کارن:Khairmuhammad.tareen

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پروفيسر راز محمد راز د پښتو ادابي خدماتد جګليک متن


ارواښاد رازمحمد راز د ١٩٥١م کال د مارچ پر لومړۍ نېټه په پښين ښار کې د ملک محمددين ترين په کاله کې زوکړى وو، لومړنۍ او منځنۍ زدکړې يې په پښين کې کړې وې، څورلسم ټولګى يې په ١٩٧٣م کال له بلوچستان پوهنتونه پاس کړى وو او د تاريخ په مضمون کې يې په ١٩٧٥م کال د کراچۍ له پوهنتونه د ماسټرۍ ډګري اخيستې وه او بيا يې د بلوچستان په بېلابېلو کالجونو کې د تاريخ د استاد په توګه دنده تر سره کړې وه.تکړه شاعر او ليکوال رازمحمد راز پرون/یکشنبه/ پخ ق ورسېد. ارواښاد راز، چې په خپل دوه شپېته کلن عمر کې، شاوخوا لس منظوم او منثور آثار کښلي چي ډېر يې چاپ شوي دي.

رازمحمد راز په پښتو معاصر شعر کې خپل ځانګړى سبک درلود، په شعر او نثر کې يې فلسفي افکارو ته ځانګړې توجه کوله. د تېر کال په سپتمبر کې يې په پښين کې د فکرنوم ادبي فورم له خوا جوړي شوي سېمينار ته په وينا کې له شاعرانو او ليکوالو وغوښتل چي په ټولنه کې دي د فکري بدلون لپاره کار وکړي:

((په دونيا کې چي هر لوى قومي انقلاب راغلى دى تر هغه وړاندې يو فکري انقلاب راغلى دى، اوس دا ذهن جوړول، خلک دې ته تيارول او يو فکري انقلاب راوستل زموږ فرض جوړېږي، په اوسني صورتحال کې د پښتنو سرنوشت ټاکل د شاعرانو او اديبانو کار دى، تر څو چي زموږ ليکوالان او شاعران په نړيوال ادب ځانونه خبر نه کړي، هغوى په نړيواله سطحه له نورو ژبو سره خپله ژبه سياله نه شي ګرځولاى ))

تر اوسه يې (د صليب په دايرو کې، مات وزرې زاڼې ژاړي) په نوم د شعرونو ټولګه، د (اوشنيک ګاډيس) په نوم د نثري نظمونو کتاب، د (عاشو، لمر او باران اوري) او (کابل ړنګ دى مينې ژاړي) په نومونو دوه پښتو ناولونه او د (کاسميک سيکسوليزم) په نوم يې د جمالياتي او روحاني فلسفې په اړه د مقالو کتاب او (دى هولى سينرز The Holy Sinners) اردو ناول يې چاپ شوى دى او څو کتابونه يې ناچاپ پراته دي خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک نن پښتني فرهنګي ټولنه، د لر اوبر افغان وطن روڼ اندې او تعلیم یافته کړۍ، د پښتو شعر، نثر او ادب لارویان او بهیرونه او ټوله پښتني خاوره د یوه بل ښکلي انسان او په ظاهر او باطن سپیڅلي مشر، ارواښاد پروفیسور راز محمد راز د ویر پر ټغر ناسته ده. راز زموږ د فکر، شعوراو علم د ډګرونو یو وتلی نوم او سپیڅلی انسان وو، راز زموږ د شعري بهیرونو یو مخکښ وو، راز زموږ د فلسفې پر باریکیو او عمقونو د محدودو آګاهو څیرو له ډلې نه وو، راز زموږ یو کامیاب او یاد ناولست وو، راز زموږ دقیق او باریک بینه څیړونکی وو او راز زموږ د ټولنې پر نبض پوه مشر وو. نن مې د خپل مشر ارواښاد پروفیسر راز محمد راز د مرګ په اوریدوحواس دومره پریشانه دي چې هیح اندازه نه لري. ماته همدا اوس زما او راز صیب د کشر ورور، ګران عصمت الله زهیر ژړغونې څیره، زخمي او سوري زړګی او له غمه کړوپه ملا مخې مخې ته کیږي، نه پوهیږم چې د راز ویر وژاړم، د خپل کشر ورور زهیر زخمي زړګی او که د راز د کورنۍ او بچو نا امیده او د غم په اوښکو لمدې سترګې او که خپله بیوسي چې دومره وس هم راکې نه شته چې د مرګ پر تخته د خپل پراته مشر تندی ښکل کړم او یا له غمه خپل ملا ماتی ورور زهیر، سینې ته راجوخت کړم!!! پروفيسر راز له تېرو څو کلونو راهيسې د سرطان په ناروغۍ اخته وو چي په پرله پسې توګه په کراچۍ ښار کې تر درملنې لاندې وو، خو له تېر يوه کاله راهيسې له ګرځېدو لوېدلى او ډاکټرانو له خبرو هم منع کړى وو، خو د قلم مينه يې د مرګ تر بستره له زړه ونه وتله، د هغه کشر ورور ليکوال او شاعر عصمت الله زهير صيب د راته وويل:

((په دې وروستيو ورځو کې يې صحت ډېر خراب وو، څو ورځې مخکې د بې هوښۍ په حالت کې وو، چي پر هوښ راغى، ماته يې په لاس اشاره وکړه او راته ويې ويل چي زما د نوي ناول ټايټل څنګه سو، ما ورته وويل هغه بېخي تيار دى، ويل يې زما بېخي ډېر ارمان دى چي دا ناول ووينم)) ارواښاد راز کوټې ښار شمال لوېديځ لور ته د تاريخي ښار پښين نوميالي فلسفي شاعر، ليکوال او ناول کښونکي پروفيسر رازمحمد راز د يکشنبې په ماښام د دوشپېته کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. څښتن تعالی دې زموږ پر نازولي او ارماني راز ورحمیږي، الله ج دې یې مزل آسانه او منزل روښانه لري. له لویه خدایه ج ګران زهیر، د راز صیب کورنۍ ، د لر او بر پښتون وطن فرهنګیانو او د هغه ارواښاد دوستانو ته د دغه درانه غم د زغم وس او توان غواړم. د فیس بک له دوستانو هیله کوم چې د پښتنو ارمانجن راز له دعاګانو هیر نه کړي.

خلک وايي چي محشر دى احتساب دى کامل خداى له مانده خلکو حساب غواړي له طرفه ((خير محمد ترين))