مارک ټوېن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارک تواین
مارک ٹوین (1909)

مارک تواین (Mark Twain) د پیاوړي امریکايي ليکوال سامویل لنگهورن کلمنز(Samuel Langhorne Clemens) مستعار نوم دی. هغه د ۱۸۳۵ زيږېدي کال د نومبر په ۳۱ نېټه د امریکا په فلوریدا(Florida) ایالت کې د میسوري په پوله کې په یو کلي کې نړۍ ته سترگې وغړولې. پلار یې قاضي او یو کوچنی سوداگر وو چې په اصل کې د وېرجینیا ایالت اوسېدونکی وو او په کنتاکي کې یې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې وې او په هماغه ځای کې یې د جین همپتون په نوم له یوې مذهبي مېرمنې سره واده وکړ. وړکتوب یې د ميسي سي پي سېند په غاړه کې د پراته هانیبال (Hannibal) په کلي کې تېر کړ. پلار یې دهغه په دولس کلنۍ له نړۍ سترگې پټې کړې، او سامویل اړ شو چی په یوه چاپځي کې کار وکړي او وروسته یې د ورور اوریون په یوه ورځپاڼه کې کار پیل کړ. په اتلس کلنۍ کې د میسوري سنټ لویس ته لاړ، له هغه ځایه نیویارک ته ولاړ او څه موده یې په چاپځایونو کې کار وکړ. په دوه دریو کلونو کې بېلابېلو ښارونو ته لاړ او د ټایپسټ په توگه به یې کار کاوه. په دې موده کې یې سویلي امریکا ته هم یو ناکام سفر وکړ، د ۱۸۵۷ کاله یې تر ۱۸۶۴ کال پورې په میسي سي پی سیند کښتۍ چلوله. په ۱۸۵۹ کال یې د کښتۍ د چلوونکي اجازه لیک تر لاسه کړ او په دې حال کې یې د گڼ شمېر مجلو لپاره طنزي مقالې ولیکلې. په ۱۸۶۶ کال یې د لویدیځ له سترې ورځپاڼې آلتا کلیفرنیا سره تړون لاسلیک کړ. لومړی داستان یې په ۱۸۶۵ کال د (The Celebrated Jumping Frog of Calaveras County) په نوم په نیویارک کې خپور کړ او ناڅاپي یې شهرت ته ورساوه. په ۱۸۶۹ کال یې د کښتۍ په سفر کې ساده زړي(The Innocents Abroad) او دغه راز پرله پسې داستانونه خپاره کړل، چې ډېر ژر یې ځان ته پام راوگرځاوه. د یو شتمن سوداگر له لور اولیوه لنگدن سره یې واده وکړ. د ۱۸۵۷ او ۱۸۹۴ کلونو ترمنځ شل کاله تر ټولو شتمن او خوښ لیکوال او پدې موده کې یې ښه کتابونه هم ولیکل. خو د ۱۸۹۰ لسیزې په نیمايي کې پرې تنگڅه راغله، او د عمر وروستي پنځلس کلونه یې له گڼ شمېر ستونزو او جدي کتابونو له لیکلو سره تېر کړل. د هغه په آثارو کې د طلايي وخت، د تام سایر پېښې، بشرڅه دی؟ شکمن بېگانه، او په میسي سي سي پي ژوند ته اشاره کولای شو.