ابراهیم تراورې
ابراهیم تراورې (زوکړه: ۱۴ مارچ ۱۹۸۸) د بورکینافاسو پوځي افسر او سیاستوال دی چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې ددغه هېواد د لنډمهاله ولسمشر په توگه دنده ترسره کوي. تراورې د ۲۰۲۲ په سېپتمبر کي د بورکینا فاسو واگې په لاس کې ونیولې[۱] ، او د یاد هېواد لنډمهاله ولسمشر پاول - هنري سانډوگو ډیمیبا یې د یوې کودتا په پایله کي له واکه وغورځاوه.
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| زدکړنځی | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| دین |
تراورې د عمر له اړخه اوس مهال په نړۍ کي دوهم تر ټولو ځوان دولت مشر گڼل کېږي. [۴] نوموړی د خپلې اوسنۍ دورې په لړ کې هڅه کوي؛ ترڅو هېواد یې له پخواني استعماري ځواک فرانسې له نفوذه لېري وساتي، او د ساحل ایالتونو د اتحاد په جوړولو کې یې مهم رول لوبولی دی. ترڅنگ يې امر کړی دی چې ټول والدين به خپل ماشومان ښوونځيو ته لېږي.
لومړنی ژوند
[سمول]ابراهيم تاورې د ۱۹۸۸ زېږديز کال د مارچ په ۱۴ مه نېته د بورکينافاسو په موهون ولايت، د بوندوکوی په کېرا کې زېږېدلی دی. .[۵][۶][۷] هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په بوندوکوی کې ترسره کړې، له هغې وروسته يې د بورکينافاسو دوهم لوی ښار، بوبو ډيولاسو کې د لېسې دورې زده کړې وکړې، نوموړی هلته په لېسه کې د غلي او بااستعداده زده کوونکي په لقب مشهور وو. [۸] له ۲۰۰۶ راهيسې هغه [۸] هغه د ځمکپېژندنې برخه کې په اوواگادوگو پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړې.[۵]هلته هغه د مسلمانو زده کوونکو د ټولنې[۸][۹] او بورکينا فاسو د مارکسيستي ټولنې (ANEB) غړی وو. هغه وروسته د استازي درجې ته پورته شو، چې د خپلو ټولگيوال د دفاع په موخه د ترسره شوو جگړو کې خورا مشهور شو.[۵] هغه له پوهنتون څخه ښه په وياړ سره فارغ شو.[۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Ndiaga, Thiam; Anne Mimault (30 September 2022). "Burkina Faso army captain announces overthrow of military government". Reuters. بياځلي په 30 September 2022.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.blackpast.org/global-african-history/ibrahim-traore-1988/.
- ↑ YouTube video ID: 1KpYosPscks.
- ↑ "At 34, Burkina's new junta chief Ibrahim Traoré is world's youngest leader". The Hindu (in Indian English). AFP. 6 October 2022. ISSN 0971-751X. بياځلي په 2022-10-17.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Douce, Sophie (30 May 2023). "Au Burkina Faso, le capitaine Ibrahim Traoré, le président énigmatique qui défie la France". Le Monde (in فرانسوي). بياځلي په 29 September 2023.
- ↑ Portrait du nouveau Président du MPSR, le capitaine Ibrahim TRAORE (in فرانسوي), Radiodiffusion Télévision du Burkina, 2 October 2022, بياځلي په 2022-10-04
- ↑ Coulibaly, Wanlé Gérard (16 October 2022). "Ibrahim Traoré, président de la Transition : parcours d'un artilleur". Quotidien Sidwaya. بياځلي په 2023-12-24.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ "Izina mu makuru: Menya Capt Ibrahim Traoré wafashe ubutegetsi i Ouagadougou". BBC (in Kinyarwanda). 3 October 2022. بياځلي په 5 October 2022.
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Gänsler, Katrin (1 October 2022). "Putsch in Burkina Faso: Ibrahim Traoré hat die Macht". Jeune Afrique (in German). بياځلي په 1 October 2022.
{{cite news}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
- CS1 Indian English-language sources (en-in)
- CS1 فرانسوي-language sources (fr)
- CS1 maint: unrecognized language
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18