خيال محمد کټوازی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خيال محمد کټوازی
خيال محمد کټوازی

خيال محمد کټوازی (١٣٢٩ لېږديز لمريز کال، پکتيکا ولايت- د ۱۳۹۱ ل ل کال د سلواغې ۲۰، هالېنډ) د پښتو ژبې شاعر، ژورناليست، ليکوال او پر ۱۳۵۸ ل کال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير وو.

مخينه

خيال محمد کټوازی د عبدالغفار زوی او پر ١٣٢٩ ل ل کال د پکتيكا ولايت د مرکز ښرنې د ملکانو په کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د ښرنې د علي بابا لېسه کې، منځنۍ يې د رحمان بابا په لېسه كې او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي د ژورنالیزم په څانگه کې سرته رسولې دي.

دندې

خيال محمد کټوازي له ١٣٤٩ ل ل کاله راهيسې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کې کار کړی دی. پر ١٣٥٥ ل ل کال د راډيو د خپرونو د لوی مدير مرستيال، پر ١٣٥٧ ل ل کال د راډيو تلويزيون د وزارت مرستيال وزير او د سولې او پيوستون د ټولني سروال (ريس) وو.

نوموړی د ۱۳۵۸ ل ل کال په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور د وزير په توگه وگومارل شو، خو د همدغه کال د مرغومي پر ۶ نېټه پر افغانستان د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته د هغوی له خوا زنداني او د شورويانو د ښکېلاک په ټول دوران کې د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی وو.

پر ١٣٦٧ ل ل کال د گورباچيوف د بيا جوړونې د سياست له مخې د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په دوران کې د څه ناڅه ۹ کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزگارۍ نه وروسته په باندنيو چارو وزارت کې د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدغه وزارت د مرستيال په توگه په کار بوخت شو. ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کاله د هېواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کې ليکنې او څېړنې کړې دي.

هغه پر ١٣٧٠ ل ل کال په لېبيا کې د افغانستان د سفير په توگه وگومارل شو او بيا په لېبيا کې تر يو نيم کال دندې وروسته هالنډ ته کډوال شو او د ژوند تر پايه هلته پاتې شو.

مړينه

خیال محمد کټوازی د ۱۳۹۱ ل ل کال د سلواغې په ۲۰ (د ۲۰۱۳ ز کال د فبرورۍ پر ۸) د ۶۵ کالو په عمر د هالېنډ هېواد د روتردام ښار په روغتون کې په حق ورسېد. د ارواښاد کټوازي جنازه په کابل کې د دوی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارله شوه.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- د رڼا بهير (شعري ټولگه).

۲- پرېشانه ولولې (شعري ټولگه).

۳- د ستورو ورا (شعري ټولگه).


باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2013/02/130209_ns_khyal_katawazai_daied
  2. http://paktika1.com/katawazi/
  3. https://larawbar.net/35602.html#.XXTb1NSF5kg Archived 2019-02-22 at the Wayback Machine.
  4. http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/culture/item/11821-%D8%AF-%D8%AE%D9%8A%D8%A7%D9%84-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%DA%A9%D9%BC%D9%88%D8%A7%D8%B2%D9%89-%D8%AC%D9%86%D8%A7%D8%B2%D9%87-%D8%AE%D8%A7%D9%88%D8%B1%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%88%D8%B3%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%87.html