کارن:کامران افغان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناخبري وجه - subjunctive هغه ځانګړی کړ (فعل) دی چې د ناحقیقي حالت ډول ډول بڼې څرګندوي لکه ارمان، هیله، ولوله، شونتیا، فرض، لید (نظر)، توان او داسې نور. په پښتو ژبه کې د ناخبري وجې څزګندولو لپاره د کړ په سټه پسې الف او ی تړل کېږي.

لاندېني اکرونه (حالتونه) د ناخبري وجې دي:

ارماني تېرمهال : د ناپوره کېدونکو ارمانونو څرګندولو لپاره ار کړ (اصلي فعل/ main verb ) پسې "ای" تړل کېږي. که چېرې په جمله کې له ار کړ سره مرستیال کړ راشي، نو بیا یوازې هغه کې یو زیات "الف" راځي. بېلګې: کاش تا زه نازولای. => نازول ار کړ دی، نو یو الف پکې زیاتېږي. کاش ته راغلی وای. => دلته له ار کړ "راغلی" سره مرستیال کړ "وی" دی، نو یوازې وای الف خپلوي او ار کړ په خپله بڼه پاتې کېږي. په لنډه، "کاش ته راغلای وای" جمله ناسمه ده.

شرطي تېرمهال: د ارماني تېرمهال غوندې د ناپوره کېدونکو شرطونو څرګندولو لپاره هم کړ (فعل) یو الف خپلوي. بېلګه: که ته راغلی وای. => یوازې مرستیال کړ الف خپلوي.

ټینګاري تېرمهال: د هغو کړنو څرګندولو لپاره، چې په تېرمهال کې ترسره کېدای شوې یا پکار وه چې ترسره شوې وای، ار کړ الف خپلوي او که مرستیال کړ ورسره وي، بیا یوازې هغه. بېلګې: زه به راغلی وای، خو شونې نه وه. ما به درکتلای او تا به راکتلای. ته باید راغلی وای. هغه باید کار کړی وای.

تواني یا امکاني تېرمهال: د ناپوره کېدونکو شونتیا یا امکاناتو څرګندولو لپاره هم کړ یو الف خپلوي. خـــــو دلته بیا د پورتنیو حالتونو په شان یوازې ار کړ الف خپلوي او مرستیال کړ نـــــه. لاندېنیو بېلګو کې "شول/شو" مرستیال کړونه دي. بېلګې: هغه وکړای شو چې هلته لاړ شي. هغه راتللای شو، خو رانغی. هغوی کولای شول چې راشي.

کامران منګل