غلام محمد خان طرزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غلام محمد طرزي
غلام محمد طرزي

سردار حاجي غلام محمد خان طرزي (۳۰ د اپرېل، ۱۸۳۰ ز. کابل - ۸ د ډېسمبر، ۱۹۰۰ ز. دمشق، سوريه) (په انگرېزي: Sardar Haji Ghulam Muhammad Khan) د امير دوست محمد خان د دربار يو پياوړی شاعر، ليکوال او خطاط و او د طرزي افغان تخلص يې کاراوه.

مخينه

هغه د سردار رحيمدل خان او هوا بېگم درېيم زوی و. هغه په کور کې دوديزې زده کړې ترلاسه کړي بيا د امير دوست محمد خان دربار کې يې کار پيل کړ او د امير لخوا ورته د دانشمند او ارجمند لقبونه ورکړل شول اوپه ۱۸۸۱ ز. کال کې هغه د هېواد نه په زوره وشړل شو.

هغه د سردار پاينده خان ورېرې بوبو جان سره واده کړی و، دويم واده يې د خپل د تره (سردار مهردل خان) لور مرواريد بېگم (بي بي کو) سره واده کړی و، درېيم واده يې د نارنج بېگم (يوه کوهستانۍ ښځې) سره کړی و، څلورم واده يې د شهزاده مداد دراني د لور شهزادي سلطنت بېگم سره کړی و، پينځم واده يې يوې الجيريايۍ ښځې نظيرې سره کړی و، شپږم واده يې يوې سوريانۍ ښځې ياسمين بي بي سره کړی و.

زامن او لوڼې

هغه يوولس زامن او شپږ لوڼې درلودې.

  1. غلام احمد خان(د يوې بارکزۍ زوی).
  2. نور احمد خان(د يوې بارکزۍ زوی)
  3. شاه نواز خان(د يوې بارکزۍ زوی)
  4. گل محمدخان(د بوبو جان زوی)
  5. محمد زمان خان طرزي (د بي بي کو زوی).
  6. شېر محمدخان(د بي بي کو زوی).
  7. محمدسرور خان
  8. محمدامين خان (د بي بي کو زوی).
  9. سردار اعلی محمود بېگ طرزي (د سلطنت بېگم زوی)
  10. عبدالخالق خان.(د نارنج بېگم زوی)
  11. عبدالله خان طرزي (د نظيرې زوی)
  12. خورشيد خانم(د بي بي کو لور)
  13. سارا خانم (د نارنج بېگم لور)
  14. منوره خانم (د نارنج بېگم لور)
  15. همدم سلطنت بېگم (د سلطنت بېگم لور)
  16. عايشه بېگم (د ياسمين لور)

ليکلي آثار

  1. اخلاق حميده
  2. کليات ديوان فارسي طرزي کندهاري ۱۸۹۳ ز.