محمد محقق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد محقق '

محمد محقق د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د گوند مشر او له پخوانيو جهادي جنگسالارانو څخه یو دی. هغه د افغانستان د ولسي جرگې غړی هم پاتې شوی.

زده کړې

محقق خپلې لومړنۍ زده کړې په افغانستان کې کړي د تشيع مذهب اړونده اسلامي زده کړې يې د ايران د قم په ښار کې بشپړې کړي .

شخصي ژوند

محمد محقق درې ماندينې او ۲۳ بچيان او ۲۴ لمسيان لري.[۱]

د محقق درېمه ماندينه وحيده محقق نومېږي چې د محقق څخه درې بچيان لري. هغې د پارسي ادبياتو لوړې زده کړې کړي او د کور مور ده.[۲]

سرچينې