Jump to content

مقناطيس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بريښنايي مقناطيس

مقناطيس یا آئين روبا یا آهن ربا (په انگرېزي او یوناني: Magnet) یو څيز دي چی مقناطيسي میدان جوړوي. مقناطيسونه په طبيعي مقناطيسونو او بريښنایي مقناطيسونو تقسیم کېږي. طبيعي مقناطيس په کانو ډبرو کی وجود لري خو په آزموينځی کی هم جوړېدلاي شي. بريښنايي مقناطيس مقناطيسي میدان د بريښنايي جيران په مرسته جوړوي. بريښنايي مقناطيس د هرو توکو څخه چی د بريښنا جيران هادي (لارښود) کوي جوړېدلای شي.