امير دوست محمد خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امير دوست محمد خان
د افغانستان امير
واکمنيلومړی ځل ۱۸۲۶ ز. - ۱۸۳۹ ز. دوهم ځل ۱۸۴۵ ز. - ۱۸۶۳ ز.
تاج گټنه۱۸۲۶ ز.
بشپړ نومامير دوست محمد خان محمدزی بارکزی
لقبونهامير المومنين, امير کبير
زېږون۲۳ د دېسمبر، ۱۷۹۳ ز.
زېږونځایکندهار
مړينه۹ د جون، ۱۸۶۳ ز.
د مړينې ځایهرات
هديرههرات
مخکنی پاچاشاه شجاع
وروستنی پاچاامير شېر علي خان
مېرمنېرشيدي
بنګش
خدیجه بېګم پوپلزۍ
قزلباشان او ۱۹ نورې ماندينې.
سټه۳۸ زامن او ۲۸ لورگانې

امير شېر علي خان

وزير محمد اکبر خان

امير محمد افضل خان

امير محمد اعظم خان
کورنۍبارکزي
پلارسردار پاينده خان
مورزینب بېګم قزلباش
امير دوست محمد خان

امیر دوست محمد خان بارکزی، چې لقب یې امیر کبیر دی او د بارکزیو د کورنۍ بنسټ اېښودونکی دی. دوست محمد خان د افغان او انګلیس د لومړۍ جګړې په لړ کې نومیالی واکمن و. د درانۍ کورنۍ له زوال سره په ۱۸۲۶ز کال کې د افغانستان امیر شو. نوموړی د بارکزیو پښتنو د مشر پاینده خان ۱۱م زوی، چې په ۱۷۹۹ز کال کې د زمان شاه دراني له خوا ووژل شو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د هغه د واکمنۍ په پیل کې، افغانانو د پېښور په تنګي کې خپله نظامي کلا د ۱۸۲۳ز کال په مارچ کې په نوشهره جګړه کې د رنجیت سینګ خلسا پوځ ته وسپارله. په جګړه کې د افغان ځواکونو مشري د دوست محمد خان ناسکه ورور عظیم خان کوله. د خپلې واکمنۍ په پای کې یې د کندهار او هرات سلطنتونه له کابل سره یو ځای کړل. دوست څه باندې ۳۶ کاله حکومت وکړ او دغه دوره یوه پېړۍ وروسته یوازې د ظاهرشاه له خوا له منځه لاړه.[۷][۸]

مخینه او واک ته رسېدل[سمول]

دوست محمد خان د ۱۷۹۳ز کال د ډسمبر په ۲۳مه په کندهار کې د دراني سترواکۍ په یوه بانفوذه کورنۍ کې وزېږېد. د ده پلار پاینده خان د بارکزیو قومي مشر او په درانۍ کورنۍ کې دولتي مامور و. د دوی کورنۍ د حاجي جمال خان، یوسف، یارو، محمد، عمر خان، خیسار خان، اسماعیل، نېک، دارو، سفل او بارک له لارې ابدال ته رسېږي. ابدال څلور زامن لرل: پوپل، بارک، اڅک او الکو. د دوست محمد خان مور قزلباشه وه، ده په فارسي، پښتو، پنجابي او ترکۍ ژبو خبرې کولې او له کشمیرۍ ژبې سره هم بلد و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د دوست محمد خان مشر ورور او د بارکزیو مشر فتح خان په ۱۸۰۰ز کال کې د افغانستان د حاکمیت لپاره د محمود شاه دراني په هسکولو او په ۱۸۰۹ز کال یې په دویم ځلي واکمنۍ کې مهمه ونډه لرله. دوست محمد خان د اټک په جګړه کې له خپل مشر ورور او د هغه مهال لومړي وزیر فتح خان سره د سیکانو پر وړاندې ملګرتیا کوله. محمود شاه په ۱۸۱۸ز کال کې فتح خان وواژه او د خپلې کورنۍ لپاره یې دښمني رامنځته کړه. له یوې خونړۍ جګړې وروسته محمود شاه خپله ټوله شتمني له هراته پرته له لاسه ورکړه او پاتې واکمني یې د فتح خان د وروڼو ترمنځ ووېشل شوه. دوست محمد خان ته غزني ورسېد او په ۱۸۲۶ز کال کې یې د افغانستان بډای ولایت کابل هم ونیو. د هغه د واکمنۍ پرمهال د حکومت عاید شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ روپۍ او په ۱۸۳۰ز کال کې ۲.۵ میلیونه روپیو ته لوړ شو.[۱۶][۱۷]

دوست محمد خان د خپلې واکمنۍ له پیلېدو وروسته د پنجاب له سیک واکمن رنجیت سینګ سره په شخړو کې ښکېل و، چې سدوزی شهزاده شاه شجاع درانی یې د وسیلې په ډول کاراوه. په ۱۸۳۴ز کال کې شاه شجاع د خپلې واکمنۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره وروستۍ هڅه وکړه، خو د دوست محمد خان له خوا په کندهار کې له ماتې سره مخامخ شو، په ورته وخت کې رنجیت سینګ له فرصته ګټه پورته کړه او پېښور یې ملحق کړ. دوست محمد خان په ۱۸۳۷ز کال کې خپل زوی اکبرخان د جمرود جګړې ته د سیکانو د ماتولو لپاره واستاوه، خو د جمرود کلا په بیا نیولو کې له ناکامۍ سره مخامخ شو، چې افغان امیر یې  سخت اندېښمن کړ.[۱۸][۱۹]

له سیکانو سره جګړه[سمول]

دوست محمد خان، د بارکزیو تر ټولو ځوان او پیاوړی ورور او د درانیو د کورنۍ ځایناستی و، چې په ۱۸۲۵ز کال کې د کابل امیر شو، تر خیبره یې پرمختګ وکړ او د پېښور د بېرته نیولو ګواښ یې وکړ. په ۱۸۳۶ز کال کې سیک جنرال هري سینګ نلوا، چې له شهزاده نو نهال سره یې د پولې ساتنه کوله، د کلاګانو یو ځنځیر جوړ کړ، یوه یې په جمرود کې د خیبر له پاسه په ختیځه برخه کې د دې کلا د ساتنې لپاره جوړه کړې وه. دوست محمد د علي جومات په بر سر کې هم کلا جوړه کړه. د ۱۸۳۷ز کال په لومړیو کې شهزاده نو نهال سنګ لاهور ته د واده لپاره ستون شو او مهاراجه او درباریان د واده په تیاریو بوخت شول.[۲۰]

دوست محمد خان ۲۵۰۰۰ ځواکمن پوځ جمرود ته ولېږه، چې زیاتره یې ځایي خلک وو او په ۱۸ درنو ټوپکو سمبال وو. هلته د سیکانو په چاوڼۍ کې یوازې ۶۰۰ کسان او څو سپکې توپخانې وې. افغانانو کلا محاصره کړه او اوبه یې پرې قطع کړې. یوه ډله د شبقدر د سیکانو کلا ته واستول شوه، چې له هغه لوري نه د هر ډول مرستې مخه ونیسي. د جمرود د چاوڼۍ قوماندان مهان سینګ میرپوري د څلورو ورځو لپاره یرغلګر په بند کې ساتلي وو، ده په پېښور کې د مرستې لپاره هري سینګ نالوا ته یوه ناهیلې غوښتنه ولېږله. نالوا د ناروغۍ له بستره پاڅېد او جمرود ته په بېړه ورغی.[۲۱]

په وروستۍ جګړه کې، چې د ۱۸۳۷ز کال په اپريل کې وه، افغانان وتښتېدل، خو هري سینګ نلوا ووژل شو. په ۱۸۳۸ز کال کې د سیک پاچا په مرسته او هوکړې سره، چې د بریتانیې له وایسرای لارډ اکلنډ سره یې په درې اړخیز تړون کې کړې وه، شاه شجاع یې د ۱۸۳۹ز کال د اګسټ په ۷مه په کابل کې د افغانستان پر تخت کېناوه. دوست محمد خان د ۱۸۳۹ز کال په نومبر کې مصوري ته جلاوطن شو، خو په ۱۸۴۲ز کال کې یې د شاه شجاع تر وژلو وروسته بېرته خپل مقام ترلاسه کړ او له هغه وروسته یې د لاهور له دربار سره ښې اړیکې وساتلې.[۲۲][۲۳]

دویمه واکمني[سمول]

په ۱۸۴۲ز کال کې د افغان – انګلس تر لومړۍ جګړې وروسته، دوست محمد خان په داسې حالت کې و، چې خپل دولت ته په ډراماټیک ډول پراختیا ورکړي. دا د دوست محمد خان او انګریزانو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لامل و. په کلکته کې د جلاوطنۍ پرمهال ورسره تود چلند وشو.[۲۴][۲۵][۲۶]

هغه د انګرېزانو تخنیکي لوړوالی په پام کې ساته او باوري و، چې له دوی سره پرله پسې جګړې به افغانستان زیانمن کړي. دوست محمد خان له انګرېزانو سره له دې امله ملګرتیا کوله، چې د خپل دولت د بقا لپاره ترې دفاع وکړي. [۲۷][۲۸]

په ۱۸۴۳ز کال کې دوست محمد خان هزاره جات ( بهسود، دای زنګي، دایکندي) او بامیان تر خپلې ولکې لاندې راوستل. په ۱۸۴۶ز کال کې د تګاب د کوهستاني تاجیکانو بغاوت وځپل شو او دوست محمد خان وتوانېد، چې په دې دودیزه یاغي سیمه کې خپل درېځ ټینګ کړي. د ۱۸۴۸ز کال په جولای کې یې د بلخ د نیولو لپاره د پوځ د لېږلو اراده وکړه، خو د انګلیس او سیکانو دویمې جګړې یې مخه ونیوله او دوست محمد خان دغه کار د بل کال لپاره وساته. سیکانو وړاندیز وکړ چې پېښور افغانانو ته وسپاري (هېڅکله هم په ریښتیا بدل نه شو) او په پایله کې محمد ۵۰۰۰ افغانان د محمد اکرم تر مشرۍ لاندې د سیکانو مرستې ته ولېږل. کله چې سیکانو ماتې وخوړه او انګريزانو پېښور ونیو، نو په کابل کې دا وېره وه، چې انګرېزان به پر افغانستان یرغل وکړي او سوبه به ترلاسه کړي، خو داسې هېڅکله ونه شو. له همدې امله دوست محمد خان خپل زوی محمد اکرم خان د ۱۸۴۹ز کال په پسرلي کې پر بلخ د یرغل لپاره ولېږه. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د هرات سوبه او مرګ[سمول]

د هرات واکمن احمد خان د ۱۸۶۲ز کال په مارچ کې فراه ونیوله، چې د ۱۸۵۶ز کال د اکتوبر له ۳۰مې راهیسې د بارکزیو امیرانو په لاس کې وه. دا د دې لامل شو چې دوست محمد خان پر هرات برید وکړي. د جون په ۲۹مه یا د جولای په ۸مه فراه د محمدزیو له خوا ونیول شوه. د جولای په ۲۲مه سبزوار ونیول شو. د جولای په ۲۸مه هرات کلابند شو. له ۱۰ میاشتنۍ کلابندۍ وروسته د ۱۸۶۳ز کال د می په ۲۷مه هرات ونیول شو، خو د سویلي او منځنۍ اسیا په تاریخ کې له څلوېښتو کلونو سترې ونډې وروسته د جون په ۹مه د سوبې په لړ کې ناڅاپه مړ شو او د هرات په ګذرګاه کې خاورو ته وسپارل شو. دوست محمد خان خپل زوی شیرعلي خان، خپل ځایناستی ټاکلی و او تر مړینې پورې یې د دولت کلني عواید ۷ میلیونه روپیو ته لوړ شوي وو. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچینې[سمول]

کورنۍ[سمول]

د سردار پاينده خان پنځه ويشت زامن او څلور لورگانې وې. یو له دوئ څخه امیر دوست محمد خان وو.

  1. سردار فتح علي خان
  2. نواب اسدالله خان
  3. سردار تېمور قلي خان
  4. نواب عبدالجبار خان
  5. سردار محمد اعظم خان
  6. نواب عبدالصمد خان
  7. سردار پردل خان محمدزی
  8. سردار شېردل خان محمدزی
  9. سردار عطا محمد خان
  10. سردار يار محمد خان
  11. امير المومنين امير کبير امير دوست محمد خان
  12. سردار کهندل خان
  13. سردار امير محمد خان
  14. نواب توراباز خان
  15. سردار سلطان محمد خان طلايي
  16. سردار رحيم دل خان
  17. سردار مهردل خان
  18. سردار سيد محمد خان
  19. سردار پير محمد خان
  20. سردار محمد زمان خان
  21. سردار محمد زمر خان
  22. سردار حيدر خان
  23. سردار اسلم خان
  24. سردار جمعه خان
  25. سردار خيرالله خان

واکمني[سمول]

امیر دوست محمد خان له امیر ایوب خان درانی وروسته له ۱۸۴۳ تر ۱۸۶۳ز کال پورې د ۲۰ کاله د افغانستان امیر پاتی شو. له دوست محمد خان نه وروسته حکومت امیر شیر علی خان ته پاتې شو.

شخصیت[سمول]

  1. McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (19 December 2012). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23498-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Yusuf, Mohamed (1988). A History of Afghanistan, from 1793 A.D. to 1865 A.D. New York University. د کتاب نړيواله کره شمېره 1466222417. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kakar, M. Hasan (2006). A Political and Diplomatic History of Afghanistan, 1863-1901 (په انګلیسي ژبه کي). Brill. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-15185-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Encyclopædia BritannicaDost Mohammad Khan, "ruler of Afghanistan (1823–63) and founder of the Barakzay dynasty, who maintained Afghan independence during a time when the nation was a focus of political struggles between Great Britain and Russia..."
  5. "Anglo-afghan wars", Encyclopaedia Iranica
  6. Tarzi, Amin H. "DŌSTMOḤAMMAD KHAN". Encyclopædia Iranica (Online). United States: Columbia University. 
  7. Noelle, Christine (1997). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863). Routldege. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0700706297. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Munshi.
  9. "DŌST MOḤAMMAD KHAN – Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اپرېل ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۲۱. Dōst Moḥammad Khan was raised by his Qezelbāš mother, from the Persian tribe of Sīāh Manṣūr and reportedly Pāyenda Khan’s favorite wife, though not of noble stock. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Tarzi, Amin H. "DŌSTMOḤAMMAD KHAN". Encyclopædia Iranica (Online ed.). United States: Columbia University.
  11. The Rise of Afghanistan, p. 124 // Afghanistan: A Military History from Alexander the Great to the War Against the Taliban. Author: Stephen Tanner. First published in 2002 by Da Capo Press; (revised edition) reprinted in 2009. Philadelphia: Da Capo Press, 2009, 375 pages. کينډۍ:ISBN
  12. 5. The Rise of Afghanistan, page 126 // Afghanistan: A Military History from Alexander the Great to the War Against the Taliban. Author: Stephen Tanner. First published in 2002 by Da Capo Press; (revised edition) reprinted in 2009. Philadelphia: Da Capo Press, 2009, 375 pages. کينډۍ:ISBN
  13. Adamec, Ludwig W. (2010). The A to Z of Afghan Wars, Revolutions and Insurgencies. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-7624-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Life of the Amîr Dost Mohammed Khan, of Kabul: with his political ..., by Mohan Lal, Volume 1. pp. 1–3.
  15. Noelle, Christine (2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863). Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136603174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bizhan, Nematullah (14 August 2017). Aid Paradoxes in Afghanistan: Building and Undermining the State (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-69265-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gupta، ص. Topic 3 pp. 1391.
  18. کينډۍ:EB1911
  19. Adamec, Ludwig W. (2010). The A to Z of Afghan Wars, Revolutions and Insurgencies. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-7624-8. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Munshi، ص. 105-106.
  21. Munshi، ص. 78.
  22. Ranjit Singh Encyclopædia Britannica, Khushwant Singh (2015)
  23. Kenneth Pletcher (2010). The History of India. Britannica Educational Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781615302017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Noelle, Christine (25 June 2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60317-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Lee, Jonathan L. (1 January 1996). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731-1901 (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-10399-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Lee, Jonathan L. (15 January 2019). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګلیسي ژبه کي). Reaktion Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78914-010-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lee, Jonathan L. (1 January 1996). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731-1901 (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-10399-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Lee, Jonathan L. (15 January 2019). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګلیسي ژبه کي). Reaktion Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78914-010-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (19 December 2012). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23498-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Lee, Jonathan L. (15 January 2019). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګلیسي ژبه کي). Reaktion Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78914-010-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Noelle, Christine (25 June 2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60317-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (19 December 2012). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23498-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Lee, Jonathan L. (15 January 2019). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګلیسي ژبه کي). Reaktion Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78914-010-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Noelle, Christine (25 June 2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60317-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Lee, Jonathan L. (1 January 1996). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731-1901 (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-10399-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Noelle, Christine (25 June 2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60317-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Lee, Jonathan L. (15 January 2019). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (په انګلیسي ژبه کي). Reaktion Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78914-010-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Lee, Jonathan L. (1 January 1996). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731-1901 (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-10399-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. A., Ḥabībī (1984). "AFŻAL KHAN, AMIR MOḤAMMAD". Encyclopedia Iranica. مؤرشف من الأصل في ۱۷ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (19 December 2012). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-23498-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Noelle, Christine (25 June 2012). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826–1863) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60317-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)