ځل د دکتور محمدحسن ابوالفتوح په تحقیق سره  په  ثلاث رسائل في اللغة لابن کمال باشا مطبوعة مکتبة لبنان  کې چاپ شوي

52:رسالة فی الموٴنثات السماعیة . عبدالرزاق فراج الحربي په دې باندي تحقیقي کار کړی اوبیایې  دمدینې منوري جریده  ملحق التراث  العدد ۷۷۷۸ کې د پنجشنبې په ورځ  دمحرم په ۶ نیټه په کال ۱۴۰۹هـ کې نشرکړي

53:الفلاح شرح المراح . داکتاب هم ۵ ځله دلاندي مکتبوله لوري چاپ شوی

1:-المطبعةالعامرة استانبول 1289هـ

2:مطبعة اسعدافندی استانبول1297هـ

3:مطبةمحمداسعدافندی استانبول1298هـ

4:مطبعة قرابت استانبول 1304هـ

5:مطبعة مصطفی البابی الحلبی القاهرة 1356هـ

54:رسالة فی تحقیق التغلیب․ په دې رساله باندي دکتور ناصرسعدالرشید تحقیق کړی او درسائل ابن کمال باشا په ضمن کې یې  د ریاض له النادی الادبي  څخه په کال ۱۴۰۴ هـ کې چاپ کړي.

55: رسالة فی تحقیق معنی النظم والصیاغة․دارساله  د دکتور حامد صادق قنیبي په تحقیق سره  په مجلة الجامعة الاسلامیة  اتلسم کال په ۷۱ او ۷۲ ګڼو کې  په کال ۱۴۰۶ رجب کې خپره  شوي، همداراز استاد لطفی سیدصالح قندیل دابن کمال باشا دعلم بلاغت اړوند رسائلو باندي دخپلي دوکتورا په مقاله کې  ابن کمال باشا: رسائله البلاغیة دراسة وتحقیق  په عنوان د جامعة الازهر،کلیة اللغة العربیة  کې تحقیقي کار کړی  چې په  همدي کلیه کې  دامقاله په ۱۰۰۰-۱۰۰۴ نمبرباندي ثبت ده.

دلا زیاتي فائدي لپاره دهمدي تحقیقي رسائلو نومونه هم  درسره شریکوو :

٭…رسالة فی معنی النظم والصیاغة․٭…رسالة فی اسلوب الحکیم․ ٭…رسالة فی ان صاحب علم المعانی یشارک اللغوی․ (”ثلاث رسائل فی اللغة لابن کمال پاشا، مطبوعة مکتبہ لبنان“ اس مجموعے میں دکتور محمد حسین ابوالفتوح کی تحقیق کے ساتھ تیسرارسالہ یہ بھی شائع ہواہے۔) ٭…رسالة فی رفع ما یتعلق بالضمائر من الأوہام․ ٭…رسالة فی الالتفات وتلوین الخطاب․٭…رسالة فی اعجاز القرآن․٭…رسالة فی تقسیم المجاز․٭…رسالة فی وضع اللفظ لمعنی مقید․٭…رسالة فی تحقیق التغلیب․٭…رسالة فی التضمین․٭…رسالة فی التوسعات․ ٭…رسالة فی المعانی والبیان․٭…رسالة فی اسلوب المشاکلة․

همداراز استاذعبدالحافظ محمد عبدالحافظ حامد هم دابن کمال باشا د تفسیر پر یوه برخه دعلم بلاغت په رڼاکې  د جامعة الازهر په کلیة اللغة العربیة کې  د دکتورا  دمقالي په توګه تحقیقي کارکړی ، دمقالي عنوان یې دی : المسائل البلاغیة في الربع الثالث من تفسیر ابن کمال باشا دراسة وتحقیق من سورة مریم الی آخر سورة النور. چې په همدي کلیه کې دامقاله په ۱۲۷۹/۱۲۸۱ نمبر باندي ثبت ده .

م/ محمد الغزنوي