عبدالرشيد دوستم

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالرشيد دوستم
مارشال دوستم
(ازبکي: Абдул Рашид Дўстум)
(ازبکي: Abdul Rashid Do‘stum)
(پښتو: عبدالرشيد دوستم د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عبدالرشيد دوستم انځور
د عبدالرشيد دوستم انځور
د عبدالرشيد دوستم انځور

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ مارچ ۱۹۵۴[۱]
جوزجان ولایت، افغانستان
تابعیت افغانستان
ګوند د افغانستان اسلامي ملي جنبش ګوند
اولاد راحله دوستم او باتور دوستم
عملي ژوند
کار/مسلک پوځي
پوځي خدمت
برخه افغان ملي پوځ  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام مارشال
جګړه/جګړې په افغانستان کې شوروی جګړه
افغان کورنۍ جګړه (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲)
افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱)
افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز )
د افغانستان کورنۍ جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (–)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عبدالرشيد دوستم يو افغان سياستوال او جګپوړي پوځي چارواکي دی. نوموړی د افغانستان په شمال کې د قزاق پلار او ایماق مور څخه زیږیدلی دی.

په منځۍ اسیا د تزاري روس د تاړاکونو له لامله د هغه ځای دیندوسته مسلمانان دې ته اړ شول، چې گاونډی هېواد (افغانستان) ته پنا یوسي، د مهاجرت دا لړۍ همداسې له ۱۹مې پېړۍ څخه نیولې تر ۲۰مې پېړۍ پورې روانه وه، چې د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې د توردي کورنۍ هم د افغانستان مخه وکړه او د خواجه دوکوه په سیمه کې اباد شول.

تر ۱۹۳۰ز کال پورې دا کورنۍ پدې وتوانېده چې د یو خټین کور سره سره یوه ټوټه زمکه هم ترلاسه کړي، د شلمې پېړۍ په څلورمه لسیزه کې د توردی کوسې له یوې اوزبکې مور څخه په خواج دوکوه کې زېږول کېږي، چې د لومړي افغان په توگه چې په افغانستان کې وږېږېد، له افغانانو څخه په اغیزمنتیا یې د نوم پرې عبدالرشید (چې د مسلمانو پښتنو لومړی نیکه یادېږي) کېښود.

د امو سیند وراخوا اوزبک مهاجر توردي ( د دوستم غورنیکه) د ۱۹۳۰ز کال په وروستیو کې ومړ، حال دا چې د مړینې پر وخت یې ۲۰ تنه د کورنۍ غړي په افغان خاوره پرېښودل.

د دوستم ظلمونه, بې ګناه قتلونه او غلاوي

عبدالرشيد دوستم د عبدالرحيم زوی د جوزجان ولايت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې زېږېدلی, تر شپږم ټولګي پورې يې زده کړي کړي،

په لومړيو کې يې د پلار سره پټيو کې کار کاوه، خو په ۱۳۵۸ لمريز کال کې يې د شبرغان ولايت غازو او تیلو په کان کې د مزدور په توګه دنده تر لاسه کړه.


نومړي ته به خپلو دوستانو د {د دوستم ملګريه} خطاب کاوه، ځکه په همدي نوم مشهور وو، او وروسته يې بيا همدا (دوستم) ځان تخلص غوره کړ، دري کاله وروسته د پرچميانو له خوا جذب شو او له اجيرۍ يې سربازۍ ته ارتقاء وکړه،

د دوستم ظلم او وحشت د دي سبب شو چې ډير مشهور شي، د پرچميانو خو همداسې کسان په کار وو

له سربازۍ وروسته د ټولي قوماندان، او ورپسې د ولايت منشي او بيا د بريد جنرال په لقب ونازول شو.


د دوستم کارنامي؛

دوستم او ډلي يې د تاريخ په اوږدو کې دومره ظلمونه کړي چې زما قلم يې د لیکلو څخه عاجز دی، مشت نمونه، خروار به يې د يو څو ظلمونو يادونه وکړم ؛


۱۳۷۲ لمريز کال؛ د دوستم ډلي (جنبش) له جمعیت ګوند سره د مزار ښار د نيولو پر سر جګړه وکړه، په سلګونو بې ګناه کسان يې قتل عام کړه، مالونه او کورونه یې لوټ, او په ۵۰ ښځو يې جنسې تيری وکړ.

۱۳۷۴ لمريز کال د سنبلې دوه‌ويشمه؛ د بلخ ولايت د شولګري سيمې اوسيدونکي چې د دوستم له ظلمونو څخه تنګ راغلي وه, او غوښتل یې د دوستم ځايې قوماندان ته سزا ورکړي, د دوستم ډلي بريد پري وکړ, د نرانو وژلو وروسته يې ۲۹ ښځو باندي جنسې تيری وکړ او وروسته يې ووژلي، وژل شویو کې د زانګو ماشومان هم وه.


۱۳۷۵ د ثور ۹, د لوی اختر لومړۍ ورځ؛ د دوستم ډلي او اسلامي حزب تر منځ د تاشفرغان په خلم ښار کې جکړه ونښته د جګړي په پايله کې يې دوکانونو ته اور ورته کړ او په سلګونو بي ګناه خلک يې ووژل.


۱۳۷۶ لمريز کال د حمل/وري څوارلسمه؛ دوستم او ډلي يې د ګل سرخ ميلي څخه ۲۵ نجوني وتښتولي، او له جنسي تيري کولو وروسته يې ټولي ووژلي.


تر ټولو لوی او ستر وحشت؛

۱۳۸۰ لمريز کال ليلي دښته (دشت ليلي)؛ چيرته چې ۳۰۰۰ پښتانه بنديان د دوستم او ډلي له خوا په ژوندوني په ځمکه ښځ شول، او په لوډرونو يې خاوري پري راواړولي.


۱۳۸۲ لمريز کال د تلي/ميزان څلورمه؛ د دوستم باډي ګارډ قومندان محي الدين له خوا د يوه روزنتون څخه يوه ۸ کلنه نجلۍ وتښتول شوه، او د جنسي تيري وروسته یې د شبرغان په جنګل باغ کې ووژل.


۱۳۸۶ لمريز کال، د قوس لسمه؛ دوستم او ډلي يې د سرپل ولايت د سیداباد ولسوالۍ کې، ۵۰ کورنۍ چې اسحاقزي پښتانه وه، په زور او جبر له سيمې وايستل، کورونو او مالونه يې ورنه لوټ کړل، ۵۰۰ زره جريبه کرنيزه ځمکه يې غصب او خلګ يې د وژلو وروسته په سپیو وخوړل.


له پورتنيو جنايتونو بغير دوستم او ډله يې په زرګونو تښتونو، جنسې تيريو، وژنو، باج اخيستلو، چور، غلاوو او لوټماريو کې ګرم پېژندل شوي.


مظلوم افغان ملت له ۴۰ کالونو راهيسی د دوستم محکمې ته انتظار دی، خو د سزا ورکولو پر ځای لاندي لقبونه ورکول کېږي؛

- ډاکټر نجيب دوستم له عادي سربازۍ څخه جنرالۍ ته ورساوه،

- صبغت الله مجددي د خالد بن ولید لقب ورکړ.

- برهان الدين رباني ورته د زوی لقب ورکړ.

- حامد کرزي د ستر جنرال په لقب ونازوه.

- اشرف غني اول لومړی مرستیال او بيا يې د مارشالۍ په رتبې ونازوو.

د يو کمونيست په توگه

يو اسلامي ډېد

جگړو کې د دوس ونډه

د امريکايانو سره ېېي

ه ۲۰۱م زېږدي کال کې په بشري حقوقو تېری کول

د بشر حقوقو د څانگې لخوه ر دوستنيوکې

دا هم وگورﺉ

بهرنۍ تړن

سرچینې

  • ستم، لیکوال: عبدالقدیر مهاجر، ۱۹۹۹ز ډسمبر.
  1. GND ID: https://d-nb.info/gnd/130818658 — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License