لیډي جېن ګېري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لیډي جېن گېري مجسمه

لیډي جېن گېري ( اوکتوبر ۱۵۳۷م لندن - ۱۲ فبروارې ۱۵۵۴ م) د انگستان او اېرلېنډ ملکه وه. له شپږم اډوارډ نه وروسته ېې نهه ورځې پادشاهي وکړه ( ۱۵۵۳ م له ۱۰ جولاې نه تر ۱۹ جولاې پورې) او د همدې لپاره د ۹ ورځینۍ ملکې په نامه هم یادېږې او نوموړې د پادشاهې په محال ۱۵ کلنه وه.

جېن گري د هېنري گېري، دوک سافکارت گري (دوک سافک) او فرانسس برانډون لور وه. د جېن گري مور فرانسس برانډون د انگلیس پادشا هندرېکVII کوچنۍ لور او د جېن گري پلار د اودوارد VI په پادشاهۍ کې د ډېر نفوز لرونکو کسانو څخه و. 

کله چې اډوارډ VI په ۱۵۵۳ز کال د جولای په ۶مه نیټه خپل ځان له لاسه ورکړ نو د جېن گري د خاوند پلار ( دوک نورث‌ آمبرلند) غوښتل چې جېن گري ملکه کړي، نو ددی لپاره ېې د اډوارډ شپږم د مرگ خبر ېې یو څو ورځې پټ وساته ترڅو د جېن د سلطلنت لپاره ترتیبات ونیسي. کله چې د جېن گري مور او پلار هغې ته ووېل چې تاسو ملکه یاست په دې وخت جېن گري ډېره ورخطا شوه او دا یې نه منله او وېل یې چې زه یې نشم کولای، زه د تاج وړ نه یم او دا زما حق هم نه کېږې، بلکه دا د ماري قانوني حق دی. ماري باېد دا تاج واخلي. خو بلاخره د والدینواوجان دادلې له تهدید له امله یې دا ومنله . کله چې جېن گرې واک ته ورسېده نو د مارې تودی پلویانو شورش وکړ او په ختځ  انگلېنډ کې ېې خپل پلوېان سره راټول کړل او په لندن ېې لښکر کشې وکړه  او جان دادلې و نشوه کولاې چې د جېن د پادشاهې په مخ بوځې.بالاخره جېن گرې د مارې په گټه له واکه تېره شوه او دا ځکه جېن نه غوښتل چې په هېواد  ېې مذ هبې جگړه وشې .جېن د پروتېستان مذهب پلوی وه او مارې د کاتولېک مذهب .

ماری په ۹ جولاې۱۵۵۴ م  کې د انگلېنډ ملکه شوه او جېن د سلطنت ټول تاج او جواهرات بېرته وشپارل . جېن ېې له تاج او جواهراتو سپارلو وروسته د لندن برج ته ېوړه او هغې ېواځې د لندن په باغ کې د گرځېدو اجازه درلوده . جېن گرې د کال نه کمه موده په دې ځاې د خپل ژوند اخرې وخت او سېبې تېری کړې او د اوسېدو په موده کې ېې ملکی مارې ته لېک هم ور ولېږه چې "زه مقصره نه ېم او هېچ کله مې تاج او تخت نه وو غوښتي " خو مارې به هغې ته ډېر په رښتنی توگه  وېل "هېچ فکر و نکړې او زه ستا داعدام نېټه د هر وخت لپاره ځنډه وم" .په ماری به  ډېرو خلکوفشار راوړ چې جېن اعدام کړې خو ماری به په ډېړ ضدېت سره له جېن نه دفاع کوله .با الاخره مارې مضبوره شوه چې ېوه سنتې محکمه داېره کړې او سنتې محکمې هم جېن مجرمه و گڼله خو مارې  جېن وبخښله .ېو کال وروسته په ۱۵۵۴م کې ېوی ډلې چې مشری ېې د جېن پلار هنرې گرې او توماس وېات کوله له ۳۰۰۰ نفرو سره د لندن په لور روان ول او غوښتل ېې چې مارې له واکه لرې کړې او د دوې مرام دا وو چې د ماری د واده  مخه ونېسې دا ځکه مارې غوښتل د انگلېس دوښمن او د اسپانېا شهزاده فلېپII سره واده وکړې .خو دا شورش ډېر زر مات شو که څه هم جېن او د هغې مېړه لرد گلفورد دادلې د مارې په ضد څه نو وو کړې او مارې هم نه غوښتل چې د خپلې عمکې لور جېن گرې اعدام کړی خو د مشاورانو له توصې او د شهزاده فلېپ له ډاره ېې د هغې د اعدام حکم لاسلېک کړ او د جېن گرې سر ېې د تبر په وسېله پرې کړ.

کله چې جېن ته ووېل شول چې تاسو اعدامېږې او ستاسو سربه پری کېږې نو جېن په ډېر  بد حالات کې شوه  په همدې سره سره بېا هم خوشحاله وه او ووېل " عمونه او فکرونه به مې پاې ومومې"  د فبروارې په ۱۲ او ۱۵۵۴ مېلادې کال کې جېن د اعدام ځې ته ولېږدول شوه او هغه په ډېره آرامې سره د اعدام ځاې ته پورته روانه وه .کله چې نوموړی د اعدام بلوک ته ځان ورسوو او په زنگونو کېناسته او سترگې ېې په خپله په تورې پټې سره و تړلې  ،په دې وخت جلاد غږ وکړ چې سر دی په بلوک کېږده  خو جېن خپل لاس هغه خوا دی خوا و وهو خو بلوک ېې پېدای نه شوه کړاې نو د مرستې غږ وکړ خو څوگ نه ور ته او بېا بېا ېې غږ کړل مرسته راسره وکړې زه بلوک نه وېنم په دې وخت کې ېو کس راغه او د جېن لاس ېې په بلوک باندې کېښود او جلاد ور ته ووېل اوس دی سر په بلوک باندی کېږده .جېن په بلوک سر کېښود او چېغه ېې ووېل "اې خدای زه مې خپل روح په تا سپارم  " او وروسته جلاد د هغې سر په تبر سره پری کړ. جېن د اعدام په محال ۱۶کنه وه.