فرانز کافکا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانتس کافکا

فرانز کافکا (په انگرېزي: Franz Kafka) د ۱۸۸۳ زیږېدي کال د جون په درېیمه نېټه په پراگ کې په یوه جرمني ژبې یهوده کورنۍ کې نړۍ ته سترگې وغړولې. پلار یې یهود سوداگر او مور یې هم یوه متعصبه مېرمن وه، هغه د کورنۍ مشر اولاد وو، دوه کشران وروڼه یې درودل چې دواړه د هغه له شپږکلنۍ وړاندې مړه شول او درې خویندې چې هغوی هم د دوهمې نړیوالې جگړې پر مهال د نازیانو په کېمپونو کې ساه ورکړې. د فرانز پلار غوسه سړی وو او همدې ډار په هغه له وړوکتوبه اغیز کړی چې کابو دهغه په ټول ژوند کې یې نښې لېدل کېږي. کافکا جرمني ژبه د لومړنۍ ژبې په توگه زده کړه، خو په چکي ژبه یې هم روانې خبرې کولې، له فرانسوي کلتور او ژبې سره هم آشنا وو او د خوښې وړ ناول لیکوال یې یو هم گوستاوفلوبر وو. کافکا په ۱۹۰۱ کال ښونځی پای ته ورساوه او بیا یې په پراگ کې د جارلز یونیورسټي په پوهنتون کې د کیمیا په څانگه کې تحصیل پیل کړ خو دوه اونۍ وروسته یې خپله څانگه له کیمیا حقوقو ته واړوله. د تحصیل پر مهال یې د جرمني ادبیاتو او هنر کلاسونه هم تعقیب کړل. د پوهنتون د لومړي کال په پای کې له ماکس برود(Max Brod) سره آشنا شوچې هغه او فلیسکس ولش خبریال هم د حقوقو په څانگه کې په زده کړو بوخت وو او د عمر تر پایه یې بیاملگري هم پاتې شول. کافکا په ۱۹۰۶ کال له حقوقو څخه د دکترا په ترلاسه کولو فارغ شو او یو کال یې په ښاري او جنايي محکمه کې د دفتري کارکوونکي په توگه دنده ترسره کړه. د ۱۹۰۷ کال د نوامبر په لومړۍ نېټه یې د بیمې په یو ایټالیایي شرکت (Assicurazioni Generali) کې کار پیل کړ او کابو یو کال یې هلته کار وکړ، خو دا چې د لیکلو لپاره به یې وخت لږ وو د ۱۹۰۸ کال د جولای په ۱۵ نېټه یې هلته استعفا ورکړه او د پېښو د بیمې په یوه بله موسسه کې یې کار پیل کړ. په خپل کار کې بریالی وو او د ژغورنې خولۍ یې هم په همدې کلونوکې اختراع کړه چې بیا ورته د کارگرانو د مرگ ژوبلې د لږوالي له امله ورته یو مډال هم ورکړی شو. هغه سره لدې چې په دې کارونوکې بوخت وو له خپلو پخوانیو دوستانو سره یې د پراگ درې کسیزه ادبي کړۍ هم ژوندۍ ساتلې وه. کافکا له 1910 کاله خپلو شخصي یادښتونو ته هم مخه کړه او د ژوند تر آخره یې هغه ته دوام ورکړ، هغه په دې اړه اثر کې چې دهغه د ژوند او شخصیت پېژندنې په برخه کې مهم دی له ناروغۍ د خپلې ویرې، یواځې توب، له واده سره د بې کچې مینې او په عین حال کې له هغو څخه ډار د مور او پلار کینه او بېلابېل احساسات پکې منعکس کړي دي. په ۱۹۱۱ کال یې د خور(اېلي) مېړه کارل هرمان هغه ته د یوې کارخانې د جوړولو وړاندیز وکړ، کافکا لومړی ومنله او ډېر وخت یې هم دې چارو ته گوښی کړ. په ۱۹۱۲ کال یې د خپل ملگري ماکس برود په کور کې له فلیسه بویر سره چې په برلین کې د یو شرکت استازې وه وپېژندل پنځه کاله یې ورسره لیکونه ښکته پورته کړل او دوه ځله کوژده وشوه خو بالاخره یې په ۱۹۱۷ کال اړیکي وشلېدل. همدا مهال وو چې د (محاکمه) (Der Prozess) ناول یې ولیکه چې دهغه له مرگ وروسته په ۱۹۲۶ کال خپور شو. کافکا په ۱۹۱۷ کال په سېل ناروغۍ اخته شو او اړ شو چې څو ځله د استراحت وکړي، پدې پړاو کې یې د خپلې خور اوتا کورنۍ لگښتونه ورکول. کافکا د شلمې لسیزې په لومړیو کې له میلناینسکا (Milena Jesenska)خبریالې او لیکوالې سره اړیکې پیدا کړل، په ۱۹۲۳ کال یې لیکلو ته د زیات پام په موخه د لنډ مهال لپاره برلین ته سفر وکړ. هلته د یو وړکتون ښونکې دوریادیامانت سره آشنا شو او ژوند یې ورسره پیل کړ. کافکاپه خپل ژوند کې یواځې څو لنډې کیسې خپرې کړې چې د هغه د کارونو ډېره کوچنۍ برخه یې جوړوله، او هیڅ یو ناول یې هم بشپړ نه شو ( پرته له یو ناول چې د ځینو په باور هغه لنډ ناول دی). دهغه لیکنو د هغه د ژوند پر مهال د چا پام جلب نه کړ، او هغه خپل دوست ماکس برود ته ویلي وو چې د هغه له مرگه یې ټولې لیکنې وسوځوي خو هغه یې په دې وصیت عمل ونه کړ او ټولې لیکنې چې له هغه سره وې چاپ کړې، د کافکا وروستۍ معشوقې دوریا دیامانت د هغه ۲۰ کتابچې او ۳۵ لیکونه وساتل او د نورو لپاره یې تقریبا د کافکا په وصیت عمل وکړ. کله چې کافکا له نړۍ سترگې پټې کړې، د هغه لیکنو د کره کتونکو او خلکو نظر وروگرځاوه او آثارو یې ډېر ژر نړیوال شهرت وموند. د یو څو لیکونو پرته چې په چکي ژبه لیکل شوي د هغه ټول آثار په آلماني ژبه دي. د هغه په آثارو کې د قضاوت(Das Urteit 1916)، (ماڼۍ(Das Schloss))، ( د محکومینو ډله(In der Strafkolonie 919))، (گرځېدلی)(د کلي ډاکټر(Ein Landarzt 1919))، (امریکا(Amerik 1927))، (ښکاره)، (محاکمه) او یوشمېر نورو ته اشاره کولای شو. عموماً داسې باور موجود دی چې کافکا په خپل ټول ژوند کې له ژورې افسردگۍ او ډېپرېشن سره لاس او گرېوان وو، بې خوبه، مات زړی او گڼ شمېر نورې ستونزې یې په ژوند کې وې. کافکا هڅه کوله چې په طبیعي خوراکونو لکه بوټو طبیعي شیدو او نورو خپل ژوند تېر کړي چې په زیات احتمال دهغه د سېل ناروغۍ لامل شول، بالاخره په دې ناروغۍ اخته شو، بېرته پراگ ته لاړ او د درملنې په موخه ویانا ته ولاړ چې د ۱۹۲۴ کال د جون میاشتې په درېمه نېټه یې همالته له نړۍ سترگې پټې کړې. له هغه ځایه د کافکا مړی بېرته پراگ ته یووړ او د ۱۹۲۴ د جون په یوولسمه نېټه د پراگ په ژیشکوف کې د یهودانو په نوې هدېره کې خاورو ته وسپاره.