منځپانگې ته ورتلل

آیبک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آی‌بیک یا ایبک پخوا یوکراتیډیا (لرغونې یوناني: Εὐκρατιδία)) چې د له تاریخ له نظره د سمنګان په نوم پېژندل شوی، یو ولایتي ښارګوټی، د منځنیو پېړیو د کاروان تمځای او د سمنګان ولایت مرکز دی، چې د افغانستان په شمالي برخه کې په هم نومه ولسوالۍ کې دی. په څلورمه او پنځمه پېړۍ کې د کوشان واکمنانو د واکمنۍ پر مهال د یوه لرغوني ښار او د بودایانو لوی مرکز ؤ او د دې دورې کنډوالې د تخت رستم په نوم یوه ځای کې شته دي، دا ځای د ښار په یوه غونډۍ کې پروت دی.

سمنګان
آی‌بیک
ایوکراتید
سمنګان
د ایبک درې منظره
د ایبک درې منظره
د ایبک درې منظره

د سمنګان ښار موقعیت.
د سمنګان ښار موقعیت.
د سمنګان ښار موقعیت.

Map
کورډېناټونه: ۳۶°۱۵′۱۲″شمال ۶۸°۰۲′۲۲″ختیځ / 36.25341°شمال 68.03936°ختيځ / 36.25341; 68.03936   ويکيډاټا کې  (P625) ځانګړنې بدلې کړئ
اداري وېش
هیواد  افغانستان
ولایت سمنګان
ولسوالۍ ایبک
پلازمینه د:
پراخوالی
لوړوالی ۹۵۹ ميټره (۳٬۱۴۶ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۲۰)[۱]
  ټولټال ۱۱۸۵۳۷
وروستي مالومات
وخت زون ۴:۳۰+
جيو کوډ 1127768[۲]  ويکيډاټا کې  (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ
اصلي ژبې دري
پښتو

هیبک د خپل موقعیت له امله د بودایانو، اسلامي، ترکي او فارسي ملتونو تر نفوذ لاندې ؤ. په تېرو وختونو کې د کابل او افغان ترکستان ترمنځ د اړیکو په اصلي کرښه کې د خپل موقعیت له امله د پام وړ ؤ.  

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د برېدونو په ترڅ کې د دې ښار کنټرول په لاس کې ونیو.  

تاریخچه

[سمول]

له پخوا پېژندل شوی تاریخ د بطلیموس له لوري د ورني (Varni) یا اورني (Uarni) ځایونو د پېژندلو او د خلم سیند په څنډو کې د سمنګان پیاوړي ښار سره ټړاو لري، د زریسپ/ بلخ ختیځ ته د درګیدوس سیند پر غاړه ښار ته ورتوالی لري. دلته موندل شوې کنډوالې د باختر پاچا  لومړي یوکرتېدس (Eucratides I) لخوا د ښار بنسټ اېښودل شوی. هغه وخت یوکراتېدیا په نوم پېژندل کېد او د اوسني خلم ښار په اندازه ؤ. [۳]

د ښار تاریخي اوسېدل د څلورمې او پنځمې پېړیو په اوږدو کې د کوشان لړۍ په واکمنۍ پورې اړه لري، په دې وخت کې دا ښار د بودایانو یو مشهور مرکز ؤ. اوس د دې دورې شواهد د تخت رستم په نوم ځای کې کنډوالۍ بڼې دي، چې د ښار څخه په درې کیلومترۍ کې د یوې غونډۍ په سر پروت دی. عربان او مغولان دې ځای ته هغه وخت راغلل چې لا دمخه د بودا دین مرکز په توګه مشهور ؤ.[۴]

تخت رستم یو تاریخي ځای دی چې د بودا د دین کلتوري کنډوالې په کې لیدل کېږي. په دې ځای د بودا معبد د غونډۍ په بڼه دی چې د غونډۍ په سر موقعیت لري او د بودايي معمارۍ د تکامل لومړنۍ اړیکه څرګندوي. [۵]

دغه ځای ته د ایبک نوم هغه وخت ورکړل شو چې په منځنیو پېړیو کې به کاروانونه دلته راتلل.  [۶]

د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر په ٢٣ د جگړې پر مهال ياغيانو د سپرلیو لارۍ چې هيبک ته یې مسافر تېرول، ءه راکټونو وويشته، چې لس تنه په کې ووژل شول.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو سره سم په ټول هېواد کې پوځي عملیات پیل کړل. ایبک د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۹ ونیول شو، چې د یوې اونۍ عملیاتو وروسته شپږم ولایتي مرکز شو چې د طالبانو لاسته ولوېد.[۷] 

د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې پر یوه ښوونځي باندې بمبارۍ ۱۷ کسان ووژل. [۸]

تاریخي میراث

[سمول]

د افغانستان په سمنګان کې یو له مشهورو لرغونو اثارو څخه شته، چې په تخت رستم کې او ترڅنګ يې د هندوکش شمالي لارو د یوې غونډۍ په سر د بودایانو غارونه او معبدونه دي. په دې ځای کې غارونه په ډبرو کې ایستل شوي او بودایان په کې اوسېدل. دلته د بودا معبد د غونډۍ په بڼه دی. دا معبد په افغانستان کې د بودايي معمارۍ د تکامل لومړنۍ اړیکه څرګندوي. بل میراث ځای د هزار سموچ ولسوالي ده چې د ښار څخه شاوخوا ۱۰ کیلومتره لرې پرته ده.  

تخت رسم

تخت رستم (هیبک)، چې اصلي معنی یې د "رستم تخت" دی او د غونډۍ په سر استوګنځای دی، په فارسي نکلونو کې د یو افسانوي جنګیالي رستم په نوم نومول شوی. د دې ځای تاریخ د کوشانیانو – ساسانیانو د دورې په څلورمه او پنځمه پېړۍ ته رسي، چې د لرغون پېژندنې، معمارۍ او سکه پېژندې په شواهدو سره تائید شوی. تخت رستم د سمنګان ښار سویل لوېدیځ په ۳ کیلومترۍ کې موقعیت لري. دا د معبد - خانقاه مجتمع موقعیت دی چې په بشپړ ډول د ډبریز غره کې ایستل شوی. د ترووادا بودایزم د لوی بودايي دودونو خانقاه پنځه خونې لري، دوه یې عبادت ځایونه دي او یو یې ګومبد چت دی چې د لوټس په ظریفو پاڼو سره ښکلی شوی. په څنګ غونډۍ کې معبد دی، چې هرمیکا (harmika) لري او لاندېنۍ برخه کې یې څو غارونه دي. د یوه غار په سر یو مریعي ساختمان دی چې دوه د کنفرانس تالارونه په کې دی، یو یې ۲۲ متره مربع دی او بل ګرد دی. په یوه غار کې د لرغون پېژندنې موندنو د غزنویانو سکو له یوې زېرمې څخه پرده ایسته کړه. د تخت ته څېرمه لس بودايي معبدونه دي چې په سيمه کې د کي تېهې (Kie Tehe) په نوم يادېږي. [۹][۱۰][۱۱]

هزار سموچ ولسوالي

هزار سموچ ولسوالي د افغانستان په شمال کې د بودايانو يو بل لرغونی مرکز دی، چې څو غارونه پکې موندل شوي او په يوه کې یې د بودا معبد کښل شوی دی.[۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. کينډۍ:=احصایه:١٣٩٩
  2. پیوستون : 1127768  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 4.0 International
  3. Royal Numismatic Society (Great Britain) (1846). The Numismatic chronicle, Volume 8. Royal Numismatic Society. pp. 107–108.
  4. Clammer, Paul (2007). Afghanistan. Lonely Planet. p. 158. ISBN 978-1-74059-642-8. ترلاسه‌کېدو نېټه 2010-10-15.
  5. Clammer, Paul (2007). Afghanistan. Lonely Planet. p. 158. ISBN 978-1-74059-642-8. ترلاسه‌کېدو نېټه 2010-10-15.
  6. Clammer, Paul (2007). Afghanistan. Lonely Planet. p. 158. ISBN 978-1-74059-642-8. ترلاسه‌کېدو نېټه 2010-10-15.
  7. "Taliban capture sixth provincial capital in northern Afghanistan". The Guardian (in انګليسي). 9 August 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 9 August 2021.
  8. "Students killed as bomb blast hits Afghan school". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2022-11-30. ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-12-02.
  9. "Samangan Provincial Government" (PDF). Visiting Arts: Samangan Provincial Department of Information and Culture. ترلاسه‌کېدو نېټه 2010-10-28.[مړه لينکونه]
  10. "Takht-i Rustam monastery, (near) Samangan, Velayat-e Samangan, AF". Mapping of Buddhist Monasteries. ترلاسه‌کېدو نېټه 2010-10-28.
  11. "Takht e Rustam". Afghanistan Cultural Profile. خوندي شوی له the original on 2021-08-21. ترلاسه‌کېدو نېټه 2010-10-28.
  12. "Hazar Sum" (PDF). Visiting Arts: Samangan Provincial Department of Information and Culture. خوندي شوی له the original (PDF) on 2005-05-10. ترلاسه‌کېدو نېټه 2010-10-28.